عبدالرحمان بابا

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالرحمان بابا
عبدالرحمان بابا
عبدالرحمان بابا

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶۳۲
پېښور  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه کال 1706 (73–74 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پېښور[۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره پېښور  د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د مغولو پاچايي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رحمن بابا، پښتون صوفي شاعر

عبدالرحمان مومند (۱۰۴۲ لېږديز سپوږميز، د بلې سرچينې له مخې د ۱۰۳۸ لېږديز سپوږميز کال د جمادي الثاني ۲۱، پېښور، بهادر کلی- ۱۱۳۸ لېږديز سپوږميز) د لوی افغانستان يو لوی پښتو ژبی کلاسیک شاعر دی.

مخينه

عبدالرحمن مومند

کومه مينه او ښه پېژندگلوي چې د عبدالرحمن بابا په برخه شوې، هغه د يو گڼ شمېر پښتو ژبيو شاعرانو په برخه شوې نه ده. ډېری پښتانه رحمن بابا د يو ښه او صوفي شاعر په توگه پېژني. د پښتنو کوڅه په کوڅه، کور په کور او کلي په کلي د رحمن بابا شعرونه ويل کېږي. د هغه له شعرونو متلونه جوړ شوي دي. ديني پوهان او خطيبان يې د جومات پر منبر د ایتونو د مطلب د څرگندونې (تشرېح کولو) لپاره، ملنگان او دروېشان يې په وجد او سر کې، ځوانان يې په دېرو او مجلسونو کې د منگي او رباب سره شعرونه وايي. د افغانستان اوسني وگړي يې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې له ځانگړي خوند سره تر شونډو لاندې په زمزمه کوي. د سوات اخون باباجي عليه الرحمة هم د رحمن بابا د شاعرۍ ډېره ستاينه کړې او د ده روانه شاعري يې د عامو وگړيو د خوښۍ برابره بللې ده.

تر دومره ستاينو وروسته هم دا ډېر د افسوس ځای دی چې د رحمن بابا د ژوند حالات مالوم نه دي، هرگوره که موږ د دغه لوی شاعر د ژوندليک په اړه د پوهانو بېلابېلې ليکنې وگورو نو وبه وينو چې ډېری حالات خو هغوی يو شان ليکلي، خو بيا يې هم ځينې برخې د بل نه سېوا ليکلې دی. همدغه شان که موږ د هغو ټولو ليکوالو، چې د رحمان بابا ژوندليک يې ليکلی، نو ښايسته ډېر مالومات ترې جوړېدای شي.

عبدالرحمن بابا د ۱۰۳۸ سپوږميز لېږديز کال د جمادي الثاني پر ۲۱ له پېښور سره نژدې په بهادر کلي کې زېږېدلی دی. دا کلی د پېښور سوېل خوا ته درې ميله ليرې د کوهاټ د سړک غاړې ته نږدې پروت دی. د رحمان بابا پلار عبدالستار نومېده. هغه له آره غوري خېل وو. غوري خېل څه لاروي خلک نه ول، بلکې د ځمکو خاوندان ول او ښه په تول پوره ول، له دې لامله دا الواک (نظريه) چې عبدالرحمن بابا بېخي غريب سړی وو غلطه ده. هرگوره دا روايت چې رحمن بابا له دُنيا سره مينه نه درلوده، کره دی. عبدالرحمن بابا په بهادر کلي کې زېږېدلی وو، بيا په هزارخوانۍ کې استوگن شو، په دې وجه ځينې تاريخوال ليکي چې رحمان بابا په بهادر کلي کې، او ځينې نور ليکي چې په هزارخوانۍ کې زېږېدلی دی.

پر ۱۰۴۵ لېږديز کال نامتو عالم عبدالحق رحمة الله عليه په بهادر کلي کې ميشت شو. دا عالم د متنۍ اوسېدونکی وو. عبدالرحمن بابا د قرآن مجيد او د دين نورې لومړنۍ زده کړې د دغه مشهور عالم څخه زده کړې. په ۱۰۵۲ لېږديز کال کې يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب زوی مولانا محمد يوسف عليه رحمة په پېښور کې استوگن شو. هغه له آره يوسفزی وو. عبدالرحمن بابا ددغه عالم نه هم فېض تر لاسه کړ. د دغه مشهور عالم نه يې فقهه او تصوف زده کړل.

