خوشال خان خټک

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له خوشحال خان بابا نه مخ گرځېدلی)


خوشال خان خټک
د خوشال خان خټک يو خيالي انځور
د خوشال خان خټک يو خيالي انځور
د خوشال خان خټک يو خيالي انځور

د شخص معلومات
پيدايښت 1613
اکوړه، کابل ولايت، د مغولو سلطنت (د نن ورځې نوښار ولسوالۍ، خيبر پښتونخوا، پاکستان)
مړینه ۲۵ فبروري ۱۶۸۹(1689-02-25)
ډمبره، تيراه، کابل ولايت، د مغولو سلطنت (د نن ورځې قبايلي سيمه، پاکستان)
نسل پښتون
مذهب اسلام (حنفي سني)
اولاد اشرف خان هجری  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مور او پلار ملک شهباز خټک
عملي ژوند
دنده شاعر[۱]
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د پښتو ژبې ستر شاعر، ليکوال او ملي اتل خوشال خان خټک په داسې اکر (حالت) کې نړۍ ته سترگې وغړولې چې نورالدین جهانگیر د هند پر نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود، یانې په ۱۰۲۲ سپوږميز کال کې زېږېدلى دی. د خوشال خان د پلار نوم شهباز خان، د نیکه نوم یحی خان او د غورنیکه نوم یې ملک اکوړه وو. د هغه د زېږېدنې کال د هغه له دغه شعره ښه معلومېږي:

د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن و چې زه راغـلـم پـه جـهـان
زه خوشحال د شهباز خان یم چې تـورزن یم کـان په کـان
شهبـاز خان د یحی خــــان و چې بـل نه و هســــې ځـوان
یـحــی خـان د اکــــــوړی و چـې په تـوره و سلـــــطان
==شعرونه==

ماشومتوب

خوشال خان خټک د کوچنیوالي په دوره کې هم ډېرې ستونزې گاللې دي. په ۶ کلنۍ کې په سيند کې لوېدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی دی. په ۸ کلنۍ کې له څپري نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو، خو د هغه ټپ نه هم جوړ شو.

هغه په ۲۰ کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی او لومړنى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی، لکه چې وایې:

په شل کاله دیگ زما د شعر په اور بار شو په دا دور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي

خوشال خان د ۱۸ کالو وو چې پلار یې ورته واده وکړ، خو هغه له دغه واده خوښ نه وو. هغه د خان په کورنۍ کې زېږېدلی او روزل شوی وو. د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتې وه، هم د ملک اکوړې ځنې چې پخپله اکوړې هم یو ښه سړی وو.

کله چې د هند مغولي پاچا وغوښتل، چې له نوښاره تر خیراباده د لارې ساتلو لپاره څوک پیدا کړي، نو هغه وو چې خلکو ملک اکوړه وروښود. ملک اکوړه له خپلو خپلوانو سره د خپگان له لامله له هغه ځایه، یانې له خټکو او له کربوغې نه خوړې ته تللی وو. نو هغه وو چې اکبر پاچا هم ورغی او د لارې د ساتنې پازه يې هغه ته وسپارله. دا چې ملک اکورړه یو ښه سړی وو، نو د اکبر پاچا پام يې ځان ته رااړولی او پر هغه یې ډېره مهربانې وکړه. اکوړه هم ژمنه وکړه چې هغه او ټبر (قبیله) به یې پاچا ته ژمن وي. د دغې لارې مخصول به هم ملک اکوړه اخیست. هغه په دغه ځای کې یو سرای اباد کړ چې د اکوړې سرای په نامه یادېږي.

د ملک اکوړه دغه سرداري تر خوشال خانه پورې راورسیده. خوشال هم دغه پښتون چاپیریال اتل روزلی وو، چې په شعر او نثر کې یې د پښتونولۍ ولولې پرتې دي.

خوشال خان د وخت مروج علوم په جوماتونو او مدرسو کې ولوستل، خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود، چې ډېر څه زده کړي، خو هغه وایې چې زه ښکار ډېر درس ته نه پریښووم:

د جهان تحصیل بــــه کل واړه زما و که اخته نه وایې د ښکار په اشتغال

یا :

خدایه ته چې رړه کې اچـــوې دامینې چې په ښکار رب مبتلا کړم ته مې وینې

د خوشال له کلیاتو هم مالومیږي، چې هغه د خپل وخت مروج علوم لکه: تفسیر، فقه، حديث،فلسفه، طبابت، منطق، حکمت، معانی، عروض، بیان ۰۰۰ او نورو باندې پوهېده او لیکل یې پرې کولای شول. خوشال په پارسي ژبه کې هم ښه شعرونه لري. دغه ستر، ملي اتل او د پښتو ژبې بابا په ۱۱۰۰ سپوږميز کال کې له فاني نړۍ سترگې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږې ته وسپارل شو.

د خوشال خان د پېژندلو په اړه سرچينې

کورنۍ سرچينې

خوشال خان خټک

خوشال خټک د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې هغه علامه، نابغه، ستر شاعر او لوی ادیب دی، چې د څه کم ۴۰۰ څلورسوو کالو راهسې د هغه کولتوري پاتوړې (ميراث) تر ننه د افغان ولس او د نړۍ د لويو پوهانو او پوهنيزو منځيو د پاموړ او څېړنې وړ کرځیدلې ده. د څیړونکيو ځير پام به تر هغې پورې دغې کولتوري پاتوړې ته شتون ولری، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څېړنه بوخت وي او انسان د نړۍ پر سر ژوندی وی. له خوشاله گڼ شمېر سکالووې (موضوعات) او ډېر ارزښتمن نښيرونه په پاتوړې راپاتې دي. د هغه نښيرونه د شعر، ادب، ژبپوهنې او نورو بېلابېلو پوهنو او څېړنو لپاره لوی دریاب دی، چې لامبوزن پکې ستر کېږي خو د هغه برید، پوله، تل، سر او پای به تر خپلې لامبو لاندې رانه ولي نه کړی او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومان وي.

په خان بابا باندې زیاتو پوهانو لیکنې کړې او تر اوسه هم دده د اثارو په څیړنه او ځیرکتنه بوخت دي، نو د همدغه آر په نظر کې نیولو سره، یانی د هغه د درناوي او نمانځنې په پار دوه لوی کتابونه په دوه لويو سیمینارونو کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شول. دغه کتابونه پر ۱۳۴۵ او ۱۳۴۶ ل ل کلونو د توریالي پښتون او ننگیالي پښتون په نومونو چاپ شوي، خو دغه کتابونه د دغه پیاوړي انسان او ستر اديب د کارنامو په برخه کې په خروار کې د يو خورد بېلگه لري. په دغو دوو کتابونو کې د هېواد او له هېواده بهر پوهانو خپلې مقالې چاپ کړې دي.

له دغو کتابو سره سره زموږ د هېواد د پښتو ادب پینځو ستوريو هم لیکېې کړې دي، لکه پوهاند عبدالشکور رشاد چې د خوشال په دیوان گلستان او بوستان تر اغیز لاندې لیکنه کړې ده. پوهاند صديق الله رښتين د خوشال لنډه پېژندگلوي په کې چمتو کړې، چې دغه لیکنه په توریالي پښتون کې هم چاب شوې ده. پوهاند عبدالحی حبيبي د خوشال توره او قلم، د پښتنو د خپلواکۍ او مبارزی بسټيز توکي گڼلي دي. استاد گل پاچا الفت د خان پر شاعرۍ لیکنه کړې او وایې چې هغه له شاعرانه ذوق سره د خپل ولس مشر هم وو. د پښتو غزل بابا امير حمزه شينواری وایې: د خوشال خان خټک د نوم د اورېدو سره په ذهن کې د يو داسې نابغه انسان تقوا بریښي، چې د انسان د ژوند په هر اړخ ځلانده او ژور نظر لري.

خو د دې خبرې یادول اړين دي، هغه سرچينه چې د خوشال په اړه یې لومړى څه خپاره کړي، هغه پټه خزانه ده. وروسته نورو پوهانو هم د هغه په اړه کتابونه او مقالې لیکې دي، لکه افضل خان خټک يې په تاريخ مرصع کې یادونه کړې. له هغې نه وروسته د خوشال کلیات د دوست محمد کامل په سریزه خپاره شوي دي ورسره ارمغان خوشال د سيد رسول رسا په سمون خپور شوی او له هغه نه وروسته د پوهنو اکاډمۍ علمي غړي عبد القیوم مشواڼي هم د هغه کلیات يو ځل بیا چاپ کړى چې د هغه د پېژندلو لپاره يوه سرچينه ده.

پر دغو کلیاتو سربېره د پښتو ادبياتو په تاريخ کې هم هغه پیژندل شوی او پښتانه شعرا کې، چېبختاني صاحب راغونډ کړی، هم د هغه په اړه په زړه پورې مالومات ورکړل شوي دي. يو بل نامتو کتاب چې ملي قهرمان نومېږي او د زلمي هېوادمل اثر دی. په هغه کې هم د خان د پیژندلو او د هغه په اړوند د بهرنيو او داخلي پوهانو نظرونه راټول شوي او دا خبره هم پکې ذکر شوې، چې د هغه په شعرونو کې درې برخي ډېري زیاتې دي لکه: توره، ښځه او ښکار. همدارنگه د خان په اړه په زړه پورې مالومات د (خوشال کيست) په کتاب کې هم خپاره شوي او موږ یې د هغه د پیژندلو لپاره يوه غوره زېرمه گڼو.

د شهسوار سنگروال په زیار هم د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ خپور شو، چې په هغه کې هم د خوشال ژوند، پیروان او د دغې دورې نور لیکوالان ياد شوي دي. په دې وروستيو کالونو کې هم د خان پر فکر، عمل، کردار، شعرونو او نورو ښېگڼو په زړه پورې اثار ولیکل شول، چې دلته يې د ځنينو یادونه کېږي:

۱- د پېښور پښتو اکیډمۍ يوه درې میاشتنۍ مجله د خوشال دريو يو په نوم خپره کړه چې د بېلابېلو ادبپوهانو له خوا بېلابېلې لیکنې پکې شوې دي؛ هرگوره، د خوشال نظر د پښتون د آر او نسب په اړه، د خوشال فکر او عمل او داسی نور.

