مېرمن تورپېكۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

مېرمن تورپېكۍ يوه توريالۍ پښتنه وه چې تقريباً څلرويشت كاله دمخه د كندهار دكدني په يوه كلي كي وېش ته نژدې او سېدله. دا مېرمن په خټه نورزی وه، چې د ريدي خان يوه زلمي نجل وه. دې مېرمني د هغه كال په غزا كي چې پښتنو د خپل استقلال د گټې دپاره سرونه پر ميدان ايښي وه د خپل زلمي مېړه سره برخه اخيستې ده او د زلمي مين سره يې يو ځاى خپل سر تر وطن قربان كړى دى، چې د دواړو مزار اوس په سپين بولدك كي سته. د دې مېرمني د توري كيسه د طلوع افغان د 14 كال په لمړۍ شماره كي ښاغلي عبدالحي خان حبيبي ډېره خوږه او جذابه ليكلې ده، چې زه دلته يوازي د دې مېرمني اشعار چې د فداكارۍ پر ميدان يې له پاك زړه څخه را وتلي دي د نمونې په توگه رانقل كوم د توري له كيسې سره كه څوك مينه لري د طلوع افغان پورتنۍ شمارې ته دي رجوع وكړي.

(1)

د دې مېرمني اشعار:[سمول]

ريدى خان زلمى د پلار له جوشه او پښتونوالي ډكه وينا اروي، د جنگ تيارى كوي له مور او پلار څخه رخصت غواړي او تورپېكۍ ته وايي: "زما گراني تا هم پر خداى(ج) سپارم!

زه ځم د پښتونوالي ننگ پرځاى كوم!"

مگر تورپېكۍ د ده دا وينا نه مني او بې اختياره ناره پركوي:

پر سپين ميدان به درسره يم

زه پښتنه له توري نه ترپلم مينه!

(2) تورپېكۍ د خپل گران او زلمي مين سره څنگ پر څنگ د فداكارۍ ميدان ته ځي، هلته چې د خپل مين مېړانه ويني د واده په نكريزو سور لاس پورته كوي او وايي:

تر دې تېرې توري دي جار سم

د غليم ويني بهوه گرانه مينه!

په وينو رنگ توره دي راوړه

راسه په سرو شونډو بې زه در پاكه كمه

(3) تر ډېر جنگ وروسته له ليري يوه گولۍ راځي، د ريدي خان پر زړه نښلي په سرو وينو كي رنگ لويږي، روح يې جنت ته ځي، شهيد كېږي. تورپېكۍ زموږ توريالۍ پښتنه يوازي پاتيږي، دا چې خپل گران مين په وينو كي لژند ويني، له حزين زړه څخه داسي فرياد را باسي: جانان مي سر پر وطن كښېښود په تار د زلفو به كفن ورته گنډمه

تر دې نارې وروسته توره كش كوي، لكه زمرۍ په غليم ورگډېږي، ډېر سره ژوبلوي، په پاى كي سخت پر هار اخلي، سرې ويني يې سپين باړخوگان رنگينوي، ته به وايې له جنته ملكي د دې د زينت دپاره سره خالونه راوړه. راځي ځان تر خپل مين پوري را رسوي، پر لويږي او روح يې جنت ته ځي. بله ورځ چې شهيدان ښخيږي، دا دوه دلباختگان چې د واده كالي يې لا اغوستي وه، يو ځاى سره ښخ او په ابدي خوب بيدېږي.