عبدالرحمن بابا نږدې په ۱۰۵۴ هجري يا ۱۰۵۵ هجري کې د پېښور نه کوهاټ ته ولاړ او هلته يې ۲۳ کاله عمر تېر کړ. هغه په خصوصي توگه ۹ کاله عمر په ځنگل خېل نومي کلي کې تېر کړ او ۱۵ کاله يې په شېرکوټ نومي کلي کې تېر کړ. دلته يې د حاجي بهادرخان عبدالله کوهاټي نقشبندي نه درس زده کړ او په کوهاټ کې د دين يو پوخ عالم ترې جوړ شو. پر رحمان بابا همدغلته د خدای پاک رحمت وشو، شاعري يې پيل کړه او يو داسې لوی شاعر ترې جوړ شو چې نن ورڅ يې نه يوازې په تاريخي افغانستان کې ټول پښتانه، بلکې په بهرنۍ نړۍ کې په پښتو ژبه پوهېدونکي ناپښتانه يې هم پېژني.

هم نغمې کاندي هم رقص او هم خاندي د رحمن په شعر ترکئ د باگرام

د رحمن بابا په پېروانو کې چې د چاسره يې ډېره مينه وه او ټينگ اړيکي يې ورسره درلودل هغه محمد صديق پېښوری وو. هغه هم شاعر وو، غټ عالم وو او په پېښور کې اوسېده. کله کله به د رحمن بابا ليدلو ته کوهاټ ته ولاړ. هغه په پخوانو شاعرانو کې لوړ ځای لري. په کوهاټ کې د محمد صديق د مېشتېدا پر مهال به رحمن بابا له هغه نه هم فېض اخيست. د محمد صديق شاعري ډېره خوږه، پسته او په تول پوره وه. تر دې پورې چې د خوشحال خان بابا په شان اوچتو شاعرانو هم د محمد صديق په غزلونو باندې جوابي غزلې ويلې دي. دلته به زه هم هغه بېلگه وړاندې کړم چې عبدالصمد په خپل اُردو کتاب شاعر انسانيت کې وړاندې کړې ده.

صديق:

څو مې څله شي د يار ښکلي ديدن ته هم هغه څله مې بيائي ځنکندن ته

دولت:

ښايسته گُله بيا راشه ؤ چمن ته بلبلان دي انتظار دی ؤ ديدن ته

خوشحال خان:

د صبا نسيمه راشه ؤ گُلشن ته د گُلونو انتظار دی شگُفتن ته

کله چې په ۱۰۶۰ هجري کال کې حضرت مولانا اخوند محمد يوسف رحمة الله عليه کوهاټ کې د شيرکوټ کلي ته تشريف يووړلو نو عبدالرحمن بابا په خپل لوی استاد پسې په ۱۰۶۲ هجري کې شېرکوټ ته راغی او تر کال ۱۰۶۶ هجري پورې هم هلته د خپل اُستاذ په خدمت کې دېره وو. کله چې په دې کال کې د اخون دروېزه زوی ميا عبدالکريم کريمداد د هندوستان له آگرې پېښور ته راغی، نو له دوی سره د ليدنې کتنې لپاره حاجي بهادر خان کوهاټي پېښور ته راغی چې رحمن بابا هم ورسره وو. د ممتاز علي شاه د تبصرې له مخه چې د ميا کريمداد کتابونه الف نامه يا جام جهان نما لوستي وي هغوی ته به دا اندازه ښه په آسانه کېږي چې رحمان بابا د تصوف رنگ د چا نه اخيستی وو. رحمان بابا له خپلو اُستاذانو سره د میا کريمداد په خدمت کې دوه کاله په پېښور کې وو او له ميا کريمداده يې په عاليه کبرويه سلسله کې بيعت وکړ. د ميا کريمداد بل ورور عبدالحليم المعروف په حليمداد هم د خپل ورور سره وو. دی هم يو پوه او ښه شاعر وو. له دوی سره هم د رحمن بابا کښېناستل پاسېدل وو. په دې وجه د اخون دروېزه، چې د سيد علي ترمذي عليه رحمة شاگرد او خليفه وو، چې په ټوله سيمه کې د پير بابا په نامه اوڅار دی او په بونير کې يې ارامځای پروت دی، د دوه زامنو نه رحمن بابا نېغ په نېغه فېض حاصل کړو. په ۱۰۶۸ هجري کال کې عبدالرحمن بابا يو ځل بيا خپل استاد حضرت مولانا اخون محمد يوسف له شېرکوټ ته ورغی او د خپل اُستاد په خدمت کې ډېره شو. نهه کاله يې دلته تېر کړل او په ۱۰۷۷ هجري کې بيا پېښور ته راغی او په هزارخوانۍ کې مېشت شو، ځکه چې د رحمن بابا قبيله د بهادر کلي نه د قبايلي وېش په وجه هزار خوانۍ ته راغلې وه. هغه په همدې کلي کې د ژوند پاتې شپې ورځې تېرې کړې او د قانون قدرت تر مخه دا شاعر په ۱۱۳۸ هجري کې د ۸۷ کالو په عمر وفات شو. لوی خدائ (ج) دې يې وبښي او اروا دې يې ښاده وي.

