هېنري جورج راورټي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
راورټي

هېنري جورج راورټي (د ۱۸۲۵ زېږدي کال د مې ۳۱ ـ د ۱۹۰۶ زېږدي کال د اکتوبر ۲۰) (په انگرېزي:Henry George Raverty) د برتانيوي هند يو پوځی افسر، ژبپوه او ختيځپوه وو.

راورټي او ايسټ اينډيا سوداگريزه کمپنۍ[سمول]

کپتان جورج هنري راورټي انگرېز ختيځ پوهاند او لښکر مشر (١٨٥٤ زېږدي) د ١٨٢٥ زېږدي کال د می مياشتې پر ۳۱ نېټه د انگلستان په پالموت سيمه کې زېږېدلى دی. هغه د ١٩٠٦ ز کال د اکټوبر پر ۲۰ نېټه د ٨١ کالو په منگ په لندن کې مړ شوى دی.

د ايسټ اينډيا د سوداگريزي کمپنۍ سټه د مغول جهانگير پاچا او د مغولي پاچا شاه جهان پر مهال په هيندوستان کښي کښېښودله دا ځکه چي کمپنۍ په سلؤ کښي درې نيمي روپۍ پر صادراتي مالؤنؤ باندي د ډهلي پاچاهي خزانې ته محصول ورکاوۀ.

راورټي په هيندوستان کښي د ايسټ اينډيا د کمپنۍ کښي د ١٨ کالؤ په منگ(عمر) د بمبيي د درېيم لمبر په پلي/پياده لښکرؤ کښي کار پيل کړ او په ١٨٤٨ مېلادي د ملتان په نيولؤ او په ١٨٤٩ مېلادي د گجرات په نيولؤ کښي د کمپنۍ د لښکرؤ سره مل ؤ او بيا د پښتنو ځپلؤ ته تر اباسين راواووښت او امير دوست محمد خان يې د پېښور پرېښودلؤ ته اړ کړ. راورټي په درو واړؤ جنگؤنؤ کښي غټ غټ مډالونه واخيستل او د امير دوست محمد خان د مړيني په کال يې د کپتانۍ رتبه تر لاسه کړله او يو کال وروسته په ١٨٦٤ مېلادي د ٣٩ کالؤ په منگ(عمر) تقاعد سؤ.

د ژبو زده کړه او څېړنې[سمول]

راورټي د خپل يوويشت کلني چوپړ په ترڅ کښي پښتو،پاړسي،هيندي،گجراتي او مرهټي ژبي زده کړلې، د هيندواڼؤ او افغانؤ د ژبؤ،کړکيښ( تاريخ)، پښتؤنؤ/توکمؤ او دودؤنؤ په باره کښي يې زياتي پلټبني او څېړني وکړلې او ډيري ليکنۍ کاښې(قلمي نسخې) يې ولوستلې او ځيني يې لندن ته يووړلې چي اوس د بريټيش په لرغنتؤن/موزيم کښي خوندي دي او پر دغؤ لانينيؤ شلؤ کاښؤ( قلمي نسخو) باندي يې ياداښتؤنه کښلي دي:

د اخوند قاسم فوايدالشريعه،مخزن الاسلام،تاريخ مرصع،رياض المحبت،عجايب اللغات،د ارزاني دېوان،د ميرزا خان اورمړ دېوان،د خوشال خان خټک دېوان،د رحمان بابا دېوان،د حميد دېوان،د نجيب دېوان،د احمد شاه بابا دېوان،د شيدا دېوان، گلدسته،يوسف او زليخا، د صدر خان ادم و درخانۍ،علم خانه دانش،گلستان،د سيف ا لملوک کيسه­ د شهزاده بهرام او گل اندامي کيسه،عذرا .

کپتان راورټي ځيني ختيځ کتابونه په انگرېزي وژباړل او د څو ختيځؤ ژبؤ پرهنگؤنه ، پښويي(گرامرؤنه) او تدريسي کتابؤنه يې وليکل چي د ځينؤ يادوني په لانديني ډول دي:

د افغانانؤ د اصل څېړنه(١٨٥٤ مېلادي)،د کافرستان د سياه پوښؤ حال( مېلادي١٨٦٨)،د تورؤ کافرؤ د ژبي په باره کښي څېړني(١٨٦٤ مېلادي)،د برني کاشغر او چترال حال (١٨٦٤)، د طبقات ناصري د ليکوال منهاج سراج جوزجاني د ژوندانه حال ( ١٨٨٢ مېلادي )، د مهران رود او د هغه مرستيال رودونه ( ١٨٩٢مېلادي)، ٣٦٥ کاله پخوانى تبت (١٨٩٥ مېلادي).

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

١­- پښتو گرامر (پر ١٨٥٥ ز کال، په کلکته کې چاپ شوی، چې سريزه يې په ملتان کې کښل شوې ده.)

٢­- پښتو انگرېزي وييښود (قاموس)، (٢٥ زره پښتو لغاتونه لري او پر ١٨٦٠ زېږدي کال په لندن کې چاپ شوی).

٣- ­د پښتو اشعارو منتخبات (پر ١٨٦٢ ز کال په لندن کې چاپ شو، چې د خوشال خان خټک، رحمان بابا، حميد مومند او ځينو نورو پښتو شاعرانو د ژوندانه حالات يې څېړلي دي.

۴- گلشن روه.

