گل آغا شېرزی
ګل آغا شيرزی ګل آغا | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
شېرزى د ٢٠٠٩ کال د اکتوبر په مياشت کې د ختيځ افغانستان د جلال اباد په سيمه کې
| |||||||
د افغانستان د ننگرهار ولايت والي | |||||||
د واکمنۍ دوران ١٢ جولای ۲۰۰۵ – اکتوبر ٢٠١٣ | |||||||
| |||||||
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ٢۵ جولای ٢٠١٧ | |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | 1954 (۶۸–۶۹ کلن) کندهار، افغانستان | ||||||
تابعیت | ![]() | ||||||
مذهب | اسلام | ||||||
ګوند | خپلواک | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال | ||||||
سمول ![]() |
گل آغا شېرزی د افغانستان ۱۳۹۳د ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی د ننگرهار ولايت او کندهار ولايت والي پاتې سوي دي. کله چې په ۱۹۹۱ ز. کال کې د افغانستان د خلق د ډيموکارټيک گوند حکومت ړنگ شو نو له هماغه وخت نه وروسته له ۱۹۹۲ ز. کال نه تر ۱۹۹۴ ز. کال پورې گل آغا شېزی د کندهار والي او ملي محاذ غړی و.
مخينه
ښاغلی شیرزی په ۱۳۳۳لمریز کال دکندهار دډنډاولسوالی په روح ابادکلي کي زیږیدلی دی گل آغا شېزی په خټه پښتون او د کندهار د بارېکزیو څخه دی. کله چې گل آغا شېرزی پيدا شو نو نوم يې شفيق ؤ. نوموړی د يوه غښتلي مجاهد حاجي عبدالطیف خان اکا زوی دی. کله چې د روسانو پر وخت جهاد اعلان شوی ؤ او گل آغا شېرزی د خپل د پلار تر څنگ د جهاد لپاره ودرېده نو په همدغه وخت کې ورته د گل آغا نوم ورکړ شو. د نوموړي پلار چې کله ووژل شو نو ده هم د خپل نوم سره د شېرزي تخلص وتاړه.
ستاینه
گل آغا شېرزی له دې امله ستایل کیږي چې له کندهار نه یې د طالبانو په ایستلو کې له امریکا سره مرسته کړې ده. د هغه په باب دا هم ویل کیږي چې د کندهار د والي په توگه یې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کر او کاروبار مخه نیولې وه.