Jump to content

مهتدي بالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مهتدي بالله
أبو إسحاق محمد المهتدي بالله بن الواثق (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Samarra (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زېږون نېټه
۰۸۲۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۹ جون ۰۸۷۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Samarra (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابو عبدالله محمد المهتدي بالله بن هارون الواثق بن محمد المعتصم بن هارون الرشید بن محمد المهدي العباسي الهاشمي قریشي (۲۱۸ – د رجب اتلسمه/ ۲۵۶ هـ س/ ۸۳۳ – ۸۷۰ زیږدیز کال) چې په عامه توګه د مهتدي بالله په نامه پېژندل کیږي، د بني عباس څوارلسم خلیفه وو. نوموړې له 869 څخه تر 870 پوري یوازي یو کال خلافت ترسره کړ.

مهتدي بالله پر داسي مهال د عباسي خلافت چاري په لاس کي واخیستې چي د خلافت د پلازمیني ترڅنګ په نوره اسلامي نړۍ کي هم ګډوډیو ځوږ نیولی وو او هغه کسان چي نوموړی یې واک ته ورساوه څو تنه ترک جنرالان او زورواکي مشران وه چي تر دې مخکي یې څلور تنه عباسي خلیفه ګان د مهتدي بالله په وړاندي وژلي وه، او دئ یې هم سخت تر رعب لاندي کړی وو.

څرنګه چي مهتدي بالله د ترک جنرالانو او زوراکو سره مخامخ نښته نسوای کولای هڅه یې وکړه ترڅو ددوی ترمنځ په عباسي دربار کي اختلافات راپورته او په دې توګه یې ځواک لړزانده کړي، خو یادي پریکړي یوازي په لمړیو ورځو کي څه ناڅه پایله ورکړه او پسله هغه چي ترکان د خلیفه په نیت پوه سول له ده سره یې ډغرو ته لاس واچاوه او تر خونړيو جګړو او ماتي ورکولو وروسته یې ورڅخه غوښتنه وکړه چي له خلافت څخه د لاس اخیستلو ترڅنګ دوی ته امتیازات هم ورکړي. مهتدي بالله چي یو نه وېرېدونکی او زیږ طبیعته خلیفه وو ددوی یاده غوښتنه یې پر ځمکه وغورځول او ترکانو هم دومره وواهه چي له سختو شکنجو او ناتوانۍ له امله په 870 زیږدیز کال کي وفات سو.

واکمني

[سمول]

په عباسي خلافت کي د مهتدي بالله واکمني سره ددې چي ډېره لنډه او د کړکېچونو څخه ډکه دوره وه خو نوموړي ددې هرڅه سره سره په ډېر لږ وخت کي پراخ دیني، مالي او قضايي اصلاحات راوستل او په عباسي پلازمینه کي یې هغه زیانونه تر ډېره پوري جبران کړه چي د نوموړي تر خلافت مخکي منځته راغلي وه. د اسلامي تاریخونو پر بنسټ مهتدي بالله د عباسي خلافت په قضایي چارو کي دومره عدل رامنځ ته کړ چي خلکو ته د اموي خلیفه عمر بن العزیز زمانه وریاده سول او دئ يې یو نرم مزاجه، عادل او زړه سوانده واکمن ونوماوه.