د کندهار پايلوڅان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هر ځای او سيمه ځان ته ځانګړی او خاص عنعنات،فرهنګ او مدنيتونه لري، خو کندهار بيا د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دئ چي خورا ځلانده او څرګند تاريخ لری. په کندهار کي داسي کسانو ژوند کړي او کوي يې چي په علمي،فرهنګي،سياسي او ټولنيز اړخ کي يې سارۍ په نوره نړۍ کي نه ليدل کيږي. شجاعت ،ميړانه،پاک نفسي ددې خلګو اصلي پېشه ده،د پرديو يرغلګرو په وړاندي همېشه دا خلګ لومړني دي، ځکه کندهار ته د حرکتونو او خوځښتونو مرکز هم ويل کيږي. ډېري کسان په دې اند دي چي د افغانستان تاريخ هم له همدې تاريخي سيمي شروع کيږي،د زياتو کسانو پر خوله خو ان دا خبره وي چي ((کندهار معني افغانستان)) ځکه د هيواد سرنوشت همېشه له کندهاره ټاکل سوي دئ. په کندهار کي دظلم او ستم سره ډول ډول مبارزې سوي ،چې د هغو د ډلي نه يوه يې د ناميانو(پايلوچان)اوځوانمردانو نهضت دئ، چي دخلکو د ګڼو پرګنو د آرمانو په پار يې اوږدې مبارزې کړي دي ، د بې وسو لاسنيوي يې کړي دي او د زورمندانو او ستمګرانو په ضد درېدلي ،هغو داسي يونظام درلود چې ستمګرانو په ټول هغه قدرت چې درلود بيا هم د دوي نه ډارېدل . له دغو کسانو څخه يو هم کندهاري پايلوچان دي، چي په نړۍ کي ددې ډول خلګو ساري نه ليدل کيږي او کارنامو ته يې دنړۍ خلګ ګوته په غاښ پاته سوي دي. ځکه هغوي دا ډول کړني ترسره کولې چي هر کس يې نه سي ترسره کولای،هغوي داسي وه لکه بدن چي يې هيڅ درد او خوږ نه لري، د هر ډول ظالم په وړاندي درېدل او حق يې حقدار ته سپاره. پايلوچان دکندهار دخاين ګورنر ګورګين د ناتار په خلاف راپورته سوي ناميان وو چې ډېري کارنامې يې وکړې. داناميان چي دښمانانو د پايلوچيانو په نامه يادول دوي د هيواد هغه تاريخي اتلان وو چي د بيوزلو او بې برخو خلکو پلوي يې کوله. د کندهاري پايلوچانوپه اړه خلګ ډول – ډول نظرې لري،چي په دې سيمنار کي به ددوي خوصيات ،ځانګړني او کارنامې تر يو ځايه تشريح سي.

پايلوچان څوک وه؟[سمول]

په کندهار کي د نورو علمي،فرهنګي،سياسي او اکاډيميکو کسانو تر څنګ يوه ډله داسي خلګ هم اوسېدل چي په شجاعت او عزمت کي يې سارۍ نه درلود دا هغه خلګ دي ،چي په کلکوالي او غيرت کي يې په ټوله نړۍ کي سيال او بېلګه نه ليدل کيږي. د کندهار پايلوچان يو ځانګړي يونيفورم لري، پراخ او اوږد شين رنګه کميس او پرتوګ اغوندي د جامو د ګنډولو لپاره يې څه ناڅه پېنځلس متره ټوکر يا ټوټه په کار ده، شين وزمه توره لونګۍ او پاج تړي، پټو يې تل پر ولو پروت وي، چاړه ، د هوسۍ ښکر، خردوم(يو متر رسۍ چي يوې خوا ته يې يوه ټوټه وسپنه تړل سوې وي ) له ځانه سره ګرځوي.

نور وګوری[سمول]

