هېرويين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هیروین

هېروين یو ډول د نيمه سينټيټيک د تریاک نشه یی توکه ده چی د مورفين څخه جوړېږی. دغه نشه یی توکی سپین یا قهوه ای پوډره ده چی مزه یی تریخ دی.

تاریخ

هېروین لمړی ځل په ۱۸۷۴ کال کی په لندن کی جوړ شو. ښاغلی وریټ د لندن په روغتون کی د مورفین خصوصیت وڅیړل. ښاغلی وریټ مورفین په اسید انهیډریډ کی پوخ کړ او هېروین یی جوړ کړ. هېروین د ۱۸۹۸ کال څخه تر ۱۹۱۰ کال پوری د ټوخی د علاج لپاره کارېده. په ۱۹۲۴ کال کی د هېروینو جوړول او پلورل منع شول. هېروین ډېره خطرناکه نشه یی توکه ده او د دی په سبب په نړی کی د هېروین جوړول منع دی، یوازې په بریطانیاکی هغه څوک چی سرطان یا د زړه سکته لری کولای شی هېروین په درملتون کی را نیسی.

د هېروین جوړول

د تور بازار لپاره هېروین د مورفين څخه جوړېږی. مورفین د کلسیم ( Calcium ) د ترکیبونو او آمونیاک ( Amoniak ) سره عکس العمل کوی او وروسته بیا د اسیټ آنهیډریډ ( Acetanhydrid ) یو ځای کېدلو سره خپل اثر څرگدوی.

د هېروینو تولیدونکی هېوادونه

د هېروینو تولیدونکی هېوادونه

په اوس وخت کی افغانستان د هېروین له ټولو نه لوی تولیدونکی هېواد دی. په افغانستان کی د ایسف تر رسېدلو وروسته د هېروین تولیدول زیاتېږی. هره کال د افغانستان څخه نړی ته تقریبا ۵ ټنه هېروین صادریږی او طالبان د هېروین په مقابله کی وسلې واخلی. د طلایی مثلث په سیمو کی د هیروین کیفیت له ټولو نه لوی دی. هېروین په ځانگړی ډول د طلا مثلث د سیموڅخه استرالیا او امریکا ته قاچاقېږی.