د اذربایجان تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اذربایجان تاریخ، د هغو سیمو د تاریخ په توګه پېـژندل کېږي چې د اوسني اذربایجان جمهوریت یې جوړ کړی. د نقشې له مخې دغه سیمه په شمال کې د قفقاز د غرونو د سویلي څنډو په ختیځ کې د کپسین د سمندر او په لوېدیځ کې د ارمانیایي غرنيو سیمو سره تړاو لري. په سویل کې  طبیعی پولي لږ توپیرسره لري او په دغه ځای کې دا هېواد د ایران له هوارو سیمو سره یوځای کېـږي. [۱]

د البانیا قفقاز په خپله خاوره کې په لرغونو وختونو کې جوړشوی. د قفقاز البانیايي ژبه د قفقاز البانیا  د جوړونکو له خوا ویل کېده او تر ډېـره د ورکې له خطر سره مخامخ شوې. همدارنګه د اودې ژبي یو څانګه وه چې د اودې د خلکو له خوا خبرې پرې کېدې . د میډس او هخامشني امپراتورۍ له وختونو څخه د روسانو تر راتګ پورې په ۱۹ پېړۍ کې د اذربایجان  جمهوریت او د ایراني سیمو کابو یو ډول تاریخ درلود.

اذربایجان حتی د عربو له خوا د ایران تر فتح کېدو او د دغې سیمې د خلکو له خوا تر اسلام منلو وروسته هم خپل ایراني توب ساتلی و.

شاوخوا څلور پېړۍ وروسته، د اوغوز ترک قومونو د سلجوق د پاچهۍ لاندې سیمو ته ننوتل او اذربایجان د ترک وګړو یو لوی شمېـر ترلاسه کړ. له څو پېړیو وروسته لکه څنګه چې د دې سیمي اصلي وګړي د کډوالو ترکانو سره یو ځای شوي و ، نو د فارسي ژبي د اصلي ویوونکو شمېر ورو ورو په کمېدو شو او د تُرکانو یوه ژبه چې نن ورځ د اذربایجاني یا ( اذري تُرک ) په نوم پېژندل کېـږي، رواج شوه.[۱][۲][۳]

د روسيې ــ پروس  جګړې له ۱۸۰۴ تر ۱۸۱۳ او له ۱۸۲۶ تر ۱۸۲۸ ز کال وروسته ، قاجار ایران اړ شو چې  خپلي قفقازي سیمي د روسیې امپراتورۍ ته وسپاري. د ګلستان تړون په ۱۸۱۳ ز کې او د ترکمنچي تړون په ۱۸۲۸ ز کې د قاجار ایران او د روسیې د امپراتورۍ تر منځ پولې جوتې کړې.

د ارس شمالي سیمي تر هغه وخته چې روسیې په ۱۹ مه پېړۍ کې ونیولې، د ایران سیمي وې. د ترکمنچي د تړون په بنیاد ، قاجار ایران په اریوان، نخچیوان او تالش خانات ( د اذربایجان اخیري برخي چې تر اوسه د ایرانیانو په لاس کې دي) باندې د روسیې واکمني په رسمیت وپېـژنده. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په وروستۍ دوره کې، په ختیځ قفقاز کې له ایران څخه وروسته د روسیې تر ولکې لاندې په نولسمي پېړۍ کې یو اذربایجاني ملي هویت راڅرګند شو. په قفقاز کې د روسیې د امپراتورۍ د یوې برخي په توګه له اتیا کاله ډېر،  د اذربایجان دیموکراتیک جمهوریت اخیر په ۱۹۱۸ ز کال کې جوړ شو.

د اذربایجان نوم د واکمن موسوت ګوند له خوا د سیاسي لاملونو له امله ومنل شو، چې د ایران سره نژدې شمال ختیځي سیمې د پېژندلو لپاره کارول کېده. اذربایجان په ۱۹۲۰ ز کال کې د شوروي ځواکونو له خوا ونیول شو چې د اذربایجان د شوروي سوسیالیست جمهوریت د جوړېدو لامل شو.