د کندهار د پايلوچانو د نوم پيدا يښت او ځانګړتياو په اړه يوه امريکايې ژورناليست جروان دايک په افغانستان کي څه تيريږي کتاب کي دپايلوچانوپه اړه داسي ليکلي دي. ((ډير کلونه وړاندي چي کله ايرانيانو پر دغه هيواد يرغل وکړ او دلته يې ډير زيات جنايتونه پيل کړل، خلکو لومړي نه سوای کولاي چي د هغوي په وړاندي را ولاړ سي ،خو وروسته يو شمېر ځوانان را پيدا سول او په خپلو کي يې تړون سره وکړ، چي د دغو پرديو يرغلګرو په وړاندي مبارزې به کوی او خپل مال او هيواد نه دفاع به کوي ، ددې لپاره چي خپلوغليمانو ته خپل واک ښه څرګند کړي، به لوڅو پښو به يې تګ راتګ کاوه ،دغه کار يې د غليم په وړاندې د مقاومت او سر سختۍ نښه وه ، پردې سربيره يې په لوڅو پښو منډې وهلای سولې او کولاي يې سول چي په ځانګړې توګه دشپې له خوا بېله ږغ او ږوغه پر غليم بريد وکړي. هغه وخت په دې سيمه کې پاړ سي ژبه هم دود وه نو ځکه خو پاړسيانو دوي پاي لوچ(پا لوچ) وبلله. دغه پايلوچان د دې هيواد تاريخي اتلان او د بې وزلو او بې برخو خلکو پلويان وه.)) هغه وخت چي احمد شاه بابا واکمني ته ورسيد ،احمد شاه بابا دپايلوچانوډير زيات درناوي وکړ ، د هغوي د درناوي لپاره يې د جشن او ښادۍ په توګه يوه ځانګړې ورځ وټاکله او هغوي يې ښه او رښتيني خلک وبلل .هغه دغه خلک د شاه مقصود په نامه په يوه سېمه کي استوګڼ کړل چي اوس د کندهار په شمال کي د ډيرو ښو سېمو څخه ده. د کندهار دپايلوچانو ډلي ته د راتګ شرطونه که څوک و غواړي دپايلوچانوپه ډله کي شامل سي په لومړي سر کي بايد د هغه پېژندګلوي وسي تر هغه وروسته ازمېښت پرې کېږي چي وړتيا يې لري او که نه؟ دغه غوراوي (انتخاب)زياتره د ځواني په وخت کي تر سره کېږي. او ګوري چي د اور په وړاندي څومره ټينګار کولاي سي؟ هغه بايد خپلې پښې او لاسونه اور ته ونيسي او د اور ټوله تودوخه وزغمي. وروسته بايد شپږ مياشتي يا يو کال زغم وکړي چي کړه وړه او خبرې يې وارزول سي، بيا يې ژوندۍ جګړې( مبارزې) عملي ډګر ته را ښکاره کوي. که ټپي سو بايد چا ته فرياداو شکايت ونه کړي. د ټولو په پاي کي وروستي ازموينې ته ور بلل کېږي. وروستې ازموينه دا ده چي په يوه ځانګړې شپه کي د يو شمېر کسانو په وړاندي بايد ځان لوڅ کړي ياني بې پرتوګه ماسېوا خپل ټول کالي وباسي، د ملا پر تخته يې د اور سکروتې اچول کېږي او په دغه مهال کي بايد چرس وڅکوي.پايلوچانوته د چرس څکول ارزښت لري هغوي چرسو ته ( بوټۍ) وايي د هغو په عقيده چرس انسان خداي (ج) ته نږدې کوي او له ګناه څخه يې ژغوري. پايلوچان دينپاله خلک دي، دغه ګرد ازمايښتونه د جسماني ټينګار د پيدا کېدو لپاره او چرس څکول د رواني ازميښت نښه ګڼي. مخامخ او تن په تن جګړه دپايلوچانولپاره اړين بلل کېږي. که څوک کوم پايلوچ ته سپکاوي وکړي نو پايلوچ هغه زور ازماينې ته وربلي، ان که کوم څوکه هسي په يوه اشاره هم وغواړي د يوه پايلوچ سپکاوي وکړي د پايلوچ لپاره تن په تن جګړه لازمېږي. د پايلوچانو په اړه د ليکوالو نظرونه د کندهار د پايلوچانو د کړنو په اړه ليکولان هم نظره دي ، له هغو ليکولانو سره چي ددې سيمنار د چمتو کېدو پر مهال خبري سوي هغوي کندهاري پايلوچان تاريخي ناميان او د مظلومانو يوازني ملاتړ کوونکي او د ظالم په وړاندي درېدونکي اتلان بللي دي . ليکوال او څېړونکي محمد معصوم هوتک وايي د کندهار پايلوچانو خورا ښې ځانګړني درلودلې، که کوم خوار او غريب کس به د خپل يوې ستونزي ورته وويل نو لڅي پښې به ورسره تللي او تر هغو به کورته نه راتلي تر څو چي يې د هغه کس ستونزه ورته حل کړې نه وای ښاغلي هوتک صاحب وايي پايلوچان د ډېر پاک زړه خاوندان وه ،له بدلمني يې بد وړل او په خپلو سيمو کي يې ناروا کارونو ته اجازه نه ورکول دی وايي پايلوچان ډېر کلک خلګ وه او هيڅکله يې د جګړې د درد احساس او فرياد نه کاوه. هغه وايي ددوي له کيسو، عاداتو، کړو وړو، صفاتو، او ژبې نه دا جوته کېږي چي دا خلک غله اولوټماران نه بلکي نيک ، مرسته کونکي او مرستندوي ځوانمردان خلک وو . تکړه شاعر او ليکوال محمديار يار وايي پايلوچان لکه ډبره کلک وه ،د خپل سر په بيه يې د خپل او نورو د مال او ناموس څخه دفاع کول،په خپله ټاکلې سيمه کي يې نابلده او خراب خلګ نه پريښودل. دی وايې د پايلوچانو د لاسه هيڅ کس پر بل ظلم او زورزياتي نه سوای کولاي،او نه هم چا د چا حق خوړلاي سوای. نوموړي وايې هري سيمي ځان ته پايلوچ درلودي،او په خپله سيمه کي به يې غل ،شرابي،زناکاره، بچه بازه ،لوټمار او دې ته ورته