پښتانه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له پښتون نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
Pashtuns
پښتانه
Pax̌tānə
ټوله آبادي
شاوخوا ۵۰ میلیونه (۲۰۱۱)[۱]
هغه سيمې چېرته چې دا قبيله آباده ده
 پاکستان 29,342,892 (2012) [۲]
 افغانستان 12,776,369 (2012) [۳]
 هند 11,323,000 (2009) [۴]
کينډۍ:Country data UAE 338,315 (2009) [۵]
 د امريکا متحده ايالات 138,554 (2010) [۶]
 ايران 110,000 (1993) [۷]
 بريتانيه 100,000 (2009) [۸]
 جرمني 37,800 (2012) [۹]
 کاناډا 26,000 (2006) [۱۰]
 روسیه 9,800 (2002) [۱۱]
 اسټرېليا 8,154 (2006) [۱۲]
 مالېزیا 5,500 (2008)
کينډۍ:Country data Tajikistan 4,000 (1970) [۷]
ژبې

پښتو

مذهبونه

اسلام(سني)

پښتانه، پشتانه، پختانه يا افغان په نومونو هم يادېږي. (بايد هېره نه کړو چې د افغان نومونه په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو وگړيو لپاره هم کارېږي). [۱۳] يو ژبتوکميزه قوم دی چې ددې توکم وگړي په لويه کچه د افغانستان په ختيځ او سوېل کې، د افغانستان په لوېدیځ او یو شمیر يی په شمال کې میشت دي. د پاکستان په لویدیځو سیمو خیبر پښتونخوا، په بلوڅستان ایالت کي چې جنوبي پښتونخوا هم ورته ویل کېږي، مېشت دي. د یادونې وړ ده چي پښتانه د ډيورنډ کرښې دواړو خواته پراته دي. پښتنو د تاریخ په اوږدو کي .[۱۴] تر ډيره پوري خپل پخواني دودونه، ژبه او کلتور ساتلي دي. پښتانه په اريایي وگړيو پورې اړه لري.

د لوديانو دور په تاريخ کې د پښتنو د پاچاهۍ لومړنی دور بلل کېږي، چې د ډيلي سلطنت په نامه پاچاهي يې درلوده. د دغه دور د مودې نېټه له ۱۴۵۱ زېږديز نه تر ۱۵۲۶ زېږديز کالونو پورې وه. پښتنو د تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې، چې خپله خپلواکي او ملي حاکمیت وساتي چي ښې بېلگې يې د هوتکیانو او دورانیانو واکمني ده. کله چي ستر ټولواکمن احمد شاه بابا پر ۱۷۴۷ زېږديز کال د لویې جرگې له خوا ټولواک اعلان شو، نو یوه داسې ټولواکمني یې رامنځ ته کړه، چې له مشهد څخه نیولې بیا لاهور او له امو سيند څخه بیا د عربو سمندرگي پورې يې پرخوالي درلود او پلازمېنه یي د کندهار ښار وو.

د پښتنو ټولنه تر ډېره بريده اوس هم قبایلي جوړښت لري. پښتانه وگړي د بېلابېلو علتونو له لامله په سمه توگه نه دي شمیرل شوي، خو د اټکل له مخي د دوی د وگړيو شمېر د ۶۰ او ۷۰ میلونو په شاوخوا کې دي .[۱۵] [۱۶]

وگړشمېرنه[سمول]

په افغانستان کښی پښتانه د هېواد په سويلي، لوېديځو، ختیځو، سويل ختیځو او شمال کی مېشت دي. پښتانه د افغانستان. له ۶۰ څخه تر ۶۵ وگړي تشکیلوي. د پښتنو سیمې د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت اکثر برخه جوړوي او ددې ایالت ډېره کي وگړي پښتانه دي، چې وگړي یې شاوخوا دېرش میلونو ته رسېږي. ددې تر څنگ پښتانه په شمال ختیځ بلوڅستان چې د سويلي پښتونخوا په نامه هم يادېږي، استوگنه لري. په کشمير او د پاکستان په کراچۍ ښار کې هم پښتانه استوگنه لري. په دې توگه په هند[۱۷][۱۸] او ايران کې هم پښتني سيمې شته، چې پښتانه پکې استوگن دي. د پښتنو يوه برخه د مهاجرو کارگرو ډله ده چې د کار په تکل عربي هېوادونو ته تللي او په دغو هېوادو کې بحرين، قطر، کوېټ او د سعودي عربستان هېوادونه راځي. په دغو عربي هېوادونو کې له باندنيو هېوادونو نه راغلي کارگرانو کې پښتانه ستره ډله جوړوي. خو د پښتنو د کلتور تر ټولو لوی ښاري مرکزونه د پېښور، كابل، ننگرهار او کندهار ښارونه دي. د کابل او کوېټې په ښارونو کې د پښتني وگړو د لوی شمېر تر څنگ، نور توکمونه هم اوسي. خو په نړۍ کې د پښتنو تر ټولو لوی ښارونه كابل او کراچۍ ښارونه دي [۱۹].

