Jump to content

تادین خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تادين خان اڅکزی
تورن جنرال
د کندهار امنيه قوماندان تورن جنرال تادين خان امنیتي ځواکونو ته د وینا په حال کې، د کندهار ملي راډیو تلوېزیون او هیواد تلویزیون په شتون کې.
د کندهار امنيه قوماندان تورن جنرال تادين خان امنیتي ځواکونو ته د وینا په حال کې، د کندهار ملي راډیو تلوېزیون او هیواد تلویزیون په شتون کې.
د کندهار امنيه قوماندان تورن جنرال تادين خان امنیتي ځواکونو ته د وینا په حال کې، د کندهار ملي راډیو تلوېزیون او هیواد تلویزیون په شتون کې.

د کندهار ولايت امنيه قوماندان
د واکمنۍ دوران
۲۲ اکتوبر ۲۰۱۸ – ۱۰ اپریل ۲۰۲۱ 
ولسمشر اشرف غني
جنرال عبدالرازق
سید شریف سرطیب
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱ جنوري ۱۹۸۵(1985-01-01) ‏(عمر: ۳۹ کاله)
ډنډ ولسوالۍ/سپين بولدک[سرچينه پکارده]، کندهار
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد ١۶۸ سانتي‌متر
عملي ژوند
کاروونکې ژبه(ي) پښتو   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
وفاداري  افغانستان
مقام پاسوال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه

تادين خان د جنرال عبدلراﺯق وﺭوﺭ او د اپريل تر ۱۰مې کال ۲۰۲۱ پوﺭې کندهار ولايت امنيه قومندان وو. د ځينو په وينا تادين د امنيه قومندان کېدو تر مخه يو مشهور سوداګر هم وو. تادين خان ٣۴-٣۵ کلن دی، او د کندهار په تاریخ کې تر جنرال رازق وروسته تر ټولو کشر شخصیت دی چې د کندهار د امنيه قومندان په توګه وټاکل سو. ده په ځينو کارونو کې د جنرال رازق د همکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده. مطلب د ځينو په وينا دی د جنرال رازق سلاکار هم وو. [۱][۲]

واک ته رسيدنه

[سمول]

ښاغلی تادين د پخواني امنیه قومندان ستر جنرال لوی پاسوال عبدالرازق اڅکزی ورور دی، چې د هغه د مړیني په پنځمه ورځ چي د ٢٢ اکتوبر سره سمون خوري، د کندهار د يو شمېر قومي مشرانو لخوا د اشرف غني تر لاسليک وروسته د جنرال رازق ځایناستی يا (د کندهار قومندان امنیه) وټاکل سو. د کندهار ولایت لوی شمېر خلک او په جمهوري نظام کي یو شمېر کسان که څه هم چي په دغه ټاکنه نه وه خوښ، خو په سیمه کي د حامد کرزي د وروڼو بې حده زورواکي ددې سبب سول ترڅو اشرف غني زړه نا زړه یادي ټاکني ته تسلیم سي.

پوړ (Rank)، مقام يا درجه

[سمول]

تادين خان ته د واکمنۍ پر مهال د تورن جنرال درجه ورکړل سول، خو د وخت په تېرېدو سره ۱۶۰ ورځې وروسته د ٢٠١٩ کال د اپریل د میاشتي په لومړۍ نېټه باندې ورته د مل پاسوال رتبه هم ورکړل سول.

مقام:

پر عدلي او قضایي نظام نیوکې

[سمول]

ښاغلي تادين خان شمشاد راډیو ته په خپله وینا کې داسي وویل:
عدلي او قضایي نظام هم د فساد او هم د ډار له وجې طالب جنګیالي په سمه سزا نه محکوموي. د ده په وینا د دغو جنګیالیو ژر خوشې کیدو هغوی ته مورال ورکړي. د عدلي او قضایي ادارو داسې چلند د نظام ملا ماتوي. هغه وويل له خپله اړخه د دغو ادارو مسولینو ته ډاډ ورکوي، چې امنیت به یې ساتي، خو دوی دې طالب جنګیالي په اعدام محکوم کړي.

دی دا هم وایي، چې له دې اخوا که دا مسولین په خوب کې ډاریږي، د ده ډاډګیرنه به ورته ګټه ونه کړي.

  • د خبرداري باوجود مرکه

کله چي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه مخکیني وزیر امرالله صالح له ټاکل کیدو سره پولیس چارواکو ته امر وسو، چې له رسنیو سره مرکې او سیاسي موضع ګیرۍ نه سي کولای.
خو له هغې وروسته تادین خان لومړنی امنیه قومندان وو، چې له دې امره يې سرغړونه وکړل.[۳]

د هغه او رسنیو ترمنځ خبرې آترې

[سمول]

هغه په لومړي ځل په (۱۴ نومبر ٢٠١٨) کي و رسنيو ته وويل چې د کندهار د امنيت لپاره به نور کار هم کوي. او د جنرال عبدالرازق اڅکزي قاتلان به نيسي.

سرچینې

[سمول]
  1. کابل ټکی کام (۲۷ تله ۱۳۹۷). "تادین خان". {{cite web}}: Check date values in: |date= (help)[مړه لينکونه]
  2. ازادي راډیو (۳۰ تله ۱۳۹۷). "د جنرال رازق ورور تادین خان د کندهار د امنیه قوماندان په توګه معرفي سو". {{cite web}}: Check date values in: |date= (help)
  3. ياران.کام (١٩ فبروري ٢٠١٩). "د پاکستان دښمن او طالبانو سره د اړیکو مدعي؛ تادین خان قضایي ادارو قهرولی". بشر درویش. Archived from the original on 2019-02-18. نه اخيستل شوی 2019-02-22. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)