د رحمن بابا ارامځای

د رحمن بابا ارامځای د هزارخوانۍ په هديره کې دی. دا ارامڅای نږدې د دوه کروړه روپو په لگښت ډېر ښکلی اباد شوی او دغه مزار مرجع فلائق دی، ځوانان ورلره راځي او بوډاگان هم د هزارخوانۍ په اوږده هديره کې د رحمن بابا د ارامځای لپاره سفر کوي. شاعران او اديبان يې سلام له راځي، نور عالمان هم ددغه ستر عالم او شاعر زیارت کوي، ملنگان پکې دېره دي. مزار يې د مرمر له ډبرو جوړ او يو ښکلی جومات هم په ډیره ښکلې نمونه باندې پکې جوړ شوی دی. په مزار کې يې د افغانستان د ادبي ټولنې له خوا ډبرليک لگېدلی چې پرې په رحمن بابا هغه رالېږل شوی سلام لا تر اوسه شته.

چې مجنون غوندې په مينه کې صادق وي رحمن وايي په هغو باندې سلام

په دې کُتبه د رحمن بابا نوم عبدالرحمن او د پلار نوم يې عبدالستار ليکلی دی. د زېږېدو نېټه يې ۱۰۴۲ هجري ليکل شوې، خو د عبدالحليم اثر د تحقيق له مخې ۱۰۳۸ هجري دی. په مزار کې يې شاوخوا څه يخ سوری دی. د رحمن بابا کُتب خانه هم پکې قايمه ده. د ملنگانو لپاره بېل په زړه پورې ځای شته چې رنگ په رنگ مرغۍ يې پکې ساتلې دي. کونترې هم ددغه عظيم شاعر د مزار زيارت ته راځي، ولې چې ډېرې کونترې پکې دي. د هزار خوانۍ هديره د بزرگانو او اولياوو لکه اخوند دروېزه بابا، شېخ حېدر بابا او د داسې نورو قبرونو نه ډکه ده او تر ټولو نه زيات پکې د رحمن بابا مزار ته خلق ځي راځي. هر کال د رحمن بابا په مزار يوه پرتمينه مشاعره ترسره کېږي.