په پاکستان کې ۲۵،۶ ميليونه[۲۰] پښتانه اوسېږي چې همدا شمېره د پاکستان د وگړو د سرشمېرنې ۱۵،۴۲٪ برخه جوړوي. که څه هم چې د لسيزو نه راپدېخوا په افغانستان کې رسمي سرشمېرنه نه ده ترسره شوې خو دلته ١٦،۵ ميليونه پښتانه مېشت دي چې همدا شمېر د افغانستان د وگړو د سرشمېرنې ٤٥٪ کې برخه جوړوي، خو ځينې سرچينې په افغانستان کې د پښتنو شمېر له ۶۰٪ نه تر ۶۵٪ ښیئ[۲۱]. په پاکستان کې بيا د پښتنو شمېر د نژدې ۳ مليونو افغانو کډوالو تر اغېزې لاندې شوی، چې په دغو کډوالو کې د پښتنو شمېر ۸۱،۵٪ يا ۲،۴۹ ميليونه پکې پښتانه دي چې په پاکستان کې اوسېږي[۲۲] . په همدې توگه يو نامالومه شمېر کډوال په ايران[۲۳] کې هم مېشت دي. خو په ټولو هېوادونو کې د پښتنو ټولټال شمېر ۴۰ ميليونه[۲۰][۲۴][۲۲] وگړي اټکل شوی.او د وسنیو اټکلونو له مخي د دوی شمیر کیداسي د ۶۰ او ۷۰ میلونو په شاوخوا کښي وي.

آر او پېښليک[سمول]

کينډۍ:دا هم وگورۍ

د پښتنو تاريخ ډېر لرغونی دی او ددوی په اړه د لا نورو څېړنو اړتيا ليدل کېږي. د پښتنو سیمي د بیېابېلو مهاجرتونو او تاړاکونو په سبب اغیزمند سوی لکه د ساکانو ، هفتالیانو ،کوشانیانو چي د اریایي وگړيو له توکمونو څخه دي او وروسته د پښتنو برخه ګرځېدلې او همدارنګه د غیر اریایي وگړيو لکه تورکانو، مغولو، عربو له خوا هم نیول شوي دي. د پښتنو د آر او یا اصلیت په اړه باید ووایو چي پښتانه د اریایانو د نسله څخه یو ټبر دی چې زرگونه کاله پخوا له منځنۍ اسیا څخه اوسني افغانستان ته راکوچېدي دي. دوی په خپل نوي ټاټوبي باندي د بخدي، باختریانا او باختر نومونه کېښودل او یو ځلانده تمدن یې رامنځ ته کړ، چې وروسته له همدې ځایه باختر (بلخ) څخه د افغانستان نورو سیمو ته وکوچېدل. گومان کېږي چي پر دوی خپله سیمه د نفوسو د گڼوالي او یا هم کوم بل علت له لامله تنگه شوې وي. «د بخت بخدي کلمې د پخت پښت او پکت د کلمو سره ډېر نژدیوالي او د یوی کلمې ریښه او تسلسل دی، چې موږ اوس ویلای شو د بخدي، پښتیا او یا هم پکتیا کلمه یوه ده چې د پښتني اریایانو د وطن په معني راځي.»

ځيني نظرونه شته چي پښتانه يا په اسرایلو او یا هم عربو پورې تړي چې دا ډول غیر حقیقي او غیر علمي نظرونه خو یا د بي علمه خلکو او یا هم د ځینو ښکېلاکگرو او پښتنو ضد عناصرو له خوا مطرح کېږي. موږ نه سو کولای چې بې له اسنادو او ثبوته او یاهم تاریخي څېړنو پرته د یو ملت او قوم تاریخ پر بل چا وتړو. اوسني علمي څېړونو او تاریخي او ژبني تړاو موږ ته هر څه را برسېره کړي دي. دا په داسې حال کې چې پښتو د اریایي ژبو له کورنۍ څخه ده او په سامي ژبو پوري هېڅ اړه نه لري.

کله چي هندو اروپيان د خپلو اصلي سیمو څخه د نړۍ نورو برخو ته خپاره سوه نو له دوی څخه یوه ډله چې اریایان ورته ویل کیده د جنوب پر لور منځنۍ اسیا ته راوکوچۍدل چۍ پښتانه هم ددغو اریایي خلکو څخه بلل کېږي.

لرغونې سرچينې[سمول]

د لرغوني يونان تاريخپوه هېرودوتس د پښتنو په اړه لومړی ځل تر مخزېږد زر کاله وړاندې ليکلي چې د پارس ختيځ لور ته د سرتراپي آراکوزيا سيمه ده او د دې ځای خلک پکتيانز دي.[۲۵] ددې سره په رېگويدا کې هم د پکتاز په نامه د يو ولس يادونه شوې چې د پکت په سيمه کې اوسېږي او دا سيمه د افغانستان ختيځه سيمه يادوي. ډېری خلک په دې باور دي چې همدا يادې شوې سيمې او ولسونه د پښتنو پخواني پلرني ځايونه دي.[۲۶] په نورو لرغونو خلکو کې چې د پښتنو سره يې تړاو ليدل کېږي، باختريان دي او داسې ويل کېږي چې باختريانو منځنۍ اريايي ژبې ته ورته ژبه درلوده.

په تاريخي توگه پښتانه د افغانانو په نامه ياد شوي، او په همدې توگه د پښتون او افغان نومونه دوه هممانيزه نومونه ده. د V. Minorsky, W.K. Frazier Tyler, M.C. Gillet او ډېرو نورو پوهانو د قوله، "د افغان وييکه په تاريخ کې لومړی ځل په حدود العالم کې په ۹۸۲ زېږيز پېر کې راڅرگنده شوې.."[۲۷] همدا نوم د پښتنولخوا د خپل لرغوني نيکه د نوم په يادولو کې چې افغانا نومېده کارېدلی.