۲- پوهاند مجاور احمد زيار «د خوشال ادبي پښتو» په نامه يو کتاب ليکلی چې د ژبپوهنې له ليدټکي يې د دغه ستر شاعر پښتو ژبه څېړلې ده. په هغه کې يې هرگوره د خوشال شعرونه د ژبپوهنې له نظره څرگند کړي دي.

۳- خوشال او فلکلور يو بل کتاب دی چې ليکوال يې داور خان داوود دی. په هغه کې د خوشال په شعرونو کې فلکلوریکې ربړې څیړل شوې دي.

۴- د عبدالواجد واجد په واسطه بل کتاب د خوشال سبک او په پښتو ادب کې د سبک اغیزي هم يوه په زړه پورې لیکنه ده چې مکمل مالومات خلکو او دادب مینانو ته ورکولی شي.

۵- د دوکتور عبدالاحد جاوید هم يوه رساله (نگاهی به اشعار دري خوشال) په (۱۳۵۷) کال د افغانستان د علومو اکاډمۍ کې چاپ کړه.

۶- د قيام الدين خادم يوه مقاله (خوشحال څه زده کړه) په (۱۳۵۸) لمريز کال په اکاډمۍ علومو کې خپره کړه چې په واقعې ډول د خوشحال په اړوند گټوره ده.

۷- خو شال او جمالیات د ډاکتر اقبال نسيم خټک اثر دی چې د پېښور په پښتو اکیډمۍ کې چاپ شوی دى.

۸- د تورې او قلم خاوند د محمد نواز خټک اثر دی چې پر ۱۹۶۱ زېږدي کال چاپ شوی؛ دا هم يو په زړه پورې اثر دی.

۹- حاجی پردل خان د خوشال دستارنامه په پېښور اکاډمۍ کې چاپ کړې ده.

۱۰- د خوشال زنځیرۍ د حبيب الله رفيع نښير دی چې د پېښور پښتو اکیډمۍ چاپ کړی ده.

د خوشال د پیژندلو په باب سرچينې نه ختمیدونکې دي؛ په سلگونو مقالې او کتابونه د هغه د پیژندلو او د هغه د شاعرۍ پر پېلابېلو اړخونو ليکل شوي او چاپ شوي دي. اوس او پخوا د هغه د پېژندگلوۍ لپاره يوه ارزښتناکه سرچينه گڼل کيږي. د کابل مجلې، چې د علومو اکاډمۍ پښتو ادبياتو له خوا چاپېږي، څېړونکي د خوشال په اړه په هره گڼه کې په زړه پورې مطالب خپروي لکه: د خوشال او بهایي جان په اشعارو کې د معشوقې ستاینه د علي محمد لیکنه پر ۱۳۸۴ ل ل کال چاپ شوې ده. په همدغه گڼه کې د محقیق عبدالشکور قیومي مقاله د (خوشحال په اشعارو کې د گلستان اغیزی) چاپ شوې ده. د ۱۳۸۰ ل ل کال د کب میاشتې مجله کې د سيال کاکړ لیکنه (خوشحال او پښتو) او په همدغه گڼه کې د عبدالحی حبيبي لیکنه (د خوشال په اشعارو کې انتقادي څانگه) د ۱۳۸۲ ل ل کال په ۹ گڼه کې د علي محمد منگل لیکنه د (خوشحال د خان په شان پیدا او د فقیر په شان مړ شو) تر سرلیک لاندې خپره شوې ده. د خوشال په اړه يو بل په زړه پورې کتاب د کاندید اکادیمسن محمد صديق روهي ليکلی چې (خوشال اخلاقي ایډیال) نومېږي او چاپ شوی دی. خوشال د ښوونې او روزنې فلسفه، په معاصر افغانستان کې خوشال پېژندنه، خو بايد وويل شي چې هر څومره په خوشال بابا او د هغه د پیژندلو په اړه وغږیږو، پای نه مومي.

باندنۍ سرچينې

خوشال نه یوازې د پښتو ژبې يو ستر او نامتو شاعر وو، بلکې په دري ژبه کې يې هم ښه شعرونه ویلي دي. همدا راز خان نه یوازې په پښتونخوا کې د یوه ملي اتل، تورزن او د پياوړي قلم خاوند په توگه اوڅار دى، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د پوهانو، شاعرانو او څیړونکو له خوا د تورې او قلم اتل شاعر او لیکوال بلل کېږي. د هغه په اړه لوېدیځو او ختيځو پوهانو لیکنې کړې دي او ان پښتو ټولنې ته یې لیکونه رااستولي دي.

جارج مار گنسټرن د خوشال د شاعرۍ په اړه څرگندوي: «له نیمې پیړۍ راهیسې زه د خوشال شعر لولم. په دغه نیمه پیړۍ کې پر له پسې خوند ترې اخلم او قدر یې کوم. خوشال حق لري چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وگڼي. هغه خدمت چې هغه پښتو ژبې ته کړی، هېچا په هیڅ وخت کې نه دی کړی... زه د لو یدیځوال په توگه... د لویدیځ پوهنتون د يو سپین ږیري استاد په توگه خوشال یم، چې په لویدیځ کې به تر دې وروسته خوشال ښه وپیژنې.» سراولف کیرو له لندن څخه د وخت پښتو ټولنې ته يو لیک راستولی وو، چې یوه برخه یې دلته راوړو: «...لوی شاعر خوشال خټک ته زما صادقانه مینه او تعظیم دی، ځکه چې خیال کوی زه به د ستاسو د دغه شاعر منتخابات، چې له ما سره دي او زما دوست اپولن هویل په انگریزي کړي دي، کابل ته درولېږم.»

همدارنگه د خوشال خټک د تلین د نمانځنې په اړه به د پروفیسور میکنیزي لیک هم دلته راوړو:

«...د پښتو ټولنې د پیدونکو مهربانيو قدر ښه پیژنم... او بله دا هیله کوم، چې خوشال په نوم نمانځنه به لویه کامیابی وگټي.»

يو مشهور ختیځ پوه مسټر راورټي وایې: «خوشال د پښتو ډیر ستر اديب دی. د هغه اشعار په اروپا کې ډیر قدر لري.»

ډار مسټیټر د خوشال په اړه داسې وایي: «خوشال د توریالیتوب او شعر گډ روح درلود.»

گرکیسیون لیکی: «خوشال خان د خټکو توریالی مشر وو. د هغه شعرونه له نورو شاعرانو څخه ډیر خواږه او په زړه پورې دي.»

بیډولوف د خوشال په هکله څرگندوي: «خوشال يو متعدید انسان او د لوړې پوهې خاوند وو، هیڅ داسې یوه خبره نشته چې په شعر کې یې نه وي راوستې؛ زیاتره شعرونه یې د هېواد پالنې رنگ لري.»

ډاکتر کریسن په خپل اثر «د افغانستان ادبیات» کې د خوشال په اړه داسې نظر څرگندوي: «خوشال خټک د کلاسیکې دورې نامتو شاعر او د پښتو ادب پلار گڼل شوی دی.»

روسي ختيځپوه او افغانپوه اسلانوف هم په خپل کتاب «د روښانیانو ملي نهضت» کې کښلي دي: «په پښتو ادب او شعر کې تر ټولو لوی سړی خوشال خان خټک گڼل کېږي. هغه د خټکو مشر، شاعر، سپه سالار او جنگي شخصیت دی.»

همدارنگه نیکولای دوریانکوف، سونخیف لولف او ډیرو ختیځپوهانو د خوشال د گڼ اړخیز شخصیت په باب بېلابېلې څرگندونې کړې دي.

د خوشال د پېژندنې او د هغه د اثارو په باب بهرنيو پوهانو خورا ښې په زړه پورې لیکنې کړې، چې ځینې نامتو کتابونه یې دادي:

۱- گلشن روه د مسټر راورټي اثر دی، چې پر ۱۸۶۰ زېږدي کال چاپ شوی او خوشال ته په ډیر ستر قدر قایل دى. ۲- د پښتو شعر هار و بهار د ډارمسټیټر اثر دی، چې هغه هم د خوشال پېژندنې لپاره یوه زېرمه گڼل کېږي، لکه چې مخکې مو یادونه وکړه.

۳- کلید افغاني د پادري هیوز اثر دی، چې د خوشال په اړه پکې په زړه پورې مالومات وړاندې شوي دي.

۴- پښتو منتخبات د ډورن اثر دی، چې پر ۱۳۵۶ لمريز لېږدي کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی او د خان په اړه پکې په زړه پورې مالومات ورکړ شوي دي.

۵- خوشال شناسی يو بل اثر دی، چې د زيتون بانو په زیار په اردو ژبه کښل شوی او پر ۱۹۸۰ ز کال چاپ شوى دی.

دا د هغو کتابونو او لیکوالانو نومونه ول، چې د خوشال او د هغه د پنځونې په اړه یې څېړنې کړې دي. لنډه دا چې د هغه اثار په دري، روسي، هندي، ډنمارکي، انگلیسي، او اردو ژبو ژباړل شوي، چې له دې شمېره الفنستن لومړنى اروپایې پوه دی چې د خوشحال اثار یې ژباړلي او خپرېدو ته يې چمتو کړي دي.

د خان په اړه ځینو پوهانو د ډاکترۍ (phd) پايليکونه (تیسیسونه) لیکلي چې په لاندې ډول دي:

۱- د میرمن خدیجه فیروزالدین په انگریزي ژبه په ۱۹۲۸-۱۹۳۸ زېږدي کلونو پورې پای ته رسولی چې سريزه يې پرېشان خټك پښتو کړې ده.

۲- پوهنوال دوکتور گل محمد نورزي «د افغان کلاسیک شاعر خوشال خان خټک ژوند، هنر او تخلیق» تر سرلیک لاندې پر ۱۹۴۹ ز کال خپل تیسیس بشپړ کړی دی.

۳- دوکتور محمد اقبال نسیم خټک هم د «خوشحال او جمالیات» تر سرلیک لاندې د دوکتورا تیسیس لیکلی چې د پېښور د پښتو اکیډمۍ له خوا چاپ شوی دى.