چې په خپله ئې فاني بولې رحمانه ملگرؤ بيا څله په هغو چارو اعتبار کړئ

د رحمان بابا په اړه اختلافي ليدونه

رحمن بابا له خپلې زمانې تر اوسه دومره یاد سړی دی چې چا د هغه د ژوند د حالاتو د جمع کولو کوشش نه وو کړی. له سره سره چې ډېرو خلکو پېژانده، خو بيا هم د هغه د ژوند حالات د زمانې تر گردونو او غبارونو لاندې پټ پاتې شوب. دا لامل وو چې د هغه د ژوند په اړه ډېر اختلافات پېدا شول. عجب خان چې د رحمن بابا کيسه بيان کړې، هغه د يوې افسانې حېثيت لري د عقل او پوهې خاوندان د عجب خان د کتاب نه دا اندازه لگولی شي چې دا يو شاعرانه تخيل دی. د رحمن بابا د دوست «مجنون» سره مينه او د هغه په غم کې ليونی کېدل د رحمان بابا د ورور، رحمن بابا په کوټه کې بندول او د مجنون د هندوستان د فقير نه رحمن بابا لره په ربان کې برخه راوړل دا هر څه يوه ټوکه او د فصل هغه تودول ښکاري، ځکه چې رحمن بابا په خپل ديوان کې چېرته هم خپل دغه دوست چا چې د هغه د پاره دومره لويه قرباني ورکړې وه اشاره نه ده کړې. دا چې رحمن بابا يې يادونه نه ده کړې، بيا د رحمن بابا د دغه دوست هغه پټ حالات څرنگه څرگند شول چې له هغه او رحمن بابا پرته نور څوک ترې نه وو خبر؟ موخه داده چې دا هسې يوه افسانه ښکاري، رښتيا دا ده چې رحمن بابا يو لوی عالم په قرآن او حديث پوه، د فقهې په علم پوره او د تصوف په لار کې کامل انسان وو. هغه د علم صرف او نحو لوی استاد اخون محمد يوسف ابن محمد يعقوب يوسفزي سره علم حاصل کړی وو، د چا کتاب «شمة النحو» چې لا تر اوسه د درس نظامي په کورس کې شامل دی. دا يو ښه کتاب دی. بله د اختلاف خبره ده چې رحمن بابا غريب وو او که شتمن. رحمن بابا د غورياخېل قبيلې سره اړوندي درلوده او پلار يې د خپل کلي مشر وو. عزيز خان چې د علاقې معزز او دولتمن وو، د رحمان بابا ورور وو. دا وو چې رحمن بابا لکه د خوشحال خان خټک غوندې سردار او د پوره علاقې مشر نه وو، خو بيا هم د هغه فقيري او ملنگي د غريبۍ او د بېوسۍ په وجه نه وه، بلکې هغه دا دنيا بده گڼله، له دې لامله چې ددې نړۍ نه کناره شوی وو. همدا وجه ده چې د هغې زمانې خلکو هم رحمن بابا په غريبۍ او په اميرۍ شمېره ځکه يې ويل:

که مې څوک په فقيرۍ شمېري فقير يم که مې څوک په اميرۍ شمېري امير يم

بله دا چې رحمن بابا عالم ؤ او چې عالم وي هغه معلم هم وي. رحمن بابا هم شاگردان لرل لکه وائي:

هم پند اخلم هم پند وايم و هرچاته زه د ځينو ئې مُريد د ځينو پيريم

يوه بله شخړه چې عموماً خلق پکې نښتي دي هغه دا ده چې د رحمن بابا ديوان چا مرتب کړو، ډېر خلق دا وائي چې رحمن بابا يو مجذوب ؤ د جذب په حالت کې ئې شعرونه وئيل، دوستانو ته به ئې ورکول او هغوئ به جمع کول. دلته ماته د داتا گنج بخش د کتاب «کشف المحجوب» خبره راياده شوه. هجويري په دې کتاب کې ليکلي دي چې په کتاب نوم ځکه ليکم چې ددې نه مخکې مې يو کتاب وليکه او نوم مې پرې نه ؤ هغه ځما يو شاگرد يوړلو چې ئې وگوري څه موده پس مې هغه شاگرد هغه کتاب په خپل نوم خپور کړلو. د رحمان بابا دوستانو به هغه غزلې خپل ځانله په نوم کړې وې، بله دا چې رحمن بابا څه د فوټو سټېټ ماشين خو نه ؤ چې گنې يوه غزل به ئې وويلو نو هغه به ئې لس پنځلس ځايه فوټوسټېټ کولو او بېلابېلو دوستانو ته بې ورکړلو او هغوی به ځان سره جمع کړو اصل خبره دا ده چې رحمن بابا خپل ديوان په خپله جمع کړئ دی. ده چې خپلې څه غزلې دوستانو ته ورکړې وې او څه غزلې ئې په خپل ديوان کې نه دي ليکلي. کيدائ شي چې د رحمن بابا ډېره شعري پانگه ددې کتاب نه بهر وي خو بيا هم له مونږه سره داسې څه ثبوت نشته چې مونږ ووايو چې د رحمن بابا ديوان بل چا مرتب کړئ دی. او ددې خبرې ډېر ثبوتونه دي چې دا ديوان رحمن بابا په خپله مرتب کړئ دی او هغه ثبوتونه هغه شعرونه دي کوم چې ديوان کې ددې ديوان په باره کې دي. لکه:

