ملانقيب الله اخند
ښکارېدونکې بڼه
الحاج ملانقيب الله اخند ملا ګل اخوند | |
---|---|
ملانقيب الله په کال ١٩٨٠ کی
| |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۱۹۵۰ ارغنداب ولسوالۍ، کندهار |
مړینه | ۱۳ اکتوبر ۲۰۰۷ ارغنداب ولسوالۍ، کندهار |
هېواد غړيتوب | ![]() |
نور نومونه | ملا ګل اخوند |
نسل | الکوزي پښتون |
پلرنی ټاټوبی | کندهار، افغانستان |
دين | اسلام |
ګوند | جمعیت اسلامي (افغانستان) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک |
|
پېژندنې لامل | قومي مشر |
سمول ![]() |
ملا نقيب الله یا ملا ګل اخوند د کندهار ولایت اوسېدونکی و چې د افغان-شوروي جګړه له سیمه ییزو قومندانانو او ورپسې د کندهار له نامتو ټوپکسالارانو څخه ګڼل کېدی. په افغانستان کې د مجاهدینو له بریا وروسته هغه فرانسې ته ولاړ، مګر په لنډ وخت کې بېرته راوګرځېد او د برهان الدین رباني د جګړه مارې ډلې غړیتوب یې خپل کړ. دی په کندهار کې د کندهار قول اردو قومندان و او کله چې د طالبانو تحریک راڅرګند شو نو د رباني په وینا یې ټوله قول اردو طالبانو تحریک ځایي قومندانانو ته تسلیم کړه چې په دې سره اړونده ډله په ښه توګه وسله واله شوه. کله چې په ۲۰۰۱زېږد کال امریکا پر افغانستان برید وکړ نو ملا نقیب الله اخوند بیا د نوي دولت برخه وګرځېد چې وروسته په ۲۰۰۷ کال کې د طالب وسله والو له خوا ووژل شو.