بدکاره کسان نه پريښودل. تکړه طنز ليکونکي محمود نظري وايي پرپايلوچانوخپل عزت او پټ ټينګ ګران دئ او نه غواړي چي دپايلوچانوپه ډله کي کوم داسي داغ او سپکاوي پيدا کړي چي دده پايلوچي تر سوال لاندي راسي. که د يوې داسي ننګونې ( چلنج) سره مخامخ سي سمدلاسه مخامخ لوری مخامخ جګړې ته رابولي . بيا نو دغه دواړه د يو نا څرګند لورې ته روانيږي دغه مهال د دغې موضوع په اړه چي د دوي په منځ کي پېښه سوي ده هيڅ چا ته څه نه وايي کله چي هغه ځانګړې ځاي ته ورسيدل، دواړه ځانونه لوڅوي او له پرتوګونو پرته خپلې نوري جامې باسي، بيا نو د سپکاوي والا له لوري بريد پيل کېږي هغه څوک چي بريالي سو هغه بل را پر شا کوي يو خوندي ځاي ته يې رسوي او ټپونه يې ورپټۍ او ټکوروي ،له دې پېښي څخه بايد هيڅوک خبر نه سي او هيڅ لوري حق نه لري ،چي شکايت وکړي دا دپايلوچانود رسمونو او ادابو يوه برخه ده. هغوي له احساسه ډک خلک دي او ورسره ورسره خداي پاله هم دي . پايلوچان هيڅکله ښځو ته نه ګوري که کومه ښځه هغه ته نږدې سي هغه ځيني سترګې پټوي او خپله لاره بدلوي او يا لکه مجسمې په څير بې حرکته دريږي. که يوه ښځه له کوم چاڅخه پايلوچ ته شکايت وکړي،او يا هم کوم کس د بل نامحرمو ښځو ته په بد نظر کتلي وای ،د همهغه سيمي پايلوچ ور ته سزا ورکول او هيڅکله يې چاته اجازه نه ورکول ،چي کوم کس دي پردئ ښځي ته وګوري. کندهار اوس هم پايلوچان لري که نه؟ تکړه ليکوال او طنز ليکونکي محمود نظري په خپل کتاب بنګ حبيب الله کي ليکلي چي د پايلو چانو لړۍ د بنګ حبيب الله څخه وروسته ختمه سوې ده،محلي خلک اوس هم د دې خلکو په کيسو وياړي شاعرانو شعرونه پر جوړ کړي دي او هر هغه ټينګ ځوان ته چې د ښو صفتونو خاوند وي د پايلوچ لقب ورکوي ګر چي هغه پالوچ هم نه وي . تکړه ليکوال او سپين ږيري حاجي فضل محمد پنهان وايي اوس مهال ځيني ځوانان سته چي د پايلوچي دعوه کوي،خو ددوي کړه وړه د تيرو هغو سره دومره فرق کوي لکه مځکه او اسمان د ښاغلي پنهان په خبره پخوانيو پايلوچانو د هر خراب کار په وړاندي مبارزه کول خو اوسني هغه خپله ناوړه کارونه کوي او په خپلو همدې ناروا کارونو وياړي او ځان ته د پايلوچ لقب هم ورکوي اوس د پايلوچ نوم خپل کره توب له لاسه ورکړي دئ، ځکه په وروستيو کي ډېرو غلو، لوټمارو، قاتلانو،او لوچګانو د خپل بدو او کرغېړنو کړو و ړو د پټولو په خاطر ځانونه پايلوچان بللي دي او د وخت حکمروانانو هم د امنيت په خاطر د دې نوم پسې بد تبليغات کړي. په اوس مهال کي پايلوچ هغه چاته ويل کيږي،چي په بيلابيلو نشه يی توکو روږد وي،خلګ په عذابوي،غلا،لوټماري،لوچک او قاتل وي. ځکه هغه صفات چي پخوانيوپايلوچانودرلودل د اوسنيو هغو ده سرچپه دي. ټوخی(ټوخ) او د پايلوچانوقهر ټوخی ، د سترګو جنګېدل او کوږ کوږ تلل بيا د پايلوچانو لپاره د زنګ دخطر په معني وه،که کوم کس به پايلوچ ته ډېر کتل او يا به يې د هغه په ليدلو ټوخل او کوږ – کوږ به تلی، نو دا به د ځان لپاره تيار غم کتل وه. څېړندوئ انجينر شيرشاه رشاد وايي ټوخی او کوږ- کوږ تلل د کندهار د پايلوچانو په منځ کي د خطر زنګ وو، کله چي به کوم پايلوچ په بل هغه پسي ټوخلي وای نو مقابل لوري به عکس العمل ښودي،ځکه د پايلوچانو تر منځ ټوخی مقابلې ته د رابللو په معني و. نوموړي وايي که څه هم پايلوچانو ښه خوي او خاصيت درلود خو د ټوخي پر سر د خلګو وهل او ټکول هغه څه دي،چي ډېر وخت يې يو او بل ته پرې زيانونه اړول. ښاغلي رشاد وايي پايلوچانو ځان بېلي بېلي خانې(ځانګړتياوي) درلودلې ،چي د هغو د ساتلو لپاره به يې کله – کله له يو او بل سره جنګونه کول. دی وايې هغه کس پايلوچ نه بلل کېدي چي په هغه پسي يو چا ټوخلي وای او ده عکس العمل نه وای ښودلي،ځکه ټوخي د جنګ د اعلان په معني وو او که کوم کس جنګ نه وای کړي او ځان يې ټينګ او قوي ښودلاي نه وای نو بيا خلګو ورته پايلوچ نه وايه او نه يې هم د خپلو خلګو ساتنه کولاي سوای. ډېري خلګ د ټوخي پر سر شخړي ، جګړې ،وهل ،ټکول او زخمي کېدل د پايلوچانو کمزورې نقطه بولي. د مشهور پايلوچانو نومونه په محلي سندرو کي: شعر د ثاني عبدالصمد دئ دکندهارمشهور پايلوچان په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ صفت د کنداري دي اوس ټوله درښيمه په صفت ارزي ملا امد اخندزاده دئ بل غښتلي په نامه د جګ اخندزاده دئ د عمر وقيد ملا رحمت اخندزاده دئ تر اوسه پوري لنډو ورک په فراري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي حبيب اله ماما په نامه دئ