زه رحمن په خپل اشعار شکرگزار يم چې دا هسې رنگ ديوان مې دی موندلئ
هسې زيب کا په بياض د رحمن شعر لکه زلفې د خوبانو په رُخسار
د رحمن د سوزان شعر ؤ ته حېران يم چې ئې اور بل شوی نه دی په ديوان
درُست ديوان د رحمن زار تر دا غزل شه چې بيا ئې کړو کردار د دروېشانو
يو کتاب په سړبن کې چا ونه کړو ای رحمانه چې ئې وکړؤ دا کتاب

ددې خبرې نه دا ظاهريږي چې رحمن بابا څه د جهان نه ناخبره نه ؤ بلکه يو ښه پوه او عالم سړئ وه. د دُنيا د سياست نه خبردار وه، د زمانې د حالاتو نه باخبره ؤ ځکه خو ئې د خپل هم عصرؤ په باره کې شعرونه ويئلي دي. د اورنگ زېب عالمگير په زمانه کې چې کوم سياسي حالات ؤ هغه ئې بيان کړي دي. د خپل پېش رو شاعر خوشال خان په شعر ئې خپل شعر له فضيلت ورکړئ دی دا هر څه د ځان او جهان نه بې خبره سړئ نشي کولائ بلکه يو پوه عالم ئې کولائ شي لکه د خپل شعر تعريف کوي:

يو خوشحال يوکم سل خټک نور په صبيعت کې ځار شه د رحمن سړبني د يوه درده

يا:

که ئې شعر د رحمن مومند په غوږ شي غوږ به نه باسي په شعر د خوشحال څوک

او يا لکه:

خوشحال او دولتا مې غلامان دي زه رحمن په پښتو ژبه عالمگير يم

ددې نه دا معلومېږي چې د رحمن بابا خپل کتاب په خپله مُرتب کړئ وه او بيا بېلابېلو دوستانو نقل کړئ وه، خو دا خبره څه مستنده نه ده چې گنې رحمن بابا بس همدغه ديوان پرې ايښئ دی بلکه اوس هم زاړه مجلسيان چې د نورؤ مجلسيانو شاگردان دي، د رحمن بابا د کسرلاندې غزلې او رُباعيانې وائي چې په موجوده ديوان کې ئې درک نه لگي. کېدائ شي چې رحمن بابا په نظم او نثر کې نور هم ډېر څه ليکلي خو لاتر اوسه ځمونږ په لاس نه دي راغلي. بله دا چې د ديوان په بېلابېلو نُسخو کې هم غزلې کمې بېشې وي. يوه دا خبره هم کېږي چې رحمن بابا او خوشحال بابا يو بل سره مناظره کړې وه او که نه؟ خوشحال خان خټک يو سردار جنگجويه سالار ؤ. د هغه خپلې جگړې دومره وې چې زما خيال دی چې هغه د شاعرۍ مناظرؤ ته وزگار نه ؤ، هغه د مغُلو سره نښتئ وه، قېد کې ؤ، بيا په افغانستان کې جنگ کې شريک شوئ وه. دا کېدائ شي چې رحمن بابا د يو عقيدتمن په حېث د خوشحال خان سره ملاقات کړئ وي خو د شعر مناظره که شوې وائ نو رحمن بابا يا خوشحال خان به ئې څه ناڅه ذکر کړئ وه، پاتې شوه هغه شعرونه چې په هغې کې ئې خوشحال خان ته اشاره کړې ده نو داسې شاعران کم و بېشي کوي چې د خپل پېش رو شاعرانو په شاعرۍ خپل اشعارؤ له فضيلت ورکوي لکه رحمان بابا د مرزاخان بېضاوي، انصاري او د مېرزا محمد عزيز ارزاني د شخړې په باره کې ليکي:

د مېرزا د ارزاني دعوی به پرې کا قدردان د شاعرانو رحمن راغئ
په پېښور کې د رحمان بابا ارامځاى

خو ددې شعر له مخې رحمن بابا د مرزا انصاري او د محمد عزيز ارزاني هم عصر گڼل يا ئې ورسره شعري مناظره کول نه ثابتېږي ځکه چې مرزا انصاري په کال ۱۰۴۰ هجري کې شهيد شوی وه دغه وخت د رحمن بابا عمر تقريباً دوه کاله وه او مُحمد عزيز ارزاني په کال ۱۰۵۳ هجري کې وفات شوی وه، دغه وخت د رحمن بابا عُمر څوارلس کالا وه. يوه اختلافي خبره دا ده چې د رحمن بابا اولاد وه او که نه؟ د مېجر راورټي د تحقيق مطابق د لور د طرفه اولاد ئې په بهادر کلي کې اوسېږي او د رحمن بابا د ايکي يو ځوی له طرفه د رحمن بابا د اولاد سلسله ختمه شوې ده خو د رحمن بابا هغه اولاد چې د شعر په شکل دي چې تر څو پښتو په دُنيا ده دا اولاد به ئې تل تر تله ژوندئ وي او پښتانه به ئې تل يادوي.

د رحمن د عاشقۍ هسې غږ وشو چې برپا ئې شو په هر ښار کې شورونه

خو زه وايم:

د رحمن د شاعرۍ هسې غږ وشو چې برپا ئې شو په هر ښار کې شعرونه

رحمن بابا د نورو پوهانو او اديبانو له ليده

مېجر راورټي

دا مُحقق هغه انگرېز دی چې په پښتو ئې دا احسان دی چې د پښتو شاعري ئې رابرسېره کړې ده. دده لومړئ کتاب په ۱۸۶۲ عيسوي کال کې په لندن کې چاپ شو چې نوم ئې «د پښتنو د شاعرۍ نه انتخاب» وه پکې میرزا خان انصاري، خوشال خان خټک ، عبدالرحمن بابا، عبدالحميد مومند، اشرف خان هجري، عبدالقادر خان خټک، کاظم خان شيدا، احمد شاه ابدالي، خواجه محمد بنگښ شاعري شامله وه. د هر شاعر په هکله يې مختصر حالات ليکلي دي. د رحمن بابا په باره کې ليکي:

په پښتنو کې ملا عبدالرحمن بابا د ټولو نه زيات هردل عزيز او ټولو کې لوئ شاعر دی. د هغه شاعري د مذهبي او اخلاقي قسم شاعري ده. دده شاعري په عشق الهي تړلې ده خو په شاعرۍ کې ئې د سوزگداز يو داسې اور دی او داسې قدرتي او فطري سادگي ده چې له دې قسمه قدرتي ښايست او سادگي د فارسي ژبې د لفاظي اوضائع و بدائع نه ډکې شاعرۍ کې نشي بياموندلئ. مېجر راورټي چې د رحمن بابا په باره کې کوم معلومات ورکړي دي هغه بس افسانه ښکاري ځکه چې هغه په خپله وائي چې بس د «وائي» خبره ده. مېجر راورټي د رحمن بابا د انتخاب لپاره محنت وکړؤ او وائي چې ما د بېلابېلو وختونو شپېته نُسخې راجمع کړې.

اشرف خان هجري

اشرف خان هجري د خوشال خان خټک مشر زوی وو. هغه په ادب، وړتيا، لياقت، علم او مېړانه کې په کره ډول د خوشال خان څايناستی وو. پر ۱۰۹۲ سپوږميز (هجري) کال مغولي حکومت بندي کړ، ۱۴ کاله يې په دکن کې تېر کړل او پر ۱۱۰۶ سپوږميز کال په همدغه قېد خانه کې وفات شو. هغه يوه اوږده بولـله په دغه زندان کې ويلې وه چې د ټولو هممهالو شاعرانو يادونه يې پکې کړې ده. د رحمن بابا په اړه وايي:

خوږ زبان ئې په زمان شکرې لولي هغه واف چې مستقـر ئې پېښـور دی
د رحمن په ويئل ځائ د لقب نشته چې ئې ما شعر منظور کړ مُعتبر دی

