اپين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اپین

اپین چې ځينې يې ترياک بولي، نشه يي توکي دي چې د اومه کوکنارو د شيرې څخه لاسته راځي. اپینیوه توکه ده چې د مخدراتو د جوړولو لپاره کارېږی. د اپین څخه عموما مورفين جوړېږی اور د القلويد ( Alkaloid ) تر ټولو مهمه توکه ده. اپین کولای شي له ۱۰٪ تر ۱۵٪ د مورفينو محتوی ولری. په نړی کی د مورفين څخه نيمه سينټيټيک مخدرات جوړېږی چې د هيروين( Heroine ) او کوډين( Codeine ) په نوم يادېږی.

د اپینجوړولو

کوکنار يو بوټی دی چې په آسيا او اروپا کې کرل کېږی. د کوکنار پر سرو باندی د چاړې په مرسته سوریان جوړېږی . د دغی سریانو څخه مایع بهېږی او هغه مایع د کوکنار څخه تر وتلو ړروسته په قهوای رنگ توکه بدلېږی. ددغی قهوای توکې څخه مورفین حاصېږی.

تاریخ

چینی نشه بازان

په پخوانیو زمانو کی خلکو عموما اپینپه سگریتو کی څکول. خلکو د اپیند څکولو په دوره کی د اپینلوگی تنسف کاوه او نشه یی احساسوله. د ۱۸۵۳ کال څخه د مورفین استعمالونکی کولای سی د پیچکاری څخه کار واخلی. په ۱۹ پېړۍ کی انگریزیانو د هندوستان څخه چین ته اپینصادرول. په دی وخت کی په چين کی ډېر د اپیناستعمالوونکی نشه بازان ول. د چین حکومت غوښتل چی د اپینصادرول منع وکړی او د دی په سبب د چين مامورانو د چین بندرونه ونیول او انگریزی بیړو نسول کولای د چين بندرونو ته وننوځی. مگر انگریزیانو پر چین برید وکړ او د چین حکومت مجبور سول چی د چین بندرونه بیا خلاص وکړی.

د اپین توليدونکی هېوادونه

ّپه افغانستان کی د اپینتولیدول

افغانستان د اپین له ټولو نه لوی تولیدونکی هېواد دی. په افغانستان کی هر کال تقریبا ۷ زره ټنه اپین جوږېږی. د طالبانو واکمنۍ په دوره کی ملا عمر د اپین توليدول منع کړل. مگر خلکو چی پيسې طالبان ته ورکول، نو يی کولای شول کوکنار وکری او اپین توليد وکړی. په افغانستان کی د ايسف تر رسېدلو وروسته خلکو د اپین توليدول بيا پيل کړل. په اوس وخت کې اپین د افغانستان تر ټولو مهم صادراتی ماده ده. د طلايي مثلث (ماينامار(برما) , لاووس, تايلېنډ ) په سيمو کې د زيات کيفيت لرونکی اپین شته.

تړلې لیکنې

کوکنار