د شوروي دورې په لومړیو کې اذربایجاني ملي هویت ختم شو. همدارنګه اذربایجان د شوروي تر واکمنۍ لاندې پاتې شو، تر هغه چې په ۱۹۹۱ ز کال کې شوروي اتحاد ړنګ شو.  له هغه وروسته اذربایجان خپلواک جمهوریت اعلان شو. د ګاونډۍ ارمانیا سره د دښمنۍ اړیکي او د ناګوراــ قره باخ جګړه  ترخپلواکۍ راهیسې د اذربایجان په سیاسي ژوند کې ډېر مهم ټکی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

له تاریخ وړاندې[سمول]

د اذربایجان له تاریخ وړاندې د ډبري، برونزو او اوسپني دورې شاملې دي. د ډبري زمانه په درېیو دورو وېشل شوې ده : پیالوټیک، میسولیټیک او  نیولټیک. [۱۹][۲۰]

پیالوټيک[سمول]

د پیالوټیک دوره په درې برخو ویشل شوې ده : ښکـته ، منځنۍ او پورتنۍ دوره . دا دوره په سیمه کې د انسان د لومړي ځل استوګنۍ سره پیل او له میلاد څخه تر دوولس زره کاله وړاندې پورې یې دوام وکړ.   [۲۰]

په فزولي ولسوالۍ کې د ازیک غار د لرغوني انسان د استوګني په یورشیا کې یو تر ټولو پخوانی ځای دی. د اشیلین له کلتور څخه پخواني پاتې شونې ۷۰۰۰۰۰ کاله لرغوني دي چې د غار په لاندنې پوړ کې پیداشوي دي . په ۱۹۶۸ز کال کې ممدالي حیسنیوف د ۳۰۰۰۰۰ کاله پخواني،  د اشیلین د زماني د یوه انسان ژامه کشف کړه چې دا په شوروي اتحاد کې د انسان د پاتې شونو تر ټولو لرغونې نومونه وه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د اذربایجان د ښکته پیالوټيک دوره ، د هغه ګروچای کلتور لپاره پېژندل کېده چې د ټـنزایا د اولدووای ګراج سره یې  یو شانته ځانګړتیاوي لرلې. د پیالوټیک دوره همدارنګه په ايويډګ، تغلر او ډامجلي غارونو او د یاتګري، دس سلکلي، کیزما او داسې نورو ځایونو کې د موندنو په واسطه وپېـژندل شوې.[۲۵]

د میسولیټیک دوره[سمول]

د میسولیټیک دوره، کومه چې کابو له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ کاله تر میلاد وړاندې پورې یې دوام وکړ، چې د ګوبستان په ملي پارک ( د بوکو سره نژدې) او په دامجیلي کې ( د قزاق په ولسوالۍ کې ) د غارونو په واسطه ښودل کېـږي.

په ګوبستان کې په  ډبرينو رسمونو کې ښکار، کب نیونه، کارکول او ګډا انځور شوې ده. د ډبرو پرمخ دغه رسمونه د ۸۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ کاله پخوا تاریخ لري چې د ( د وایکینګ د کښتیو په شان ) اوږدې کښتۍ انځوري او د کانټينیټل اروپا او مدیتراني د بحر تر منځ اړیکه په ګوته کوي.[۲۶][۲۷][۲۸]

نیولټیک دوره[سمول]

د نیولټیک دوره له ۷۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ کاله پخوا تر میلاده وه او په اګسټفا ولسوالۍ کې د شولاویري شومو د کلتور په واسطه پېـژندل کېــږي. په دامجیلي، ګوبستان، کلتیف ( په نخچیوان کې ) او تویریتیپ کې موندنې د کرنې په برخه کې د نیولټيک دوري انقلاب ښيي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د چالکولتیک دوره[سمول]

چالکولتیک ( یا اینولتیک) له ۶۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ کاله تر میلاد وړاندې د ډبري له زماني څخه د برونز زماني د لېـږد دوره وه. د قفقاز غرونه د مسو د کانونو له پلوه بډایه دي چې د اذربایجان د مسو ویلي کولو په پراختیا کې اسانتیا راولي.