خلک په دې باور دي چې پښتانه کندهار او سلېمان غره کې مېشت خلک ول او د همدغه ځای بلل کېږي. دوی نژدې لس زره کاله پخوا د همدې ځای نه نورو ځايونو ته کوچېدلي.[۱۳] په جغرافي توگه ډېر ځلې دوی د لرغونو پارسيانو او هندوانو ,[۲۸] سره په نژدې اړيکو کې پاتې شوي او په همدې توگه په ۷ مه پېړۍ کې د عربانو لخوا د اسلام د راتگ نه مخکې دوی زردشتي، بودهيزم، هندويزم او يهودي مذهبه پاتې شوي.[۲۹][۳۰][۳۱]

پښتانه د لرغونو اريایانو د ټبر څخه را منځ ته شوی یو ټبر دی. دوی اوس هم خپله اصلي ژبه ساتلې چې په ختیځه اریایي ډله پورې اړه لري.

د پښتون کلمه د بخدي، باختر چې د اریايانو لرغوني هېواد وو اوسنی بلخ دی. دا له آره له بخت، پخت، پښت، پکت کلمې سره تړاو لري او د یوې ریښي لرونکې کلمې دي.

لرغونپوهان په دې باور دي چې پښتانه د منځنۍ اسیا یا د اوسني افغانستان شمالي برخو څخه د افغانستان لویدیځ او جنوب پورې کوچېدلي او د اباسين او پښتونخوا نورو برخو ته خپاره شوي دي.

د دوی لرغونی ټاټوبي اریانا ویجه نومېده چې اوسني پامیر او بدخشان ته نژدي پرته وه او بیا وروسته باختریانا اوسني بلخ ته کډوال شوي دي. اریایانو خپل هېواد د ويجه په نامه ياداوه چې د مځکې یا د دوی د ټاټوبي په مانا ده. اوس هم په پښتو ژبه کې موږ د ویجه کلمه لرو. د ساري په توگه زمری توريالی د خداي پر ویجه نه پرېږدي. مانا یې داده چې زمری توریالی د خدای پر ځمکه نه پرېږدي.

وگړپوهنه او ژبپوهنه[سمول]

د پښتنو ژبه لکه د نړۍ د نورو ژبو په څېر يوه گډه ژبه ده او پښتو ژبه د ختيځو اریایي ژبو کې شمېرل کېږي چې پخپله د هندوآريايي ژبو د کورنۍ څخه ده او همدا کورنۍ د ژبو په لوی، هندواروپايي ټبر پورې تړاو لري.[۳۲][۳۳][۳۴] همدا راز داسې هم ويل کېږي چې پښتانه کېدای شي چې د سياتيانو، چې د لرغوني اريانا يوه توکميزه ډله وه، زوزات وي.[۳۵] د اکاډميک پوهاند يو. وي. گانکوفسکي (Yu. V. Gankovsky) د نظر له مخې "پښتانه د ختيځې اریانا د يوه لوی ټبر له يووالي نه رامېنځ ته شوي چې ځان ته يې پخپله يو توکميز مقام جوړ کړی او دا د لرغونو زمانو خبره ده چې د لومړني زرم زېږيز پېر په مېنځ او پيل ته يې خبر رسي او دا توکميزه ډله د ېفتاليانو د منحلېدو سره هم اړيکې لري."[۳۶] د پښتنو لومړني خلک يو زوړ آرياني ټبر ؤ چې ځان يې د اریانا ختيځو سيمو کې مېشت او خپور کړی.[۳۷][۳۸]

د بېلابېلو تاريخي ښکېلاکونو په وختونو کې د پښتنو پر سيمو د نورو سيمو خلک مېشت شوي، او کډوال شوي چې د همدې له کبله د پښتنو توکمونه هم د دوی په سيمو کې د کډوالو توکمونو سره گډ شوي دي. که څه هم چې په پښتنو کې زېړ يا سره بخون وېښتان او د سترگو رنگ دومره عام نه دی، خو د ظاهري بڼې له مخې پښتانه د مديترانې خلکو او د قفقازي خلکو څېرو ته ډېر ورته والی لري.[۳۹]

ژبني روايتونه[سمول]

د پښتنو د نسلي اساس په لړ کې د بني اسرائيليت نظريه تر ټولو زړه او لومړۍ ژبنۍ نظريه ده. دا په لومړي ځل د مغول پاچا جهانگير (۱۶۱۲ ز.) د يو سپهسالار خان جهان لودهي په لارښوونه د مغول دربار يو منشي نعمت الله هېروي د هيبت خان کاکړ په مرسته په مخزن افغاني نومې کتاب کې وړاندې کړه. د دې نظرېې په ځايي پلويانو کې د قاضي عطاالله، حافظ رحمت خان، زرداد خان، افضل خان خټک او روشن خان او په بهرنيو ختيځپوهانو کې د سر ويليم جونز، اليکزينډر برنس او راورټي نومونه د يادونې وړ دي. د خوشال خان خټک د يو شعر نه داسې برېښي چې هغه هم له د دې نظرېې پلوی وو. د بني اسرايئليت د نظرېې تنستې په دې ډول بڼل شوي دي.

