منهاج سراج جوزجاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
منهاج سراج جوزجاني
د شخص معلومات
پيدايښت ۵۸۹هجري سپوږمیز کال (په غالب ګومان)
غور, غوري واکمني (اوسنئ افغانستان)
مړینه د۱۲۶۶ زیږدیز په شاوخوا کي
دهندوستان غوري واکمني
عملي ژوند
دنده تاریخ پوه اوشاعر
کار ورکوونکی Ghurid Dynasty
Mamluk Sultanate
منہاج الدین سراج جوزجاني چي په اوومه هجري پېړۍ کي دافغانستان یوله سترو تاریخ پوهانو اوشاعرانوڅخه ګڼل کیږي په ۵۸۹هجري ق کال کي زېږېدلی دی . نوموړي په اصل کي دافغانستان دجوزجان له ولایت څخه وو اودغزنويانو اوغوریانو په دربارکي یې ځانګړی دولتي رسوخ درلودی . دجوزجاني دپيدایښت په اړه تاریخ پوهان اختلاف لري ځکه یوشمېر تاریخ پوهان وايي چي نوموړی په فیرزکوه (دغور ولایت مرکز) کي پیداسوی دی اویوشمېر نور تاریخ پوهان ادعاء کوي چي جوزجاني په لاهورکي پیداسو[۱].

دجوزجاني ژوند[سمول]

د منهاج الدین جوزجاني پلار چي سراج الدین محمدبن عثمان نومېدی دغوري واکمنوپه دربارکي یې دفقیه اوقاضي په توګه دنده مخ ته وړل او موریې هم له ذاته څخه دغور ولایت وه . جوزجاني خپلي لمړنی زدکړي په غور ولایت کي پای ته ورسولې اودغیاث الدین محمدپه دربارکي لوی سو خودغه کلونو زیات وخت په برکي ونه نیوی اودغور واکمني ډېر ژر لمنځه ولاړه . دغوریانو ترپرځېدو وروسته دجوزجاني په باره کي چنداني معلومات نسته خوڅوکاله وروسته کله چي مغولو دخوارزمشاهانو واکمني ونړول اوپراسلامي نړۍ یې بریدوکړ ورسره سم جوزجاني مخ دهندوستان په لوري ولاړی اوهلته یې دهغه ځای له مسلمان واکمن (ناصرالدین محمد) سره کار پیل کړ، ناصرالدین محمد جوزجاني ته دخپل لښکر دقضاء اودیوې مدرسې دسرپرستۍ چاري وسپارلي خوتردې څوکاله وروسته کله چي د ډهلي واکمن سلطان شمس الدین التمش هغه ځای فتحه کړ جوزجاني یې له ځان سره ژوندئ ډهلي ته بوت اوهلته یې دنوموړي دعلمي فضیلت له کبله دګوالیار په سیمه کي مېشت کړ ترڅو دهندوستان دقضاء چاري په غاړه واخلي . تردې پیښي څوکاله وروسته ناصرالدین محمدوفات سو اودهندوستان واکمني څه ناڅه ناتوانه سول خوپه ۶۳۴هجري ق کي کله چي دناصرالدین لور (سلطان رضیه) واک ته ورسېدل جوزجاني یوځل بیاخپل علمي فعالیت ته اوږه ورکړه اودناصریه مدرسې دمشرتوب چاري یې په غاړه واخیستې .

جوزجاني په ۶۳۹هجري ق کال کي دهندوستان دنوي مسلمان واکمن معزالدین بهرام شاه له لوري دټول هند قاضي وټاکل سو اوڅوکاله وروسته یې دمغولانوپه وړاندي په جګړې کي برخه هم واخیستل . د ډهلي مملوک واکمنانو جوزجاني ته پخپله واکمني کي بېلابیلي دندي وسپارلي چي ترټولو زیات یې دمدرسو دمشرتوب اوقضاء دندې ګڼل کېدلې . جوزجاني په یاده موده کي خپل نامتو کتاب چي په طبقات ناصري سره شهرت لري ولیکه اوپه دغه کتاب کي یې له حضرت آدم(ع) څخه نیولې بیا دمغولانو ترواکمني پوري بېلابېل حالات بیان کړي دي .

دجوزجاني وفات[سمول]

دجوزجاني دژوند داخري کلونو په باره کي له تاریخ پوهانو سره چنداني معلومات نسته خودځینو سرچینوپه حواله نوموړي په غالب ګومان باندي د۱۲۶۶ز کال په شاوخوا کي وفات سوی دی .

دجوزجاني آثار[سمول]

منهاج الدین جوزجاني چي پخپل ژوندکي دعربي اوفارسي ژبي نامتو شاعر اوتاریخ پوه ګڼل کيږي دشعر دهنر ترڅنګ یې خپل نور آثارهم ټولني ته وړاندی کړي دي خوترټولو مشهوره اثر یې دطبقات ناصري په نوم یادیږي کوم چي دتاریخ په باره کی لیکل سوی دی، دغه کتاب په افغانستان کي دکندهار ولایت دمشهوره تاریخ پوه اوستر لیکوال علامه عبدالحي په تصحیح سره افغان او ایرانۍ ټولني ته په شلمه زیږدیزه پېړۍ کي وړاندي سو .

  1. استشهاد فارغ (مساعدة)