حاجي لطيف اکالري نام او نښانه ټينګ احوالدار اکا بيخي دئ په خپل ځانه غلام فاروق خانه خوشاله ځوانه معرفي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي په پاشمول کي مدد خان دئ دا د ماد يې هم داسي غښتلي په خپل ځان دئ بل د مرجي عبدالصمد کاکو نيک نام دئ باقي خان ماته رامالوم د سنزري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي د شوين حبيب الله دئ عبدالعزيز د پيريمال نامي خورا دئ د تابين ګل ماما ټينګ سوي په رښتيا دئ ښه يې پيژنمه سرورخان د سنزري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي د تابين رازق مدامه غښتلي ورورلري په نامه د عبدالرحمانه و د پاشمول محمد عزيز فقير ښه ځوانه تللي ډير نوم د جمعه خان او پستکي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي حميد خان مشر سړي وو لالو هم مړ دئ بېله شکه توريالي وو غوثو کاکړ د دغه ښار عجب زمري وو نورماد هم خوشاله ځوانه معرفي د ئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي جبار خان د سرپزي دئ عيدي ماما د دې ښار کوره خاني دئ بل توره بازچي د ښکاپر د دروازې دئ فيض الله دئ د منارې اوس لا بندي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

په صفت ارزي شا پسند د نيش دي خانه

سيف الدين ورور رستم زمري دي پهلوانه بل وطنداره يې د هغه د ځاي قيوم دئ سردار نورزي څو مره غښتلي ازلي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي په صفت ارزي په نامه طالب جلاله د ګوشخاني شامد نامي په هره لاره څو سوه خيرو او ملاغفار چي سوه په داره يو امين جان بل داودشاه د ناخوني دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي ملا کمال اخند نوميږي د بالا قرض حسن خو کلک را مالوميږي د قلعه چي حسام الدين قصاب ياديږي صالح هم دي د قلعه چي اوس فراري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي په صفت ارزي راز محمد در يادومه د د دوان نبود سنزري لالي منمه بل ابراهيم خان او راز مامد معلم ښيمه بل ماماګي او تر بالا عبدالباري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي نظر جان فقير ښه ځوانه نوم د کبلي او د کوبات دي په دا شانه امين الله او پير محمد دي غيږ بازانه خوشاله ځوانه ملا، لال ماد ډير مابتي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

په صفت ارزي ملا منان د نيش د خاکه

بل د ملا اخند د کلي ماد ايساکه مداعظم د دي موسي دي ډير چالاکه بيا د سپيروان ګلماد خان خوښ د هرسړي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

په صفت ارزي د بولدک ولي ښه  ځوانه

حاجي محمد او غلام دواړه دي ناميانه تر کاڼي کلک دي د ديخوجي دي رمضانه د کرز تور جان وو توره باز نوم يې جاري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

څه سونانۍ او زهير جان د زنګاواته

نوم د دانور او شابوزي تر اوسه پاته د چوک نامي داود فقير ولاړي عقباته شير ماد خان ورو دي د سردار عجب سخي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ کلک وو بورماد اکا تر پيش کابل سلامه سردار مامد اود پاشمول و صمد خانه سيد مابوب شاه اغا مغرور عجب ځوانه د سرپوزي عبدالاحد خورا جنګي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي دغه ټوله کنداريان دئ هر يو بيشکه په خپل ځاي کي شنه زمريان دئ غښتلي خلک په هر چا باندي ډير ګران دئ ثاني عبدالصمد تشير په شاعري دئ صفت د کنداري دي اوس توله درښيمه يا دا شعر احمد اخندزاده يوه ډبره وه د غره نامي چپک لالو دئ چي اقرار نه کوي پايلوڅ بنګ حبيب الله ټکنده غرمه وه دوه کليوال هلکان د شپيشتو پر بار خرو سپاره د مامتې څخه کور ته رهي وه د مصري يو فري يې يو او دوېم فرد يې بل داسې کوي: احمد اخوندزاده چي يوه ډبره وه د غره نامي چپک لالودي چي اقرار نه کوي فيض الله د منارې چي اوس لا بندي دي يو امين جان بل داود جان د ناخوني دي تور بنا د ښکا پوردروازي عجبه نامي دي د ګوش خاني شاماد نامي په هره لاره سردار نورزي بيا څومره غښتلۍ ازلي دي به صفت ارزي دا نينۍ مشهور سړي دي دا نور ماد بيا بيشکه توريالي دي بل کلاچه کي حسام الدين قصاب په نام دي د کاڼي کلک د ده خواجې رمضان دي د سرپوزي عبدالاحدعجب جنګي دي عبدالله د پيرپايمال خورا نامي دي غوثوکاکړ د دغه ښار عجب زمري دي .... دې نارو زه ډير ليري بوتلم خورا ليري او بې اختياره زما له خولې هم ووته: احمد اخوندزاده چي يوه ډبره وه د غره نامي چپک لالودي چي اقرار نه کوي

