عبدالسلام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد عبدالسلام (29 جنوري 1926 – 21 نومبر 1996) يو پاکستانی نظري فيزيک پوه او د نوبل جايزې ګټونکی و. نوموړي په فيزیک کې د 1979ز کال د نوبل جايزه د «اليکترو ويلک يوځايتوب تيورۍ» (Electroweak یوه فيزيکي معادله ده) په برخه کې د هغه د ونډې له امله له «شلدون ګلاشو» او «استيون واينبرګ» سره په شریکه تر لاسه کړه. نوموړی لومړی پاکستانی او د کوم اسلامي هيواد لومړی مسلمان وګړی و چې په ساينس کې د نوبل جايزه تر لاسه کوي، او د مصر له انورالسادات وروسته، د کوم اسلامي هېواد دويم وګړی و چې نوبل جايزه ورکول کېده.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

سلام له 1960 څخه تر 1974ز کال پورې د پاکستان د ساينس او ټيکنالوژۍ وزارت ساينسي سلاکار و، دا هغه دنده وه له کومه ځايه چې نوموړي د هېواد د ساينس د زېربنا  په وده کې مهمه او اغېزناکه دنده تر سره کړه. سلام په پاکستان کې د نظري او جسمي فيزیک په برخه کې په ګڼو پرمختګونو کې مرسته وکړه. نوموړی د تشيال او پورته اتموسفير څېړنيز کميسيون (SUPARCO) بنسټ اېښودونکی رئيس او د نظري فيزيک ګروپ (TPG) د جوړولو مسئول و. له همدې امله نوموړي ته د دې پروګرام د ساينسي پلار په سترګه کتل کېږي. په 1974ز کال کې، د پاکستان د پارلمان له خوا د رايو په توافق سره د يوې پارلماني لايحې له تصويب وروسته د اعتراض په توګه له خپله هيواده ووت، په کومه لايحه کې چې د احمديه مسلمانانو ټولنې غړي د اساسي قانون تر مخې غېر مسلمانان وبلل شول، سلام د همدې ټولنې غړی و. په 1998ز کال کې، د پاکستان له خوا د چاغي-1 هستوي تجربو څخه وروسته، د پاکستان حکومت د سلام د خدماتو د ستاينې په پار د پاکستان د ساينسپوهانو د برخې په توګه يوه يادګاري ټاپه صادره کړه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د سلام د يادولو وړ لاسته راوړنو کې «Pati–Salam model, magnetic photon, vector meson, Grand Unified Theory»، د «supersymmetry» په اړه کار، او تر ټولو مهم يې «electroweak theory» شامل دي، د کومې تېورۍ لپاره چې هغه ته د نوبل جايزه ورکړل شوې وه. سلام په «quantum field theory» او د لندن په امپيريل کالج کې د رياضي د پرمختګ په برخه کې د پام وړ ونډه درلودلې ده. سلام له خپل زده کونکي رياض الدين سره يوځای د نيوټرينو، نيوټران ستورو او تورو غارونو په اړوند د جديدې تيورۍ تر څنګ د کوانټم ميخانيک او «quantum field» تيورۍ د نویو کولو په کار کې مهم ګډون درلود. د يو ښوونکي او ساينس ته د وده ورکونکي په توګه، سلام په پاکستان کې د رياضي او نظرياتي فيزيک د بنسټ اېښودونکي او ساينسي پلار په توګه يادېږي، نوموړي دا کارونه په هغه موده کې تر سره کړي، کله چې نوموړي د ولسمشر د ارشد ساينسي سلاکار په توګه کار کاوه. سلام د فيزيک په نړيواله ټولنه کې د پاکستان د فيزيک په پرمختګ کې ډېره ونډه درلوده. د هغه له مړينې تر لږ مخکې وخته، سلام له فيزيک سره خپلې مرستې، او د درېيمې نړۍ په هيوادونو کې يې د ساينس د پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکړ.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ژوند ليک[سمول]

ځواني او زده کړه[سمول]

عبدالسلام په يوه مسلمانه راجپوت کورنۍ کې د چودري محمد حسين او هاجره حسين کره د جهنګ په سيمه کې وزېږېد، د هغه نېکه ګل محمد، يو ديني عالم او تر څنګ يې فيزيک پوه و، په داسې حال کې چې د هغه پلار د پنجاب ايالت په يوه بې وزله کروندګره ولسوالۍ کې، د پوهنې په رياست د پوهنې مديرو.[۲۴]