دغه شان نورو هم ډېرؤ کسانو د رحمن بابا په باره کې ليکلي دي لکه عبدالقادر خان خټک چې د رحمن بابا هم عصر وو د يو بل لپاره ئې زړونو کې درد هم وه. د يو بل غزلونو ځوابونه ئې هم ليکلي لکه رحمن بابا وائي:

دا څه ژوند دی چې يار نه وينم په سترگو زه رحمن په جهان سترگې غړومه

نو قادر وائي:

دا گُمان له زړه نه وباسه همدمه چې بې تا به سترگې وچې کړم له نمه

دغه شان پير محمد کاکړ وائي.

جوړ په شعر کې رحمن غېب اللسان دی په دا څېر نشته هرگز د انسان شعر

شمس الدین کاکړ هم لوی شاعر وو. هغه د رحمان بابا د شعر په اړه وايي:

وبه نه رسي په شعر له رحمانه که هر څوک کوي هوس افغان د شعر

دغه شان مصري خان وائي:

شعر د فارسي وينم شيرين لکه شکره شعر د پښتو کړو تر فارسي حميد رحمن لذيذ

همدغه شان عبدالعظيم بابا وائي:

د مومند عبدالرحمن صاحب په مثل هسې خوږ زبان زما وې درېغه درېغه

يو بل غټ شاعر چې، په لومړي ځل په ۱۹۷۰ عيسوي کال کې د پښتو اکېډمي پېښور په محنت سره رابرسېره شو او د مېجر راورټي په وجه محفوظ پاتې شوی وو، ځان د رحمان بابا شاعر گڼي. د دې شاعر نوم نجيب دی دا هم د سربند دی او د رحمان بابا په اړه وايي:

د شعر او سر حلقه عبدالرحمن دی زه نجيب دده د شعر دامنـگيـر يم
چې ئې شعر لامثل دی باندې ښائـي که رحمان وائي د شعر عالمگير يم

دغه شان ئې د رحمن بابا په غزلو خپلې غزلې ليکلې دي. لکه رحمن بابا وائي:

دا جهان دی خدائ له عشقه پېدا کړی د جُمله ؤ مخلوقاتو پلار دی دا

نو نجيب وائي:

زه نجيب خو يم له عشقه پېدا شوی که دا نور خلق زېږړلي دي له موره

رحمن بابا وائي:

چې دې زړه دی پړی تړلئ استوار دا جهان دی د نيکه دی که د پلار

نو نجيب وائي:

چې دې هسې شان دې زړه پورې تړلئ دا دُنيا دې د نيکه که د بابا ده

د رحمن بابا مشهور شعر دی:

په نامه د هغه خدائ مې دا بيان دی چې يو نوم ئې په نومونو کې سُبحان دی

نو نجيب برملا وائي:

ما نجيب هم په دا طور غزل اووې که ويئلئ دويزي عبدالرحمن دی

قنبر علي يو ښه شاعر وه هغه وائي:

تتبع قنبر، رحمن ددې غزل کا چې دا مست په ميو راغئ يار د چا دی

رحمن بابا او اُستاذان شاعران

خوشحال خان خټک:

څو ژوندی ئې د رزق مه کوه هېڅ غم خپل قسمت به در رسېږي زيات و کم

رحمن بابا:

خدائ د رزق په زېر مه هېروه کلک شه تر سړي د سړي رزق دی مقدم

څومره يکسانيت دی څومره ښکلئ رحمن بابا د خوشحال بابا د شعر جواب ورکړئ دی. دغه شان قلندرخان قلندر يوسفزئ د ملاکنډ د اېجنسۍ د خانانو د معزز خاندان نه وه په ۱۱۰۲ هجري کې وفات شوی وه د هغه د غزل شعرونه دي:

د زړه سر مې د اشنا پسې غوڅېږي ځکه ويني مې له سترگو نه څڅېږي
ځان د هجر ولمبو ته نيوی نشم ستي ځکه له اشنا سره سوځېږي

رحمن بابا ددې غزل په ځواب کې وائي:

لمر سپوږمۍ که ستا له حُسن نه شرمېږي ترؤ دوي ولې زرغونه او زېړ ښکارېږي
اور اوبه سره چا گډ ليدلي نه دي دا قدرت دی ستا په لبو کې ښکارېږي

