خواجه محمد بنکښ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خواجه محمد بنگښ (زوکړه؟ - مړینه؟) د روښانیانو د دورې د پښتو ژبې يو نوميال شاعر دی.

مخينه[سمول]

خواجه محمد بنگښ د بنگښو دويم پښتو ژبی شاعر دی. د هغه د پلار د نامه او ځاى ځايگي، ټاټوبي په اړه مالومات نه دي ترلاسه شوي، خو له شاعرۍ يې دا رامالومېږي چې هغه د ۱۱ سپوږميزې لېږدي (هـ ق) (١١٠٠) پېړۍ د وروستي پېر شاعر دی. کلام يې د تصوف په رنگ کې رنگ دی. د پېښور د اکبر پورې د شېخ عبدالرحيم مريد وو. شاعري يې په فنى لوازماتو پسوللې ده. ژبه يې خوږه، پسته او روانه ده، خو د بنگښو د ځانگړي گړدود (لهجې) نښې نښانې پکې په نظر راځي. داسې ښکاري چې د هغه ټول عمر له بنگښو بهر د پېښور په شاوخوا کې تېر شوی وي. کلام يې موږ ته دا حال هم وايي چې هغه د اورنگزېب پاچا زمانه ليدلې او لکه د نورو پښتنو په څېر دی هم د مغولي سرکار نه خوشال نه وو، ځکه خو يې ويلي دي:

د اورنگ په باچايي کې مې نياو نه شي - زه خواجه محمد به اوځم و بل لور ته

د ادب د استاذانو دا خيال دی چې خواجه محمد بنگښ ډېر زور پر تصوف کړی دی. د عرفان او د سلوک مرحلې يې په گوته کړې دي. په تصوف کې د وحدت الوجود پلوى دی. مزاج يې شاعرۍ ته ډېر زيات ورته وو. که چيرې يې د شعر پر ځينو نورو اړخونو هم پام کړی وای، نو نن به يې شمېر د پښتنو شاعرانو پر لومړۍ ليکه کېده.

دا خبره بالکل سمه ښکاري. د خواجه محمد بنگښ د ديوان له لوسته دا رامالومېږي چې هغه ډېر ښه شاعر دی. د تورو جادوگر دی او شعر يې دا ځواک لري چې بل اغېزمن کړي. ځنې شعرونه خو يې دومره د اوچتې کچې دي چې سړی يې فني پوخوالي او نزاکت ته هېښ شي او بې اختياره يې له خولې نه واه واه ووځي، لکه چې وايي:

گوتې تورې کړې په ما يې کړې راپورې - زه حېران يم ستا د سپينو گوتو تور ته

لنډه دا چې خواجه محمد بنگښ چې څه موږ ته د شاعرۍ په جوله کې پرېښي دي، ايا هغه يوازې د تصوف باريکۍ دي او که نور څه. هو له دې دا په ښه توگه رامالومېږي چې هغه يو استاد شاعر دی او د پښتو په کلاسيک ادب کې ځان ته یو ځانگړی ځای لري. د هغه د شعرونو ديوان پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون چاپ کړی دی.

د شعر بېلگې یې[سمول]

چې بادشاه يې د جمله وو ښايسته وو - خبر واخله د عاجزو خوار خسته وو

زړونه مه ماتوه لال د بدخشان دي - مشکل کار دى رغول د شکسته وو

زړه مې ستا په محبت سره تړلی - نظر وکړه په دا خپلو دل بسته وو

د چمن گلونه واړه پرې تازه شو - شمال راغی ستا د مخ د گلدسته وو

چې يې قد و قامت ستا په سترگو وليد - ملا شوه ټيټه د همه وو اراسته وو

زما سر به تر اووم اسمانه تېر شي - که مې کړې د خپل مجلس تر نشسته وو

سر و مال به همگي ځنې قربان کړم - زه خواجه محمد مريد يم د ښايسته وو

+++

که دې ما غوندې غريب پرېوځي و اور ته - ستا سنگين خاطر به نه شي ښکته پورته

د عاشق له آه سرده نه ويرېږې - ته هرگوره ډېر غره يې و خپل زور ته

يا وفا دې هيڅ زده کړې چرته نه ده - يا خو نه گورې له کبره و سرتور ته

ستا په عشق کې هسې چارې په ما وشوې - چې له شرمه کتی نه شم کلي کور ته

گوتې تورې کړې په ما يې کړې راپورې - زه حېران يم ستا د سپينو گوتو تور ته

نور عالم مې همگي لېونی بولي - دواړه غوږ مې دي نيولى و پېغور ته

د اورنگ په بادشاهۍ کې مې نياو نه شي زه خواجه محمد به اوځم و بل لور ته

مړينه[سمول]

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

اخځليک[سمول]

۱- https://tolafghan.com/articles/18065

۲- د ليکوال ډاکتر لطيف ياد فېسبوک پاڼه.