د پام وړ نومياليتوب او علمي لاسته راوړنو له امله، سلام ډېر ژر په ټول پنجاب او وروسته د کيمبرج په پوهنتون کې ښه شهرت تر لاسه کړ. په څوارلس کلنۍ کې، سلام د پنجاب په پوهنتون کې د ميټرک (داخلې) په ازموينه کې ثبت شوې تر ټولو زیاتې نومرې تر لاسه کړې. نوموړي د برتانوي هند، د پنجاب ايالت، د لاهور دولتي کالج پوهنتون لپاره بورس تر لاسه کړ. سلام د ډېرو استعدادونو څښتن عالم و، په اردو او انګليسي ادبياتو کې يې ليوالتيا درلوده، په کومو کې چې هغه مهارت تر لاسه کړ. په لاهور کې له يوې مياشتې تېرولو وروسته د زده کړې لپاره بمبيي ته ولاړ. په 1947ز کال کې، نوموړی بېرته لاهور ته ستون شو. خو ډېر ژر هغه رياضيات د خپل تمرکز د مضمون په توګه غوره کړل. د سلام لارښوونکو او ښوونکو غوښتل چې هغه د انګليسي ښوونکی شي، خو سلام له رياضي سره په اړيکه کې پاتې کېدل غوره کړل. په دې ځای کې د څلورم کال د زده کونکي په توګه، هغه په رياضي کې د «سري نواسا رامانوجن» د ستونزو په اړوند خپل اثر خپور کړ، او په 1944ز کال کې يې په رياضي کې د لسانس سند تر لاسه کړ. د هغه پلار غوښتل چې نوموړی د هندوستان په ملکي خدمت (ICS) کې داخل شي. هغه مهال ICS له پوهنتون څځه د فارغو شويو ځوانانو لپاره تر ټولو ستره هيله وه، او په ملکي ټولنه کې دولتي مامورينو د درناوي وړ ځای درلود. د خپل پلار د هيلې په درناوي کولو سره، سلام د هندوستان د اورګاډي په اداره کې دندې هڅه وکړه، خو د خدمت وړ ونه بلل شو، ځکه چې هغه د سترګو په طبي معايناتو کې ناکام شو. په پايلو کې وروسته روښانه شوه چې سلام په ميخانيکي ازموينه کې هم ناکام شوی، کومه چې د اورګاډي ادارې د انجنيرانو لپاره اړينه وه، تر څو په دې اداره کې کار ورکړای شي. همدا راز هغه د دې دندې لپاره په سیالۍ کې د شاملېدو لپاره ډېر کم عمره هم و. په همدې بنسټ، د اورګاډي محکمو د کار لپاره د سلام عريضه رد کړه. کله چې په لاهور کې و، سلام د دولتي کالج پوهنتون په تکميلي تحصيلاتو کې  داخله واخيسته. نوموړي په 1946ز کال کې د دولتي کالج پوهنتون څخه په رياضياتو کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. په همدې کال کې، هغه ته د کمبريج په سينټ جان کالج کې تحصيلي بورس ورکړل شو، چېرته چې نوموړي په 1949ز کال کې په رياضياتو او فيزيک کې د غبرګو لومړۍ درجې لسناس سند تر لاسه کړ. په 1950ز کال کې، نوموړي له کمبريج پوهنتون څخه، له دوکتورا مخکې په فيزيک کې د تر ټولو غوره ونډې دردلولو په پار د «اسميت» جايزه تر لاسه کړه. د سندونو له بشپړولو وروسته، «فريډ هويل» سلام ته مشوره ورکړه چې په تجرباتي فيزيک کې د خپلو څېړنو لپاره په «کيونډش» لابراتوار کې یو بل کال هم تېر کي، خو سلام په لابراتوار کې د اوږدو تجربو کولو حوصله نه درلوده. سلام بېرته جهنګ ته ستون شو، خپل بورس يې نوی کړ او د خپلې دوکتورا د بشپړولو لپاره بېرته انګلستان ته وګرځېد.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

نوموړي د کمبريج د «کيونډش» لابراتوار څخه په نظري فيزيک کې د دوکتورا (PhD) سند تر لاسه کړ. د هغه د دوکتورا رساله چې د «Developments in quantum theory of fields» په نوم وه، په کوانټم اليکټروډاينامکس کې هر اړخيزه او بنسټيزه څېړنه درلوده. تر هغه وخته چې دا رساله په 1951ز کال کې خپره شوه، نو لا دمخه يې هغه ته نړيوال شهرت او د «اډمیز» جايزه تر لاسه کړې وه. د دوکتورا د زده کړې پر مهال، د هغه لارښودونکو هغه وننګولو، تر څو په يو کال کې يوه داسې پېچلې ستونزه حل کړي، کومو چې د «پال ډيرک» او «رچرډ فين مين» په څېر عظیمو ذهنونه له ننګونو سره مخ کړي وو. په شپږو مياشتو موده کې، سلام د ميسن تيورۍ لپاره د بيا عادي کولو حل لاره پیدا کړې وه. کله چې هغه په کيونډش لابراتوار کې دا حل لاره وړاندې کړه، نو سلام د « Hans Bethe, J. Robert Oppenheimer» او « Dirac» پام ځان ته راواړولو.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