۴- ختيځپوه پېلېوین میخایل سېرگېېویچ د «خوشحال خان» تر سرلیک لاندې د دوکتورا تیسیس بشپړ کړی، چې په پر ۲۰۰۱ ز کال کال چاپ شوی دى. دا وو ځینې تیسیسونه چې د دوکتورا لپاره د خوشال په اړه ليکل شوي دي.

خوشال د مغلو طرفدار

دا خو ټولو ته جوته ده، چې خوشال خپل نیم عمر یا زیات او کم د مغلو په طرفدارۍ کې تیر کړی، خو ده یوازې نه بلکې پلار او نیکونو یې هم د مغلو طرفداري او د هغوی په گټه یې د خپلو پښتنو سره جگړي کړي دي. د خان ژوند درې برخې لري ، لومړۍ دوره یې د کوچنیوالي دوره ده ، دويمه دوره یې د مغلو په طر فدارۍ کې تیره کړې ، او د ژوند دریېمه برخه يا دوره يې له مغلو سره په جگړه کې تیره کړې ده . خوشال د لومړي ځل لپاره په (۱۳) کلنۍ کې له خپل پلار سره په يوه جکړه کې برخه اخیستې او د مغولو په پلوۍ جنگیدلی ، خو دا خبره باید له یاده ونه باسو ، چې د مغلو پلوي ده ته له خپل نیکه نه په میراث پاتې وه . مغولو دده نیکه د لارې سا تندوی ټا کلی وو ، د هغه له مړينې نه وروسته د هغه زوی یحی خان ته دا منصب پاتې شو او د یحی خان له مړينې نه وروسته د هغه زوی شهباز خان او په پاى کې خوشال ته ور په برخه شو . په (۱۰۵۰) کال کې شهباز خان له یو واړه لښکر سره د یوسفزیو په سیمه بريد وکړ چې خوشال خان هم ورسره همسفر و . په دغه جکړه کې شهباز خان ماتې وخوړه ، ټپي شو او له پنځو ورځو نه وروسته مړ شو ، خو دی چې کله مړ کیږې منصب او مشري خوشال ته سپارل کیږي او د خپل پلار د غچ اخستلو په خاطر یو بل لښکر چمتو کوي او یو ځل بیا په هغه پخواني ځای (بلړ ناله ) کې له یوسفزیو سره مخامخ کیږی ، خو یوسفزي سخته ماتې خوري او خوشال د هغوى کورونه هم سوزوي . کله چې اکبر پاچا په دې حالت خبر شو ، نو هغه و چې خوشال ته یې منصبونه هم ورکړل . په (۱۰۵۵) کال کې شاه جهان غوښتل چې کابل ته ولاړ شي او د نظرمحمد مخه ونیسي ، ځکه چې هغه د تل لپاره د مغولي سرحداتو یعنې په بلخ او بدخشان بريدونه کول ، نو په دغه جنگ کې له خوشال سره علی مراد خان او اصالت خان هم برخه لرله ، خوشال پکې تر ټولو مخکې وو او کامیابي یې لاس ته راوړه ، نو هغه وو چې د اکبر پاچا له خوا اولس منصبونه ورکړل شول . سربېره پر دې خوشال له نورو پښتنو سره لکه : بنگښ هم چگړې کړې دي ، چې په (۱۰۶۳) کال کې له شیرمحمد سره په جگړه بوخت وو او (۳۰۰) تنه بنکښ پکې ووژل شول . خوشال خان تر هغې ورځې پورې د مغولو په پلوۍ وجنگید ، تر څو چې تر څو یې يې ونیو.

خو کله چې په (۱۶۵۸ع ـ ۱۶۵۷ع) کلونو کې چې کله شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او د هغې ناروغۍ له کبله مړ شو نو دلته یې د څلورو زامنو تر منځ جگړې ونښتې ، یانې دارشگو او مراد بخش یو طرف و چې دواړه وو ژل شول ، سلطان شجاع په دکن کې ترې پاتې شو او په واقعيت کې اورنگ زیب بر یالی شو. کله چې اورنگ زیب خپل حکومت کلک کړ نو ورته مالومه وه، چې خوشال خان ستا دده دوست نشی کیدای. دا ښکاره خبره هم وه، چې ظالم حکومت د خوشال غو ندې شخصیت نشي منلی ، نو هغه وو چې خوشال ، اورنگ زیب او میرزا عبدالرحیم ، چې د مغولو حاکم وو پیښور ته ولاړل ، چې خان دوې میاشتې په پیښور کې و او بیا یې د هند د رنتبور په جېل کې بندي کړ ، ځلور کاله بندي وو او په دغه بند کې يې زیات اثار هم وليکل لکه : دستار نامه ، تر جیع بند ، تر کیب بند ، او داسې نور .

خوشال د مغلو مخالف

په اکوړه خټک کې د خوشحال خان خټک ارامځاى

خوشال ډېر وخت د مغولو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته واستول شو . خو کله چې دی بندی شو نو په بند کې یې داسې فکر وکړ چې پلار ، نیکه ، غورنیکه او پخپله مې څومره د مغولو طرفداري وکړه او د هغې په غلامۍ کې مې وخت تېر کړ ، خو بیا يې هم ماته کومه گټه ونه رسېده ، نو هغه وو چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغی او داسې يې وویل :

پس لــه بــــنده دی داعـــــــزم د خوشحال دخـــــــاطـــــــر جزم
یا نیـــــــولی مـــــــخ مکی ته یا مغلو ســـــــــــــــــره رزم

د خوشال کلیات مخ (۲۳۷)

دغه بیتونه ده د هند په بنديخانه کې ویلي دي ، خو کله چې دى بندی وو او دده زوی اشرف خان هجری هم دده په خاطر په کابل کې د بند شپې او ورځې تیرولې ، نو دا مهال په یو سفزیو کې شورشونه پیدا شول ، اورنگ زیب خوشال راوغوښت او ترې ويي پوښتل چې دا څه وجه ده ؟ خوشال په ځواب کې ورته وویل چې که چیری د کابل والي مهابت خان مقرر شي ، نو ښايي چې دغه ناامنیي له منځه ولاړه شي . له دې نه وروسته د مهابت خان په مقرریدو سره خوشال هم د بند نه ازاد کړی شو . په (۱۰۷۹ه)کال کې د پروفیسور پرېشان خټك په وینا پاو کم پینځه کاله ده په هند کې تېر کړل . خوشال خان په دې ښه ډاډمن شوى وو ، چې د هېواد او ولس دوښمن مغول هېڅ مهال نشي دوست کېداى . هېواد ته له رارسیدو نه وروسته يې کلک هوډ وکړ ، چې له مغولو نه به کسات اخلي ، نو يې د یوسفز یو ، خټکو ، اپریدو ، او نورو پښتني قبیلو په مرسته مغولو ته سختې ما تې ورکړه . په بې شمیره جگړو کې هم پښتنو ته او هم شاهي پوځ ته د سر ډېر زيانونه واوښتل او ډیر افسران پکې تباه او برباد شول . ددغو جگړو په پېښېدو سره د هند واکمن ته ډېر لوى د سر زيانونه واوښتل او مغول پاچا پخپل ځان د پښتنو خلاف د پوځ قومانده په لاس کې واخسته او په (۱۶۷۴ع) کال د هندوستان له پلازمېنې ډهلي نه د حسن ابدال په لور راروان شو . دلته له رارسیدو سره شهنشاه چې مغولي واکمن وو له ډیرې لویې چالاکۍ نه کار واخیست ، پرته له جگړې نه يې پښتني قبیلو ، ځينو مشرانو او نورو ته انعامونه ورکړل او دوی یې له خپل ځان سره ملگري کړل . له دې نه وروسته خوشال ډېرې هلې ځلې وکړې ، په پښتنو کې يې اتفاق راووست او د دوى د یو موټي کولو په لاره کيې يې ډېرې هڅې وکړې . بيا يې د مغولو پر خلاف د یو لوی لښکر جوړولو په خاطر د پښتنو پر بېلا بېلو سيمو دوره وکړه ، خو په دی برخه کې ورته هېڅ ډول برى ور په برخه نه شو ، د مغولو خلاف جگړو کې دده ډیر ځوانان مړه شول او یوه لوی زيان ورواوښت ، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه ، وروسته له بند نه خوشال د پښتنو په پلو ودرید ، بی شانه جنگونه یې له مغولو سره وکړل او په هره جگړه کې يې سختې ماتې ورکړې لکه : د خیبر په پیښه کې چې ښکاره د مغولو سره وو ، خو په حقیقي توگه د پښتنو سره ولاړ وو او مغول مات شول . یا لکه د نوښار او یا هم لکه د ډوډۍ په جنگ کې چې لوى برى يې په برخه شو او په یوه قصیده کې وایې :

څو وانه خلی له غلـــــــــــیمه انتقام
مـــرد نه خـوب کا نه خـوراک کا نه ارام

د خو شال کلیات مخ (۷۰)

لنډه داچې خان نه یوازې په توره کې رسیدلی سړی و ، بلکې په شعر ، شاعری کې يې هم لوی مقام درلود . د نړۍ گڼ شمېر پوهانو دده اثار لوستي او ژباړلي دي او ده ته درناوى لري . خوشال د سردرۍ په غیږه کې سترگې غړولې او لوی شوی وو ، خو په خوی او خصلت کې یو دروېش صفته ، د تورې د جلال او د پوهنې د جمال یوه ځلانده بېلگه ، د جگړې په ډگر کې یو هېوادپال اتل ، د افغانستان او پښتنو یو مېړنى ، غیرتي بیش بها درو گوهر انسان وو . لنډه داچې خوشال خټک په هر لحاظ د انساني صفتونو په لرلو سره یو لوړ او برجسته شخصیت وو .

ستا د ښایست گلونه ډیر دي ځولی مې تنگه زه به کوم یو ټولومه

د خوشال خان نښيرونه

ستر خوشال بابا د خپل ژوند په اوږدو کې یانې په ۷۸ کالونو عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښوول، چې د تل لپاره په دغو برخو کې څیړل کېږي او د هغه له نښيرونو به کار اخيستل کېږي. د هغه د نښيرونو په اړه ځنې پوهان وایې چې شمېر يې ۲۰۰ ته رسېږي، خو یو نامتو ختیځپوه مسټر راورټي د هغه د اثارو شمېر تر ۲۵۰ زیات ښوولی دی.

