ملا محمد رسول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ملا محمد رسول
ملا
د ملا محمد رسول انځوﺭ
د ملا محمد رسول انځوﺭ
د ملا محمد رسول انځوﺭ

د افغانستان د اسلامي امارت د عالي شورا مشر
د واکمنۍ دوران
۲۰۱۶
دفتر پرانیستل سو
 
د افغانستان اسلامي امارت د نیمروز والي
د واکمنۍ دوران
۱۹۹۶ – ۲۰۰۱
ولسمشر ملا محمد عمر
 
عبدالکريم براهوي
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۶۵
کندهار، افغانستان
تابعیت  افغانستان
پلرنی ټاټوبی کندهار
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام د طالبانو اميرالمؤمنين[د جنجال حالت ۱]

ملا محمد رسول نورزی چې پخوا د طالبانو په وخت کې د نیمروز ولایت والي و د افغان طالبانو له ډلې جلا شوی و او د ملا اختر محمد منصور مخالفو طالب مشرانو خپل سرپرست مشر او څلور مرستیالان یې ورته ټاکلي دي. بي بي سي داسې ځانگړې وېډیو رسېدلې، چې ښايي مولوي محمد رسول د طالبانو د نوي جلا شوې ډلې سرپرست مشر ټاکل شوی او ملا عبدالمنان نیازی یې سیاسي مرستیال، ملا باز محمد حارث نورزی، ملا منصور دادالله، ملا شیر محمد آخوندزاده یې پوځي مرستیالان ټاکل شوي دي. په دې ویډیو کې ملا محمد رسول نورزی څرگندونه کوي چې ځکه مو د ملا اختر محمد منصور سره مخالفت وکړ چې هغه د پردیو استخباراتي کړیو په اوامرو اکثریت مهم طالب چارواکي په مرموزه توگه له دندو لرې کړل، ځینې یې په شهادت ورسول او خپله امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد یې هم په شهادت رسولی، ددې لپاره چې ځانته زمینه سازي وکړي او د امارت څوکۍ خپله کړي.

سرچینې[سمول]

  1. د طالبانو د ډېری مشرانو لخوا د طالبانو د اميرالمؤمنين په توګه هبت الله ټاکل سوی دی.
  2. د طالبانو جلا شوې ډلې مولوي محمد رسول خپل 'سرپرست' ټاکلی. "بي بي سي پښتو". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)