کندهاریان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د کندهار وګړي نه مخ گرځېدلی)
عبدالباري جهاني
ميرويس هوتک
ملاله ميوندواله

کندهاریان يا کندهاريان او يا ھم (د کندهار خلګ) او يا بيا (کندهاري وګړي) د کندهار ولايت د ټولو وګړو لپاره کاريدونکی سرليک يا نوم دی. که څه هم کندهاریان د لوی کندهار و ټولو وګړو ته ويلای سو، خو وسمهال خبره يوازې تر کندهار ولايت پوﺭې محدوده ده. په لاندې ليسټ کې د کندهار ولايت د هغو خلګو خبره هم سوې ده کوم چې په کندهار کې نه دي زېږېدلي خو پلرني ټاټوبی (د پلار او نيکه د پیدایښت سېمه) يې کندهار ولايت وو. دلته نومول سوي خلګ په مختلفو برخو لکه؛ جورناليزم، سياسي، دولتي، پوځي او داسې نورو برخو کې دندې ترسره کړي دي او يا يې هم ترسره کوي.

    • يادونه: که مو د يو شخص نوم دوه يا درې ځایه په مختلفو برخو کې وليدئ، نو بيا وپوهیږی چي هغه شخص په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړي يا يې هم ترسره کوي.
د کندهاﺭ ځيني سيمه ييز قومي مشران

پخوا يو وینا وه;

چي کندهار يې ونيوی

نو افغانستان يې ونيوئ


کندهاریانو د ډېرو حکومتونو د مشرانو په توګه دندې ترسره کړي دي، چي لومړی پښتون باچا میرویس خان، تر ټولو تکړه پښتنه مېرمنه ملالۍ میوندۍ، د طالبانو د واکمنۍ بنسټ اېښودونکی ملا محمد عمر مجاهد، د افغانستان تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر حامد کرزی د افغانستان اوسنی لومړی وﺯير ملا محمد حسن اخوند او د طالبانو اوسنی اميرالمؤمنين يې يو څو ښه مثالونه دي.

د لويې کچې سیاستوال مشران

ملا محمد عمر د ټويوټا موټر څخه د راکښته کېدو په حال کې، د جھاد شپې او ورځي.
کرزي په خپل پلارني ټاټوبي کندهار کي شورا ته د خبرو په حال کي.

وزیران

١٩١٩

١٩۶۰

۱۹۹۶-۲۰۰۱ طالبان

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د وخت د ترانسپورت او ملکي هوانوردۍ وزیر وو، وروسته بيا د طالبانو اميرالمؤمنين هم وټاکل سو

(د تجارت وزير)

رئیسان(تر وزيرانو کښته)؛

اسلامي جمهوﺭيت ۲۰۰۱ - ۲۰۲۱

اسلامي امارت ۲۰۲۱ -

ملکي دولتي جنګیالي او نظامي افسران

اسلامي جمهوﺭيت

جنرال عبدالرازق د کندهار پخوانی امنیه قوماندان پوليسو ته د وينا په حال کې

اسلامي امارت

ځانګړې برخه

واليان، ښاروالان او د والي مرستیالان

واليان

د والي مرستیالان

ښاروالان

کندهاریان په نورو ولایتونو کې د والي په توګه

  • مولوي خیرالله خیر خواه
    • (د هرات ولايت والي؛ ١٩٩۶-۲۰۰۱)
  • ملا دوست محمد
    • (د غزني ولايت والي؛ ١٩٩۶-۲۰۰۱)
  • بسم الله افغانمل
    • (پخوا د کندهار د ولايتي شورا غړي او د زابل ولایت والي وو)
  • عبدالجبار نعیمي ژوندی
    • (د افغانستان اسلامي محاذ د رهبرۍ مهم غړي )
    • ( په پاکستان کې افغان دپلومات ٢ وارې )
    • ( د افغانستان لپاره د ۲۰۰۴میلادي کال دولسمشرۍ دانتخاباتو کې د حامد کرزي دکمپاین مشر )
    • ( د اساسي قانون دتصویب لویه جرگه کې دکندهار دپنجوايي ولسوالۍ وکیل )
    • (د میدان وردګ والي )
    • ( د خوست ولایت والي )
    • ( تر ٢٠٢١م پورې د لغمان ولایت والي وو)

