نیاز محمد مجاهد
نياز محمد مجاهد | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د نياز محمد مجاهد فکري انځور
| |||||||
د شخص مالومات | |||||||
اصلي نوم | نياز محمد | ||||||
پيدايښت | ارغنداب ولسوالۍ، کندهار ولایت | ||||||
پلار | خان محمد مجاهد | ||||||
واک | |||||||
د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قومندان | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۰۱۱ – ۳۰ اپرېل ۲۰۲۱ |
|||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | د ارغنداب ولسوالۍ امنيه قومندان | ||||||
سمول |
نیاز محمد مجاهد د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې زېږېدلی او هلته لوي سوي دی. هغه د کندهار ولايت د تکړه قومي مشر او پخواني امنیه قومندان خان محمد مجاهد ورور، او د ارغنداب ولسوالۍ اوسنی امنيه قومندان دی.
واکمن کېدنه
[سمول]هغه پخپله د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي دی، او د پلار او نيکه د وختونو څخه يي د ارغنداب مشري ورپر غاړه وه. خو نياز محمد مجاهد هغه وخت نور هم واکمن سو، کله چې د ارغنداب او ژړۍ ولسوالۍ تکړه مشر عبدالحکيم جان ووژل سو. د عبدالحکيم جان تر وژل کېدو وروسته نياز محمد مجاهد تر بابا صاحب، کوهک او بستانزو پسې ورتير سو، او د ناګهان او دېسوزي د پوستو مشري هم ورپاته سوه.
ځای پر ځای پاته کيدنه
[سمول]هغوی چې نياز محمد مجاهد پېژني وايي چې ښاغلی نياز محمد ډير تکړه او احساساتي شخص دی، نو کيدای سي همدا لامل وي چي تراوسه پورې پرخپله وظيفه پاته دی. يوه بله مهمه خبره دا ده چې کله جنرال عبدالرازق اڅکزی واک ته ورسیدئ نو ده هم د هغه تر شهادته پورې ډيره ښه رابطه ورسره وساتله. جنرال عبدالرازق اڅکزي به د سياسيونو په پرتله د خپلو همسنګرو يا ملګرو طرفداري ډيره کوله.