قندي کوچۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قندي کوچۍ (زوکړه ۱۳۴۴ لمريز لېږدي کال، د کندهار ولايت، د ارغنداب ولسوالۍ - مړینه ۱۳۹۹ لمريز لېږدي کال د تلې لومړۍ = ۱۹۶۵ - د ۲۰۲۰ زېږدي کال د سپټمبر ۲۲) د افغانستان د پښتو ژبې یوه نامتو ولسي سندرغاړې وه.

مخينه[سمول]

قندي کوچۍ پر ۱۳۴۴ لمريز لېږدي کال د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. د قندي کوچۍ آر نوم گلثوم دى. نوموړې پېنځلس کلنه وه چې له کندهاره يې کوټې ته کډه وکړه او تر هغه وروسته بيا ډېره موده په کراچۍ کې اوسيده.

سندرغاړې قندي کوچۍ د تلویزيونونو پر مخ تل له افغاني جامو سره څرگنده شوې او ډېری سندرې يې په کوچیاني سبک سره ويلې دي. کوچۍ په ډېر لږ شمېر انځورېزې سندرې لري، خو په لسگونه کیسټونه یې اوس هم د هغې له مینه والو سره شته او هغوی يې اوري.

د کوچۍ لومړنۍ سندره دا وه:

سره سره مې لاسونه تورې سترگې مې - شنه شنه مې خالونه تورې سترگې مې

مدني اکر[سمول]

قندي کوچۍ واده شوې وه، پېنځه اولاده لري، چې دوه يې زامن او درې يې لوڼې دي.

مړينه[سمول]

د افغانستان دا نامتو ولسي سندرغاړې د ورپېښې ناروغۍ په پايله کې د ۱۳۹۹ لمريز لېږدي کال د تلې پر لومړۍ نېټه له دې نړۍ سترگې پټې کړې او په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

بهرنۍ تړنې[سمول]

اخځليک[سمول]

۱- https://zwakmedia.com/archives/4582[مړه لينکونه]

۲- https://sayhoon.com/public/index.php/post/14920/pashto[مړه لينکونه]

۳- https://www.bbc.com/pashto/news/story/2005/06/050625_qandi_kochi_studio7

۴- https://www.mashaalradio.com/a/25708622.html

۵- https://www.youtube.com/watch?v=NmiAKNtY9Zg