خوشال نه یوازې په پښتو ژبه کې شعر ویلی، بلکې په پاړسي ژبه هم ښه پوهېده او په دې ژبه کې یې هم خورا ډیر شعرونه ویلي دي. د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او هغه مسجع یا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود. موږ مخکې وویل چې د هغه اثار نږدې تر ۲۰۰ پورې رسېږي چې مشهور یې دادي:

۱- کلیات، چې نږدې ۴۰ زره بیتونه لري.

۲- فضل نامه، یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي دي.

۳- بازنامه، د ښکار په اړه بحث کوي.

۴- صحت البدن، یو منظم اثر دی چې د روغتیا په اړه څیړنې پکې شوې دي.

۵- اخلاق نامه .

۶- سوات نامه، یو منظم اثر دی چې د سوات په اړه مالومات او د سوات جغرافیه پکې تشریح شوې ده.

۷- دستارنامه، د دستار او لونگۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي.

۸- فرخ نامه، د تورې او قلم بحث دی.

۹- فراقنامه، د خوشال خان خټک د بند شعرونه دي.

۱۰- اینه، د فقهې کتاب دی.

۱۱- بیاض، د نثر کتاب دی.

۱۲- زنځیری، د ليکدود په اړه دی.

۱۳- تفسیر سوره یوسف.

۱۴- د پښتنو تاریخ، یو ورک اثر دی.

۱۵- د خوشال رباعیات.

۱۶- عیار دانش، له فارسي ژبې ژباړه ده.

۱۷- هدایه، له عربي ژبې ژباړل شوی دی.

دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي، خو په سلگونو نور اثار یې ورک شوي دي.

د خوشال خان د نښيرونو بېلابېل اړخونه

دا سمه ده چې خوشال بابا د خپل وخت یو ننگیالی پښتون وو ، خو د فرهنگ په برخه او د پښتو زاړه ادب کې د خان جوگه بل فرهنگیالی نه لرو ، د خپل وخت او تر ده وروسته د ورانونو کې واحد فرهنگیالی دی چې اثار یې د کمیت او کفیت ، فکر او هنر له پلوه ساری نه لري . ده په ډیرو سنگینو او ناسازگارو حالاتو کې دومره څه تصنیف کړی ، چې پښتو یې یو دم د تکمیل حد ته ورسوله لکه چې وایې :

په پښتو شعر چې ما علم بلند کړ د خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ

خان د خپل وخت د چاپېريال فرهنگي وضعې ته په پاملرنې سره ، د خپلې ژبې د قوت او پياوړتیا لپاره مټي راونغښتلې او د خپل بې شانه استعداد په واسطه یې پښتو ژبې ته دومره اثار تصنیف کړل ، چې پښتو ادب یې له سیمې سره سیال کړ ، لکه مخکې مو چې اشاره وکړه او مسټر راورټي یې د اثارو شمیره (۲۵۰) ښودلې ده. د خان اثار په دوو برخو ویشو :

  • د خان منظم اثار
  • د خان منثور اثار


خوشال په شل کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړی لکه پخپله چې وایې :

په شل کاله دیگ د شعر زما په اور بار شو
په دا دور مې پوخ ؤ چې شپیته کاله مې تللی

خو دا واضح ده چې د خان لو مړنۍ شعر او بیت دا نه دی ، بلکې لو مړنۍ غز له یې په لاندې ډول ده :

عقل سل د مصلحت بنـــــــــــدونه جوړ کا
چې دعشق سیلاب پرې راشي واړه نــــــور کا

خان د (۱۰۴۳ـ ۱۱۰۰) پورې با قاعده شاعري کړې او ډېر منظم اثار یې موږ ته راپریښی دي . د ده منظم اثار په لاندې ډول دي :

د خوشال خان منظم اثار

کليات

کلياتو کې د ده ټول منظم اثار شته دي لکه

الف ـ (۸۶۰) غزلې دي چې دا غزلې لو مړۍ ځل په کابل کې په (۱۳۵۸ه) کال دافغا نستان د علومو اکاډمې له خوا په چاپ ورسیدې . دويم ځل بیا په (۱۳۵۹ه) کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوې ، خو دریم ځل ټول کلیات د پښتو څیړنو د نړۍوال مرکز د علمي غړی عبدالقيوم مشواڼی صاحب له خوا په چاپ ورسید . غزلونه هر اړ خیزې برخي څیړي ، تصوف ، مجازي عشق ، کورني جنجالونه ، پښتنواله ، علم ، سیاست ، او داسی نورې برخې پکې څیړل شوې دي .

ب ـ د خان په کلیات کې (۲۵) قصیدي راغلې دي . په قصیدو کې هم تصوفي برخې ، پوه او ناپوه ، د اصیل او کم اصل په باب قصیدې ، د دنیا د بی وفا یې ، نعمتونه ، له خپلو زامنو نه بیزاري ، دحضرت محمد (ص) صفت او داسې نورې برخي هم پکې شته دي . [۳]

ج ـ رباعیات : د خوشال خان په کلیاتو کې (۱۶۰۴) رباعي راغلې دي ، خو یوه بله ځا نکړنه چاپي مجموعه هم لري ، چې يه (۱۳۴۹) کال چاب شوې او (۱۶۷۴) رباعي پکې دي . د ـ دده په کلیاتو کې د (قطعاتو) ځنې برخي هم شته ، چې نږدې (۴۰۵) قطعې کيږي او له دوه بیتو څخه نیولې تر پنځو بیتو پورې قطعې هم لري .

د ـ د خوشال په کلیات کې یو مثلث هم راغلی دی او نور صنفونه یې متفرق دي چې په هغه کې (۲) مر بعې ، یوه مثنوي ، څلور مخمسه ، دوه مسدسونه ، یو معشر ، یو ترکیب بند ، یو ترجیع بند خوندي دی . دا د خوشال د اشعارو شکل وو ، خو د ده د اشعارو منځپانگه ( محتوا ) لږه برخه کې هم هر نگه اشعار لري . د استاد محمد صدیق روهي په خبره :

د خوشال اثارو او اشعارو کې هر ډول مضامین پیدا کیږی لکه : عشقي ، اجتماعي ، سیاسي ، فلسفي ، علمي ، عرفاني ، تربیوي ، تاریخي ، انتریالوجیکي ، مذهبي ، طبي ، جغرافیایې ، نجومې ، هزلیات او داسې نور .

فراقنا مه

فراقنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی او دا اثر خان هغه وخت خپور کړی ، چې کله دی د مغلو په چل ول باندې په پیښور کې نیول کیږی او د رنتبور زندان ته بیول کیده . د قید په دوران کې یې د فراقنامې څخه بې غیر نور اثار هم لیکلي چې هغه به پخپل ځای کې شرحه شي . فراقنامه د یو څو مثنویاتو او غزلونو ځنی جوړه شوې ، چې دغه دوه ييزې ( مثنویات ) د فراق او مسافرۍ په حالت کې خپل کور ، کلی ، ټبر ، اولاد یادونه ، دوستانو او د هېواد په یاد کې هغه ساندې ، د سوز او درد نه ډکي غاړي دي چې د پنجرې بلبل پر خپلو مصيبتونو او کړاونو ډکو حالتو کې ویلي دي . د فراقنامې اشعار ، په تېره بيا دوه ييزې ( مثنویات ) داخلې راواني ، د فراق او دردناکو حالاتو کې یو داسې داستان دی ، چې نه یې لوستونکى له اثره بچ باتې کیدای شي او نه اوریدونکی . د خپل کور ، کلي ، ټبر یادونه کوي.[۴]

بازنامه

بازنامه هم د خوشال یو منظم اثر دی ، چې د ښکار په اړه لیکل شوی ، یانې د بازانو سا تلو ، روزلو او نیولو په اړه لیکل شوى دى. په دې اړوند خان وایې :

دجهان واړه تحصیل به زما ؤ
که اخته نه وی د ښکار په اشتغال
(۱)

خان ته د تورې او ښکار هنر دواړه د مشرانو نه ورته پاتې دی لکه چې وایې :

که د تورې که د ښکار دا دوه هنره
راته پاتې تر ابادي لـــــــــــــــه پدره
(۲)

یا :

خدایه ته په زړه کې اچوی دا میني
چې په ښکار دی مبتلا کړم ته مې وینی
(۳)

بازنامه د ښکاري مرغانو ، شاهین ، باښې ، گوربت او باز په اړه د مکملو مالوماتو په لړ کې د ښکاریانو لپاره یوه ښه گټوره کتابچه ده چې (۷۴) فصلونه لري او د مثنوي په طرز لیکل شوی دى . خوشال باز نامه په شپږو ورځو کې په کال (۱۰۵۸ه) کې ولیکله چې ټول بیتونه یې (۹۱۹) ته رسیږي .

سوات نامه

سوات نامه هم منظوم اثر دی چې د مثنوي په ډول لیکل شوى او ټول بیتونه یې (۹۳۹۱) ته رسیږی . په دغه کتاب کې دسوات د خلکو یادونه شوې او د سوات جغرافیه پکې تشرېح شوې ده . په سوات نامه کې د خان هغه سفر ، چې سوات ته یې کړی وو دا له بهرنیو سفرونو ځنی گڼل کیږی ، پکې راغلی او همدارنگه د جغرافیې برخه ، اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري او ادبي برخې پکې د سوات ذکر شوې دي . خوشال بابا سیاسي حالات څومره ښه بیانوي ، او په څومره خوږه ژبه د تورې بیان کوي :

داهم شکر چې مې وتړله تـــــوره
زما توره په جهان شوله مشهــوره
(۴)

یا :

د مغل دپاره ما تورې وهـــــــــلی
پښتنو به راته کړی ډیری کنځـــــلی
(۵)

کلتوري برخې هم ده ستایلې چې د لاندې بیت ځنی ښه څر گندیږی ، د کتانونو د ټوکر یادونه په څومره خواږه انداز کې کوي :

هغه ځای چې درښتیا مهتاب ښکاره شي
د کتانو تار او پود ښکاره ښــــــــــکاره شي
(۶)

فضل نامه

فضل نامه هم د خان یو بل اثر دی . ددغه کتاب منځپانگه دیني او فقهي مسایل تشکیلوي . د شکل له مخې د مثنوي په ډول لیکل شوې چې (۴۰۰۰) بیتونه لري .

