زرغونه ادې
زرغونه ادې په قام اڅكزۍ د كندهار د يوه كلي ده _ چې تقريباً څليرويشت كاله دمخه ژوندۍ او د وطن د استقلال د گټلو په كال يې د وطن د مدافعې په فداكارۍ كي ښه برخه اخيستې وه. د خپل پښتون مېړه زمري خان بابا سره چې كله شهيد سو، دې پښتنې ادې د زمري خان بابا په توره د هغه قاتل مړ كئ.
دا مېرمن د توريالۍ پښتنې "تورپېكۍ" خواښې او د ريدي خان چې د تورپېكۍ زلمى مېړه و، مور ده.
د دې پښتنې نارې
(1)
ريدي خان زلمي چې غوښته يوازى جنگ ته ولاړ شي د ده مور او پلار د ده له قصده ډېر په قهر سول او وې ويل چي:
"موږ پښتانه نه يو چې ته به ځې او موږ به پاتېږو؟ "
د ده پلار زمري خان بابا وويل:
"زويه زه پښتون يم، پښتون!. . . زما لا د پخوا ډېر ارمان په زړه كي دى _ هو زه سپين ږيرى يم، سترگي مي ښه نه ويني، پر ملا كړوپ يم، لاس مي رېږدي، مگر آيا سپين ږيرتوب نو زما څخه پښتونوالى وركواى سي؟ _ آيا زه به نو پاته سم؟ يه، يه زويه! زه كورټ نه پاتېږم؟ "
په دې وخت كي زرغونه ادې د ريدي خان بوډۍ مور چې سپيني پيچي يې پرمخ ښكارېدلې راغله زوى ته يې وويل: _ "رېديه زويه!. . . ستا خيال دى چې يوازي ته زلمى يې، زورور يې _ هاى، په ځان مغروره! ته به د جنگ پر ميدان توري وهې، زه به پاتېږم؟ " را تېره سوه، رېدى يې پر تندي مچ كئ وې ويل:
"زويه! ټول به يو ځاى سره ځو، چې ځانونه تر وطن قربان كړو!" نو دا ناره يې وكړه:
ټوله به ځو د جنگ ميدان ته
نه چې پېغور د كوم غليم را پاته سينه
(2)
د جنگ په ميدان كي زرغونې ادې په رېږدولي آواز ناري كړه:
توري به نكړئ نو به څه كړئ؟
چي مو شيدې د پښتنې رودلي دينه
حق به هيڅكله در پل نه كړم
څو د غيلم په وينو سره نه كړې لاسونه
د دې مېرمني نوره كيسه د طلوع افغان د 14 كال په لمړۍ شماره كي لوستلاى سئ.