په شوموتیپ، تویراتیپ، جیناتیپ، کالتيپ، الکایمیتیپ او لینلتیپ کې یو شمېـر د چالکولتیک د دورې اړوند ځایونه موندل شوي . همدارنګه د کاربن د دوري آثار دا ښيي چې د دغو سیمو اوسیدنکو کورونه جوړول  او له مسو څخه یې توکي او د غشو سرونه جوړول او له  اوبو پرته کرنې سره اشنا و. [۳۶]

د اوسپني او برونز دوره[سمول]

د برونزو دوره له میلاد څخه پخوا د ۴۰۰۰ کلونو په دویمه نیمايي کې پيل او په اذربایجان کې له میلاد څخه دمخه د ۲۰۰۰ کلونو په دویمه نیمايي کې پای ته ورسیده. همدارنګه د اوسپني دوره له میلاد څخه دمخه د اوومي او شپـږمې پېـړۍ په شاوخوا کې پیل شوه. د برونزو دوره په درې دورو وېشل شوې ده  ( لومړۍ، منځنۍ او وروستۍ ) او په نخچیوان، ګنجا، منګاچیور او دشکاسان ولسوالۍ کې لوستل شوې ده. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د برونز لومړۍ دوره د کوراــ اراکس کلتور په مټ ښودل شوی او د برونزو منځنۍ دوره د رنګ شويو خټینو لوښو او توکو په واسطه پېـژندل کېـږي. د برونز وروستني دوره په نخچیوان کې د خواجلای ــ ګدابای او تالیش ــ موګن د کلتورونو لخوا ښودل کېـږي.[۳۷][۳۸][۳۹]

په ۱۸۹۰ ز کال کې د جاکیوس دی مورګن له خوا د لنکران سره نژدې د تالیش د غرونو په څېـړنو کې د وروستي برونز او د لومړيو برونز د دورې له ۲۳۰ څخه ډېـرښخ شوي توکي پیدا کړي. ای روسلر له ۱۸۹۴ تر ۱۹۰۳ ز کال پورې  په قره باخ او ګنجنا کې د اخېـري برونز د دورې توکي کشف کړل. جي. هیمول له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۴۱ ز کال پورې د ګویکل په ولسوالۍ کې او په قره باخ کې او همدارنګه هغه ځایونه د لومړي او دویم بارو په نوم او داسې نور د اخېري برونزو د دورې ځایونو باندې څېـړنه وکړه.   [۴۱][۴۲][۴۳]

د امریکا د طبیعي تاریخ د موزیم لرغون پوه والټر کریسټ په ۲۰۱۸ ز کال کې د کوبستان په ملي پارک کې د برونزو د دورې د هونډز او جاکلز ( یوه ډول د مېز لرغوني لوبه ) یوه نسخه پیدا کړه. دغه لوبه په مصر، بین النهرین او په اناټولی کې هغه وخت مشهوره  وه چې ،د مصري فرعون څلورم آمنهات په قبر کې وښودل شوه.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