قلندرخان قلندر وائي:

نوی طرز مې په پښتو ژبه کې وکړؤ د افغان په شاعرانو کې سُلطان يم

رحمن بابا وائي:

دلبرانو وته خاک تر تلې لاندې ددې نور جهان په سر لکه آسمان يم

دغه شان د خوشحال خان ځوی هجري متوفي ۱۱۰۶ هجري وائي:

چې مُنکر پرې اعتراض کولئ نه شي دا دې شعر دی رحمانه که اعجازه

رحمن بابا او مجاز

د رحمن بابا په باره کې دا ويل چې صرف يو نصيحت کونکئ شاعر وو ، د دُنيا د نزاکتونو نه لرې وه نو دا غلطه ده . رحمن بابا د دې دُنيا اوسېدؤنکئ يو حساس او نازک زړئ شاعر وو ، په هغه د دې دُنيا حُسن او رشتو اثر اچولو ، د تُرکو د حُسن چرچې د هغه په شعرونو کې شته دي ، حال دا ده چې اکثر شاعري ئې د تصوف د وحدت الشهور د عشق الهي او عشق محمدي نه ډکه ده خو بيا هم نرمې او نازکې جذبې ئې په شعر کې څرگندېږي کومې جذبې چې د يو عاشق د دُنيا د معشوقې سره وي لکه چې وائي:

زه رحمن چې يار ووينم وايم خدايه خېرکړې گډه ښاپېرۍ ده د بني آدم لـه زاتـه
زه رحمـن پـه خلـقـو د زلـفـو بـنـد يـم لا د پاسه سور پېـزوان او بلـه نتـه
معشـوقـه که د خپـل سـر پـه بهـا مـومـي و رحمـن و تـه وړيـا ده بهـانـه ده
هم نغمې کانـدي هـم رقـص او هـم خـانـدي د رحمـن په شعـر تُـرکـی د بـاگـرام
سهل کار دی کـه رحـمـن پـه زړه ازار شـي چـې خاطرر د هغې مستې آزار نـه شـه
ارغـوانـي جـامـې چـې اغونـدي رحـمـانـه بيا ئې جوړ کړه ستا د قتل اسبابونه

رحمن بابا او دُنيا

هوښيار مه گڼه هوښيار ددې دُنيا بې وقوف دی وقوف دار د دې دُنيا
روښنائي په هغو زړونو ده حرام چې پرې کښېني گرد غُبار د دې دُنيا

که څه هم چې رحمن بابا د کلي د مشر ځوی وه او د عزيز خان غوندې خان ورور يا تُربور ئې لرلو خو بيا هم رحمن بابا ددې دُنيا نه کناره کش وه او دا څنگه چې د آقا حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په باره کې حديث راغلئ دی چې د وفات په وخت ئې نه درهم په کور کې وه نه دينار او څنگه چې د حضور (ص) حديث دی «الفقر فخري» يعنی زما فخر زما فقيري ده نو ځکه رحمن بابا په دې دُنيا کې ددې دُنيا نه کناره کشي خوښه کړه او په جار ئې ووئيل:

څوک دې راکاندي قسم په کردگار که درهم لرم په کور کې يا دينار

خو بيا هم رحمن بابا د چا نه څه نه ؤ غوښتي او خلقو به مالدار او شتمن گڼلو:

زه دينار او درهم نه لرم په کور کې ولې نور عالم مې بولي دُنيا دار
هم په دا چې نه له ځايه چېرته خوځم نه د هېڅ يوه مخلوق يم منت بار

د رحمن بابا ديوان د دُنيا نه په کناره او د رحمن بابا د قناعت په شعرونو ډک دی:

دا دُنـــيــا ده بــې وفــا بـې وفـا ده بـې وفـا
نه ئې مـخ شته نه ئې څټ شته لـکـه لـوټـه د صحـرا
پـه يـوه گــړۍ ئـې مــخ وي په يـوه گـړۍ ئـې شـا
خدائ څوک پېښ مه کړه رحمانه پـه دا هـسـې رنـگ بلا

باندنۍ تړنې

  1. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Абдуррахман Моманд — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia