ابن حجر عسقلاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
ابن حجر عسقلاني

مکمل نوم يې شهاب الدين ابو الفضل احمد بن نور الدين علي بن محمد بن حجر العسقلاني (۱۳۷۲/۲/۱۸ز–[[۱]]ز) (۸۵۲هجري)وو.(۱) د منځنيو پېړيو شافعي مذهبه عالم وو. زيات حديثونه يې راټول کړي دي.(۳) د شيخ الاسلام لقب ورکړل شوی دی. په حدیث، تفسير، تاريخ، بيوګرافي، شعر او شافعي فقه کي يې ۱۵۰ کتابونه ليکلي دي. چي ډېر ارزښتمن اثر يې د صحيح البخاري شرحه فتح الباري ده.(۴)

عقيده

ابن حجر متشابهات آیتونه او حديثونه ټکي په ټکي نه دي ژباړلي.

مخينه

هغه په [[۲]]ز کال په قاهره کي وزېږېد. د شافعي عالم او شاعر نور الدين علي زوی وو. په ماشومتوب کي يې مور او پلار وفات شو. دده او دده د خور سيت الرکب سرپرستي يې د پلار د لومړۍ میرمني د ورور ذکي الد الخروبي په غاړه وه. چا چي په ابن حجر باندي په پنځه کلنۍ کي قرآن لوستل پيل کړل. ابن حجر په يوه ورځ کي سورت مريم زده کړ او په نهه کلنۍ کي يې قرآن کریم ياد کړ.(۶)

زده کړي

کله چي په دوولس کلنۍ کي له الخروبي سره مکې مکرمې ته لاړ. هغه په روژه کي د تراويح ورکولو لپاره وړ وګڼل شو. کله چي په [[۳]] کال د هغه سرپرست ومړ. په مصر کي د ابن حجر زده کړي د حديثو عالم شمس الدين بن القطن ته وسپارل شوې. هغه دی په مدرسه کي داخل کړ، چي البلقين او ابن الملقين شافعي فقه او عبدالرحيم بن الحسين العراقي حديث ورته تدریس کول.

وروسته له هغه نه ابن حجر دمشق او فلسطين ته ولاړ. هلته يې له شمس الدين القلقشندي، بدر الدين الباليسي او فاطمه بنت المنجه التنوخيه نه زده کړي وکړې. بيا مکې مکرمې، مدينې منوري او یمن ته له تګ وروسته مصر ته راوګرځېد. سيوطي ویلي "داسي ويل کيږي چي ابن حجر د زمزم اوبه وڅښلې تر څو د ذهبي استعداد ته ورسېږي، په کوم کي چي هغه بریالی شو بلکه له هغه هم پر مخ لاړ.(۷)

شخصي ژوند

په ۲۵ کلنۍ کي يې  [[۴]]ز کال کي له انس خاتون سره واده وکړ. خاتون په حديثو کي ماهره وه. له حافظ عراقي څخه يې اجازه اخيستي وه. او زياتو عالمانو ته يې تدريس کاوه.

رتبه

ابن حجر څو ځله د مصر د قاضي په حيث وګومارل شو.

مړينه

ابن حجر د ۷۹ کالو په عمر د ۸۵۲ کال د ذوالحجې په اتمه [[۵]]ز) د ماخوستن له لمانځه وروسته وفات شو. د هغه په جنازه کي چي په قاهره کي ترسره شوه. [[۶]] خلکو ګډون کړی وو. چي سلطان سيف الدين جقمق او خليفه دوهم المستفي هم په کي شامل وو.(۴)

کړني

ابن حجر په حدیث، تفسير، تاريخ، بيوګرافي، شعر او شافعي فقه کي تقريباً ۱۵۰ کتابونه ليکلي دي.(۸)

فتح الباري چي د صحيح البخاري شرحه ده د ابن رجب پواسطه په [[۷]]ز کال پیل شوي وه، او ابن حجر مکمله کړه. چي دا کتاب د ليکوال ترټولو ارزښتمن اثر دی.

الايسابه في تميض الصحابه. د صحابه کرامو په اړه ډېر جامع قاموس.

الدرار الکمينه. د اتمي پېړۍ د مشهورو څېرو ژوند ليکونه.

تهذيب التهذيب. د يوسف بن عبدالرحمن الميزي د تهذيب الکمال لنډيز دی.

تقريب التهذيب.

تجلیل المنافع. د څلورو امامانو د مسندونو د راويانو ژوند ليکونه.

بلوغ المرام من عديلت الاحکام. هغه حديث چي په شافعي فقه کي راغلي دي.

نتايج الافکار في تخريج احاديث الاذکار

لسان الميزان. د ذهبي د ميزان الاعتدال بیا سمونه.

تلخيص الحبير في تخريج الرافع الکبير.

الدرايه في تخريج احاديث الهدايه.

تغليق التعليق علی صحيح البخاري.

د تذکيرة الاثار.

المطاليب العاليه بزوائد المسانيد التمانيه.

نخبت الفکر.

النکات علی کتاب ابن الصالح.

القول المسدد في مسند احمد.

سلسلة الذهب.

تعريف اهل التقديس بمراتب الموصوفين بالتدليس.

References[edit source]

^ Jump up to:a b "USC-MSA Compendium of Muslim Texts". Usc.edu. Archived from the original on [[۸]]. Retrieved[[۹]].

^ Salmān, Mashhūr Ḥasan Maḥmūd & Shuqayrāt, Aḥmad Ṣidqī [[۱۰]]). "Tarjamat al-musannif". Muʼallafāt al-Sakhāwī : al-ʻAllāmah al-Ḥāfiẓ Muḥammad ibn ʻAbd al-Raḥmān al-Sakhāwī, [[۱۱]] H. Dār Ibn Ḥazm. p. 18.

^ Rosenthal, F. [[۱۲]]). Encyclopedia of Islam: New Edition. Brill. p. 776.

^ Jump up to:a b Ludwig W. Adamec [[۱۳]]), Historical Dictionary of Islam, p.136. Scarecrow Press. ISBN [[۱۴]].

^ Ibn Hajar, Fath al-Bari, [[۱۵]] ed. 13:383).

^ Lewis, B.; Menage, V.L.; Pellat, Ch.; Schacht, J. [[۱۶]]) [1st. pub. [[۱۷]]].Encyclopaedia of Islam (New Edition). Volume III (H-Iram). Leiden, Netherlands: Brill. p. 776.ISBN [[۱۸]].

^ Thail Tabaqaat al-Huffaath, pg. 251.

^ Kifayat Ullah, Al-Kashshaf: Al-Zamakhshari's Mu'tazilite Exegesis of the Qur'an, de Gruyter [[۱۹]]), p. 40

Categories:

{{وېشنيزه:سني اسلام

{{وېشنيزه: شافعي فقه

{{وېشنيزه:[[۲۰]]مړيني

{{وېشنيزه [[۲۱]]مړيني

{{وېشنيزه: د پنځلسمي پېړۍ ليکوالان

{{وېشنيزه:اشعري

{{وېشنيزه: د حديثو عالمان

{{وېشنيزه: د شافعي فقهي عالمان.

External links[edit source]

Arabic Wikisource has original text related to this article:

Ibn Hajar