  1. ساول (طالوت) چې د حضرت يعقوب په ۱۲ زامنو کې د بن يامين له اولادې څخه وو، د پښتنو ور نيکه وو، روايت کېږي چې د طالوت له اړخه د يو شرط يا ازميښت پوره کولو نه پس طالوت خپله لور ميکل حضرت داود ته نکاح کړه، خو داود ته ېې زړه ښه نه وو او سترگې ېې ورته خړې وې. دغه رنگ حضرت داود خپل کور کلی پرېښود او چيرته بل ځای ېې پناه واخسته، خو څه موده پس طالوت د بني اسرائيل سره په خپل کړي ظلم پښېمان شو او په خپله خوښه او رضا ېې پاچاهي حضرت داود ته وسپارله، خپلې دوه اومېندوارې ښځې ېې د داود په پناه کې پريښودې او پخپله د کفارو پر ضد غزا ته ولاړ او د لسو زامنو سره ووژل شو.
  2. د طالوت د دواړو اومېندوارو ښځو يو يو هلک، ارميا او برخي وزيږول. داود د دواړو ماشومانو ښه پالنه او روزنه وکړه. برخيا ېې خپل مشر وزير او ارمياء ېې د لښکرو سپه سالار وټاکل. د ارمياء يو يو زوی اصف او افغانا پيدا شول چې بيا وروسته يو د حضرت سليمان وزير اعظم او بل ېې د پوځ قوماندان شو. د بيت المقدس ودانۍ د دغه افغانا په څارنه کې جوړه شوه.
  3. د حضرت سليمان تر مړينې وروسته بني اسرائيل بې لارې او نافرمانه شول او د عذاب په صورت کې پرې الله پاک بخت نصر مسلط کړو - بخت نصر په بني اسرائيلو ډير ظلم او زياتی وکړ او دوی ېې بې دريغه ووژل. په نتيجه کې بني اسرائيل په کډه کولو او وطن پريښودلو مجبور او چنگ ونگ شول. له دغه بني اسرائيلو يوې قبيلې د غور غرونو ته کډه يووړله او په دغه غرونو کې ميشتۀ شول.
  4. حضرت خالد بن وليد يو لوړ رتبه صحابي او د بنی اسرائيلو د يوې قبيلې سردار وو. د هجرت په اتم کال هغوی د غور په غورنو کې ميشت بني اسرائيلو ته د نبي اکرم ص د نبوت زيری او د ايمان راوړلو بلنه ورکړه - په جواب کې قيس عبدالرشيد د يو پړاوي په بدرگه مدينې منورې ته راغی او د نبي کريم ص سره ېې اوليدل او ايمان ېې راوړو - د قيس عبراني نوم په عبدالرشيد واوختو - دغه قيس عبدالرشيد د پښتنو نيکۀ و - قيس د خالد بن وليد د لور ساره بي بي سره نکاح اوکړو - د مکې مکرمې د واک او قبضې اخستلو په تاريخي مرکه کې ېې گډون اوکړو او بيرته غور ته ستون شو - د اسلام د دين تبليغ ېې شورو کړو - په کال ۴۱ هـ کې د ۸۷ اووه اتيا کاله په عمر کې په يو جنگ کې شهيد شولو - سړبڼ ، غورغشت او بيټن د هغه درې ځامن و - او د پښتنو شجره له دغه ځايه شورو کيږي -

په دې ورچاڼ کې د بني اسرائيليت د نظرېې غوره او اساسي ټکي راخستلي شوي دي - چې له دې نظرېې کوچ گڼل کيږي - او دا نظريه په هم دې اساسي ټکو او ستنو ولاړه ده - ښاغلي بهادر شاه کاکاخيل په خپل کتاب (پښتانۀ د تاريخ په رڼا کې ) په دې نظرېې په زړه پورې او دقيق بحث کړی دی - هغوۍ د تورات او د تاريخ په حوالو سره دا حقيقت ډاگيزه کړی چې د بني اسرائيليت نظريه څه تاريخي او او ثقافتي بيلگه او بنياد نه لري او دا چې دا نظريه محض يو تصور دی او افسانه ده -

راځئ چې د تاريخ په تلۀ دا قيصه او دعوا اوتلوو - او د تاريخ د خلې نه برغولی پورته کړو چې څه وايي ؟

  1. تاريخ د طالوت د لور ميکل او د داؤد ء د وادۀ ، د داؤد د خپل کور کلي پريښودلو او په بل ځاېې د پناه اخستلو او د بني اسرئيلو د نافرمانۍ ، خود سرۍ او د بې لارې کيدلو تصديق کوي -
  2. تاريخ دا نه مني چې طالوت په خپله خوښه او رضا پاچاهي او قدرت داؤد ته پريښی و - خپلې دوه اوميدوارې ښځې ېې د هغه په پناه کې ورکړې وې - او په خپله د لسو ځامنو سره په جنگ کې وژلی شوی وو - تاريخ وايي چې د مايوسۍ په حال کې هغه ځان پخپله وژلی و - او د مرگ نه پس ېې ځوېی اشبوست د بني اسرائيلو پاچا شو -
  3. چې طالوت ځان پخپله اوواژه ، او په ځاېې ېې زوی پاچا شو نو بيا خو بې له څه شکه دده د دوه اوميدوارې ښځو د داؤد ء په پناه کې د پريښودلو قيصه دروغ کيږي - او په دغه صورت کې د ارمياء او برخيا وجود پخپله يوه لويه سواليه نښه جوړه شي - تاريخ د داؤد د مشر وزير او د لښکرو د سپه سالار په حيث د ارمياء او برخيا تصديق نه کوي -
  4. تاريخ د ارمياء او برخيا د ځامنو آصف او افغانا د حضرت سليمان ء د حکومت د وزير اعظم او قوماندان په حيث د تقرر تصديق هم نه کوي - البته تاريخ د بني اسرائيلو د (لاوې) قبيلې د يو وگړي اصف بن برکيا يادونه کوي خو هغه د سپه سالار په حيث نه بلکه د يو منلي شوي موسيقار په حيث ياد شوی دی -
  5. بيت المقدس يو تاريخي او مذهبي حيثيت لري - تاريخ د بيت المقدس د ودانۍ ټول لوۍ واړه تفصيلات په خپله ځولۍ کې سنبال کړي دي - خو د څارنوال په حيث د افغانا په شتون غلی دی -
  6. د بني اسرائيليت د نظرېې منونکي چې په څه ډول د حضرت سليمانء د مرگ نه پس د بني اسرائيلو د بې لارې کيدلو او د بخت نصر قيصه بيانوي ، د هغې نه داسې بريښي چې د بخت نصر يرغل او چپاوؤنه د سليمان ء د مرگ نه سمدستي پس شوي و- خو تاريخ وايي چې د سليمان دور و.