د ولايتي شورا غړي او رييسان

رئیسان

  • احمد ولي کرزی مړ
    • (د ٢٠٠۵ څخه ١٢ جولای ٢٠١١)
  • حاجي سيد جان خاکرېزوال  ژوندی
    • (د سياسيونو لخوا د احمد ولي کرزي پر ځای وټاکل سو. د دندې مهال ١٢ جولای ٢٠١١- تر شاوخوا ٢٩ جولای، ٢٠١۴ پورې؛ دوهم پړاو: په ١۵ نومبر ٢٠١۶ کې دوهم وار لپاره د ٩ رايو په ګټلو سره د کندهار د ولايتي شورا رئیس وټاکل سو)
  • هشمت خليل کرزی  مړ
    • (د مړینې پر مهال يې په ٢٩ جولای، ٢٠١۴ کي يې د ولايتي شورا ټاکنې ګټلې وې)

نور سياستوالان

د کندهار د نورو ادارو مشران

نور دولتي چارواکي

  • هدايت الله توخي مړ
    • (پخوا: د بیروت په امریکایی پوهنتون کي د افغان محصلینو د ټولنی رئیس وو. هغه ډېرې نورې دندې هم لرلې!)
  • نثار بارکزی ژوندی
    • (په المان کي په سياسي علومي کي خپلي زده کړي پاى ته رسولي او له دې مخکي په اداره امور کي د رئيس د مرستيالۍ تر کچي دندي مخ ته وړي، د ٢٠٢٠م څخه تر ٢٠٢١م پورې د اشرف غني لومړى سکرټر وو)
  • شيدا محمد ابدالی ژوندی
    • (په هند کې د افغانستان سفير، د ملي امنیت په برخه کې د حامد کرزي سلاکار، په جنورۍ ٢٠١٩ کې کي يې ځان د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره هم نوماند کړ.)

په ولسي جرګه کې

د اولسي جرګې اوسني غړي (نارينه)

ښځينه سياستوال

په کندهار وسمهال هم د ښځينه سياستوالو کمي ده، خو هرڅه چي وي لاندې يې وګورئ.

د ولسي جرګې غړي

د ولسي جرګې پخواني غړي

مجاهدين

ډېری مجاهدين په نورو برخو کي هم فعاله وه، که يې نوم دلته موجود نه وي نو شايد د وزيرانو، سياسي مشرانو يا په کوم بل لړليک کي يې نوم موجود وي. د مثال په توګه د ملا محمد عمر نوم د مختلفو سیاستوالانو په ليسټ کي دی. ځکه هغه يواځي مجاهد نه بلکي يو ملي او د نړیوالي کچي مشر وو.

سوداګران

د کندهار ولايت اوسېدونکي حکمت الله ښادمن چي د کندهار د تکړه سوداګرو څخه حسابيږي، او په نړيواله کچه د کم عمره سوداګرو څخه هم حسابيږي

د فلم، راډیو، تلویزیون خلګ او ممثلين

قادرخان ممکن په بهرنۍ نړۍ کې يو د تر ټولو مشهوره فلمي ستورو څخه وي چې پلرنی ټاټوبی يې کندهار دی، او د هندي فلمونو مشهوره فلمي ستوری ګوویندا د قادرخان شاګرد وو

د معارف په برخه کي

جورنالیسټان، شاعران او لیکوالان

د افغانستان د ملي سرود شاعر، او لیکونکۍ عبدالباري جهاني چي په کندهار ولایت کي زيږيدلی دی.

عبدالهادي ريشا‌ء(ليکوال، سياستوال)  مړ

سندرغاړي

نغمه د افغانستان يوه ډېره مشهوره سندرغاړې ده، او په نړیواله کچه تر هر کندهاری سندرغاړي ډېره مشهوره ده، خو په خپل پلرني ټاټوبي کندهار ولايت کې يې تر اوسه پورې هم د عبيد الله جان کندهاري په کچه مينوال تر لاسه نکړل

نارينه

ښځېنه

د روغتيا په برخه کې

  • محمد علم خان
    • (د یوناني درملو جوړونکی افغان طبیب) مړ
  • ټيټی
    • (د ارغنداب ترټولو مشهوره ډ اکټر) مړ
  • پوهاند ډاکټر توريالی ويسا
    • (ډاکټر او د کندهار ولايت پخوانی والي) ژوندی
  • ډاکټر بشير احمد سيدي
    • (د کوچنيانو د برخي متخصص ډاکټر) مړ

تاريخي خلګ؛ پاچاهان، ملکې او نور

باچاهان

  • ميرويس هوتک
    • (د هوتک واکمنۍ لومړي مشر او بنياد ايښودونکي، د افغانستان بنیاد ايښودونکي، د پښتو ژبې د ليک او لوست بڼې پيداکوونکي) مړ

ملکې مېړنۍ او تاريخي مېرمنې

ملالي آنا د کندهار د ميوند ولسوالۍ ترټولو نامتو شاعره او جنګيالۍ مېرمن.

تاريخي خلګ

  • لال شهباز قلندر  مړ
    • (ستر صوفي، شاعر او يوه ستره مشهوره څېره، چې د کندهار په ميوند کې يې دنيا ته سترګې وغړولې)

بارکزي پښتانه مشران

د پښتون قوم بارکزۍ ډله د کندهار څخه پیل سوه، ددې وروسته بیا امير دوست محمد خان په ١٨٣٧ زيږديز کال کې په افغانستان کې دبارکزيو د واکمنۍ بنسټ کيښود. او بيا د همدغو بارکزیو څخه ډېر واکمنان پاته سول، نو ځکه چي د بارکزي قوم شاوخوا ټوله وګړي که څه هم په کندهار کې نه دي زېږېدلي خو کندهاریان دي او ځينې يې لاندې توګه دي:

نوم زېږېدنه دنده(ې) ښځه(ې) اولاد
محمد يوسف کندهار د توپچي ځواکونو مشر نامعلومه حاجي جمال خان
حاجي جمال خان کندهار (١٧١٩) نامعلومه ۲
  1. عبدالحبيب خان سخي
  2. بهادر خان حاجي دروېش
  3. سردار رحيمداد خان
  4. سردار پاينده خان
  5. يوه لور
سردار پاينده خان کندهار (١٧۵۸) د بارکزيو مشر ۸
  • ۲۵ زامن او ۴ لوڼې
  1. سردار فتح علي خان
  2. نواب اسدالله خان
  3. سردار تېمور قلي خان
  4. نواب عبدالجبار خان
  5. سردار محمد اعظم خان
  6. نواب عبدالصمد خان
  7. سردار پردل خان محمدزی
  8. سردار شېردل خان محمدزی
  9. سردار عطا محمد خان
  10. سردار يار محمد خان
  11. امير دوست محمد خان
  12. سردار کهندل خان
  13. سردار امير محمد خان
  14. نواب توراباز خان
  15. سردار سلطان محمد خان
  16. سردار رحيم دل خان
  17. سردار مهردل خان
  18. سردار سيد محمد خان
  19. سردار پير محمد خان
  20. سردار محمد زمان خان
  21. سردار محمد زمر خان
  22. سردار حيدر خان
  23. سردار اسلم خان
  24. سردار جمعه خان
  25. سردار خيرالله خان
  26. وفا بېگم (لور)
امير دوست محمد خان کندهار (۲۳ ډېسمبر، ۱۷۹۳) د بارکزيو د حکومت بنسټګر شاوخوا ۲۵
امير شېر علي خان کابل (١٨٢۵) د افغانستان پاچا ١ شايد
امير محمد يعقوب خان کابل (شايد) د افغانستان پاچا نامعلوم

نامعلوم

ايوب خان کابل (۱۲ د اکتوبر، ۱۸۷۹ ز) د افغانستان پاچا نامعلومه نامعلومه
امير عبدالرحمان خان کابل (۱۸۴۴ يا ۱۸۴۰ ز) د افغانستان پاچا؛ (د امير محمد افضل خان مشر زوی او د دوست محمد خان لمسی و.) ١۴
  • دوولس زامن او څلور لوڼې
  1. سردار عبدالله خان
  2. امير حبيب الله خان
  3. سردار نصرالله خان
  4. سردار فتح الله خان
  5. سردار عبدالفحد خان
  6. سردار شمس الدين خان
  7. سردار حفيظ الله خان
  8. سردار محمد امين خان
  9. سردار اسد الله خان
  10. سردار محمد افضل خان
  11. سردار محمد عمر خان
  12. سردار غلام علي جان
  13. گوهر خانم (لور)
  14. روقيه خانم (لور)
  15. فاطمه بېگم (لور)
  16. حاجره بېگم (لور)
امير حبيب الله خان سمرقند (۲ د جولای، ۱۸۷۲ ز) د افغانستان پاچا ۴۴ (د امير حبيب الله خان کورنۍ) وګورئ ۲۹ زامن او ۳۲ لوڼې (د امير حبيب الله خان کورنۍ وګورئ)
سردار نصرالله خان سمرقند (۱۸۷۴ ز.) د افغانستان پاچا؛ د امير عبدالرحمن خان زوی، د امير حبيب الله خان ورور او د امير امان الله خان آکا وو لس يوولس زامن او پينځه لس لوڼې
امير امان الله خان پغمان (١ د جون، ١٨٩٢) د افغانستان پاچا ١ ثريا طرزي ١ لور شاید

