لطيف جان بابی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لطيف جان بابى

لطيف جان بابى (١٩٥٤ ز. کال د ډيسمبر لومړۍ نېټه، کندهار) د پښتو ژبې يو لیکوال، شاعر، سندرغاړی او موسيقي غږوونکی دی.

مخينه

لطيف جان بابى د ۱۹۵۴ ز کال د ډيسمبر پر لومړۍ نېټه د کندهار ښار د باميزو کوڅې د بابيانو په لويه او پښتوپاله کورنۍ کې زېږېدلى دی. هغه د غلام حيدر خان بابي زوى، د عبدالله خان بابي لمسى، د محب الله خان بابي کړوسى، د سليم خان بابي کوسى او د دين محمد خان بابي کودى دی چې د خپلوۍ لړۍ يې بابو جان بابي ته رسيږي. بابو جان بابی د ميرويسي غورځنگ ډير تکړه او فعال غړى وو چې د اصفهان تر نيولو پورې د شهينشاه شاه محمود  هوتک سره مل وو او د افغانانو د بري بيرغ يې په اصفهان ودراوه.  

لطيف بابى د تيرو څلوېښتو کلونو راهيسې مسلکي سندارايي تارونه او تبلې غږوي او مسلکي سندرغاړی، غړاند (کمپوزر) او سندارايي لیکوال هم دی. د سندرغاړۍ سره سره شاعر هم دی چې تر اوسه یې لس شعري ټولگې چاپ شوې دي.

ښاغلی لطيف بابى د کندهار د وتلو فوټبالرانو څخه وو چې د برېښنا لوبډلې له لومړنيو لوبغاړو سره يو ځای لوبېده. بيا د ځوانانو لوبډلې ته ولاړ او تر دې وروسته د آريا لوبډلې مشري ور په غاړه شوه. په ١٩٧٩ ز. کال کې د کندهار ولایت له ملي لوبډلې سره کابل ته ولاړ او د ټولو ولايتونو په گډ لوبلړیز(ټورنمنټ) کې يې برخه واخیسته او هماغه يې وروستۍ لوبه شوه. کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ نو د ١٩٨٠ ز. کال په اپرېل مياشت کې له کابله کندهار بيا کوټې او ورپسې کراچۍ ته کډوال شو. څه موده وروسته له هغه ځايه امريکا ته ولاړ.

د پښتنو د ځانتيايي شعور او ورکړې له مخې ښاغلی بابی هم شاعر دی او سربېره پر دودیزې ورکړې يو تکړه او مسلکي سندرغاړی، غړاند (کمپوزر)، غږپوهاند او سندارايي لیکوال هم دی. ښاغلي بابي تر اوسه د سندارا پوهنې په برخه کې ډېر مسلکي اثار لیکلي دي او په ځانگړي توگه یې د پښتنو سندریز کولتور باندې ښه رڼا اچولې ده. نوموړی د ژبپوهنې په برخه کې هم يو شمېر نښېرونه کښلي او همدارنگه یې د لوی افغانستان پخواني تاریخ باندې هم خپل قلم آزمویلی او تر اوسه یې ۳۷ اثار خپاره کړي دي.

زده کړه

لطيف جان بابي په مشرقي ښوونځي، احمد شاه بابا لېسه او کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په پښتو څانگه کې زده کړې تر سره کړې دي. همدارنگه يې د امریکې د متحده ایلاتو په La Guardia college,Medgar Ever college او Adelphi University کې د ښوونې زده کړې کړې دي.

دندې

لطیف جان بابي د منځنيو ښوونځيو د ښوونکي په توگه دنده ترسره کړې ده. هغه د زده کړيالۍ پر مهال د پښتو ډرامو سره لېوالتیا ښووله او هممهال يې له کابله په راډيويي ډرامو کې برخه اخيستله. تر فراغت وروسته يې د کندهار په البېروني لېسه کې يو کال ښوونکى وو. د خلقيانو په واکمنۍ کې په سزايي توگه د کشک نخود ايوب خان لېسې ته واستول شو. له هغه ځایه يې د ښاغلي حميد جليا په غوښتنه راډيو ټلويزيون ته لاره ومونده او هلته يې د لوبگرۍ (تمثيل) تر څنگ سندرې هم ووېلې. بابي هم د خپل پلار څخه په پټه سندارا ته مخه کړې وه. کله کله به یې تبله هم وهله او غږیزې به يې جوړولې، خو بنسټيزه سندارا يې په کال ١٩٧٨ زېږديز کې د استاز قاسم جان څخه د ديلروبا په غږولو سره زده کړه. دا مهال په البېروني ښوونځي کې ښوونکى وو. نوموړي لومړى ديلروبا غږوله، بيا يې باجه زده کړه او هممههال یې له خداى بښلي تور تمبوري څخه تمبور هم زده کړ.

په کډوالۍ کې بوختياوې

ښاغلي بابي د نيويارک په علم اينډين موزيکل سکول کې د څلورو کالو لپاره د اوستاز بسنت راى (د اوستاز علاواليدن خان شاگرد وو) څخه سيتار او هيندي راگونه زده کړل چې د افغاني راگونو سره يې پرتله کړي هم دي.