د سهار وږمې د شاه آغا د نغارو انګازې آن د ارغنداب تر شنو باغو رسولي چي په اورېدو به يې نازک پوستو انارو وخندل او ځينو به لا له شوق او سوزه خپل ګريوان څيري کړ او دوه څاڅکي وينه به يې توي کړه. د باغونو تر منځ په تنګو کږو وږو لارو کي به پر بودګانو سپرو او پلو ، سپين ږيرو، ځوانانو، تور سرو او کوشنيانو به پښې لا چابکي کړې د ايخ ايخ ، هي هي ... ږغونه، دوړې ، دربي او اوازونه به لوړ شول تا به ويل لکه چي نغاړې وايې: ...ژر کوه . ژرکوه ، هله ژر شه چا به سپين سرې بوډۍ په خره تړلي وه . چا تلتک او نيمڅي پر شا او د چا کوشني غوټه تر ملا ، د چا ناروغ پر شا او چا د دروږ له ښکرو نيولي او د زيارت خوا ته يې کشوي. د چا پسې به په دوړو ککړ، لوڅي پښې کوشنيان روان وه په کوشنيانو به د زيارت د شنو ګونبزو په ليدو له خوشالۍ چيغي ګډي شوې او په ځغاستا ځغاستا کي به تيت او پرک شوله خو د خپلو مشرانو په نارو به چي يې ويل: هلکو لاسونه سره ورکړي! نو سره به يو ځاي شوله او لاسونه به يې سره ونيوله. ... هلته پير ملنګ کچکول پر سر نيولي په يوه پښه څرخېدي اوږدوغوړو څڼو يې سترګې ورپټي کړي وې او سپينه اوږده ږيره يې له چرخېدو سره باد تار تار کوله د ملنګ له خولې نه چي ږغ يې ناست وي د اللهُ اللهُ سندره په سختي سره راوتله ان د شاه مقصودي اميل د ډبرو کړيچي به سمه د موسيقي نغمه ورسره ږغوله . څلور و خواوته يې چارزانو ناستو ځوانانو کړي ( حلقه) جوړه کړي وه او د اللهُ اللهُ په ويلو يې سرونه کښته پورته غورځوله ، يو نيم به لا له ډيري جذبې اوږد اوږد وغږيد او له خولې به يې ځګونه راغلل. ګنه ګونه وه هرې خوا ته د دعاګانو درودونه ، د واويلاو نارې ، د دردونو زګيروي، د کوشنيانو ژړا وي او ځغاستي ، ددروږو ړمباړي، د بودګانو شيشني او هنګا د نهيليو اسويلو د اللهُ اللهُ نارو.... ‎ټوله فضا ډکه کړي وه . شور ماشوروو. څوک ناست وه چا رنګه ټوکران پر شناختو تړل ، چا په په پټه خوله او سترګو د دعا لاسونه آسمان ته لپه کړي وه څوک پراته وه او خوب يې پوره کاو ه، څوک نغارو ته ولاړ وه او ځينو نور و بيا له زارت وروسته مېلې ته روان وه . لږ ها خواته د زيارت تر شا د غره په پراخه لمن کي د درختو تر سايې لاندي د اوبو د شر شري ته نږدي سرې جوزجاني غالۍ اواري وې چې څلورو خواوته يې د صوفي چيټ کوربچې او بالښتان پراته وه په منځ کي يې د ناوي په شان په مريو سينګار شوي غټ چلم چي خداي دي مې غاړه نه بندوي سر خانه يې پاو- نيم پاو په وار تمباکو نيول او شنه او زرغونه زومبکان يې پر ځړيده او څنګ ته يې په هيندارو سينګار شوي د تمبکو جعبه پرته وه ، د غاليو تر څنګ يو څو تنه ځوانان ناست او ولاړ وه او داسې ايسيده چي چا ته سترګې په لار دي . مېله وه هري خواته ځوانان را ټول شوي وه ، بنډارونه وه او خپلې خوږې او ترخې سره کولي کټوي باندي وې او د انارو او انګورو کوارچې هره خوا ته پرتي وې ، ځينو بيا پسو نه الويل او کبابول او د چايو توري چايجوشي او سماوارونه د اور له زوره ايشيدي، ملک اتاوالله چي چارخول يې له ليري ښکارېده له خپلو نوکرانو سره لاره څارله . د کوم يوه په ليدو لږ وارختا شو او خپلو نوکرانو ته يې وويل: هغه دي راغله! نوکرانوژرخپلې لنګوټې سمي کړې او لاس په نامه هرکلي ته ودرېدل،يو ځوان چي اوږده ترخيصي کميس څخه يې د پښې بوجولکې ښې ليدل کېدې ، د اوږدې صدرۍ له پړسيدلي جيب څخه يې د نسوارو کډو چي تل يې د شا بازار د بابک نسوارو خرڅونکي له شا بټل څخه ډکاوه، له ليري ښکارېده، شپړه يې يوي خوااو سيلاوه يې بلي خواته له کميسه لاندي تر ملا ځړيده، په يوه لاس يې د کميس لمن د عادت له مخي مروړلې نيولې وه او بل لاس يې لکه ښه روزل شوي اولدار په زوره کښته پورته غورځاوه، د توري لنګوټي شمله يې تر بوجولکو رسيدله او خپله هم د شملې خوا ته کوږ کوږ تي تا به ويل ګواکي د شملې وزن يې سر دېخواته کوږ کړي دي او يا غواړي و ګوري چي شمله يې څنګه پر مځکه کښيږي. په داسې حال کي چي چارآشه موچڼې يې په پښو، خامکي پټو ورپسي څکېده راورسيد، له سلام او روغبړ وروسته لکه د تل په شان په د وو ګوتو کيناست. په داسي حال کي چي خپله اوږده لمن يې پر ځنګونو راکښله د سترګو له کونجو يې ناست ميلمانه يو وار بيا تر سترګو تير کړل. ددي نري، ښايسته او غنم رنګ ځوان په ليدو سره چي غټو سرو سترګو او ګڼو بريتو يې څيرې ته خاص هيبت او جذب ورکړي وو د نوکراو نو تر منځ پوښتنې او کونګوسې پيدا شوي . ملک ورو هغو ته وويل: دا بنګ حبيب الله دي . کپه نظر ماد چي غټي لنګوټې يې لکه سايبان پر مخ سايه کړي وه پر آس سپور له دوو پاپيانو سره راورسيد، چي د کرک کڅوړه يې په لاس او خردوم يې تر ملا تړلي وو ، له آسه راکښته شو ، آس يې د ملک نوکرانو ونيوي له سلامه او روغبړ وروسته پر دوو ګوتو کيناست او لمن يې لکه نورو پر زنګونو راکش کړه. په هم دې ډول شين کريم هم پله کش راغي د بوټو د ايستلو د ځاي سره ودريد، خاورې يې په پښو وشندلې، اسمان ته يې وکتل او په خپله خاصه لهجه يې وويل: شين يم شين آسمانه! دي هم له سلام او روغبړ وروسته کيناست.ګود ګوډ ،ګوډ عبدالاحد چي ډ ‌يرو ټپو له کبله خلاص خلاص تي هم راورسيد او تر سلام او روغبړ وروسته کيناست.