عبدالحکيم جان
ونگبڼه
| عبدالحکيم جان | |
|---|---|
| آغا | |
د شهيد عبدالحکيم جان کاکو انځور
| |
| د پنجوایي ولسوالۍ امنيه قومندان | |
| د واکمنۍ دوران ٢٠٠١ (شاوخوا) – ٢٠٠۶ (شاوخوا) | |
| د ارغنداب د الکوزي ټبر قومي مشر | |
| د شخص معلومات | |
| پيدايښت | ١٩٧٠ (شاوخوا) ناګهان کلۍ، د ارغنداب ولسوالی، لوی کندهار، افغانستان |
| مړینه | ١٧ فېبروري، ٢٠٠٨ ارغنداب ولسوالۍ |
| هديره | ناګهان، ارغنداب |
| تابعیت | |
| لقب | د الوکوزو د سر سرتاج |
| عملي ژوند | |
| کار ورکوونکی | د افغانستان حکومت |
| مقام | قومندان |
| سمول |
|
عبدالحکيم جان يو پخوانى جهادي قوماندان او د طالبانو سخت مخالف و. که څه هم په لومړيو کې يې د هغو پلوي کول. هغه د طالبانو پر مهال هم د هغوى پر ضد يو پاڅون کړى و او ويل کېږي چې په اوسنۍ اداره کې د څه وخت لپاره د مېوند او ارغنداب ولسوالۍ امنيه قوماندان په توګه منل کېده.

دي د ارغنداب ولسوالۍ د هغه وخت تر ټولو ښه او تکړه قومندان ګڼل کيدي، او د خپل قومندانۍ سره سره د ارغنداب په ټولو سيمو کې سره تر خاکریز پنجوايي او ژړۍ ولسوالۍ د امنیت نيولو لپاره ترټولو غوره او منل سوي قوي شخص هم وو.
