منځپانگې ته ورتلل

عبيد الله جان کندهاری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبيد الله جان کندهاری
د کندهار بلبل
عبيدالله جان کندهاری
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۵ می ۱۹۵۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۹۸۳ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
افغان سندرغاړۍ

عبيد‌الله جان کندهاری چي «د کندهار بلبل» په نامه هم يادېږي، یو مشهوره افغان سندرغاړی وو. ښاغلي عبیدالله جان کندهاري د ۱۹۵۱م کال د مې پر ۵مه نېټه په کندهار ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

مخينه

عبيدالله کندهاری د محمد انور زوی، چې د ١٣٣٠ لمريز لېږدي کال د غويي (ثور) پر ۱۵ يې د کندهار د لومړۍ ناحيې د جادې په سيمه کې دې نړۍ ته سترگې پرانيستې وې. هغه د سلېمانخېلو په ټبر پورې اړه درلوده. نوموړي څلور وروڼه درلودل. عبيدالله په ۱۰ کلنۍ کې د يوه بوټ جوړوونکي شاگرد وو. په ۱۴ کلنۍ کې يې له تور جان بنا سره خټې کولې، خو د هغه خوږ غږ ددې لامل شو، چې په ډېرو غونډو، مېلو، ښاديو او کليوالي بانډارونو کې برخه واخلي. په ۱۶ او ۱۷ کلنۍ کې له عبدالکريم رسوا تسبېح جوړوونکي سره شاگرد شو؛ نيمه ورځ به ښوونځي ته ته او نوره نيمه ورځ به يې کار کاوه او هلته به يې زمزمې کولې. ټول سوچ به يې په سندرو کې وو او له رسوا څخه يې ځينې راگونه هم زده کړل، ځکه چې رسوا په ټنگ ټکور پوهېده. په ۱۸ کلنۍ کې يې د موسيقۍ د شوقيانو په پروگرامونو کې برخه اخيسه.

عبيدالله کندهاري د استاد مهوش غږ ډېر خوښاوه او د خوشال خان خټک، رحمن بابا، عبدالحنان بارکزي، حمزه شينواري، سيد عبدالخالق ، گلبيدار، عبدالغفار بريالي، ملا حسن اخوند، ملا ميران، محمد نور، ولي محمد مخلص،عبدالسلام، عبدالکريم رسوا، عبيدالله ځيگر خون، عبدالباقي دلرېش شعرونه يې په سندرو کې ويل.

عبيد الله جان د افغانستان له پېژندل شویو پخوانیو سندرغاړو څخه شمېرل کيږي، چې د عصمت مسلم قومندان تورجان له خوا په ظلم سره د رېگ په علاقه کې ووژل شو. نوموړی د کندهار ولايت يو خوږ غږ لرونکی سندرغاړی وو، چې په زرگونو سندرې يې ويلي او د راډيو افغانتسان په ارشيف کې يې هم یو شمېر سندرې خوندی دي.

عبيدالله جان کندهاری د افغانستان ترڅنگ په د کوزې پښتونخوا په کوټه کې هم ډېره اوڅارتيا او مينه وال درلودل. نوموړي به ډېری مهال د وتلي او نامتو شاعر سيد عبدالخالق صادق شعرونه په سندرو کې ويل، چي تر اوسه يې هم ياد په ټول افغانستان کې ژوندی پاتې دی.

مړينه

عبيدالله جان کندهاری د ١٣٥٩ لمريز لېږدي کال د کب پر ۶ نېټه د عصمت مسلم کسانو له خوا، چې مشر یې تورجان نومېده، د کندهار او چمن تر منځ، د تخته پول ولسوالۍ د نايب ولې په سیمه کې شهيد شو. هغه مهال د تخته پول ولسوالۍ د نايب ولې په سیمه کې د عصمت مسلم پوستې پرتې وې.

باندنۍ تړنې

  1. د ليکوال لطيف جان بابي پاڼه.