تا به ويل دا ټوله دا يوه ټولګۍهم صنفيان دي . پوخۍ صالح ماد چي د لنګوټې شمله يې ورپسې څکېده او يو ښکلي ځوان حاضر باش ورپسې وو. تبرزين يې تر ملا تړلي وو کوږ کوږ راورسيد همداسې خښته خداي رام ، احمد اخندزاده.... يو د بل پسي راورسيدل . دوه تنه نوکرانو د چلم په ډکولو اخته وه د ملک شاو خوا د ځوانانو چي هغوي هم د غښتلتوب دعوا کوله ناست وه خو نورو د هغه هلکان ګڼل ځکه ازمايل شوي نه وه د ملک د خولې وه او تل د ملک پسې وه د نورو پسې روان ځان ته غښتلي نشواي ويلاي نو ځکه د هغو پر خبرو او کړو وړو د نورو خندا راتلله. په دي وخت کي دوه پخواني ناميان غوثو او نيني فقير چي سپني ږيرې او لوڅي پښې وه راورسيدل. غوثو د يخي کولنګ د نيني پيش قبضه تر لمن لاندي تړلې وه د مجلس يارانو چي تر اوسه چا ته نه وه دريدلي د دغه دوو غښتلو ناميانو د هر کلي لپاره ودريدل. دوي سپين ږيرو، سيدانو او علماو ته زيات احترام درلوده دا د زمريانو په شان غښتلي ناميان چي په زرو لښتو او سلو چړو به يې د خولي آخ نه وته او نه يې تر ځان بل باتور ليده نن يو ځاي را ټول شوي وه هر يو يې د وسپني يوه کلا د ډبرو يو غر د ځنګله يو زمري اود ميړانې يو پهلوان او د غيرت بې تاجه باچاهان وه.نن د ميړو او نه ميړو، د ټينګو او سستو د ناميانو او بګيلانو د زمريانو او چغالانو تر منځ د سيالۍ او امتحان ميدان وو . نو ځکه ټول چوپ وه او ستر ګې له کونجو يې ميدان او ياران څارل د مېلې ډيرو ځوانانو دا باتوران پېژندل نو هره شېبه يې په سا نيولي ټوګه د يوې پيښې انتظار کاوه دادو چي ځان يې نامي باله او د ملک نوکر وو ملک غوښتل دي په نورو ناميانو وپيژني نو ډک شوي چلم ته د سکروټې دراوړلو لپاره له ځايه پورته شو، ناستو کسانو دي څاري چي دي بيا څه کوي؟ د ادو هم لکه دا نور کوږ کوږ له اوږدې شملې سره د اور خواته ورغي او هلته يې د اتشګير پر ځاي په ګوتو سره سکروټه واخېستله د ناميانوو مجلس و مستي ځيني کېده او وينه يې په جوش راغلي وه په داسې حال کي چي سکروټه يې په لاس کي لکه بوجلې چي ښکېلي ښوروله ، او په غروره يې خندل کوږ کوږ د چلم خواته خرامان خرامان روان شو د ملک خوله نه ټوليده او نور نوکرانو يې له خوشالۍ په کالو کي نه ځاېده او نه پوهېده څه وکړي؟؟! څه چل وشو چي سکروټه يې له لاسه ولويده لاس يې وسو؟ که تر تاثير لاندي راغي؟ يا نظر شو؟ يا يې هم پام نه وو؟ خو دا کار په داسې يو محفل کي د زغم وړ نه وو تر اوسه ټول چوپ وه يو هم نه پوهيده چي له کومه ځايه يې پيل کړي. غيبت دوي نه کوي دا يې د کم اصلو خلکو کار باله او د ځان صفت يې د نامردانو کار ګڼه دوي مرګ قبلوي خو دغه القاب يې نه ، د بنډار يارانو لکه چي برق چي نيولي وي ، يوه جټکه وخوړه! لکه له خوبه چي کښينستلي وي وارختا شول لاس او پښه شول، چورت يې واهه چي دا څنګه بې عزتي يې وشوه؟؟؟ دادو لا پوه شوي نه وو چي ملک يې له خاورو خاکه کړي وو. نو په چټکي د لوېدلي سکروټې خواته کوږ شو خو افسوس د ناميانو ميدان يو وار وو لکه نننۍ لوبې بل چانس يې نه لره کټو په يو وار ماتيده او ماته شوه، کپه نظر ماد چي نږدي ورته ناست وو هغه يې په چپلاخه ووهه وار يې له مخه کړ لوېدلې سکروټه يې په خپلو شونډو پورته کړه او په خپله پښه يې کيښودله. د ملک غړي وتښتيدل پر تندي يې د د خولو سيلاب رامات شو او لکه هغه پهلوان چي د حريف په يوه لينګته يې شا مځکې ته رسيدلي وي مات شوي وو ځکه د زمريانو په محفل کي چغالانو ته ځاي ورکول د زمريانو سپکاوي وو د غښتلتوب نوم ته دوکه وه او ناميانو ته ښکنځل وه . چي دا بيا د تحمل وړ نه وه. بنګ په بريتو کي وخندل دا درېيم وار وو چي بنګ په بريتو کي خندل :لومړي ځل درې مياشتي مخکي چي محمد اکبر کومندان تبديل شو او نوي د امنيې کومندان راغي بنګ همداسي خندلي وه د امنيې زاړه کومندان د تسليمي په وخت کي نوي کومندان ته داسې ويلي وه: ما منطقه د غلو او لوچګانو نه پاکه کړي ده نور هر څه چي کوې خو په څو ناميانو غيرتمندو به غرض نه لري بيا يې نوي کومندان د دې ناميانو د ليدو لپاره د هرات بازار خواته بوتي هلته د يو سماوار مخي ته يو کرک ځړېدي د امنيې کومندان کرک ته ګوته ونيوله او ويې پوښتل: - دا کرک د چا دي ؟ هيچا ځواب ورنه کړ .کومندان بيا ږغ کړ: دا کرک د چا دي؟ د سماوار له پايه يوه تن په بې پروايې سره ناري کړه: دا زما ده زياته! کومندان په لوړ ږغ وويل: - خبر نه يې چي کرکان بند دي ؟! - صايب زه يې پاس لرم زياته ! - څنکه يې پاس لري؟ د سماوار له پايه يوه سيلاوه راوغوځوله شوه ورسره ږغ سو: - دغه دي پاس يې زياته ! زاړه کومندان نوي کومندان ته وويل : يو يې دا دي: مهتاب الدين آغا نوميږي ! بيا د سالو خان چمن خوا ته ولاړل هلته يو ځوان د چرسو په څکولواخته وو . کومندان هغه ته ورنژدي شو او ورو يې ورته وويل: -خبر نه يې چي حکومت چرس بند کړي دي ؟ - خبر يم زياته مو ستره په دي پاي کي ،دا يې تکيه کلام وو - نو ولي چرس څکوي ؟ - کله صايب دا فقيري بوټي دي موستړه په دي پاي کي . کومندان اولدار ته ږغ کړل: هلکه هغه کومنداني ته بوځه! په کومنداني کي يې هغه په يوه زاړه ميز پريستي او شپز سوه لښتي يې پر ملا او پښو وواهه خو د ځوان له خولې اخ هم ونه وت. اولدار ستړي شو، د نوي کومندان وار شو،نوي کومندان هم په ډيرو وهلو ستړي شو او حيران پاته شو چي دا څنګه انسان دي ؟! په هم دي چرتونو کي پر څوکۍ کيناست او د چايو پياله يې خولې ته پورته کړه. ځوان سر راپورته کړ او نوي کومندان ته يې وويل : - کومندان صايب نور څوک نه شته چي ملا راوګروي؟ نوي کومندان ورو زاړه کومندان ته وويل: يو يې دا دي بنګ ، پايلوچ بنګ حبيب الله! نوي کومندان مخ د بنګ خواته کړ او ويې ويل: ځه زمريه! زما په کومنداني کي هر څه چي کوې کوه يې ازاد يې! بنګ له زاړه ميز څخه پورته شو لمن يې کښته کړه سيلاوه يې تر ملا وتړله پټو يې د تل په شان له يوه کنجه راکش او ايله څوکه يې تر اوږې ورسوله او په داسې حال کي چي پټو يې ورپسي څکېده او شمله يې مځکې ته رسيدله کوږ کوږروان شو . د تلو په وخت کي يې زاړه ميز ته يو وار بيا وکتل سر يې وښوراوه او په بريتو کي يې وخندل لکه اوس

