صحيح بخاري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
صحيح البخاري
SaheehAlBukhari.png
ليکوال [[امام بخاري]

]]

هېواد ازبکستان
ژبه عربي
ټولګه د حديثو ټولګه
سبک(سبکونه) د حديثو ټولګه
خپرندوی {{{خپرندوی}}}
د خپرېدو نېټه
صحيح البخاري

صحيح البخاري يا بخاري شريف د نبوي احاديثو تر ټولو مشهور کتاب ده چي د صحاح سته وو له جملې نه ده.د حديثو دغه ټولګه د محمد البخاري په واسطه ليكل شوي ده.دغه کتاب د ٨٤٦زېږديز ٢٣٢هجري قمري کلو په شاوخوا کي ليكل شوى ده.اهل سنت او جماعت باور لري چي صحيح البخاري او صحيح المسلم د نبوي احاديثو تر ټولو باوري سرچينې دي،چي تر اوسه پورې په ټوله کي له تغير او تحريف نه ساتل شوي دي.چي دا دواړه د صحيحين په نوم هم ياديږي.

د کتاب نوم[سمول]

د ټولو علماوو په اتفاق د کتاب مکمل نوم <<الجامع المسند الصحيح المختصر  من امور رسول الله صلى الله عليه وسلم و سننه و ايامه>> ده همدارنګه د <<جامع الصحيح>> نوم هم ورکړل شوى ده.

لنډه پېژندنه [سمول]

امام بخاري رح د شپاړس کلنۍ په عمر د عباسي خلافت پر مهال پراخ سفرونه پيل کړل.امام بخاري صاحب د شپږو لکو احايثو نه د صحيح البخاري په جوړولو كي ١٦کاله تېر کړل.د صحيح البخاري د احاديثو د تعداد په هکله مختلف اقوال دي، ابن صلاح او نووي وايي چي ٧٢٧٥ دي او بغير له تکراره څلور زره دي،ابن حجر فرمايي چي ٧٣٩٧ دي او له تکراره او د يوه حديث له څو روايتو نه بغير ٢٦٠٢؛ احاديث دي.کله چي امام بخاري رح دغه احاديث راټولول او ليكل،نو دا حديث يې د صحت له مخي په دريو کټګوريو ووېشل:صحيح،حسن او ضعيف.مورخينو ليکلي چي د بخاري شريفي د تصنيف سبب داوو چي يوه ورځ امام بخاري صاحب دخپل استاد اسحق بن راهويه په مجلس كي ناست وو،نو اسحق بن راهويه وويل"که چېري ته د نبي عليه سلام د حديثو يو معتبر کتاب وليکې" امام بخاري صاحب وايي دې خبري زما په زړه کي ځاى ونيو،نو ما د صحيح البخاري په ليکلو پيل وکړ.امام بخاري صاحب وايي له دې وروسته مي محمد عليه سلام په داسي حال كي په خوب وليد،چي زه يې مخي ته ناست يم او زما په لاس كي يو پکى وي چي په دې سره زه د نبي عليه سلام ساتنه کوم. ما دخوب تعبير کوونکو څخه ددې خوب د معنى په باره كې پوښتنه وکړه،چي هغوى داسي راته تعبير کړ"ته به  هغه له درواغو څخه وساتې.چي دې خوب زه د صحيح البخاري ليكلو ته نور هم وهڅولم.

دغه کتاب د ژوند ټول اړخونه په ځان كي رانغاړي، او د اسلام په هکله مکمل رهنمايي په ځان كي لري،لکه د نبي عليه سلام په طريقه دلمانځه يا نورو عباداتو ترسره کول.امام بخاري خپل کار په ٨٤٦م/٢٣٢ه ق کي ختم کړ،او د خپل ژوند وروستي ٢٤ کلونه يې مختلفو ښارو او علماوو ته سفرونه وکړل او خپل راټول کړي حديث يې ورته تدريس کړل. هر ښار ته به چي امام بخاري صاحب ولاړ نو په زرګونو خلك به د ښار په جامع مسجد کي د بخاري صاحب درس ته کېناستل.د هغه وخت د حديثو سترو عالمانو لکه امام احمد بن حنبل رح،يحيى بن معين،علي بن  المديني د بخاري شريفي صحت او کره توب تائيد کړی ده. دې کتاب په چټكۍ سره ډېر زيات شهرت ترلاسه کړ،او دا ناممکنه شوه چي په دې کتاب کي دي د ليکوال له وفات وروسته کوم تغير راشي.

د همدې څلور-ويشتو کلو په موده کي امام بخاري صاحب په خپل کتاب باندي يو کوچنى تجديد نظر وکړ، په ځانګړي ډول د سريزې په برخه.د کتاب هره نسخه د هغه د روايت کوونکي په نوم نومول شوي ده. ابن حجر عسقلاني په خپل کتاب نکات کي ليكلي دي د حديثو شمېر په ټولو نسخو کي يو شان ده. تر ټولو مشهوره نسخه يې نن سبا د الفربري محمد بن يوسف مطر روايت شوي نسخه ده، چي هغه د بخاري صاحب يو معتمد شاګرد وو. خطيب بغدادي په خپل کتاب د بغداد تاريخ كي د الفربري دا وينا نقل کړي"د اوياوو زرو په شاوخوا کي خلكو له ما نه صحيح البخاري اورېدلي".

الفربري د صحيح البخاري يوازينى نقل کوونکى نه ده. بلکي زياتو خلكو دغه کتاب نوي نسلو ته رانقل کړى ده، لکه ابراهيم بن معقل النسفي،حماد بن شاکر، ابو طلحه منصور البزدوي،الحسين بن اسماعيل المحاملي.ددغو نسخو ترمنځ د توپير په اړه هم زيات کتابونه ليكل شوي دي چي مشهور يې فتح الباري ده.

ځانګړتياوي[سمول]

امين احسان اصلاحي، مشهور اسلامي عالم د بخاري شريفي درۍ ممتازي ځانګړتياوي ذکر کړي دي.

  1. د هر حديث د ټولو راويانو کره توب او صحت.امام محمد بخاري صاحب د راويانو د صحت لپاره دوه اصول په پام کي نيول.لمړى د راوي ژوند به د هغه چاله ژوند سره سمون خوري له چا نه چی روایت کوی.دوهم دا چي د حديث د هر راوي ليدنه بايد د مخکني راوي سره ثابته وي. راويان بايد دا واضح کړي چي دوى څه ډول د مخکني راوي څخه حديث حاصل کړ.
  2. امام بخاري رح يوازي د هغه راوي روايت منلى ده،چي نه يوازي په اسلام باندي پوخ باور يي درلود بلكي تدريس يي هم بايد كڑی وي.

شرحي[سمول]

فتح الباري شرح صحيح البخاري د ابن حجر العسقلاني
صحيح البخاري

تړلې لیکنې[سمول]

امام بخاري صحیح مسلم صحیح بخاري سنن شریف سنن ابن ماجه سنن ابوداوود سنن نسایي

سرچینه[سمول]