ورزشکاران

نارينه

ښځېنه

ساينسپوهان

مذهبي وګړي او سیدان

  • مرچ اغا (د کندهار يو ډېر وتلۍ شخصیت)  مړ

پايلوچان، ناميان، نوموتلي تکړه خلګ

د کندهار پايلوڅان ډېر زیات دي، البته د هغو اړوند معلومات ډېر کم دي؛

دفاکتو مشران

احمد ولي کرزی د خلکو په منځ کي

کندهار ولايت په بېلابېلو وختونو کي د هيواد په کچه ډېر شمېر دفاکتو مشران لرل، چې ځينې يې په لاندې توګه دي.

  • احمد ولي کرزی (وو د ولايتي شورا رئیس، خو کندهاریانو دده خبرو او کړنو ته د والي تر کړنو ډېر اهميت ورکاوه. د کندهار د هغه وخت والي توريالي ويسا او امنيه قومندان جنرال عبدالرازق هم دده هره خبره منل. د ډيرو په وینا عبدالرازق اڅکزي ته دداسې لويې وظیفې په ورسپارلو کې هم دده لوی لاس وو، دده همدا کار بيا وروسته د کندهاریانو په ګټه هم تمام سو)[۱۲]
  • جنرال عبدالرازق ( د کندهار امنیه قومندان، د سويلي حوزې اپراتيفي مشر او په کندهار کې د افغان ملي اردو او سرحدي پوليسو مشر. جنرال عبدالرازق ډېر تکړه او واکمن شخص وو، په کندهار کې يې هره خبره منل کېده. د ٢٠٠١ کال راهیسې هيڅوک هم د جنرال عبدالرازق په شان د کندهار په امن په راوستو کې کامیابه نسو, هغه او طالبان د يو بل سخت مخالفان وه)

د کندهاﺭيانو په نامه نومول سوي ځايونه

  • د کندهاریانو دروازه
    • (د کابل په دهمزنګ سيمه کې)
  • کندهار، سسکاچيوان، کاناډا
    • (د کندهاريانو سره د جګړې په پايله کې د انګریزانو لخوا؛ د کاناډا دا سيمه کندهار ونومول سول)
  • کندهار سکۍ، سويزرلېنډ
    • (د سويزرلېنډ يو سکۍ ریزورټ؛ دا ځای د افغان جګړې وروسته یو انګرېز جوړ کړ)

سرچینې


  1. د طالبانو جلا شوې ډلې مولوي محمد رسول خپل 'سرپرست' ټاکلی. "بي بي سي پښتو". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. د سټیو ووګل او ډګ سټرک لخوا (٩ فبروري ٢٠٠٢). "د طالبانو د بهرنیو چارو وزير ماته ومنل". واشنګټن پوسټ. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); line feed character في |author= على وضع 15 (مساعدة)
  3. د افغانستان د نوي حکومت کابینه اعلان شوه. "نن ټکی اسیا". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. د طالبانو په موقت حکومت کې څوک دي؟ (انګرېزي). "aa.com.tr". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. د حميدزي لالي ژوند ليک. "د بيوس انفو.کام څخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. آرشیف ټکی او آر جي (۱۲ اپريل ۲۰۱۸). "قومندان سید فضل الدین آغا په موټر یی د یوی چاودنی له امله ټپي شوی". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  7. آرشیف ټکی او آر جي (۱٣ اپريل ۲۰۱۸). "Pashto-title قومندان حاجی مغاش د کمری مخی ته ولاړدی". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  8. خبريال ټکی کام (مې ٢٠١۵). "کندهاري ممثلين:پر احمدالله مجامجو بريد غندي". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  9. بي بي سي پښتو (۳۱ ډیسمبر ۲۰۱۸). "د بالیووډ وتلی ستوری قادرخان: زه پښتون او د کندهار یم". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  10. زاویه (۳ فبروري ۲۰۱۹). "د غمزوري کېسه، د کندهار په لېرې پرته سيمه کې لږ اوریدل شوی غږ". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)
  11. د پامير زيارمل پښتو ګوګل جوړول او دده ژوند ليک. "د شمشاد تلویزیون.کام څخه". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ازادي راډیو (١٧ جولای ٢٠١١). "د احمد ولي کرزي وژنه او په جنوب کې د قدرت سيالۍ". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)