د پښتنو ځينې ټبرونه دا ادعا لري چې دوی د عربي نسل نه دي، او ځينې يې آن د مسلمانانو د پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د اولادونو نه ځانونه شمېري او ځانو ته سيدان وايي.[۴۰] د کندهار او پېښور ځينې پښتانه ټبرونه (لکه اپريدي ، خټک او سدوزي) د يونان لرغوني پاچا سکندر اعظم د اولادې نه ځانونه شمېري.[۴۱]

ژنېتيک[سمول]

د انسانانو د ډي ان اې په هکله څېړنو ډېرو پوښتنو ته ځواب وييلی، او دا يو داسې نوی انقلاب دی چې ددې په مرسته د بېلابېلو لرغونو وگړو او توکمونو ژنټيکي بنسټ او آر څوک موندلای شي. د پښتنو په هکله د ترسره شوي ژنيټيکي څېړنو له مخې دا په ډاگه شوې چې پښتانه په لويه کچه د R1a جینونو په درلودلو سره د اریایی ایرانی وکړو په منځ کی تر ټولو ډ یر لیدل سوی دی . د اجینونه د پښتنو پرته په شمالی هند ، تاجکستان او ختیځه اروپا کی هم په لویه کچه سته د یادونی وړ ده چی نوموړیی جینونه په اریایی خلګو پوری اړه لري .

نوی پېر[سمول]

پښتانه د افغانستان د تاریخ ستره برخه ده او د اوسني افغانستان د بنسټ ايښدونکو څخه دي او ددي هیواد اکثریت اوسیدونکي تشکیلوي او دافغانستان په سیاسی ،کلتوري ،فرهنګي اقتصادی برخو کي ستر رول لري. د هوتکيانو پېر او تر دې وروسته د درانيانو پېر په تاريخي لحاظ د پښتنو د پاچايي مهم وختونه گڼل کېږي[۴۲] چې په دغو وختونو کې پښتنو د هندوستان ډېرۍ سيمې د خپل واک په ولکه کې رواستلې. هوتکيان د غلجيو پښتنو هغه ټبر دی چا چې له ۱۷۲۲ نه تر ۱۷۳۶ کالونو ترمېنځ د پارس د سفويانو سره په جگړه کړې د پارس د امپراطورۍ ډېرې سيمې خپلې کړې. تر دې وروسته د احمد شاه ابدالي د امپراتورۍ رامېنځ ته شوه. احمد شاه ابدالي د پارس د پاچا د نادرشاه يو جگپوړی پوځي افسر وه. هغه يو پښتون پاچا وه چې د درانيو د واکمنيو د پېر بنسټ يې کېښوده چې د همدې واکمنۍ په ولکه کې افغانستان، پاکستان، کشمير، هندي پنجاب او خراسان شامل وه.[۴۳][۴۴] په ۱۸۱۸ ز کال کې د درانيو د واکمنۍ د پراپرځېدلو وروسته بيا بارکزيو پر افغانستان واکمني کوله. په ځانگړي توگه ياد شوی ټبر، محمدزيانو بيا له ۱۸۲۶ ز کال نه تر ۱۹۷۳ ز کال پورې د محمد ظاهر شاه تر پاچاهۍ پورې پر افغانستان خپل واک چلاوه. همدا اوس هم د افغانستان ولسمشر حامد کرزی يو کندهاری پښتون دی، چې د لومړي ځل لپاره په ولسواکيزه توگه ولسمشر ټاکل شوی دی.

