له ښځو سره د طالبانو چلند
له ښځو سره د طالبانو چلند د طالبانو د رژیمونو ډول ډول کړنو او سیاستونو ته اشاره کوي، چې په ۱۹۹۶ کال کې د لومړي ځل لپاره د واک له ترلاسه کولو وروسته دا یا ځانګړې کړنې دي یا هم تر زیات بحث لاندې چلند دی، چې ډېری یې د تبعیض له امله ښودل کېږي. په افغانستان کې د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) پرمهال، دوی د ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند او تاوتریخوالي له امله، په نړیواله کچه بدنام شول. له ۱۹۹۶ کال راهیسې، ښځو ته لارښوونه شوې چې په عامه ځایونو کې په دوامداره توګه برقه (چادري) په سر کړي. د دې سیستماتیک جلاوالي له امله چې کله نا کله د جنسیتي بېلوالي په نوم یادېږي، ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېده او نه هم له اتلس کلنۍ له عمر ټيټو ته د زده کړې اجازه وه. هغه ښځې چې د زده کړې په لټه کې وې، پټو ښوونځیو ته د تګ لپاره اړ شوې، چې هلته هم دوی او د دوی ښوونکي د نیول کېدو په صورت کې د اعدام له خطر سره مخ وو. دوی ته اجازه نه ورکول کېده چې پرته له محرم نه د نارینه ډاکټرانو له لوري یې درملنه وشي، چې دا کار د ځینو ناروغیو د نه درملنې لامل هم شو. د طالبانو له قوانینو څخه د سرغړونې له امله، دوی په عام محضر کې د وهلو او اعدامولو سره مخامخ کېدې. په ځینو حالاتو کې، طالبانو د ۱۶ کلونو څخه د کم عمر نجونو ودونو ته اجازه ورکوله او دا کار یې هڅو. د بښنې نړیوال سازمان راپور ورکړی چې د افغانانو ۸۰ سلنه ودونه جبري تر سره شوي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان له بېرته نیولو وروسته، په لومړي سر کې په پوهنتونونو کې ټولګې جلا کړل ترڅو "اسلامي معیارونه تعقیب کړي". دوی د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر میاشت کې، یوازې هلکانو ته اجازه ورکړه چې ښوونځیو ته راستانه شي او د ثانوي ښوونځیو زده کړو ته یې د لوی شمېر تنکیو نجونو د بېرته راتګ مخه ونیوله. د روغتیا او تعلیم څخه بهر یې په ډېرو سکتورونو کې ښځې له کار څخه منع کړي. ښځو ته امر شوی چې په عامه ځایونو کې مخ پټ کړي او د نږدې نارینه خپلوان پرته د ۴۵ مایل (۷۰ کیلومتره) څخه له اوږد سفر څخه ډډه وکړي. د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې، د طالبانو پټ مشر، هبت الله اخندزاده، د طالبانو د بشري حقونو د محدودیتونوپر وړاندې د نړیوالې ټولنې په نیوکو او غوښتنو سختې نیوکې وکړې او هغه یې د خپل "اسلامي نظام" د حکومتوالی په پر سر د مذاکراتو یا جوړجاړي لپاره رد کړې. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې، د طالبانو حکومت همدارنګه د ښځو لپاره د پوهنتون زده کړې منع کړې او په نادولتي موسسو کې یې د کار مخه ونیوله. داسې هم ویل شوي چې نجونې له لومړنیو زده کړو څخه هم منع شوې دي، خو د افغانستان د پوهنې وزارت دا راپورونه رد کړي دي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
جنسیتي سیاستونه
[سمول]له اته کلنۍ څخه پورته، په افغانستان کې نجونو ته اجازه نه ورکول کېده چې له نږدې "د ویني خپلوانو"، میړه یا خسرګنۍ (محرم ته مراجعه وکړئ) پرته له نارینه وو سره په مستقیمه اړیکه کې شي. د ۱۹۹۶ کال له سپټمبر څخه ۲۰۰۱ تر ډسمبر پورې، کله چې طالبانو د افغانستان ۹۰ سلنه خاوره په واک کې درلوده، په ښځو لاندې محدودیتونه لګول شوي وو: [۲۴]