....د کباب بوي د ناستو خلکو سږمې وتخنولې، خو کپه نظر ماد او غوثو په خبرو اخته وه له پښې يې د کباب بوي پورته کيده او جز جز څاڅکي څاڅکي يوه يوه اوښکه ترې څڅيده څوک دي چي سکروټه د نظرماد له پښې ليري کړي؟ او څوک دا جورت لري چي ورته ووايې؟ تر سکروټي لاندي يوه تڼاکه پيدا شوه د تڼاکې سترګه کرار کرار لويده تا به ويل غواړي دا ټول شوي ناميان يو ځاي وګوري خو د ليدو تاب يې رانه وړ او وچوله او سکروټه يې ليري وغورځوله. له شاو خوا څخه د ميلې د خلکو او نيمچه ځوانانو چي په درختو کي ناست او ليري ولاړ وه د دوي سيل يې کاوه بې اختياره نارې پورته شوي: د مور شيدي دي شه! دا نارې ټولو واوريدي او خوند يې ورکړ خو په ملک يې خولې را ماتي کړې. د احمد اخند زاده تنده په دې کار هم ماته نه شوه ولاړ شو له جيب څخه يې د نسوارو کډو راويستي، يوه خوله نسوار يې خولې ته واچوله د سماوار خواته ولاړ، کميس يې وايست ، او جوش سماوار يې چي همداسې خوټيده پورته کړ او په خپله راسته وږه يې خالي کړ د بدن وېښتان او پوستکي يې له اوبو سره توي شول او دود يې له بدنه پورته شو .بيرته يې کميس واغوست ، د نسوار يې تواو بېله دي چي څه ووايې پر خپل ځاي کيناست. - دا د نامي زوي بيا ګوره! د مور شيدي! واه واه نامي! نارې او چيغې بيا اسمان ته پورته شوي، عجبه فضا وه، ټوله چوپ وه، د چا چا ستر ګې له تعجبه راوتلي وې، څوک څوک هېښ پېښ پاتي وه ،چا لا ګوته په خوله کي نيولي وه، د چا چا زړونه په يخ شول ،د چاچا بيا زړونه وچول. لکه چي د بنګ تنده په دې هم ماته او زړه يې يخ نه شو. د ملک د تندي د خولو او د دادو چغال چي چم يې د زمريانو کاوه خو خر بې غيرته وو او ځان يې پايلوچ باله او د پايلوچانو نوم ته يو داغ وو، په ليدو يې زړه نور هم جوش وکړ او ولاړ شو. ټول حيران ول چي دي بيا څه کوي ؟ بنګ ولاړ سو خپل اوږد کميس يې ويستلو ، د تاوتاو شوي د يو تان پر توګ يې چي د پرتوګاښ پر ځاي يې واګي وراچولي وې او سر بيره يې په نازک زنځير هم تړلي وو مالوم شو په ټول بدن کي يې جوړ ځاي نه ليدل کيده خو د نس د پرهار کوکونو يې چي لا تازه وه فکر شو: د کاکو غلام فاروق په باغ کي د يارانو بنډار وو چي هر کال به دا بنډار د بنګ لخوا جوړيده او د پايلوچانو تر منځ به د غښتلتوب آزاده سيالۍ کيده ،دوه دوه اخته وه د سيالۍ کوم کوم ريفري او حکم نه درلود . دوي په په خپله فيصله کوله کوم يو چي به نوريې د لوبې د دوام توان نه درلود. د سلا م دي تا ته باداره! په ويلو به تسليم شو. هلته دوه په پټوانو کي سرونه پټ کړي وه او يو بل به يې د بوزي په ښکر او نيره سره وهله. تر هغو به دا لوبه کېده چي يو به بيتابه شو او سر به يې لوڅ کړ نو بيا به د هغه بل تابع ګنل کېدي، دلته بيا دوه دوه نورو کميسونه ايستلي وه او جوش کړي هګۍ يې په بغلو کي نيولي وې د هر يوه څخه به چي هګۍ ولويده نو و هغه بل ته تسليم شو. د دوو نورو بيا ډبرې غور‎ځورلې او سرونه يې ورته نيولي وه هر يو چي به سر بچ کړ نو لوبه به يې بايله او هغه بل ته به د سلام دئ تا ته باداره په ويلو به تسليم سو. دوو نورو به بيا د تبۍ لاندي اوربل کړي وو او لوڅي پښې به پري ولاړ وه . بنګ، تور قادر او شوړ غلام رسول پر چلم بنډار کوي. د تور قادر سترګې پر يو هلک چي پر خره سپور وو او ځان يې پورته پورته کاوه، غوښتل يې چي له ونې څخه زردالو وشکوي له خولې ووتل: واه واه نانيه ځان وشلوه ! په بنګ دا خبره بده ولګېده، نو يې مخ قادر ته ورواړاوه او ويې ويل: دا دي بده خبره وکړه موږ هم کشران لرو زياته موستره په دي پاي کي ! خبرو تاو واخېست. بنګ ورته وويل : -زما هغه ورځ نه هيريږي چي زما د کريم سره جنګ و او ته د سيلاوې سره زما مرستې ته راورسېدې زياته موستړه... قادر ورته وويل : - زما هم انډوال يې کنه نو درسره کتلي به مې واي. ددې لپاره چي غوسه يې سړه شي. دواړو سرونه په پټوانو کي پټ کړل او يو بل يې دومره په نيره او جوالدوز سره ووهله چي پټوان يې په وينو تک سره شول .