د افغانستان پښتنو د برتانيوي پوځ سره درې تاريخي جگړې کړي چې د افغان-انگرېز جنگونو په نامه يادېږي. همداراز پښتنو د برتانيې او د روسيې په ستره لوبه کې هم د خپلې خاورې خپلواکي ساتلې او د دغو دوؤ زبرځواکونو پر وړاندې ټينگ پاتې شوي. تر دې وروسته چې کله امير عبدالرحمن خان د افغانستان پاچا ؤ نو هغه د انگرېزانو د سياست تر اغېزې راغی او دا په ۱۸۹۳ ز. کال کې د همدغه افغان پاچا د واکمنۍ دور وه چې د پښتنو سيمې په دوه برخو ووېشل شوې، چې يوه برخه يې د ډيورنډ پر يوې خوا د برتانيوي هند برخه وگرځېده او بله د افغانستان برخه پاتې شوه.[۴۵] په شلمه پېړۍ کې، د خان عبدالولي خان او خان عبدالغفار خان په گډون ځینې پښتانه مشران په شمال لویدیځه سرحدي سیمو کې د برتانوي هند د حکومت تر فرمان لاندې د هندوستان د خپلواکی د ملاتړو په توگه اوسیدل. چې دوی د مهاتما گاندي د عدم تشدد د مقاومت د کړنلارې الهام اخیستونکي ول..[۴۶] وروسته، په کال ۱۹۷۰م کې خان عبدالولي خان د پښتنو د نورو لا زیاتو خپلواکیو لپاره تر فشار لاندې وو. پښتنو په بېلابېلو وختونو کې په سوېلي او منځنۍ آسيا سیمو کې اهم رول لوبولی. په گاونډي هېواد پاکستان کې پښتنو سياستوالو، لکه ايوب خان او غلام اسحق خان د دغه هېواد د ولسمشرانو په توگه دندې ترسره کړي په همدې توگه په حکومت کې د لوړپوړو پوځي دندو نه نيولې تر وزيرانو پورې پښتنو خپل سياسي وړتوبونه ښکاره کړي، چې په دغو کې يې ښې بېلگې گل حسن خان د پوځ پخوانی لوی درستيز پاتې شوی. د افغانتسان پاچايي کورنۍ هم په پښتنو آباده وه او د پښتنو وروستی پاچا محمد ظاهر شاه وه. په نورو مخورو پښتنو کې د ۱۷مې پېړۍ د تورې او قلم جنگيالی شاعر خوشحال خان خټک نوم په لومړي سر کې راځي، تر دې وروسته افغان پاچا امير عبدالرحمن خان چې د فولادي پاچا لقب هم لري راځي. د نوي پېر په پښتنو کې ملگروملتونو ته د امريکا د متحده ايالاتو استازي زلمي خليلزاد[۴۷] او د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند نومونه د ډېرو نورو نومونو په سر کې راځي.

د پښتنو اوسنی پېژند[سمول]

د تاريخپوهانو، وگړپوهانو او پخپله پښتنو ترمېنځ يو داسې بحث دی چې پښتانه د آر له مخې څوک دی. او ددوی په هکله تر ټولو منل شوی او عام اندونه دا دي:.[۴۸]

  • پښتانه مسلمانان دي چې د پښتونولی په لار روان دي، او په همدې توگه پښتو د هغوی لومړنی ژبه ده.[۴۹]
  • د قيس عبدالرشيد، چې په دوديزه توگه د لومړني پښتون په توگه ياد شوی، د نوموړي د کيسې له مخې پښتون هغه توکم دی چې آر او اصل يې تر پخواني افسانوي پېر پورې رسېږي.

دغه درې پېژندونه د پښتنو د پلرني نسب، ژبتوکميز، او مذهبي کلتوري پېژند په توگه څرگندونه کوي.

توکميزه پېژندنه[سمول]

توکم هغه څه ته وییل کیږی کله چی خلګ مشترک کلتور ، ژبه ، تاریخ او په یو ځانګړی جغرافیه کی ژوند ولری توکم بلل کیږي . پښتانه هم د یوی ژبي فرهنګ ، عنانوي دودو ، ولسی ادبیات ګډ تاریخ په درلودلو سره د یوه بشپړ او ځانګړی توکم بڼه غوره کړي ده. او ددي په رامنځ ته کیدو کي زرګونه کاله لګیدلی دی.

کلتوري پېژندنه[سمول]

کلتور دیو ملت او توکم په پيژ ندلو کی پراخه ونډه لري . پښتانه د ځانګړی کلتور لری د مثال په توګه اتڼ چي د پخوانیو اریایانو څخه پاتي میراث دي او همدارنګه ملمه پالنه ، ځانګړي پښتني دودیزي جامي ، لنډی چي پخوانیو اریایی سرودونو ته ورته دي په پښتنی ټولنه کی ډیر مروج دي . پښتونولي يو ځانګړي قانون دي په پښتنو کښي چي د کمزوري ساتنه ، میلمه پالنه او وعده پوره کول ځانګړتیاوي لري.

ځوځاتي پېژندنه[سمول]

د پښتنو ځوځاتي پېژندنه د دوی د لرغوني دود پښتونولۍ پر بنسټ کېږي. د دې لپاره چې څوک پښتون وشمېرل شي نو بايد پلار يې پښتون وي. د همدغه دود له مخې د دوی د ټبرونو او قبيلو ځوځاتي دود تر اوسه پورې ژوندی دی.

هڅوب[سمول]

د پښتنو هڅوب (فرهڼ) د ډېرو پېړيو د اوښتنو او پړاوونو د تېرېدلو وروسته جوړ شوی. د پښتنو د اسلام نه دمخه دودونه ډېر لرغوني دودونه گڼل کېږي چې آن د يوناني پاچا سکندر اعظم تر وختونو پورې او په ۳۳۰ مخ زېږيز پېر کې د هغه د امپراطوريو تر وختونو پورې چې د ملي نڅا په توگه ژوندي پاتې دي، رسېږي د سکندر مقدوني لومړی قرارګاه په اراکوزيا (د کندهار اوسني معروف او ارغسان سيمه) بلل سويده . خو د ادبياتو او موسيقۍ بڼه يې په لويه کچه د پارسي دود نه اغېزمنه شوې او هغه سيمه ايز موسيقي الات چې پښتنو خپل کړي او يا يې هم په بله بڼه ژباړلي د سيمې له مېشتو هڅوبونو (فرهڼونو) نه اغېزه اخيستې. د پښتنو هڅوب بې جوړې دی، د دوی فرهڼ د خپل آرني رواجونو سره سره په لويه کچه د منځنۍ، سوېلي او لوېديځې آسيا د دودونو نه اغېزمن شوی.

