حکيم تڼيوال
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/6/60/%D8%AD%DA%A9%D9%8A%D9%85_%D8%AA%DA%BC%D9%8A%D9%88%D8%A7%D9%84.jpg/220px-%D8%AD%DA%A9%D9%8A%D9%85_%D8%AA%DA%BC%D9%8A%D9%88%D8%A7%D9%84.jpg)
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/ps/thumb/d/db/%D8%AD%DA%A9%D9%8A%D9%85_%D8%AA%DA%BC%D9%80%D9%8A%D9%88%D8%A7%D9%84.jpg/220px-%D8%AD%DA%A9%D9%8A%D9%85_%D8%AA%DA%BC%D9%80%D9%8A%D9%88%D8%A7%D9%84.jpg)
حکيم تڼيوال (په انگرېزي: Hakim Taniwal) يو افغان ټولنپوه او د کابل پوهنتون د ټولنپوهنې د څانگې پخوانی ښوونکی وو. هغه د خپل د ژوند په وروستيو کالونو کې د خوست ولايت د والي په توگه دنده ترسره کوله چې د څانمرگي بريد ښکار شو. نوموړی د افغانستان د واليانو په کتار کې يو له هغو کسانو نه وو چې په لوېديځ کې يې لوړې زده کړې سر ته رسولي وې.
مخينه
د دنگې ونې ، سپينې ږيرې او برگو څڼو تڼيوال د ١٩٧٠ مو کلونو په اوږدو کې له جرمني په ټولنپوهنه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړى و .
هيواد ته په راستنيدو تر هغو د کابل پوهنتون د ادبياتو د څانگې د اجتماعي علومو استاد و چې د پخواني شوروي اتحاد پوځونو پر افغانستان يرغل کاوۀ .
حکيم تڼيوال د پوهنتون له يو شمير نورو استادانو سره پېښور ته ولېښل .
د کډوالۍ په ورځو شپو کې د پوهنتون د مهاجرو شوو استادانو په ټولنه کې بوخت شو چې وروسته وروسته يې مشر و .
دۀ د افغان جهاد په پلوۍ گڼ شمير مقالې وليکلې . په پښتو ، دري ، الماني او انگليسي ژبو روان غږيدۀ او ليکنې يې کولې .
د کورنۍ جگړې له پيل وروسته حکيم تڼيوال استراليا ته وليږديد . تر هغو هورې و چې د طالبانو واکمني نسکوره شوه .
له راستنيدو وروسته په داسې حال کې د خوست والي وټاکل شو چې د هغۀ ولايت ليکوال او ورځپاڼه ليکونکي ېې د انارشۍ ورځې بولي :
(( نه يوازې د خوست په ښار بلکې په ټول ولايت کې بيلا بيلې ډلې ټپلې واکمنې وې . نظم نه و . خو حکيم تڼيوال دغه حالت ورک کړ . خوست يې کرار کړ . تر ټولو مهمه يې دا وه چې خوست کې يې پوهنتون جوړ کړ . ))
حکيم تڼيوال د خوست له ولايته وروسته د کانو او صنايعو او د کار او اجتماعي چارو د وزير په توگه د لنډ وخت لپاره کار وکړ . خو بيرته والي وټاکل شو او د پکتيا په ولايت کې يې د ژوند تر وروستيو شېبو دنده ترسره کړه .
د پکتيا او خوست اوسيدونکي وايي چې حکيم تڼيوال د جرگو او مرکو د سپين ږيرو په څير دروند چلند لارۀ او په غور يې د خلکو خبرې اوريدې .