- په واټونو کې ښځې باید پرته له محرم او پرته له چادرۍ څخه څرګندې نه شي[۲۵]
- ښځې باید د لوړ پوندو بوټان په پښو نه کړي ترڅو کوم سړی د ښځو د پښو غږ ونه واوري څکه دا کار نارینه تحریک کوي[۲۶]
- ښځې باید په عام محضر کې په لوړ غږ خبرې ونه کړي ترڅو ناپېژند د هغوی غږ وا نه وري.[۲۷]
- د واټونو په کچه ټولې کړکۍ باید رنګ شي او یا هم پرې پرده وځړول شي ترڅو ښځې له واټونو و نه لیدل شي. [۲۸]
- په ورځپاڼو، کتابونو، دوکانونو یا کور کې د نجونو او ښځو عکس اخیستل، فلم اخیستل او ښودل منع وو.[۲۹]
- د هر هغه ځای نوم اصلاح چې پکې د "ښځې" کلمه شامله وي. د مثال په توګه، "باغ زنانه" د "پسرلي باغ" په نوم بدل شو.[۳۰][۳۱]
- ښځې د خپلو اپارتمانونو یا کورونو په برنډو کې له راڅرګندیدو منع شوې وې.[۳۲]
- په راډیو، تلویزیون او یا په هر ډول عامه غونډو کې د ښځو پر حضور بندیز.[۳۳]
- ښځو ته اجازه نه وه چې د سیند په غاړه کالي و مینځي، د لیدو په صورت کې، ښځه د یو نارینه ساتونکي تر نظر لاندې په توقیف کېده ، چې سخته سزا ورکول کېده. [۳۴]
تګ راتګ
[سمول]د عامه تګ راتګ په اړه د طالبانو حکمونو د ښځو پر ازادۍ سخت محدودیتونه وضع کړل او د هغو کسانو لپاره یې ستونزې پیدا کړې چې یا یې محرم نه درلود یا یې د چادري د اخیستلو توان نه درلود (چې په عام ډول د طالبانو له راتګ مخکې په افغانستان کې نه اغوستل کېده او د لوړې بیې جامې ګڼل کېده، یعنې په ۱۹۹۸ کال کې ۹ امریکایي ډالر، چې په ۲۰۲۱ کال له نږدې ۱۵ ډالرو سره برابر دي)). په حقیقت کې دا ښځې په کور کې نظربندۍ وې. د ۱۹۹۸ کال په ډسمبر میاشت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا یو فرمان صادر شو چې د ټکسي چلوونکي یې د بشپړ بربنډ مخو له لېږد منع کړل. یوې ښځې چې په لارو او واټونو کې د یوازې تګ له امله د طالبانو له خوا سخته وهل شوې وه، وویل: "زما پلار په جګړه کې ووژل شو ... زه نه میړه لرم، نه ورور، نه زوی، زه څنګه ژوند وکړم چې یوازې بهر نه شم؟ "[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]
د Terre des hommes (د خلکو ځمکه) د نادولتي موسسې یو سیمه ایز کارکوونکې د کابل په تر ټولو لوی دولتي دارلیتام، Taskia Maskan کې د ښځو پر خوځښت د اغېزو شاهده وه. وروسته له هغه چې ښځینه کارکوونکې له دندو لرې شوې، نږدې ۴۰۰ نجونې چې په دې ځای کې ژوند کوي د یو کال لپاره دننه بندې وې او بهر ته د تفریح لپاره اجازه نه ورکول کېده.[۳۹]
هغه فرمانونو چې د ښځو تګ راتګ اغېزمن کړ:
- پر بایسکل یا موټر سایکل باندې د ښځو بندیز، حتی د محرم سره.
- ښځې له محرم پرته په ټکسي کې له تګ څخه منع شوې وې.
- په بس کې د نارینه او ښځینه سفر لپاره د جلا ځای خدمات وړاندې شول.[۴۰]
د کلیوالي مېرمنو ژوند لږ اغېزمن شوی ځکه چې دوی عموما په خوندي چاپېریال کې ژوند او کار کوي. د دوی لپاره د خپلو کورنیو کارونو یا نورو کارونو د دوام لپاره د خپلواکۍ نسبی کچه اړینه ده. که دا ښځو کوم نږدې ښار ته سفر وکړي، نو ښاري محدودیتونه به پر دوی هم د تطبیق وړ دي.[۴۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ Dupree, Nancy Hatch (1998). "Afghan Women under the Taliban". In Maley, William (ed.). Fundamentalism Reborn? Afghanistan and the Taliban. New York: New York University Press. pp. 145–166. ISBN 0-8147-5585-2.