حالنامه

د خان یوه کوچنۍ منظومه رساله ده چې ټول بیتونه یې (۷۲) ته رسیږی او دغه اثر لو مړۍ ځل د حبیب الله رفیع له خوا میدان ته راووت . په دغه اثر کې فلکور ته هم پکې ځای ور کړ شوی دی . لکه چې وایې :

تصدیق خیرات یې واوره
بلا اړه وی له کـــــــوره (۱)

طب نامه

لکه ځرنگه چې یې له نامه نه څر گندیږی ، دا کتاب د صحت او روغتیا په اړه لیکل شوی او د هرې ناروغۍ لپاره پکې ډېر ښه دارو درمل ښودل شوي او ښه نیت په دوا کې عبادت گڼی لکه چې وایې:

په داروکې چې ښه نیـــت وي
دارو نه وي عبـــــــادت وي

(۲)

په طب نامه کې د سترگو ، سر ، نیم سری ، ټوخي ، قبض او د نس خوږی دارو ۰۰۰ پکې شته دي . سربېره پرې دې خوشال بابا منظومې ژباړې هم کړې دي ، لکه نام حق چې د مولوي شرف الدین بخاري تالیف دى او خان په (۱۰۶۶ه ق) کال کې په پښتو نظم اړولی دى. په دغه کتاب کې د روژې ، نمانځه ، او غسل عمده احکام بیان شوي دي . یو بل اثر (ژباړه) یې اخلاقنامه ده چې د حسین واعظ کاشفي اثر دی او خان ژباړلی دی . دا د خان منظوم اثار ول . اوس به یې منثور اثارو څخه هم لنډه غونې یادونه وکړو .

د خوشال خان خټک منثور اثار

دا چې د خان منظوم اثار له خپلو فکري ، هنري ځا نکړنو څخه بر خوردار دي نو همدارنگه یې منثور اثار هم دغه ځا نکړنی لري او مو نږ ته یې په نثر کې هم دومره څه بر یښی دی چې دموضوع ارزښتمنی یې تر منظومو اثارو څو چنده ده . دده منثور اثار یې په لا ندې ډول دي :


بياض

د خوشال د منثورو لیکنو په برخه کې یو هم بیاض دی چې په دغه کتاب کې هم هغه متفرقې ليکنې راغلې دي چې په بیلا بیلو وختو نو کې یې لیکلې لکه : سفري ، جنگي ، شخصي او کورني حالونه ، وصیت نامه او ان نورې تاریخي پیښې پکې راغلې دي او افضل خان ختک يې هم په تاریخ مرصع کې یادونه کړی ده نو ځکه د خان دغه اثر ځانکړی ښودل شوی دی ، خو استاد رفیع دغه اثر چې په تاریخ مرصع کې ذکر شوی ، په بیلا بیلو بر خو ویشلی لکه:

    • هند کوه نامه : بلخ او بدخشان د سفر گذارش دی چې د یوه يونليک (سفر نامې) حیثت لری او په پښتو کې تر ټولو زړه سفر نامه همدغه ده .
    • ځان نامه : نسب نامه او تاریخ نامه درې نورې ليکنې دي ، چې د خان له عمده اثارو څخه گڼل کیږی .۲

د ستار نامه

دستار نامه د خوشال یو منثور اثر دی . د کتاب په سر کې د لونگۍ د وړ توب په باب سریزه لری چې دی وایې :

چې دستار تړي هــــزار دي
ددستار سړي په شمــار دي

وروسته د سریزې څخه ده بابه هنرونه او خصلتونه راغلي دي ، شل هنره او شل خصلتونه پکې بیان شوي دي . په هنرونو کې د ښکار هنر ، د کرنې هنر ، د مو سیقۍ هنر او په خصلتو نو کې د مشورې ، انصاف ، انتظام ، او غیرت خویونه راغلي دي . په دستار نامه کې سیاست ، تدبیر ، اخلاق ، پوهه او پښتونولي دا ټول یو ځای شوي دي او د پښتو په ښایسته جام کې يې ځان ښکاره کړی دی .

ساغتنامه

د ساغتنامې نوم د لومړي ځل لپاره استاد حبیب الله رفیع یاد کړی او په دغه اثر کې د ښه او بد شاگوم په اساس داونۍ بیلا بیل سا غتونه ویشی او یوه کو چنۍ رساله ده . دا ول د خان منظوم او منثور اثار . اوس یې د هغو اثارو څخه یادونه کوو چې فقط نومونه یې مونږ ته راپاتې دي.

  1. هدایه (د دغه کتاب نوم محمد هوتک په پټه خزانه کې راوړی یو فقهی کتاب دی)
  2. ریاض الحقیقت
  3. فراقنامه
  4. آینه
  5. رساله مناظره
  6. کفایه
  7. د سورت یوسف تفسیر

خان نه یوازې په پښتو ژبه پوهیده ، بلکې په دري یې هم لیکنې کړې دي س د (نظم او نثر ) که چیری دري شعرونه را غونډ کړی شی نو یو وړ دیوان به تری جوړ شي . د پرو فیسور مارگنسترن په نظر چې وایې : ((دفارسی ژبی په لویو شاعرانو په منځ کې هیڅوک نشته چې هغه د خوشال خان سره د فکر په ژوروالي او د شعر د ترنم په هم آهنگی کې برابري وکړي )) (۱) د خان ددې اشعارو په باب ویلی شو چې تر څلور کټگوریو لاندې دي : غزل ، قصیده ، رباعي او شیرو شکر . عبدالحی حبیبي د خان دري غزل اووه یاد کړي دي ، خو رسا صاحب څلویښت یادکړی هغه هم رادیف و(الف ـ ی ) پورې لکه چې وایې :

پیر ما از می پر ستي فـــــر ما ید مرا
الله الله وقت گل این تو به مشـــا ید مرا

د خوشال په دري اشعاروکې تر اوسه یوه قصیده لاس ته راغلې ده . د کاظم اهنگ په نظر یوه اخلاقي ټولنیزه قصیده ده همدارنگه یې څلور رباعی گاني هم ثبت شوې دي . بل د خان ملمع شعرونه دی چې پخپله یې کلمات په ډیره ماهرانه او صحیح توگه کارولي ، چې ښه او په زړه پورې مانا ورکوي لکه چې وایې :

افغان بچه شوخی هر گز په عا شق باندې
لطفی نکنی رحمی داهم کله څوک کا ندي

د خان ټول دری اشعار چې مونږ ته رارسیدلي (۳۷۷) بیته کیږی چې له هغې جملې څخه (۴۵) غزلې دي . د پښتو ادب بابا ستر خوشال نه یوازې په دري شعر ویلی ، بلکې په دري ژبه باندې نثر هم لري چې یو اثر بازنامه هم په دري نثر لیکلې او دغه اثر د زلمي هیوادمل له خوا په خراسان مجله کې په چاب رسیدلی دی .(۱)

ددغه عنوان په اخر کې ویلی شم ، لکه څرنگه چې مې مخکې هم اشاره ورته وکړه ، د خان اشعار د محتوا له نظره او یا د مضمون او قالب له پلوه ډیر زیات بدلون لري . دده په اثارو کې ټولنیز ، مذهبي ، طبي ، جغرافیوي ، نجومې ، فلکلوري ، او داسې نورې برخې راغلې دي ، خو د شکل له پلوه دده په اشعارو کې مثنوي ، رباعي ، مربع ، مخمس ، مسدس ، معشر ، ترکیب بند ، ترجیع بند ، قطعه ، غزل ، قصیده او داسې نور مو ندلی شو . دده په هر کلام کې بدیعی ښکلاوې لکه : تجنیس ، طباق ، مراعات النظیر ، ترجیع ، تنسق الصفات ، اقتباس ۰۰۰ ۰ په نثر کې هم ډیرېی ښکلاوې شته او د مسجع نثر او معاصر نثر تر منځ دده نثر د پلی حیثت لري او همدارنگه ده په اثارو کې د اخلاقو او عاداتو تر سرلیک لاندې لیکنې کړې دي لکه : د لمونځ اودس ، د روژې ډیره پابندي ، سخاوت ، ۰۰۰۰

همدارنگه خان صاف گویي ، د ټوپک ، غشي ، باز او هر قسم ښکار کولو، اسونه به یې ډیر ساتل ، د کتاب ، سرود ، او ښایست ډیر مین وو ۰

د خوشال داشعارو سبک

د پښتو ادبياتو په تاريخ کې که څوک د شعر د خوږوالي ، جامعيت ، تنوع او ډيرښت په لحاظ دلو مړۍ پيړۍ په سر کې د ليدو وړ وې ، نو هغه خوشال خان دی چې دده په شخصيت کې د تورې او قلم ښيگڼې دواړه سره نغښتې دي . د ځينو پوهانو په نظر ، کله چې خوشال خان په پښتو ليک پيل کاوه ، دا هغه ورځي وي چې پخپله د خوشال په قول پښتو لا همهغسې بکره پاتې وه او په نثر کې هم کوم مستند ليکدود نه وو ، خو د خوشال ځنې مخکې هم چې کوم نثر موجود وو ، هغه پير روښان د خيرالبيان مسجع او فني نثر و خوشال د لومړي ځل لپاره پښتو په خلکو وپيژندله او پښتو ځکه بختوره ده چې تر روښان وروسته يې د خوشحال خان غوندې يو ستر ليکوال پخپله غيږه کې وروزه چې دغه اديب پخپل کړکيچن ژوند کې له يوې خوا توره په خلکو منلې ، خو له بلې خوا ده په ادبي ډگر کې هغه اتلولۍ کړې ، چې له مړينې نه وروسته يې په ټوله پښتو نخوا کې ساری پيدانه شو ، نو ځکه دی وايي :