ژبه[سمول]

پښتانه په پښتو ژبه خبرې کوي، پښتو ژبه د هندواروپايي ژبو د کورنۍ څخه يوه ژبه ده او په هندواروپايي کورنۍ کې د هندواريايي ژبو د ډلې څخه بیا په ختیځو اریاني ژبو کښي شامله ده . اريايي ژبي په دوو ډلو ویشل سوي دي چي ختیځي او لو یدیځي بلل کیږي .

په ختیځه ډله کښي پښتو , پامیري او اوسیتي ژبي دي او په لویدیځه برخه کښي پاړسي , بلوڅي,کردي او لري ژبي راځي .

پښتو ژبه د خپلو لرغونو خویندو ژبو لکه باختري , اویستا ته ډيره نژدي ژبه ده چي وس يوازي پښتو ژبه پکښي ژوندي ده .

پښتو ژبه د افغانستان د دوو رسمي ژبو څخه یوه رسمي ژبه ده او په پوهه او دفتري چارو کي استعماليږي خو له بده مرغه که څه هم پښتانه په پاکستان کي دوهم لوي توکم دي خو دد غه هیواد پښتانه په خپله مورني ژبه د زدکړو محرومه دي .

دين[سمول]

پښتانه په لويه کچه سُني مسلمانان دي او د حنفي مذهب لارويان دي. د پښتنو يوه وړه برخه شعيه مسلمانان هم جوړوي چې هم په افغانستان او هم پاکستان کې داسې وړې مذهبي ډلگۍ شته.[۵۰] [۵۱] . ډېر پښتانه نامتو ديني عالمان هم دي لکه مولانا اعظم، مولانا محمد عبيد الله نهركارېزي Maulana Aazam چي د افغانستان د تاريخ تر ټولو ستر ليکوال ګڼل کيږي او تر پنځه سوه زيات آثار يې تر ؤسه چاپ سوي دي، مولا اعظم د نقيب التفاسير، تفسير الاعظمين، تفسير نقيبي او نور التفاسير تر سر ليکونو لاندي په لسګونو ټوکونو کي د قرآن کريم تفسيرونه هم ليکلي دي؛ همدا راز ډاکټر محمد مُحسن خان چې قرآن شريف يې انگريزي ته ژباړلی دی په همدې توگه صحيح البخاري او ډېری نور ديني کتابونه هم انگريزي ته ژباړل شوي.[۵۲] .

پښتو ادبيات[سمول]

پښتو ادبیات په دوو برخو ویشیل شوی دی . اول ولسی ادبیات دی چی پکښي لنډي، ملي نظمونه،ټپي ، کاکړي غاړي او متلونه دي. لنډي د شکل او جوړښت څخه پخواني اریایي سرودونو ته ورته دي او ځانګړي شاعر یي معلوم نه دي . دمثال په توګه:

   دخالو لښکری راغلي 
   زه به ګومل ته دخپل یار دیدن ته ځمه

دوهم برخه هغه شعرونه دي چي په ځانګړي سبک وییل شوي دي . مشهور سبکونه لکه د رحمان بابا، خوشحال خان خټک او د حمید مومند شعرونه یادولاي شو . رحمان بابا یو صوفي شاعروو خو خوشحال خټک حماسي شعرونه ډیر وییلي دي . د لوي احمدشاه بابا په شعرونو کي د هیوادني مینه ډیره لیدل سوي ده.

 لکه: 
   چی تمامه دنیا یو خواته بلخوا سی زمایادیږی ستا خالی تش ډګرونه 
 د ډلی تخت هیرومه چی را یاد سی
 زمادښکلي پښتونخوادغرو سرونه

په شاعرانو کي د پښتني میرمونو ونډه هم پراخه ده لکه نازو انا او داسی نور.

پښتونولي[سمول]

ورځښت[سمول]

هنرونه[سمول]

بنسټونه[سمول]

ښځې[سمول]

ښځي په پښتني ټولنه کي ځانګړي مقام لري. په لوستو ښځو کښی ډاکټراني , نر ساني او ښوونکي لیدلاي شو.

خو پښتانو کي وس هم ښځي اکثره د کور کورني کارونه او دکو چنیانو روزنه ور په غاړه ده او په سیاست , سپورت کي شتوالي ډیر لږ در سترګو کیږي خو بیا یو شمیر پښتنی میرمني سته چي په سیاست کي فعاله ونډه لري .

دنوبل جایزي ګټونکي ملاله یوسفزي هم په خټه پښتنه ده .پښتني میرمنو د ښکلایګرو په مقابل کي حتی په جګړو کی برخه اخیستي ده چي ښه مثال یی د میوند ملاله ده . د ستر امپراطور احمدشاه بابا مور زرغونه انا یو هو ښياره ښځه وه .

پښتونو کي ځیني دودونه شته چي د پښتني ښځو اساسي حوق یي در پښو لاندي کړي دي د مثال په توګه په بدو کي دښځو ور کول . چي یو بیګناه مریمن د ورور یاهم د پلار د بدو په جرم ورکول کيږی .

دا هم وگورۍ[سمول]

يادښتونه او سرچينې[سمول]

  • Note: population statistics for Pashtuns (including those without a notation) in foreign countries were derived from various census counts, the UN, the CIA World Factbook, Ethnologue, and the Joshua Project.