- ↑ Marsden, Peter (1998). "The gender policies of the Taliban". The Taliban: War, Religion and the New Order in Afghanistan. London: Zed Books. pp. 88–101. ISBN 1-85649-522-1.
- ↑ Gohari, M. J. (1999). "Women and the Taliban Rule". The Taliban: Ascent to Power. Karachi: Oxford University Press. pp. 108–110. ISBN 0-19-579560-1.
- ↑ Franks, Mary Anne (2003). "Obscene Undersides: Women and Evil between the Taliban and the United States". Hypatia. 18 (1): 139–140. doi:10.1111/j.1527-2001.2003.tb00783.x. ISSN 0887-5367. JSTOR 3811041. S2CID 145761320.
- ↑ Synovitz, Ron (31 March 2004). "Afghanistan: Author Awaits Happy Ending To 'Sewing Circles Of Herat'". Radio Free Europe/Radio Liberty. Archived from the original on 8 July 2004. نه اخيستل شوی 17 August 2021.
- ↑ Lamb, Christina (13 November 2005). "Woman poet 'slain for her verse'". The Sunday Times. Archived from the original on 4 April 2019. نه اخيستل شوی 17 August 2021.
- ↑ The Taliban's War on Women: A Health and Human Rights Crisis in Afghanistan (PDF). Physicians for Human Rights. 1998. ISBN 1-879707-25-X. Archived (PDF) from the original on 12 August 2021. نه اخيستل شوی 17 August 2021.
- ↑ "100 Girls' Schools in Afghan Capital Are Ordered Shut". The New York Times. 17 June 1998. Archived from the original on 13 April 2021. نه اخيستل شوی 17 August 2021.
- ↑ "A Woman Among Warlords: Women's Rights in the Taliban and Post-Taliban Eras". PBS. 11 September 2007. نه اخيستل شوی 14 October 2014.
The Taliban's policies also extended to matrimony, permitting and in some cases encouraging the marriages of girls under the age of 16. Amnesty International reported that 80 percent of Afghan marriages were considered to be by force.
- ↑ Loh, Matthew (29 August 2021). "Taliban rep says Afghan women can attend university, but mixed classes will be banned". Insider (په انګليسي). نه اخيستل شوی 27 December 2022.
- ↑ "Afghanistan: Taliban confirm secondary school ban for girls". Newsround (په انګليسي). CBBC. نه اخيستل شوی 27 December 2022.
- ↑ Hadid, Diaa (20 December 2022). "'The Taliban took our last hope': College education is banned for women in Afghanistan" (په انګليسي). NPR. نه اخيستل شوی 27 December 2022.
- ↑ Trofimov, Yaroslav (15 August 2021). "Afghanistan Government Collapses as Taliban Take Kabul". The Wall Street Journal. Archived from the original on 17 August 2021. نه اخيستل شوی 17 August 2021.
- ↑ "'It's our system': Taliban leader hits out at foreign demands on Afghan regime". The Guardian (په انګليسي). 1 July 2022. نه اخيستل شوی 1 July 2022.
- ↑ Gul, Ayaz (1 July 2022). "Taliban Chief Slams Foreign 'Interference' in His 'Islamic' Governance". VOA News (په انګليسي). نه اخيستل شوی 1 July 2022.
- ↑ "Taliban supreme leader addresses major gathering in Kabul" (په انګليسي). Al Jazeera. 1 July 2022. نه اخيستل شوی 1 July 2022.
- ↑ "Afghanistan: Taliban ban women from universities amid condemnation". BBC News. نه اخيستل شوی 26 December 2022.
- ↑ "Taliban prohibit university educations for Afghan women in latest revocation of rights". France 24. 20 December 2022. نه اخيستل شوی 21 December 2022.
- ↑ Kohsar, Esmatullah; Rasmussen, Sune Engel (21 December 2022). "Afghanistan's Taliban Ban All Education for Girls". The Wall Street Journal. نه اخيستل شوی 21 December 2022.
- ↑ Faulkner, Charlie (22 December 2022). "Taliban ban all Afghan women from university and girls from primary school". The Times (په انګليسي). ISSN 0140-0460. نه اخيستل شوی 22 December 2022.
- ↑ Brown, Gordon (23 December 2022). "The Taliban are taking away women's right to learn. The world can't afford to stay silent". The Guardian. نه اخيستل شوی 27 December 2022.
- ↑ Hadid, Diaa (22 December 2022). "Taliban expels female teachers from some schools. So who will teach the girls?". NPR.