دخوشال قدر که اوس په هیچـــا نشتــه
پس له مرگه به یې یـــــاد کا ډیر عالم

رښتيا هم د خوشال قدراوس خلک کوي ، ځکه د داسې يو لوى او نوميالي شاعر يادونه خو هر څوک کوي ؛ لکه مخکې مو چې اشاره وکړه ، خان په پښتو شعر کې ځانته ځانگړى سبک لري عشقي ، ټولنيز ، فلسفي ، وطني ، اخلاقي او حماسي اشعار ډير لري . د انساني فضايلو او پښتنوالي ښيگڼو په بيان کي دی يو پوره اخلاقي او حقيقي اديب دی .
د خوشال شعر د مانا او مضمون له پلوه دومره جامع دی ، چې موږ ده ته د ادب استاد او پيشوا ويلای شو . خوشال په عشقي او بزمي اشعارو کې استاد دی ، يو پوخ فيلسوف دی ، وطني اشعار يې داسې خواږه او خوندور دي ، چې د پښتنو مينه يې په فطرت او خټه کې اخږلې وه . د هېواد مينه ، محبت او عشق ځنې څر گنديږي اخلاقي ، اجتماعي ، او حياتي اشعار يې هم خورا لوړ دي ، په رزمې اشعاروکې هم دده په څير بل ويونکي نه لرو نو دی حق لري چې ووايي:

ما خوشحال چې په پښتو شعر بیــان کړ
دپښتو شعر به اوس په آب و تـــــاب شي

د خوشال شعر خوږ او خوندور دی ، نوي مضامين د شعر په ژبه ويلاي شي ، ويناوې د پښتو د خوږي محاورې سره سمه ده او اشعار يې تر څلويښت زرو بيتو پوري رسيږي . خوشال د پښتو يو نامتو ، توريالى او جنگيالى شاعر دى . دى لکه څنگه چې د شعر او ادب استاد دى ، هماغسې د ميدان بريالى قوماندان هم دى . خوشال خان حماسي اشعار په داسې انداز ، کفيت او کميت کې ويلي ، چې پښتو شاعرانو کې بل چا نه دې ويلي . دده کلام جنگي برخې ډيري لري ، چي دده د پښتونولۍ ملي روح ځنې څر گنديږي نو ددغو خصوصياتو په لرلو سره ويلاي شو ، چې د خوشال خان سبک بزمې او رزمې دي د گټو اساس هم توره او ميړانه گڼي او دا عقيده داسې ښکاره کوي :

کل کتنه ده د تورې که کابل دی که کشمیر
میړني دي چې یاد یږی په سندرو یا په ویر

بل ځای د تورې او توریالیتوب په هکله داسې وایي :

چې څر گنده سربازي کا نــــدې د تورو
زه خوشحال خټک تر هسې هنــر جــــار شم

د خوشال په شعر کې دده ريښې ، فلسفې او تصوف افکار هم څرگنديږي او دا ښکاره کوي چې دى زموږ ملي اديب ، پوخ فلسفې هم وو او د تصوف څخه هم بې برخې نه وو . خوشال د پښتو ادب پر اسمان لمر او دى د خپل ډير مشهور سبک مؤسس دى . ده په پښتو کې يو لوى مکتب پرانستلى چې ډير نوميالي شاگردان ورځنې راوتلي دي . د خوشال سبک په پښتو کې ډيره ښکلا او ډير شهرت وموند او د پښتو په سبکونو کې يو غوره ډول او مهم سبک گڼل کيږي چې دادبې فنونو ډير مراعات پکې شوى دى او اشعار يې هم ډير خواږه او هم د صفت په گاڼه ښکلي دي.

د سبک خواص يې

  • د ده سبک پښتو شعر ډیر پراخه کړو ، پر غزل سربېره ، قصیده ، مثنوی چې د خوشال تر مخه ویل شوی او ده نور ټول د عربي او فارسي د شعر اقسام په پښتو وویل .
  • د ده په سبک کې هر ډول صوفیانه ، اخلاقی ، فلسفی ، فکاهی ، مضامین مدخله او اجتماعي خبرې شته .
  • په دې سبک کې د پښتو ، پښتونولۍ ، د پښتني اخلاقو او ملي ولولو روزنه هم شته .
  • د خوشال په سبک کې اوږدې بوللې ( قصیدې ) پر یوه موضوع ، چې شاعر غوره کړې وي ، هم شته .
  • په دی سبک کې بدیعی صنایع تر دا زمان گد شول ، خو په هغه اندازه نه لکه حمید بابا چې پکې راوړی دی.
  • حماسی احساسات پخپله خوشال په دی سبک کې راوړل .
  • هجوه او غندنه هم پکې لیدل کیږی چې مخصوصا مغلبانو ډیره هجوه او غندنه یې کړی ده او په اشعاروکې يې نوې کليمه راوړه چې هغه مغولواله ده .
  • د خوشال د مکتب په اشعاروکې ډیر حکیم او نصایح او فلسفي مطالب شته چې د ژوندون نری نری اسرار او حقایق پکې ویل شوي دي .
  • دادبي قیمت له پلوه دا سبک تر ټولو جامع او ښه دی ، هم یې زمان خوا قوی او هم یې شعری خوا بده نه ده .
  • په تخیل کې هم دا سبک ډیر ښه او په زړه پورې دی ، خورا لوړ او له نزاکته ډک شاعرانه تخیلات پکې شته .

دا یې د سبک خواص وو . خو خوشال نه یوازی په پښتو شعر کې د نوي سبک موجد بلل کیږی ، بلکې په نثر کې يې هم یو نوی سبک منځ ته راوړی ، ځکه چې دده څخه مخکې د پیر روښان مسجع نثر دده دغه نثر بیخی سادگۍ او روانۍ ته راوست چې هر څوک ښه پرې پوه شي . ددې خبرې اثبات پخپله له (بیاض او دستار نامې ) نه ښه ښکاري . نو په دی سبب ورته د پښتو پلار ویل د حقیقت او واقعیت سره مناسبه او په ځان خپره ده .

د خوشال د سبک پيروان

خوشال حټک د (۷۸) کالو عمر په لرلو سره د پښتو په کلا سیکو ادبیاتو کې د روښانه او هر اړ خیزه ایجادیاتو په وسیله د یوه پوره ادبی مکتب بنسټ ایښی دی او نږدې شلو تنو شاعرانو ، لیکوالانو ، پوهانو او مورخینو دده دادبي مکتب پیروي کړې ده .

هغه مواد چې وکولای شي د خوشال ادبي مکتب او دده د پیروانو په اړه معلومات وړاندی کړي ، ډیر لږ په افغانستان کې پیداکیږي ، که څه هم ځینو دیوانونه دده چاپ شوي ، خو تر اوسه یې ټول اثار د چاپ ډگر ته نه دي راوتلي . دده پیروانو دده د مکتب څخه د شکل او مضمون له پلوه پیروي کړې چې ځیني په لاندې ډول درېپېژنو :

د خوشال خټک پیروي نه یوازې دده د کورنۍ شاعرانو کړې ، بلکې نورو شاعرانو هم دده د لارې پیروي کړې او د سبک پیروان یې گڼل کیږی . پښتانه لیکوال او نور څېړونکي دغه لوی ازلي کاروان بولي او د هغه سپه سالار لارښود خوشال خان خټک بلل کیږي .

۱- اشرف خان هجری

۲- عبدالقادر خان خټک

۳- سکندر خان خټک

۴- صدر خان خټک

۵- کامگار خان خټک

۶- دوست محمد خان خټک

۷- علي خان خټک

۸- عابد خان خټک

۹- افضل خان خټک

۱۰- اکبر خان خټک

۱۱- جمیل خان خټک

۱۲- حلیمه خټکه

۱۳- خوشال شهید

۱۴- گوهر خان خټک

۱۵- غلام محمد

۱۶- توتیا خټکه

۱۷- سعدالله خټک

۱۸- معاذالدين خټک

۱۹- نواز خان

۲۰- یحی اخونزاده

۲۱- خواجه محمد بنکښ

۲۲- عاصم و فتح علی

۲۳- ابوالقاسم عثمان

د خوشال په اشعارو کې د ښځې انځور

ددلـبرو پـه ســــــتا یـنــه ما پخه کړه خپــــــــله ینه
نا تر سي ددیو گــــــــوره چې په حال نه کا پو ښتنه

که د خوشال شعر او نثر ته يو څيړنپوه ښه ځير شي او څه ناڅه څيړنه پکې وکړي دا به هم ورته جوته شي چې خوشال هم په فارسي او عربي ژبو کي هم ښه پوره او ژوره مطالعه درلوده او يو ستر عالم و، چې ددين ، مذهب او فقهې څخه پوره خبر او ښي دينې زده کړې يې سرته رسولې وې او ددې سره په څنگ کې يې لکه څرنگه چې معلومه ده د پښتو شاعرۍ په داسې حال کې زيږيدلی دی، چې پښتو شاعرۍ باندې د فارسي شاعرۍ خوند خورا ډير پروت وو او پښتنو ته د داسې يو لوی اديب پېداکېدنه ډېره اړينه وه، چې د خپلو لوړو خيالونو ، ژوند پوهې او سترو فکرونو څر گندونه په ډير زړه ورتيا سره وکړي او پښتو ژبه د نورو ژبو په کتار کې ودروي خوشال بابا زما په فکر د يو ستر پښتون او ځيرک ژبپوهاند په توگه دا ډير ژر درک او حس کړي چې پرته له خپلې مورنۍ ژبې څخه په بله ژبه باندې شعر کاميابي نه لري ځکه يې خپل ډېر شعرونه په خپلې مورنۍ ژبه ويلي دي .

د خوشال بابا په شعر او شاعري باندې ډيره څيړنه شوې او دومره کتابونه پرې ليکل شوي ، چې دالړۍ تماميده نه لري . څو چې علم او ادب وي د خوشال په شعر او ادب باندې به څيړنه کيږي.

د خوشال بابا په اشعاروکې د ښځې ، تورې او ښکار يادونه ډيره شوې ده او همدارنگه د شهۍ او معشوقې د ښايسته ونې او ښکلي قد پخې غوټۍ هم په ځانگړي ډول سره راغوړيدلي ، ورته په موسکا شوې دې ، په تازه نارو او غلبلو يې له ډيرې ژورې مينې سره خپل معشوق انځوروي . اوس هم شاعران او اديبان هڅې او هاندونه کوي چې پخپلو اشعارو د معشو قې سراپاته يو ښکلی انځور ور کړي او ښايې ډيرو شاعرانو دغسې رنگينې ټوټې پنځولې وي.