علمي مسلک[سمول]

په 1951ز کال کې د  دوکتورا د سند له تر لاسه کولو وروسته، سلام دولتي کالج پوهنتون ته د رياضي د پروفيسر په توګه بېرته لاهور ته راغی، چېرته چې تر 1954ز کال پورې پاتې شو. په 1952ز کال کې، نوموړی د ګاونډي پنجاب پوهنتون د رياضي په څانګه کې د پروفيسر او رئيس په توګه وټاکل شو. په وروستۍ دنده کې، سلام د لسانس دورې د نصاب د يوې برخې په توګه د کوانټم ميخانيک د کورس په وړاندې کولو سره، د پوهنتون د نصاب تازه کولو هڅه وکړه. خو په هر حال، دا نوښت ډېر ژر د مرستيال رئيس له خوا وګرځول شو، او سلام له منظم نصاب څخه دباندې د ماښام له مخې د کوانټم ميخانيک د کورس د تدريس پرېکړه وکړه. په داسې حال کې چې سلام په پوهنتون کې يو جلا شهرت تر لاسه کړی و، نوموړي د هغو محصلينو د تحصيل په څارنه پيل وکړ، څوک چې په ځانګړي ډول له سلام اغېزمن شوي وو. د پايلې په توګه، رياض الدين د سلام يوازينی شاګرد پاتې شو، چا چې د سلام تر لارښونې لاندې په لاهور کې د لسانس او فوق لسانس تر کچې پورې، او په کمبرج پوهنتون کې د فوق لسانس تر کچې پورې زده کړې تر لاسه کولو وياړ حاصل کړ. په 1953ز کال کې، سلام په لاهور کې د یو تحقيقاتي انستيتيوټ په جوړولو ونه توانيد، ځکه چې د خپلو مشرانو له سختو مخالفتونو سره مخ شو. په 1954ز کال کې، سلام د همکارۍ په تر لاسه کولو سره د پاکستان د ساينس اکاډمۍ کې د لومړيو همکارانو څخه وګرځېد. د 1953ز کال د لاهور د بغاوتونو په پايله کې، سلام بېرته کمبريج ته ولاړ، او د سینټ جان له کالج سره يوځای شو، او په 1954ز کال کې يې د رياضي د پروفيسر دنده تر لاسه کړه. په 1957ز کال کې، نوموړي ته د لندن په ايمپيريل کالج کې د يوې دندې تر لاسه کولو لپاره بلنه ورکړل شوه، هغه او «پال ميتهیوز» په ايمپيريل کالج کې د نظري فيزيک څانګه جوړه کړه. د وخت په تېرېدو سره، دا څانګه یوه له با اعتباره څيړنيزو څانګو وګرځېده، چې په هغې کې د « Steven Weinberg, Tom Kibble, Gerald Guralnik, C. R. Hagen, Riazuddin» او « John Ward» په څېر پېژندل شوي فيزيک پوهان شامل وو.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. Fraser 2008, p. 249 Salam adopted the forename "Mohammad" in 1974 in response to the anti-Ahmadiyya decrees in Pakistan, similarly he grew his beard.
  2. Rizvi, Murtaza (21 November 2011). "Salaam Abdus Salam". The Dawn Newspapers. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. Mohammad Abdus Salam (1926–1996) was his full name, which may add to the knowledge of those who wish he was either not Ahmadi or Pakistani. He was given the task of Pakistan's atomic bomb programme, as well as Pakistan Atomic Energy Commission to resolve energy crisis and Space and Upper Atmosphere Research Commission (SUPARCO). Unfortunately he failed in all the three fields. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. This is the standard transliteration (e.g. see the ICTP Website Archived 28 February 2008 at the Wayback Machine. and Nobel Bio). See Abd as-Salam for more details.
  4. Kibble, T. W. B. (1998). "Abdus Salam, K. B. E.. 29 January 1926 – 21 November 1996". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 44: 387–401. doi:10.1098/rsbm.1998.0025. JSTOR 770251. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . 1979 Nobel Prize in Physics. Nobel Prize.
  6. (Ghani 1982, pp. i–xi)
  7. (Ghani 1982, pp. i–xi)
  8. Riazuddin (21 November 1998). "Physics in Pakistan". ICTP. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (Rahman 1998, pp. 75–76)
  10. (په 9 July 2012 باندې). Pakistan shuns physicist linked to "God Particle".
  11. Our Correspondents (7 October 2004). "Scientists asked to emulate Dr Salam's achievements". 7 October 2004. Dawn News International, Archive 2004. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (Rahman 1998, pp. 10–101)
