القلويد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د القلوید مواد ( Alkaloid ) د طبیعی توکو څخه د نیتروجن ( آزوت ) قلوی ترکیبونه دی چه په نباتونه کی وی. د القلوید مواد ډېر زهرلرونکی توکې دی او د دی لپاره خلکو په پخوانیو زمانو کی د القلوید مواد د زهر ور کولو یا مسموم کولو لپاره کارول. په اوس وخت کی القلوید په طبابت کی کارېږی د القلوید مواد په طبیعت کی د مالگی ترکیب لری.

د القلوید د مواد تقسیمول

Nikotin

د القلوید مواد د کیمیایی ترکیبونو په مطابق تقسیمېدلای سی. لوبیلین ( Lobelin )، کونیین ( Koniin )، نیکوتین ( Nikotin ) د هغو موادو څخه دی چی د کیمیا ترکیب یی تر ټولو ساده دی. دغه القلویدونه کولای سی په لابوراتور کی جوړ کړی.

  • نیکوتین یو ډول خطرناک نشه یی توکه ده چی په تنباکو کی دی. نیکوتین پر عصبی مرکزی سیستم آغېزه لری. دغه توکه په بدن کی رنگونه تنگوی، پر زره اثر پریږدی، د وینی فشار زیاتوی، د حامله گی ضد توکو د استعمال په وخت کی خطر زیاتوی او انزولینی د اغېزی کولو تاثیر کموی.

د تروپان د القلوید مواد

Atropine

دغه القلویدونه د کیمیا مخصوص ترکیب لری چی د تروپان ( Tropane ) په نوم یادېږی. د هغو القلویدونو څخه آتروپین( Atropine )، هیوسڅآمین ( Hyocyamine ) او كوكايين تر ټولو مشهور دی.

  • آتروپین ( Atropine ) یو درمل دی چی د عضلاتو د ښخو د علاج لپاره کارېږی. آتروپین هم د سترگو په طبابت کی کارېږی. دغه درمل په سترگو کی کسی پراخوی.
  • كوكايين یوه خطرناک نشه یی توکه ده.

د تریاکو القلویدی مواد

مورفين

دغه د القلوید مواد د تریاک څخه جوړېږی. تریاک درې ډول د القالوید مواد لری چی د مورفين، کودیین او پاپاوېرین په نومونو یادېږی.

  • مورفين یو ډول نشه یی توکه ده چی د دردونو د علاج لپاره کارېږی.
  • کودیین یو ډول نشه یی توکه ده چی د دردونو او توخی د علاج لپاره کارېږی.
  • پاپاوېرین ( Papaverin ) یو ډول درمل دی چی د عضلاتو د ښخی د علاج لپاره کارېږی.

د پورین د القلوید مواد

د پورین د القلوید مواد

تیوبرومین، تیوفیلین، کوفین د پورین د القلوید مواد دی چی په فهوه، کاکاو او چای کی دی. د پورین القلویدونه هم په طبابت کی کارېږی.

  • تیوفیلین( Theophylin ) یو درمل دی چی د سالنډی مرض د علاج لپاره کارېږی.
  • کوفین یوه توکه ده چی په قهوه او چای کی دی. هغه توکه پر عصبی مرکزی سیستم آغېزه لری. چای تقریبا ۴٪ کوفین لری.کوفین په طبابت کی استعمالیږی. دغه توکه د پاراسیتامول آغېزه زیاتوی.

د خینین القلوید

خینین ( Chinin ) یو ډول د القلوید توکه ده چی خوند یی ډېر تریخ دی او د مالاریا د علاج لپاره کارېده. په اوس وخت کی په نړی کی خیینین د څښلو د مایعاتو سره کدېږی.

رېسېرپین

Reserpine

رېسېرپین ( Reserpine ) یو ډول القلوید دی چه د وینود فشار او سخیزوفرېنی د علاج لپاره کارېږی.

ال اس دی

LSD

ال اس دی (Lysergic acid diethylamide ) یو ډول د القلوید توکه ده چی د تور غنم د چڼیاسی څخه جوړېږی. ال اس دی ( LSD ) یو نشه یی توکه ده چی هزیان څرکندوی. دغه نشه یی توکه ۵۰ کال مخکی په طبابت کی کارېده. په اوس وخت کی د ال اس دی جوړول په اروپا او امریکا کی غیر قانونی دی.

ایرگوتامین او ایرگومېترین

Ergotamine

اېرگوتامین او ایرکومېترین ( Ergometrine ) د القلویدو توکې دی چی چی د تور غنم د چڼیاسی څخه یا په لابوراتوری کی جوړېږی.

  • اېرگوتامین ( Ergotamine ) یو درمل دی چی د نیم سری د علاج لپاره کارېږی.هغه درمل په بدن کی رنگونه تنگوی. د ایرگوتامین آغېزه د کوفین په مرسته زیاتېدلای سی.