که د خوشال کليات هر څيړونکی مخې ته کيږدي نو ډير ژر به ورته معلوم شي چې هغه جنگي خوشال چې غروراغو کې د زمري په شان په ميړانه گرځيدلی لږ وروسته دشيراز دسيمې د هزار دستان بلبل په زړه خوشحالونکې او د سوز او گداز په غزلو گډهم در معلوميږي .

لکه څر نگه چې مو مخکې يادونه وکړه ، د ستر خو شال بابا د اشعارو يوه مهمه برخه د ښځې او شهۍ ستايل دي او د هغوی د حقوقو سره سره يې دومره توصيف کړی چې پخپله له لوستونکي نه لار په کې ورکه شي . خوشال بابا عموما ښځې په څلورو برخو ويشلې دي او د هرې يوي تعرف يې د شعر په ژبه بيان کړی دی او هغه دادي:


گل فامې

دگل فامې ښځې په اړه هم خوشال بابا په زړه پوري ستاينه کړي ده او وايې چې بورا غوندې څرخيږي يعنې لکه څرنگه چې بورا په گل باندې گرځي نو گل فامه هم په دې شکل ده او د نيلوفر غوندې تن لري . وگوري دغه صحنه څومره ښه انځوروي :

گل فامې ديدهغه چې نيلوفر غوندې په تن وي
له تنه يې ښه بوي درومې بوراغوندې څرخېږي

خوشال بابا د گل فامې ښځې په باب وايې چې غټې سترگې تورې ، لوي باڼه نري نري وريځې ، غونچې په څېر يې خوله سر يې گرد او نرۍ پوزه لري او همدارنگه باړخوگان يې هم د گل په څېر ښکاريږي لکه وايې چې :

ښې غټې تورې سترگې لوي باڼه نرې يې وريځې
که پاڼ خوري که شراب خوري ترې مرې يې ښکاره کيږي
غونچه غوندې خوله تنگه سريې گرد نرې يې پوزه
باړخويې لکه گل دچمبيلي سپين نازک ځلېږي

خوشال ددغو ښځو (ملا) زلفو ، لېچو ، کوتو ، گيډي ، خوب ، قامت ، او د وجود هره اعصايې په ډېره هنرمندانه توگه ياد کړي او ډېره ښکلې وينايې په دا ډول تعريف کړې دي لکه چې وايې :

پلن وچولې سرې شونډې هسک خال يې په دنخ کې
واړه هموار غاښونه په خنداکې سپين برسيندلي بريښيږي
ښې سپينې ډکې لېچې گرد ورغوي اوږدې گوتې
هرځاي ته يې چې گورې هيڅ لقب پرې نه جوړيږي
دتيوسر يې تورقي چې هلک سينه کشاده
په قدسمه شابسته سم الفسي چې ودريږي
دسرويښته يې تور نرې اوږدې ولول يې ذلفې
په ځان لکه باغکه چې ويښته پرې نه نمايږي
ډېر خوب لږ يې خوراک گيډه يې ناسته ملا نرۍ
راست په کې نامه څخه په گوته څرگنديږي
لږقهر عقل منه کم د خوله مهر باڼه
ساره خولږه خندا هم په شونډوکې موسيږي

دادگل فامې ښځۍ صفت و په دوهم قدم کې يې دنېک فرجامې ښځۍ صفت بيان کړي دي .

نېک فرجامې

خوشال بابا دا ښځې هم د گل فامې په څېر گڼلي خو دا ښکاره کوي چې گل فامې ښځې په دوه خاصيتونو کې د گلفامو سره فرق لري او نور ټول اوصاف د گلفامې لري که ويښته دي که ملا ، که شونډې ،که گېډه که قد که باړخو ...اوداسې نور دي . هغه دوه صفتونه دادي چې يو د بودا غوندې نه دي او بل د نيلوفر شکل نه لري وگورﺉ دنېک فرجامې ښځې صفت د شعر په ژبه يې څومره ښه بيان کړي .

گل فامې خومې ووې نېک فرجامې درته ستايم
په حسن په ښايست کې وگلفاموته رسيږي
دادوه توکه يې نه وي چې بوراباندې څرخيږي
ياپان خوري ياشراب خوري ترمرې يې ښکاره کيږي
ويښته يې په وجودبانديهملږوډېرليدل شي
نه زږه وي نه بدرنگهپه وجوديې ښه جوړيږي
خوراک په اندازه خوري خوشبويې لکه ځان وي
لږخوب کاډېره لامبي په ستر سهار ويښيږي
مينه يې په هوس وي خنداوبريښيوه ناکه
په لوبوپه سندروپه سروديې زړه خوښېږي
نه غم نه دلگيري کاهميشه تروتازه وي
پخپلوسهيليومينه کاباندې خوږيږي
دخپل مېړه په بره ښه په هره چانازيږي
په نيت جوړه په پشت جوړه ظاهر باطن يورنگه
دنېک خبره هم په ډېر ضرور په ډېرناکام کا
په دروغ خويې هرگز په خوله په ژبه نه جوړيږي
په خوله پاکه په زړه پاکه بې وېرې بې وسواسه
په غولي په جولي چې هيڅ ناپاکه نه تېريږي
له ځانه يې ښه لوي دگبينه غوندې خوږ درومي
دخول وته يې زړه دخپل مېړه په رضاکيږي

(خوشال کليات ۶۰ مخ)

او دريم ډول ښځې يې د دوه دامو په نوم يادې کړي دي.

دوه دامې

دا ښځې د ټولو يانې د نيک فرجامو او گل فامو سره ښکاره توپير لري هغه اوصاف ، چې دغو دوو ډولونو (گلفامې ، نيک فرجامې) لري، دغه يې نه لري او د هغې برعکس دي، يانې بدگويه دي، بده ژبه لري، په خبرو باندې نه شرميږي ، او د ليوه په څېر يې د خپل ځان ځنې يې بدبوي ځي ، په خوړلو هم نه مړيږي او داسې نور صفتونه يې هم کړي دي؛ لکه ، چې وايي:

د دوه دامو ورته وکړم راته غوږ کړه
په زړه کلپه ناغه په خبرنه شرميږي
بدگويه بد زبانه ډير وي لږ خبره
ځان تود بوي يې له ځانه د ليوه غوندې بهيږي
ونسته چې دځان ځيږه د تن هم ځږه کر لنډه بد رنگي
يکدله گيډه وره په خوړلو ته مړيږي

همدا ډول د دوه دامو ښځو په اړه وايي، چې داسې دي، نه پت گوري، نه عزت گوري او نه شرم گوري، لوى او هلک پسې گرځي، ښه کارونه يې پرېښي او په بدو پسې منډې وهي په بدو کارونو بوخته وي، د تل لپاره يې دغه بده لاره تعقيب کړې وي.

کله د زيارت د سير په بهانه او کله د بازار په بانه او کله د نور څه په بهانه وځي او نور خپله فاحش کارونه سرته رسوي خو بل آخر دغسې ښځې ډېرې په بدو يادې دي، تاسو يې د خوشال خان په شعر کې وگورﺉ، چې څومره ښه انځور يې کړي دي:

ميوه، لونگ، جايغل پدر يې غرض نه وي
تروه ترخه سونډ مونډ بلا بتر نه يې زړه کيږي
چې تاو خارښت ورپاڅي ناکراره شي ښوريږي
که لوي وي که هلک وي وهر چاوته قهريږي
نه پت گوريو نه شرم نه يې حق وته نظر وي
دخپل ميړه په غېږ کې زړه يې نورو ته پړقيږي

(دخوشحال کليات ۶۶۰ مخ)

خوشال خان دغه ښځې ډېرې بدې يادې کړي او دا يې هم ويلي دي ، چې مخ يې تور دى ، ځکه چې کله خپل ميړه غواړي نو ځان مريض بولي ، کور ، کلى ، له گاونډيانو سره په نورو حالاتو کې په بدو څيزونو ، افعالو ، بده خوله او نورو بېلا بېلو بدو کارونو باندې مشغوله وي او له هغوى نه خوند اخلي.

فيل اندامې

خوشال خان دغه څلورم ډول ښځې هم د دوه دامو په څېر او يا دهغې ځنې بترې يادي کړې دي، چې وايي: د فيل په څېر خوراک، څښاک کوي په مينه محبت باندې نه پوهيږي، يو دروند اواز لري، قهرجنې وي، په ښو خبرو هم بې ځايه په قاريږي، د بل خندا بده پرې لگيږي، غټې شونډې ، غټ مخ، پلنې وروځې،وړې سترگې،لوي سر، ځږه وېښته او په قهر ککړ ې ښځې وي، دغسې او دغو ته ورته نورې بدې ځانگړنې لري.[۵] [۶]

خوشال بابا د فيل اندامو او دوه دامو ښځو نه بيخي بېزاره شوي دي او هم د هغوي مخونه يې تور ښودلي دي خودا يې هم ډېره کړې ، چې په افغانستان کې دغه دغه ډول ښځې نه شته بلکې په چين ، هند او نورو هېوادونو برسېره پردغو ښځو باندې فيل اندامې هم ليدل کيږي، بلکې په کابل ، کشمير ، فرخار، او نورو هېوادونو کې نيک فرجامې شته دي، او خوشال بابا هم نيک فرجامې يادوي او د ستاينې تر څنگ يې تر مهره جاريږي. لکه چې وايي:

د چين او د ماچين په ملک کې ډېرې دي گلفامې
د هند په لته هم په خال خال په چېرته څرگنديږي
کشمير، قندهار، کابل، فرخار، څوچې خراسان دي
په دا کې نيک فرجامې ډېرې ډېرې مونده کيږي
هېڅ ملک کشور اقليم له فرجاموخالي نه دي
په هر لوري نوبت او ددې دي چې غږيږي
اسمان، چې وريځ شه کراري نه کا هسې گرځي
تر سردنيک فرجامو زه خوشال وايم ځاريږي

(دخوشال خان کليات ۴۶۱ مخ)

خوشال خان بابا نه يوازې دا چې ښځې په څلورو ډولونو باندې وېشلي دي او دهغې توصيف يې کړي دي ، بلکې د هرې ښځې شونډېو وېښته، باڼه، وروځې، پښې، لاس، گوتې ، سر، پوزه، تن يا وجود او هره عضله په خپل شعر کې راوړي او ستايلي دي، د خوشال بابا شعر که چېرې يو څېړنپوه يې ولولي نو ډېرژر به ورته مالومه شي، چې دده اشعار د دغسې دُر او گوهر نه هم ډک دي او په واقعي او حقيقي توگه يې د ښځې ستاينه ډېره کړې ده، دي وايي، چې ښځه سينگار وکړي او دا ددې مانا لري، چې خپل عاشقان به تباه کړي او د دغسې ناز او نزاکت سره په کتلو باندې د خلکو زړونه يوسي او له عالمه به يې پناه کړي.لکه چې وايي:

عجايب ښکار يې وکړ بيا بلا کا
د چشمانو په کاته د زړونو غلا کا
معشوقې ته يې چې هومره حسن ورکړ
دا اميد چې دعاشق خونه تالا کا

(د خوشحال کليات ۵ مخ)

او يو بل ځاي هم داسې وايي، چې کله مې ستا تورې سترگې وليدې نو زه به هېڅ کله دغه تورې سترگې هېرې نه کړم.