  13. "Re-engineering Pakistan and Physics from Pakistan Conference:MQM Stays loyal with Pakistan Armed Forces". Jang News Group. Jang Media Cell and MQM Science and Technology Wing. 2011. د اصلي آرشيف څخه پر 13 جون 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه 11 جون 2011. Dr. Abdul Qadeer Khan, and other prominent scientists, have made Pakistan, a nuclear power. All of these scientists were poor or Muhajir (migrants from India), says Altaf Hussain. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Rizvi, Murtaza (21 November 2011). "Salaam Abdus Salam". The Dawn Newspapers. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ فبروري ۲۰۱۲ باندې. Mohammad Abdus Salam (1926–1996) was his full name, which may add to the knowledge of those who wish he was either not Ahmadi or Pakistani. He was given the task of Pakistan's atomic bomb programme, as well as Pakistan Atomic Energy Commission to resolve energy crisis and Space and Upper Atmosphere Research Commission (SUPARCO). Unfortunately he failed in all the three fields. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 2011 باندې). Who is the Father (Salam or Khan)?.
  16. (Rahman 1998, pp. 101)
  17. Philately (21 نومبر 1998). "Scientists of Pakistan". Pakistan Post Office Department. د اصلي آرشيف څخه پر 20 فبروري 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه 18 فبروري 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. . 1979 Nobel Prize in Physics. Nobel Prize.
  19. Riazuddin (21 November 1998). "Physics in Pakistan". ICTP. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Abdus Salam, As I Know him: Riazuddin, NCP
  21. Ishfaq Ahmad (21 November 1998). "CERN and Pakistan: a personal perspective". CERN Courier. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Riazuddin (21 November 1998). "Pakistan Physics Centre". ICTP. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. . Abdus Salam -Biography. Nobel Prize Committee.
  24. Kibble, T. W. B. (1998). "Abdus Salam, K. B. E.. 29 January 1926 – 21 November 1996". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 44: 387–401. doi:10.1098/rsbm.1998.0025. JSTOR 770251. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (Fraser 2008, pp. 59–78)
  26. (Fraser 2008, pp. 78–80)
  27. (Murthi 1999, pp. 42)
  28. (Murthi 1999, pp. 43)
  29. Khan, Munir Ahmad (22 November 1997). "The Abdus Salam Memorial Meeting: A Tribute to Abdus Salam; a lifelong friendship with Abdus Salam" (PDF). ICTP and UNESCO World Heritage Site. Munir Ahmad Khan, Former Chairman of the Pakistan Atomic Energy Commission, former Head of the Nuclear Engineering Division, and former Head of the Reactor Engineering IAEA Division. 1 (1): 103–159. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Abdus Salam, A Problem of Ramanujam, Publ. in Math. Student XI, Nos.1–2, 50–51 (1943)
  31. Khan, Munir Ahmad (22 November 1997). "The Abdus Salam Memorial Meeting: A Tribute to Abdus Salam; a lifelong friendship with Abdus Salam" (PDF). ICTP and UNESCO World Heritage Site. Munir Ahmad Khan, Former Chairman of the Pakistan Atomic Energy Commission, former Head of the Nuclear Engineering Division, and former Head of the Reactor Engineering IAEA Division. 1 (1): 103–159. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (Fraser 2008, pp. 189–186)
  33. (Fraser 2008, pp. 200–201)
  34. (Fraser 2008, pp. 202)
  35. (Duff 2007, pp. 39–40)
  36. Khan, Munir Ahmad (22 November 1997). "The Abdus Salam Memorial Meeting: A Tribute to Abdus Salam; a lifelong friendship with Abdus Salam" (PDF). ICTP and UNESCO World Heritage Site. Munir Ahmad Khan, Former Chairman of the Pakistan Atomic Energy Commission, former Head of the Nuclear Engineering Division, and former Head of the Reactor Engineering IAEA Division. 1 (1): 103–159. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Abdus Salam Nobel Prize in Physics Biography". Nobelprize.org. 21 November 1996. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (Fraser 2008, pp. 215–218)
  39. (Fayyazuddin 2005, pp. 5)
  40. (Fayyazuddin 2005, pp. 5–6)
  41. (Fayyazuddin 2005, pp. 7–8)
  42. (Fraser 2008, pp. 237–238)
  43. (Duff 2007, pp. 39–41)
  44. (Duff 2007, pp. ix)