۵- د پښتو محاورو رساله (د ١٨٨٠ ز کال لندن چاپ).

۶- ­د ايسپ حکيم کيسې (د يونان زړې کيسې دي چې راورټي پښتو کړې دي، ٢٠٣ درې کيسې لري او پر ١٨٧١ زېږدي کال په لندن کې چاپ شوی دی).

۷- د طبقات ناصري انگرېزي ژباړه، د ١٨٨٠ زېږدي کال چاپ.

۸- د افغانستان او بلوچيستان په اړه يادښتونه، د ١٨٧٨ زېږدي کال چاپ. دغه پډى د انگلستان د لومړي وزير مارکوس سالبيسبري په غوښتنه کښل شوی وو).

۹- د هېندوستان تخنيکي اصلاحات.

د کپتان راورټي ناچاپه آثار[سمول]

  1. د هرات او خراسان تاريخ.
  2. د افغانانؤى تاريخ او د دوى هيواد،د مينگ او هزاره تاريخ.
  3. په افريقا کښي د اسماعليه فرقې وده او پرمختگ.
  4. پښتو اينجيل/بايبل .
  5. د تاريخ الفي انگرېزي ژباړه
  6. انگرېزي پښتو وييښود(قاموس)

راورټي او پښتانۀ[سمول]

راورټي پخپلؤ لومړنيو پلټنو او څېړنو کښي پښتانه د يهودو له پښته(نسله) څخه گڼلي دي.دى وايي چي په تذکرت الملوک کښي چي يو ناياب کتاب دئ په هغه کښي پښتانه د يهودو له زوزاته څخه گڼل سوي دي،او بيا زياتوي چي پښتانه له خورا لرغونو مهالونو څخه په همدغو سيمو پوري اړه لري چي اوس پکښي ميشته دي کوم چي د لرغونو زمانو څخه له لوېديځي آسيا څخه په ورو ورو راغلي دي.خو وروسته تر نورو پراخو او هر اړخيزو څېړنو او د پښتو،سامي او ايراني ژبو د پرتله کولو څخه په دې ډاډ رسېدلى دئ چي پښتانۀ د يهودانو د لسو ورکو سوو ټبرؤنؤ پاته شوني دي چي د سپېڅلي ياقوب(يعقوب) د زوزات دودونه کوم چي پنځه ويشت پېړۍ مخکښي هلته دود درلود تر اوسه پوري په پښتنو کښي دود لري.

راورټي او د پښتو ژبه[سمول]

راورټي د پښتو ژبي لپاره خورا ډير کار کړى دئ او د پښتو ژبي لوى پوهاند، پلټونکى څېړونکى او تاريخپوه دئ ډير زيات کتابونه يې ليکلي دي او په اينگليستان کښي يې د پښتو ژبي پلار بولي.راورټي پښتو د سامي ژبو سره هم پرتله کړې ده.خؤ پدې عقيده ؤ چي پښتو،سنسکريت او زند ډير نژدېوالى سره لري او همدارنگه د پهلوي ژبي سره هم کلکي تړاو لري

ژوند[سمول]

He served from 1843 to 1864, rising to the rank of Major in the 3rd Bombay Native Infantry.[۱]

Raverty fought in the Punjab campaign of 1849–1850 and Swat campaign of 1850. He compiled a gazetteer of Peshawar. While serving in Peshawar he was taught Pashto by the scholar Abdur Rahman Khan Muhammadzai[۲] and he began to study Afghan poetry.[۳]

On retirement from the army, he returned to England and continued his oriental studies, culminating in his vast Notes on Afghanistan and part of Baluchistan and his unpublished History of Herat. He died in Cornwall, England in 1906.

Works[سمول]

  • A Grammar of the Pukhto, Pushto or Language of the Afghans (1855; 2nd edition 1860; 3rd edition, 1867 د پښتو، پشتو يا د افغانانو د ژبې يو ژبښود)
  • Thesaurus of English and Hindūstānī Technical Terms (1859)
  • د پښتو، پشتو يا د افغانانو د ژبې يو سيندA Dictionary of the Puk'hto, Pushto, or Language of the Afghans (1860; 2nd edition, 1867)
  • د شپاړسمې پېړۍ نه تر نولسم پېړۍ پورې د افغاني شاعرۍ منتخبات Selections from the Poetry of the Afghāns, from the Sixteenth to the Nineteenth Century (1862)
  • The Gulshan-i-roh : being selections, prose and poetical, in the Pus'hto, or Afghān language (1867 گلشن روه)
  • The Fables of Aesop al-Hakīm (1871)
  • A Pushto Manual (1880 د پښتو لارښود)
  • The Tabakat-i-Nasiri of Minhaj-i-Saraj, Abu-Umar-i-Usman: A general history of the Muhammadan dynasties of Asia, including Hindustan from A. H. 194 (810 A. D.) to A. H. 658 (1260 A. D.), and the irruption of the infidel Mughals into Islam (1881) (translation from the Persian)
  • Notes on Afghanistan and part of Baluchistan (1881–1888)

References[سمول]

  • Concise Dictionary of National Biography
  • Sindh jo Mehran (in Sindhi language), published by the Sindhi Language Authority, Hyderabad, Sindh.

Notes[سمول]

  1. کينډۍ:ODNBweb
  2. Articles: Thinking like a Pathan – Dawn Pakistan
  3. "The Pathans – Classic Works & Reading". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

External links[سمول]