خان محمد مجاهد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جنرال خان محمد مجاهد
الحاج
الحاج خان محمد مجاهد رسنی ته د خبرو کولو په حال کی
الحاج خان محمد مجاهد رسنی
ته د خبرو کولو په حال کی
الحاج خان محمد مجاهد رسنی
ته د خبرو کولو په حال کی

د کندهار ولايت امنيه قومندان
د واکمنۍ دوران
مارچ ٢٠۰۴ – مارچ ٢٠۰۵ 
ولسمشر حامد کرزی
(نوی حکومت)
محمد هاشم سالنګي
د بلخ ولايت امنيه قومندان
ولسمشر حامد کرزی
د کابل ولايت امنيه قومندان
ولسمشر حامد کرزی
د غزني ولايت امنيه قومندان
ولسمشر حامد کرزی
د کندهار ولايت امنيه قومندان
د واکمنۍ دوران
٧ نومبر ٢٠١٠ – ١۵ اپریل ٢٠١١
ولسمشر حامد کرزی
سردارمحمد ځاځي
جنرال عبدالرازق
د شخص معلومات
پيدايښت ١٩۶٠
ارغنداب، کندهار، افغانستان
مړینه ١۵ اپریل، ٢٠١١
د کندهار امنیه قومندانۍ، کندهار
د مړینې لامل ځانمرګی
تابعیت  افغانستان
پلرنی ټاټوبی کندهار
ګوند اسلامي جمعیت ګوند
اولاد نیاز محمد مجاهد
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
د کندهار ولایت امنیه قومندان   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام لوی پاسوال
ويبپاڼه
ويبپاڼه د خان محمد مجاهد اړوند فېسبوک پاڼه

خان محمد مجاهد [۱] په ۱۳۴۰ هجري لمريز كال دكندهار ولايت په ارغنداب ولسوالى كي يې دي فاني نړى ته سترګي پرانستې. لومړنى زدكړي يې دارغنداب ولسوالې دشاه اشرف په منځنى ښوونځى كي ترسره كړي او هم يې دخپلي كورنى په لارښوونه ډيري ديني زده كړي كړي وي. شهيد خان محمد مجاهد دتاندي ځوانى په درشل كې وو چې سرولښكرو پر هيواد يرغل وكړ او دهيواد دنورو ځوانانو ترڅنگ دئ هم دزده كړو ددوام څخه محروم سواو دوطن ددفاع لپاره يې دسپيڅلي جهاد تاوده سنګر ته ورودانګل او دژوند ترپايه دهيواد په ساتنه او دفاع كې مصروف وو او دخپلو خلګو خدمت ته يې ديوه اصيل افغان په توګه ملا تړلې وه.

د جهاد دوران[سمول]

دجهاد په دوران كي دشهيد غازي ملا نقيب الله اخند مرستيال وو ارواښاد خان محمد مجاهد د خپل ژوند ډيره برخه د دې هيواد په ساتنه او دفاع كې تيره كړي وه او په دغه برخه كي يې د يوه معقول حركت پراساس،ملي او وطني مبارزې ته دټولووطنوالو توجه جلب كړي وه. شهيد خان محمد مجاهد پر ګران هيواد باندي د روسانو ديرغل پر مهال په سيمه كې يو مخكښ جهادي قوماندان پاته سوي وو او پوره څوارلس كاله يې ددښمن په وړاندي دوطن ددفاع په سنګر كې تير كړي وو او داسلام دمقدس دين دلارښوونو سره سم يې خپل سپيڅلي جهاد ته دوام وركړي او په زر ګونه ځوانان يې دجهاد په ليكو كې تنطيم كړي وو او تل ددښمن دسترګو اغزي اوپه دغه استقامت كي يې د هيڅ راز خدمت څخه ځان نه وو سپمولي. ارواښاد خان محمد مجاهد دجهاد راورسته هم خپل ژوند دوطن او خلګو خدمت ته وقف كړي وو او په ترتيب سره د كندهار ددوهم قول اردو مرستيال او دموقتي ادارى په راتګ سره دكندهار دقول اردو قو ماندان ،دكندهار امنيه قوماندان ، دبلخ امنيه قوماندان او دكورنيو چارو وزارت سلاكار په توګه دندي اجرا كړي وي او دده دښوو او وړخدمتونو په خاطر دولسمشر دفرمان په اساس دكندهار دامنيه قوماندان په حيث مقرر او په دي لاركې يې هم وړاو نه هيريدونكې خدمتونه ترسره كړه. شهيد خان محمد مجاهد دجهاد په دوران كې څو ځله ټپي سوي او هم يې دهيواد او خلګو ته دخدمت په لار كي يو ورور او داكازوي شهيدان سويدي او په دې لاركي يې ډيرې ځاني او مالي ستونزي كاللي دي. شهيد خان محمد مجاهد ددي سيمي یو وتلي جهادي شخصيت ، يو زړور قوماندان اوددښمن په وړاندي دهيواد او خلګو ستر مدافع وو، ده دټولو خلكو سره مينه او خواخوږي درلوده ، ارواښاد مجاهددخپل ژوند خوږي ورځي دروسانو په وړاندي په جهاد او مبارزه كښي تيري كړي.

سرچینۍ[سمول]

  1. . پیدایښت.