  1. Pashtun, Pathan in India
  2. . United Arab Emirates: Demography. Encyclopædia Britannica World Data. Encyclopædia Britannica Online
  3. 42% of 200,000 Afghan-Americans = 84,000 and 15% of 363,699 Pakistani-Americans = 54,554. Total Afghan and Pakistani Pashtuns in USA = 138,554.
  4. ۷٫۰ ۷٫۱ . Ethnologue report for Southern Pashto: Iran (1993). SIL International. Ethnologue: Languages of the World
  5. (په 10 June 2009 باندې). Support for Taliban dives among British Pashtuns. Reuters
  6. Relations between Afghanistan and Germany: Germany is now home to almost 90,000 people of Afghan origin. 42% of 90,000 = 37,800
  7. . Ethnic origins, 2006 counts, for Canada. 2.statcan.ca
  8. . Perepis.ru. perepis2002.ru.
  9. . 20680-Ancestry (full classification list) by Sex – Australia. (Microsoft Excel download) 2006 Census. Australian Bureau of Statistics Total responses: 25,451,383 for total count of persons: 19,855,288.
  10. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Banuazizi, Ali and Myron Weiner (eds.). 1994. The Politics of Social Transformation in Afghanistan, Iran, and Pakistan (Contemporary Issues in the Middle East), Syracuse University Press. ISBN 0-8156-2608-8 (retrieved 7 June 2006).
  11. Kakar, Palwasha. Harvard University - School of Law - Tribal Law of Pashtunwali and Women’s Legislative Authority (retrieved 7 June 2006)
  12. په پښتونخوا کې توکميز، کلتوري او ژبپوهنيز Denominations, Khyberwatch.com (retrieved 7 June 2006).
  13. د افغانستان د وگړو سرشمېرنه او استونگنځي: لومړنی پړاو د کور د سامان لړليک, د UNFPA پروژه په افغانستان کې (retrieved 18 February 2007).
  14. Northern Pashto, Ethnologue.com (retrieved 7 June 2006)
  15. Pushtun, Northern of India, جوشو پروژه - figures taken from UNESCO through UNEP/GRID (retrieved 03 May 2007)
  16. . How the Talibanm kept their coffers full.
  17. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱
  18. The ethnic composition of Afghanistan WAK Foundation 1999 Norway (retrieved 10 January 2007).
  19. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱
  20. Iran-Pakistan: Refugees, IRIN Asia, UN Office for the Coordination of Humanitarian Affairs (retrieved 7 June 2006).
  21. Chapter 7 of The History of Herodotus (trans. George Rawlinson; originally written 440 BC) (retrieved 10 January 2007).
  22. Rig Veda Book Seven, Political Gateway (retrieved 7 June 2006).
  23. The Khalaj West of the Oxus; excerpts from "The Turkish Dialect of the Khalaj", Bulletin of the School of Oriental Studies, University of London, Vol 10, No 2, pp 417-437 (retrieved 10 January 2007).
  24. Afghan's Share in Indian Art and Culture, Afghan Network (retrieved 63 May 2007)
  25. Nancy Hatch Dupree - An Historical Guide to Afghanistan: Chapter 17
  26. Nancy Hatch Dupree - An Historical Guide to Afghanistan: Chapter 9
  27. Nancy Hatch Dupree - An Historical Guide to Afghanistan: Chapter 3
  28. Pashtun, Encyclopædia Britannica(retrieved 10 January 2007).
  29. Awde, Nicholas and Sarwan, Asmatullah: Pashto Dictionary & Phrasebook: Pashto-English, English-Pashto. Hippocrene Books, January 2003, ISBN 0-7818-0972-X (retrieved 10 January 2007).
  30. Pashto report, Ethnologue.com.
  31. Iranian-speaking peoples(retrieved 10 January 2007).
  32. Gankovsky, Yu. V., et al. د افغانستان تاريخ, مسکو: Progress Publishers, 1982, p. 382 (retrieved 10 January 2007).
  33. Iranian plateau, Encyclopaedia Britannica (retrieved 10 February 2007).
  34. Old Iranian Online, University of Texas College of Liberal Arts (retrieved 10 February 2007).
  35. Afghanistan Ethnic Groups: Pashtun, US Library of Congress (retrieved 10 January 2007).
  36. Investigation of the Greek ancestry of populations from northern Pakistan, Human Genetics, ۲۰۰۴ Apr;۱۱۴(۵):۴۸۴-۹۰. Epub ۲۰۰۴ Feb ۲۵ (retrieved ۱۰ January ۲۰۰۷).
  37. Afghanistan: History, U.S. Department of State (retrieved 10 October 2006).
  38. د درانيو د واکمنۍ نخشه, pbs.org (retrieved 10 October 2006).
  39. د درانيو د واکمنۍ نخشه, افغانلېنډ (retrieved 10 October 2006).
  40. Durand Line, Encyclopaedia Britannica (retrieved 10 October 2006).
  41. Khan Abdul-Ghaffar Khan, Bachakhan.com (retrieved 10 October 2006).
  42. Khalilzad to visit Afghanistan's mission at UN
  43. Pashtun Britannica On-Line (retrieved 18 January 2007).
  44. Understanding Pashto د پېنسلوينيا د پوهنتون گازيت (retrieved 18 January 2007).
  45. پښتون د امريکا د کانگرېس کتابتون (retrieved ۱۸ جنوري ۲۰۰۷).
  46. مانا او عمل, Afghanistan Country Study: مذهب, د الينيوس تخنيکي انستيتيوت (retrieved ۱۸ جنوري ۲۰۰۷).
  47. The Noble Quran (په ۹ ټوکونو کې), Arabic-English, ( ed. Dr. Muhammad Muhsin Khan) (retrieved ۱۸ جنوري ۲۰۰۷).

نورې لوستنې او باندنۍ تړنې[سمول]

نور نظريات[سمول]