د قفقاز البانیان کېدای شي، د اذربایجان لومړي پېژندل شوي اوسېدونکي وي او په لومړنيو یرغلګرو کې تر میلاد وړاندې د نهمي پېړۍ سیستان شامل دی. سویلي قفقاز تر میلاد وړاندې د ۵۵۰  کلونو په شاوخوا کې د اچمینیډ امپراتورۍ برخه شوه او په اذربایجان کې زردشتیـزم خپور شو. [۴۹][۵۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Swietochowski, Tadeusz (1985). Russian Azerbaijan, 1905–1920: The Shaping of a National Identity in a Muslim Community. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Gasimov, Zaur (2022). "Observing Iran from Baku: Iranian Studies in Soviet and Post-Soviet Azerbaijan". Iranian Studies. 55 (1): 38. doi:10.1080/00210862.2020.1865136. S2CID 233889871 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Encyclopaedia Iranica
  4. Harcave, Sidney (1968). Russia: A History: Sixth Edition. Lippincott. د کتاب پاڼې 267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mojtahed-Zadeh, Pirouz (2007). Boundary Politics and International Boundaries of Iran: A Study of the Origin, Evolution, and Implications of the Boundaries of Modern Iran with Its 15 Neighbors in the Middle East by a Number of Renowned Experts in the Field. Universal. د کتاب پاڼې 372. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58112-933-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Swietochowski, Tadeusz (1995). Russia and Azerbaijan: A Borderland in Transition. Columbia University Press. د کتاب پاڼي 69, 133. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-07068-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. L. Batalden, Sandra (1997). The newly independent states of Eurasia: handbook of former Soviet republics. Greenwood Publishing Group. د کتاب پاڼې 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89774-940-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. E. Ebel, Robert, Menon, Rajan (2000). Energy and conflict in Central Asia and the Caucasus. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 181. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7425-0063-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Andreeva, Elena (2010). Russia and Iran in the great game: travelogues and orientalism (الطبعة reprint). Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-78153-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Çiçek, Kemal, Kuran, Ercüment (2000). The Great Ottoman-Turkish Civilisation. University of Michigan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-975-6782-18-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Ernest Meyer, Karl, Blair Brysac, Shareen (2006). Tournament of Shadows: The Great Game and the Race for Empire in Central Asia. Basic Books. د کتاب پاڼې 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-04576-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  12. Timothy C. Dowling Russia at War: From the Mongol Conquest to Afghanistan, Chechnya, and Beyond pp 728–729 ABC-CLIO, 2 dec. 2014 کينډۍ:ISBN
  13. Gasimov, Zaur (2022). "Observing Iran from Baku: Iranian Studies in Soviet and Post-Soviet Azerbaijan". Iranian Studies. 55 (1): 37. doi:10.1080/00210862.2020.1865136. S2CID 233889871 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Yilmaz, Harun (2015). National Identities in Soviet Historiography: The Rise of Nations Under Stalin. Routledge. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1317596646. On May 27, the Democratic Republic of Azerbaijan (DRA) was declared with Ottoman military support. The rulers of the DRA refused to identify themselves as [Transcaucasian] Tatar, which they rightfully considered to be a Russian colonial definition. (...) Neighboring Iran did not welcome the DRA's adoption of the name of "Azerbaijan" for the country because it could also refer to Iranian Azerbaijan and implied a territorial claim. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Barthold, Vasily (1963). Sochineniya, vol II/1. Moscow. د کتاب پاڼې 706. (...) whenever it is necessary to choose a name that will encompass all regions of the Republic of Azerbaijan, name Arran can be chosen. But the term Azerbaijan was chosen because when the Azerbaijan republic was created, it was assumed that this and the Persian Azerbaijan will be one entity because the population of both has a big similarity. On this basis, the word Azerbaijan was chosen. Of course right now when the word Azerbaijan is used, it has two meanings as Persian Azerbaijan and as a republic, its confusing and a question arises as to which Azerbaijan is talked about. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Atabaki, Touraj (2000). Azerbaijan: Ethnicity and the Struggle for Power in Iran. I.B.Tauris. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781860645549. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Dekmejian, R. Hrair; Simonian, Hovann H. (2003). Troubled Waters: The Geopolitics of the Caspian Region. I.B. Tauris. د کتاب پاڼې 60. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1860649226. Until 1918, when the Musavat regime decided to name the newly independent state Azerbaijan, this designation had been used exclusively to identify the Iranian province of Azerbaijan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Rezvani, Babak (2014). Ethno-territorial conflict and coexistence in the Caucasus, Central Asia and Fereydan: academisch proefschrift. Amsterdam: Amsterdam University Press. د کتاب پاڼې 356. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9048519286. The region to the north of the river Araxes was not called Azerbaijan prior to 1918, unlike the region in northwestern Iran that has been called since so long ago. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Azərbaycan Arxeologiyası- Daş Dövrü I cild (PDF). Şərq-Qərb. 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Baxşəliyev, Vəli (2006). Azərbaycan Arxeologiyası (PDF). Bakı. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Azərbaycan Arxeologiyası- Daş Dövrü I cild (PDF). Şərq-Qərb. 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Baxşəliyev, Vəli (2006). Azərbaycan Arxeologiyası (PDF). Bakı. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Azerbaijan — History and Culture". www.iexplore.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Jawbones and Dragon Legends: Azerbaijan's Prehistoric Azikh Cave by Dr. Arif Mustafayev". azer.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Visions of Azerbaijan Magazine ::: A History of Azerbaijan: from the Furthest Past to the Present Day". Visions of Azerbaijan Magazine (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Gobustan Rock Art - World Heritage Site - Pictures, Info and Travel Reports". www.worldheritagesite.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Coimbra, Fernando, المحرر (2008). Cognitive Archaeology as Symbolic Archaeology. England: BAR Publishing. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781407301792. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Azərbaycan Arxeologiyası- Daş Dövrü I cild (PDF). Şərq-Qərb. 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Azərbaycan Arxeologiyası- Daş Dövrü I cild (PDF). Şərq-Qərb. 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Alakbarov, V.A (2018). "TECHNOLOGICAL DEVELOPMENT OF THE NEOLITHIC POTTERY AT GÖYTEPE (WEST AZERBAIJAN)". Archaeology, Ethnology & Anthropology of Eurasia. 46 (3): 22–31. doi:10.17746/1563-0110.2018.46.3.022-031. ISSN 1563-0110. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Nıshıakı, Yoshıhıro; Guliyev, Farhad (2015). "Chronological context of the earliest pottery Neolithic in the South Caucasus : Radiocarbon. Dates for Göytepe and Hacı Elemxanlı Tepe, Azerbaijan" (PDF). American Journal of Archaeology. 119 (3): 279–294. doi:10.3764/aja.119.3.0279. S2CID 192912124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Nishiaki; Kannari; Nagai; Maeda (2019). "Obsidian provenance analyses at Göytepe, Azerbaijan: Implications for understanding Neolithic socioeconomies in the southern Caucasus: Obsidian provenance analyses at Göytepe, Azerbaijan". Archaeometry. doi:10.1111/arcm.12457. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Guliyev, Farhad; Yoshihiro, Nishiaki (2012). "Excavations at the Neolithic settlement of Göytepe, the middle Kura Valley, Azerbaijan, 2008-2009". ResearchGate. 3: 71–84. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Nishiaki Seiji, Yoshihiro; Guliyev, Farhad; Kadowaki, Seiji (2015). "The origins of food production in the southern Caucasus: excavations at Hacı Elamxanlı Tepe, Azerbaijan". Antiquity. 89: 348. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Archaeological researches in Azerbaijan 2015-2016. Baku: Arxeologiya və Etnoqrafiya İnstitutu. 2017. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9952-473-05-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Sebbane, Michael (1989). "COPPER METALLURGY, TRADE AND THE URBANIZATION OF. SOUTHERN CANAAN IN THE CHALCOLITHIC AND EARLY BRONZE AGE 1". Academia.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. ۳۷٫۰ ۳۷٫۱ "ARCHEOLOGY viii. REPUBLIC OF AZERBAIJAN – Encyclopaedia Iranica". www.iranicaonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. ۳۸٫۰ ۳۸٫۱ Zerdabli, Ismail bey (2014). THE HISTORY OF AZERBAIJAN. Rossendale Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. ۳۹٫۰ ۳۹٫۱ ISMAILOV, DILGAM (2017). HISTORY OF AZERBAIJAN (PDF). Baku. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Göyüşov, Rəşid (1986). Azərbaycan Arxeologiyası (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Palumbi, Giulio (5 October 2016). [10.1093/oxfordhb/9780199935413.013.14 The Early Bronze Age of the Southern Caucasus] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Göyüşov, Rəşid (1986). Azərbaycan Arxeologiyası (PDF). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. JAFARLI, Hidayat (2016). "Bronze Age and Early Iron Age monuments of Karabakh" (PDF). İrs Karabakh: 22–29. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "4,000-Year-Old Board Game Called 58 Holes Discovered in Azerbaijan | Mysterious Universe". mysteriousuniverse.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. December 2018, Tom Metcalfe 10. "4,000-Year-Old Game Board Carved into the Earth Shows How Nomads Had Fun". livescience.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "4,000-Year-Old Game Board Identified in Azerbaijan - Archaeology Magazine". www.archaeology.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "A 4,000-Year-Old Bronze Age Game Called 58 Holes Has Been Discovered In Azerbaijan Rock Shelter". WSBuzz.com (په انګلیسي ژبه کي). 2018-11-18. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "A Bronze Age game was found chiseled into stone in Azerbaijan". Science News (په انګلیسي ژبه کي). 2018-11-16. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Historical Dictionary
  50. AzerbaijanUS Library of Congress Country Studies (retrieved 7 June 2006).