محمود نظري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمود نظري

پوهنمل محمود نظري د ډ اکټر محمدامين نظري زوی په کال١٣٣٤ د غويي دمياشتي پر ٢١مه نېټۀ د کندهار په ښار کښي زېږېدلی دی .

زده کړې

دکابل ښارد محمود هوتکي له ښوونځي څخه وروسته په (١٣٥٤ ) کې دکابل له حبيبې عالي ليسې څخه فارغ شوی دی اوليسانس يې په ( ١٣٥٨ ) کال کې دکابل دکرنې پوهنځي د میوو او ځنگلونو له څانگې اخيستى دى . د عسکرۍ له خدمت وروسته يې د کرنې په پوهنځي کې د استاد په توگه دنده تر سره کړې. په (١٣٦٧) کال يې د تاجکستان دکر نې له انيستيتوت څخه يې ماستري اخېستې ده په نړيوالو موسسو کې يې دمېوودمسول په ټوگه هم کار کړی دى

دندې

د عسکري خدمت وروسته يې د کرني په پوهنځۍ کي د ښوونکي په توگه دنده تر سره کړه او په (١٣٦٧ ل ) د تاجکستان د کر نی د انيستيتوت نه يې ماستری اخېستې ده په بين المللي موسسو کي يې دمېوه جاتودمسول په ټوگه هم کار کړی دي ښاغلی نظري اوس د انگليستان د لندن په ښار کي اوسيږي .

دلسگونو مقالواو ژباړو نه برسېره يې لاندني اثار چاپ شوي دي .

چاپ شوي اثار

  1. زعفران ( دزعفرانودکرولو چاری)
  2. د مېوولرونکو ونو ډېرونه
  3. باغواني ( دبڼ د جوړولو اساسات . دویم چاپ
  4. د څوکۍ خوند ( د ادبي طنزونو ټولگه)
  5. سر خلاص که ! ( دادبي طنزونو ټولگه)
  6. انساني سرکس (د ادبي طنزونو ټولگه)
  7. پايلوچ بنگ حبيب الله ( د لنډو کيسو ټولگه )
  8. خندنۍ بهرنۍ ټوکې لومړی ټوک
  9. خندنۍ بهرنۍ ټوکې دویم ټوک
  10. خدا روزيش کنه ( دادبي طنزونو ټولگه په دري )
  11. آسماني کتابونه (شننه او سپړنه)
  12. اسلام او نننۍ ساینس ((شننه او سپړنه)
  13. هوا( د لنډو کيسو ټولگه )
  14. پایلوچان(ناول)
  15. مهاجر زمری ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
  16. انسانی لمبر پلیټ ( د سیاسي طنزو ټولگه)
  17. لوبه ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
  18. د قیامت نښې ((شننه او سپړنه)
  19. له ټولو پوروړی ( د سیاسي طنزونو ټولگه)
  20. لږ ببر سه د زړه سره (دمنظومو طنزونو ټولگه)
  21. افسانه یې الوتونکي (شننه او سپړنه)
  22. د طنز لیکنې اساسات ( شننه او سپړنه)
  23. روح څه شی ده؟( شننه او سپړنه)
  24. دپشو د وژلو شپه (دمنظوموطنزونو ټولگه)
  25. شیطان پیژندنه(شننه او سپړنه)
  26. دطنزنړیوال تاریخ- څلور ټوکه
  27. حاضر ځوابي
  28. دخوب او خوب لیدو راز (شننه او سپړنه)
  29. خبری کوونکی خر ( دسیاسي طنزونو ټولگه)
  30. د سبو پاچا( دسیاسي طنزونو ټولگه)
  31. ملایکې(شننه او سپړنه)
  32. پیریان(شننه او سپړنه)
  33. مځه امریکا( دسیاسي طنزونو ټولگه)
  34. په گړنیز ادبیاتو کي طنز( شننه او سپړنه)
  35. خدای پيژندنه ( شننه او سپړنه)
  36. جنت او دوږخ ( شننه او سپړنه)
  37. اسطوره یی او افسانه یې موجودات (شننه او سپړنه)
  38. ما یو وار پاچا که ( دسیاسي طنزونو ټولگه)
  39. پایچهای قندهار ( دری ناول)
  40. د انسان پیدا یښت ( شننه او سپړنه)

د چاپ لاندی آثار :

  1. د نړۍ د ادبیاتو افسانه يې الوتونکی

د کرنې په برخه کې په کتابی بڼه دا آثار چاپ شوي دي:

  1. د روميانو پيازو او بېنډيو وچول

د طنز يوه بېلگه

دڅوکۍ خوند

وروسته تر هغې چي جلندر خان له رياسته ليري شو ، برات گل خان چي ډير ښه چلندی او ټولنيز سړی دی زموږ ريس شو.

هغه هر چا ته ان که د نهمي رتبې مامور هم وي له ځايه پورته کيږي د ﻻس روغبړ ورسره کوي اوترکتني وروسته يې تر وره بدرگه کوي.

زما دا کړه ډير خوښيږي ځکه د انسان کرامت ته درناوی تر ټولو ښه کار دی.

ورو ورو ځير کېدم چي نوی ريس صايب يوازي پخواني ريس جلندر خان ته له ځايه نه پورته کيږی په ناستي روغبړ ورسره کوي اووروسته يې هم نه بدرگه کوی.

ما ته دا معما پيچلې وه نو ځکه يوه ورځ ريس صايب ته ورغلم. ماته چي د تحريراتو کارمند وم له ځايه جگ شو تر روغبړ وروسته مي غوښتنه ترې وکړه، هغه په ورين تندی اجازه راکړه.

ما ځينی وپوښتل:

_ ريس صايب که څه سپين سترگي کيږي خو بيا هم ستاسو ښه چلند دا جورت راکوي چې يوه پوښتنه وکړم.

_ مهرباني!

تاسود ښه چلنداو سلوک له مخي چې لری يې ټولو اړوند انو ته چې ستاسو ليدو ته راځي له ځايه جگېږئ خو...

خو يوازی جلندر خان ته نه ....

که مود هغه نه ډير بد راځی چې نور دلته د راتلو

اجازه ورنه کړم .

ريس وويل:

_ نه،نه

د ريس تندی ﻻ پراخ شو او لږ موسکی شو او ويې ويل:

_ هغه داسي سړی دی که چيري زه له ځايه پورته شم هغه سمدﻻسه زما پر ځای کښيني او ورو يې زياته کړه:

ځکه هغه د دې څوکۍ خوند لېدلی دی .