- ↑ Goldbaum, Christina; Padshah, Safiullah; Rahim, Najim (24 December 2022). "Taliban Bar Women From NGOs, Threatening to Worsen Crisis". The New York Times. نه اخيستل شوی 26 December 2022.
When asked about the meetings, a spokesman for the Ministry of Education denied other reports that the government had officially banned girls from attending primary schools. But the meetings raised fears that the Afghan government may be laying the groundwork to further restrict girls' education next year.
- ↑ Griffin, Michael (2001). Reaping the Whirlwind: The Taliban movement in Afghanistan. London: Pluto Press. pp. 6–11, 159–165. ISBN 0-7453-1274-8.
- ↑ Franks, Mary Anne (2003). "Obscene Undersides: Women and Evil between the Taliban and the United States". Hypatia. 18 (1): 139–140. doi:10.1111/j.1527-2001.2003.tb00783.x. ISSN 0887-5367. JSTOR 3811041. S2CID 145761320.
- ↑ Franks, Mary Anne (2003). "Obscene Undersides: Women and Evil between the Taliban and the United States". Hypatia. 18 (1): 139–140. doi:10.1111/j.1527-2001.2003.tb00783.x. ISSN 0887-5367. JSTOR 3811041. S2CID 145761320.
- ↑ "Some of the restrictions imposed by Taliban in Afghanistan". Revolutionary Association of the Women of Afghanistan. Archived from the original on 3 July 2017. نه اخيستل شوی 1 November 2015.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Ferris-Rotman, Amie (13 June 2011). "Q+A: Women's rights in Afghanistan since the fall of the Taliban". Reuters. نه اخيستل شوی 22 December 2022.
- ↑ Johnson, Helen (18 August 2021). "What is Sharia law? Rules of the Islamic law and what it means for women as Taliban take over Afghanistan". National World. نه اخيستل شوی 22 December 2022.
- ↑ Nordland, Rod (20 June 2010). "Working to Help a Haven for Afghan Women Blossom". The New York Times. Archived from the original on 16 August 2021. نه اخيستل شوی 9 January 2011.
- ↑ Franks, Mary Anne (2003). "Obscene Undersides: Women and Evil between the Taliban and the United States". Hypatia. 18 (1): 139–140. doi:10.1111/j.1527-2001.2003.tb00783.x. ISSN 0887-5367. JSTOR 3811041. S2CID 145761320.
- ↑ Franks, Mary Anne (2003). "Obscene Undersides: Women and Evil between the Taliban and the United States". Hypatia. 18 (1): 139–140. doi:10.1111/j.1527-2001.2003.tb00783.x. ISSN 0887-5367. JSTOR 3811041. S2CID 145761320.
- ↑ "AccountSupport". Archived from the original on 22 November 2001. نه اخيستل شوی 1 November 2015.
- ↑ Cole, Juan R.I. (2003). "The Taliban, Women, and the Hegelian Private Sphere". Social Research. 70 (3): 788. ISSN 0037-783X. JSTOR 40971640.
- ↑ The Taliban's War on Women: A Health and Human Rights Crisis in Afghanistan (PDF). Physicians for Human Rights. 1998. ISBN 1-879707-25-X. Archived (PDF) from the original on 12 August 2021. نه اخيستل شوی 17 August 2021.
- ↑ Marsden, Peter (1998). "The gender policies of the Taliban". The Taliban: War, Religion and the New Order in Afghanistan. London: Zed Books. pp. 88–101. ISBN 1-85649-522-1.
- ↑ Cole, Juan R.I. (2003). "The Taliban, Women, and the Hegelian Private Sphere". Social Research. 70 (3): 788. ISSN 0037-783X. JSTOR 40971640.
- ↑ Latifa (2001). My Forbidden Face: Growing up under the Taliban. New York: Hyperion. pp. 29–107. ISBN 0-7868-6901-1.
- ↑ Griffin, Michael (2001). Reaping the Whirlwind: The Taliban movement in Afghanistan. London: Pluto Press. pp. 6–11, 159–165. ISBN 0-7453-1274-8.
- ↑ "Some of the restrictions imposed by Taliban in Afghanistan". Revolutionary Association of the Women of Afghanistan. Archived from the original on 3 July 2017. نه اخيستل شوی 1 November 2015.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Dupree, Nancy Hatch (1998). "Afghan Women under the Taliban". In Maley, William (ed.). Fundamentalism Reborn? Afghanistan and the Taliban. New York: New York University Press. pp. 145–166. ISBN 0-8147-5585-2.