چې مې وليدې ستاتورې سترگې بيا
زه به نه کړم هېرې تورې سترگې ستا

(د خوشال کليات ۸ مخ)

لنډه دا چې خوشال خان دغه شان خلکو ته د ټينگېدو نه دي، يانې ښکلي مخ ، تورې سترگې اوښايسته ووته هېڅ قراري نه لري او وايي:

ولې راته وايې چې په ښکلو نظر مه کړه
سترگې چې پيدا دي خو ديدار لره که نه

(کليات ۱۷۴ مخ)

خوشال خان له ډېرې مينې د ښځود زلفو او سترگو يادونه کوي البته د حسن تعليل په شکل يې راوړي دي، چې د سترگو سره يې نرگس سيالي نه شي کولاي او د هغې په مقابل کې بيخي عاجز دي او د زلفو په مقابل کې يې سنبل بيخي خجله کيږي. وگورۍ دغه بيت:

چې سترگې کړې ورپورته په نرگس شي بلا سازه
چې زلفې کړې نمودې ‌‌‌طبعه واړه سنبل شي

(کليات ۲۶۱ مخ)

او بيا د خپلې مينې به مقابل کې داسې الفاظ استعمالوي، چې ډېر ښايسته د مياشتې نوم پرې کږدي او نور هم ددغسې حالت د تآثير لاندې راځي په هنرمندانه ډول دغه صحنه بيانوي:

د جمال خوبي دې زياته تر افتابه
د نظر دپاره نوم درباندې ماه ږدم
که مې چېرې لاس د واک درورسيږي
په سپين مخ به دې دغاښ نښې سياه ږدم

(کليات ۸۷-۸۸ مخ )

خوشال خان خټک نه يوازې په شعر کې نورې برخې څېړلي بلکې د پېغلې (شهۍ) قد په ستاينه کې هم بې ساري اديب دي، چې د پښتو ادب د وياړ لوړه او بيخي لوړه شمله ده خو چې نړۍ وجود لري، دده د ادب شمله به تر اسمانه هسکه او اوچته وي افغانان او پښتانه به پرې ويآړي، خوشال خان لکه چې مخکې مو چې يادونه وکړه، د ده د وجود هر اندام په ډېرښکلي ډول په خپلو شعرونو کې راوړي، خوبيا په تېره شونډې چې د ياقوتو نه هم ښې گڼي، اننگي دلاله د گلونه نشه کوونکي بولي او زلفې هم تر عنبرو خوشبويه گڼي او وايي:

چې شونډو ته دې گورم تر ياقوتو لا تېري کا
چې زلفو ته دې گورم په عنبرو بهتر يې
که هرڅو د لاله گلونه ښه دي په چمن کې
په دواړو اننگيو داغ د ولاړو د ځيگريې

(کليات ۳۴۷ مخ)

پوهان وايي د ژوند هر لوري او اړخ د شعر او ادب لپاره يو رنگين او ښکلي مضمون دي خو شرط دادي، چې شاعر او اديب په حقيقي او آره بڼه ورته ځير دي اوهسې بې ځايه انځورگري ونه کړي، چې د ژوند لپاره څه کټه ونه لري په دغه اړه خبرې ډېرې دي، خو شعر بايد د ژوند لپاره وي.... په هر حال خوشال د حسن او جمال په رنگينيو کې خپل شعر او هنر ايجاد کړي دي، نو يې دا کار د خپل ژوند ټولنيز احساس له مخې د يو ساعت د روح دآرامتيا او تفريح دپاره کړي دي، د ده حسن او جمال ښکلې غنچې او گلدستې هم د پښتو په شعر او شاعرۍ کې ځانگړي شهکارونه گڼل کيږي، خو د ښکلي او ښکلا په اړه د ده يوه پرېکړه داسې ده:

په ځان او په جهان کې مادوه څيزه دي وکښلي
په ځان کې دواړه سترگې په جهان کې واړه کښلي

لنډه دا چې که خوشال خان بابا ازل ميراث ته يو څېړونکي ځېر شي، نوبه خامخا دا په ډېره مينه سره دا وايي ، خوشال بابا بې له شکه يو بې ساري شاعر ؤ، د حسن او جمال خوا ته يې هم زياتې ځيرکشي کړي دي، د ده کليات د حسن او جمال نه ډکه يوه رنگينه خزانه بلل کيږي. دده دغه مطلب د ښې افادې لپاره دغه بيت ته ځير شي.

دا څه شعر نه دي، چې خوشال خټک بيان کړو
واړه لعل دُر دي د بيان په تار پييلي

خو خوشال بابا په خپلو اشعارو کې يوازې د حسن او ښکلا يادونه هم نه ده کړې، بلکې نور موضوعات لکه د سالم اولاد روزل د ښځو د حقوقو په باره کې په واضحه توگه اشعار ويلي، يانې، چې ښځه څومره په خپل مېړه باندې حقوق لري او همدارنگه نور موضوعات د مېړه حقوق په ښځه باندې هم په خپلو اشعارو کې راوړي دي او خوشال بابا وايي: د ښځې حق په خپل مېړه باندې هم ډېر دي او د قرض شکل باندې دي، چې مېړه ته لازمه ده، هغه ادا کړي، هغه وساتي، په تن پټه کړې دروېزې ته احتياج نه شي، د نورو کارونو نه خلاصه وي فرضاً که زموږ په ټولنه کې چې رواج دي خصوصاً په قبايلو کې اود جنوب په طرف کې چې په ښځو باندې بوټي د غرونه راوړل کيږي، بلکې دغه کارونه بايد پرې ونه شي، حلال پرې وخوړل شي او دا هم زياتوي، چې ښځه دخپل مېړه لپاره پيدا ده اومېړه د خپل ښځې لپاره. [۷] [۸]

خوشال بابا په واقعيت سره، چې د تورې او قلم خاوند , د پښتو ادب بابا او د پښتنو ژبې بابا ياديږي او دا خبره پرځاي ده، ده په خپل شعر کې د ژوند هره برخه ، هر راز مسايل راوړي دي او خلک يې خبر کړي دي. که چېرې د مينې اشعارو ته يې وگورو نو داسې گمان وکړو، چې ترده لوي مولوي نه شته، که اخلاقي اشعارو ته يې وگورو نو د اسې گومان کوو، چې ترده لوي شاعر په دغه برخه کې نه شته، که رزمي اشعار يې وڅېړل شي، نو دا به جوته شي، چې تر ده لوي قهرمان نه شته او که عشقي برخه يې وپلټل شي، نو دا به هم ترې څرگنده شي، چې تر ده پورې عاشق نه شته. [۹] [۱۰]

سرچينې

  1. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/khushal-khan-khattak — د نشر نېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
  2. عرفان د محمد - د خوشحال خان کليات ۳۸۲ مخ
  3. فراقنامه - د خوشحال خان خټک کليات - ۴ مخ
  4. - فيل اندامې
  5. خوشال خان کليات ۴۶۱ مخ
  6. د خوشال خان کليات - ۲۱ مخ
  7. حق د عورت په مرد
  8. د خوشال خان کليات - ۵ مخ
  9. د خوشال يو شعر
  • داور، داورخان، خوشحال او فولکلور، پښتو اکېډمۍ، پيښور، ۲۰۰۶ کال
  • هېوادمل، زلمی سرمحقق، ننگيالی د زمانې، د افغانستان دکلتوري ودې ټولنه، ۱۳۸۰ کال افغانستان.
  • سنگروال، شهسوارنيازی، د پښتو ادبياتو تاريخ،د احمدشاه ابدالي پوهنتون، ۱۳۷۷ کال، پيښور.
  • واجد، عبدالواجد، د خوشحال سبک او په پښتو ادب د دغه سبک اغېزې، آزادۍ مطبعه، ۱۳۸۳کال، کابل.
  • د سکندرخان ديوان، مقدمه ددوست محمد کامل مهمند، قصه خوانۍ، ۱۹۶۲ کال، پيښور.
  • د عبدالقادرخان خټک کليات، ترتيب او تدوين پروفيسورجهانزيب په زيار، پښتو اکيډمۍ، ۲۰۰۲کال، پيښور.
  • د خوشحال کليات، د عبدالقيوم مشواڼي، وييپانگه، اوډنه، پرتلنه او سمونه، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴کال، کابل.
  • کابل مجله، پښتوټولنه، ۱۳۸۴ کال، کابل.
  • کابل مجله، پښتوټولنه، ۱۳۸۰ کال، کابل.
  • د خوشحال ريويو، درې مياشتنۍ مجله، پښتواکېډمۍ، پيښور، ۱۹۸۶ کال، پيښور.
  • فراقنامه خوشحال خټک، مقدمه او حاشيه د همېش خليل، قامي مکتبه، پيښور.
  • روهي، کانديد اکاډميسن محمد صديق، د خوشحال اخلاقي ايډيال، د محمد صديق فرهنگي ټولنه، ۱۳۸۰ کال، پيښور.

يادونه: د ستر خوشال بابا انځور د روسي انځورگر ((ايگر کازارين)) له دغې ويبپاڼې نه هم کاپي کولاى شئ. [[۱]]