کوکنار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کـوکــنار چې لاتين نوم یې papaver somniferum دي او دخوب راوړنکې معنا ورکوي د کوکنارو بوټى د يو کلنو گياوو له جملي څخه دي لوړ والي یې ١٠٠-١٥٠ سانتي مترو پوري رسيږي . نرۍ ساقه لري او پاڼې یې شين خړ ته ورته رنگ لري او په متناوب ډول سره پورته طرف ته خپري شوي وي پاڼې یې ښويه او بي ويښتانو وي د بعضو بوټو د پاڼو په لاندي برخه کې کوچني کوچني ويښتان وي چې د پاڼې قاعده یې ٣٠ سانتي متره طول لري او هره پاڼه یې د اري د غاښونو په څير بيضوي شکله جوړښت لري ( د بورس په څير) د پاڼې د منځنئ برخي طول یې ٢٥ سانتي متره او پورتني برخه یې ١٠ سانتي متره طول لري . د پاڼې په منځ کې زيات کوچني کوچني رگونه موجود دي چې دغه پاڼه موج داره وي د پاڼې اخرنئ برخه د بوټي ساقه پوښوي . کوکنار چې بزگران یې د مني په موسم کې کري او د پسرلي په موسم کې تري خپل محصول لاسته راوړي بعضي بوټي یې يو او بعضي یې څو انشعابي ساقي پيدا کوي چې هريو بوټي یې ديو څخه تر لسو عددو پوري گلان کوي چې دغه گلان مخکې له غوړيدو څخه نرم وي لومړي غوټي وي چې دغه غوټي شين رنگ او بيضوي شکل لري د سر په برخه کې غونجه وي چې د هري غوټي طول ٣-٥.٤ سانتي متره پوري رسيږي . غوټي وروسته د څو ورڅو څخه گ ل کېږي گل په ترتيب سره څلور پاڼې لري بعضي یې له دغو گلانو څخه سپين ، سور او نور بيلابيل رنگونه لري دغه گلان دوه ډوله وي يویې منفرد (١) او بل یې خوشه یې ډوله وي چې دساقي په قاعده کې قرار لري د گل د پاڼې صفحه بيضوي شکله وي چې ١٠ سانتي متره طول لري او قاعده یې کوچني ده . د گل مرکزي برخه د Carpule))په نوم ياديږي . گل وروسته د څو وروځو څخه غورځيږي او غوزه منځته راځي چې د غوزي د سر برخه پري پري او دچارگل په رقم وي داخلي برخه یې هم پردي پردي وي چې د هغه په منځ کې د کوکنارو دانه يعني خشخاش شتون لري . د کوکنارو د بوټي غوزه کروي او بعضي یې بيضوي شکل لري چې ٥ سانتي متره قطر لري د غوزي تخم يا دانه زيات غوړ لري چې دترياکو توليدونکې نوعي یې سپين ، ژير روښان رنگ لري او د شحمو توليدونکې نوعي ئئ خړ ، ابي يا تور رنگ لري . يو بله گياه چې د کوکنار و په شکل په پټيو ، دشتو او سيوري لرونکې ځايونو کې راشنه کېږي چې د Papaver rhoeas په نوم ياديږي . طول یې د ١٠-٢٥سانتي متره پوري رسيږي د دغه بوټي پاڼه ويښته لرونکې ده ساقه یې نرئ او پاڼه یې زياتره د ساقي په قاعده کې شنه کېږي د پاڼې شکل یې اره ماننده دي گلان یې قرمزي رنگ لري اکثره یې يو گل کوي مگر ځيني یې څو گلان هم کوي گل یې بي بويه وي د دغه بوټي دانه د خشخاش سره مشابه ده غوزه یې هم عينآ د کوکنارو په رقم ده ولي يوه اندازه د کوکنارو څخه کوچنئ ده د دي په ترکېب کې يو لکالویېد رياډين (Rheadine) چې فارمول ئئ C12H12O6 دي او دوه اسيدونه Rheadique acid او بل ئئ Papaverique acid شامل دي د مسموميت فيصدي یې ترياکو ته ورته ده چې په طبابت کې ددغه گيا ه دگل څخه د اراموونکې مادي په حيث کار اخلي . د کوکنارو په غوزه کې د اوبو د فيصدئ مقدار ديارلسو ته رسيږي او د الکلويدونو د فيصدئ مقدار یې په لاندي جدول کې ښودل شوي .

شمېره الکوېبېډ د سلنې کچه
۱ مورفین ٠،٣- ٠،٦
۲ نوسکآپین یا نورکوټین ٠،٠٨
۳ کوډین ٠،٠٧
۴ پاپاورین ٠،٠٥

همدآر نگه د خشخآش دآنه د ٤٠-٥٠% پوري د شحمي تيزابونو لرونکې ده چې اساسآ د تراي گليسرايد ، لينو ليک اسيد او اوليک اسيد څخه ترکېب شوي ده . د کوکنارو جغرافيوي انتشار :- دغه بوتي زياتره په گرمو ، معتدلو او حتي په يخو منطقو کې هم پيدا کېږي دغه بوټي په وحشي ډول سره نه دي ليدل شوي. د پخوا زمانو څخه راپدي خوا د نړئ په بيلابيلو منطقو کې د دغه بوټي کښت رايج دي د ترياکو او تيلو توليدونکې نوعي یې زياتره په ترکېه ، افغانستان ، چېن ، ايران او هند کې کرل کېږي . د نيويارک د پروتوکول مطابق کوم چې په ١٣٥٣ م کال کې تر سره شوي وو د کوکنارو کرل او دترياکو توليد يواځي په اوو ملکونو پوري منحصر وو چې دغه ملکونه له يونان ، ايران ، ترکېه ، هند ، بلغاريا ، يوگوسلاويا او پخوا ني شوروي اتحاد څخه عبارت وو . له پورته ملکونو څخه علاوه د کوکنارو کرل او د ترياکو توليد په غيري قانوني ډول سره د نړئ يه يو زيات شمير هيوادونو کې تر سره کېږي چې له برما ، تايليند ، لاوس ، پاکستان ، هند ، افغانستان او مکسيکو څخه عبارت دي ولي بد بختانه چې د نړئ په بعضو ممالکو کې اوس هم دغه کښت او تو ليد دوام لري چې د جملي څخه یې يو هم افغانستان دي.

تړلې لیکنې[سمول]

  1. نشه یي توکي
  2. اپين

سرچینې[سمول]