همدارنگه په گارډيه کالج، ميډگار اېور کالج (La Guardia college,Medgar Ever college)او اډيلفي پوهنتون (Adelphi University) کې يې د ښوونې او روزنې زده کړې وکړې. په منهاتن رېوړويو لوړو زده کړو ښوونځي کې ښوونکى وو. لطيف بابى اوسمهال د امريکا متحدو ايالتونو د کاليفورنيا د گڼژبو په اکاډمۍ کې د مرستيال استاد يا پروفيسور په توگه دنده ترسره کوي.

ټولنیزې لاسته راوړنې

لطیف جان بابي ته په ١٩٨٩ ز کال کې د گډو ښوونکيو فدرېشن (United Teacher Federation) له خوا ستاينليک او مډال ورکړ شو او جوليان (عکسونه) يې د همدې فيډرېشن په ورځپاڼو کې خپاره شول. بابی يو له هغو سندرغاړو څخه دی چې څه زده کوي هغه باندې څېړنه هم کوي. لکه څنگه چې پخپله هم وايي «زه نښېرونه (اثار) لیکم چې راتلونکو پښتننو پښتونو ته ليکلي يادښتونه پاته شي».

سندريزې ټولگې

د لطيف بابي ډېری سندرې د ولسي رومانتیکو سندرو يا مينه ناکو سندرو بڼه لري او هم يې د دود له مخې ډېری ولسي هېوادنۍ سندرې وېلي دي. تر اوسه يې ديارلس د اورېدنې صوتي ټولگې دي او يوه انځوریزه سندره يې هم جوړه کړې او ټول يې خپاره شوي دي.

چاپ شوي نښېرونه يې

۱- سندارا او سندره (Music and Song) چاپ.

۲- شپېلۍ (Flute) چاپ.

۳- باجه(harmonium) چاپ.

۴- تبله (Tabla) چاپ.

۵- شانۍ (Shawn,royal reed) چاپ.

۶- ساز(Harmonica) چاپ.

۷- سيتار (Sitar) چاپ.

۸- راگونه (Ragas) چاپ.

۹- سرگم پدنياني (دوه زره راگونه) چاپ.

۱۰- تالنده او برېښنا (شعري ټولگه).

۱۱- جکړ (شعري ټولگه).

۱۲- کړاو او ناورين (شعري جونگ).

۱۳- سونگا او رينگټ (شعري جونگ يا ټولگه).

۱۴- يادگار (شعري ټولگه).

۱۵- رنځړې څړيکې (شعري ټولگه).

۱۶- تپوس او غبرگون (شعري ټولگه).

۱۷- د خپلواکۍ سوغات (شعري ټولگه).

۱۸- گلپاڼې (شعري جونگ، ټولگه).

۱۹- خوږمن گرېز (شعري ټولگه).

۲۰- نغوتې او نغوږي (پښتو دوه ييزي «مثنوي»).

۲۱- نغوتي او نغوږي(دوهم چاپ).

۲۲- زړتښت او اويستا چاپ.

۲۳- پښتو او اويستا وييښود (قاموس) چاپ.

۲۴- پښتو او زند وييښود (قاموس) چاپ.

۲۵- انديځ ويونه (هممانيز ويونه، مترادف لغات) چاپ.

۲۶- ويوې او وراشې، چاپ.

۲۷- ويونه او ريونه، چاپ.

۲۸- زړه پښتو په انگرېزي کې، چاپ.

۲۹- پخوا او نن (لومړۍ برخه).

۳۰- پخوا او نن (دوهمه برخه).

۳۱- پخوا او نن (څلورمه برخه).

۳۲- پښتو نومښود (لومړى چاپ).

۳۳- پښتو نومښود (دويم چاپ، له زياتونو سره).

۳۴- پښتو نوم (Pashto Noun) چاپ.

۳۵- پښتو په انگرېزي مصدري وييښود (قاموس) چاپ.

۳۶- پښتو په انگرېزي وييښود (قاموس) دوهم چاپ.

۳۷- پښتو مصدرونه او د گردانولو رودې.

ناچاپ نښيرونه يې

۱- پخوا او نن (څلورمه برخه).

۲- زاره ترکې آوېجه او زړه چاودى ولس.

۳- راگونه او رنگونه.

۴- راگچاڼ.

۵- سنداريز (Vocal)، سندريز (Musical او ريشيز (poetical)وييښود (قاموس).

۶- لغړه پښتو (قاموس).

۷- د ويونو او ريونو گنجۍ.

۸- ځلاند ستوري د سندارا (موسيقۍ) پر آسمان.

۹- لنډکى کړکيښ او اوږدکى وييکيښ (زر مخه تاريخ).

۱۰- ريشين مشين (د شاعرۍ ماشين).


اخځليک

۱- https://www.afghan.tips/2015/09/06/%D9%84%D8%B7%DB%8C%D9%81-%D8%AC%D8%A7%D9%86-%D8%A8%D8%A7%D8%A8%D9%8A/ Archived 2021-05-18 at the Wayback Machine.

۲- https://www.bbc.com/pashto/news/story/2006/03/060329_im-studio7-latif-bobai.shtml