د کريم او بنګ د کرک پر سر شخړه شوي وه بنګ د کرک شوقي و، کرک يې جنګ ته تيار کړي و ټوله ورځ يې هغه په لاس کي کښته پورته هاخوا دېخوا کوي چي جنګ ته تيار سي، د جنګ نه يوه ورځ مخکي يې هغه ته تر سهاره بېدار خوابي ورکړه او سهار د لمانځه وخت يې دوه ساعته خوب ته ايله کړ او بيا يې وږي تږي او له خوبه ګيچ او سر بداله د جنګ ميدان ته يووړ او د کريم له کرک سره يې جوړه کړ. ميدان د کرک بازانو خورا ګردي شوي وو له هري خوا نارې پورته کېدي: - ايله يې که ! - لاسه مه وروړه ! - دېخوا ته يې که! -مابين ته يې که! - بنګ يې وهي! -کريم يې وهي! - کريم يې وهي! .شاباش په سترګه يې واهه! . له سر يې ټينګ ونيسه د نامي زو! د شرط تړونکو بيا نارې وې: -څلور په يوه ! -درې په درې! ....... د بنګ کرک چي د بې خوبيه ګيچ و، يوه موښکه يې د کريم دکرک په سترګه ولګېده او چي دويمه مښوکه يې غورځوله د کريم کرک په تښتيدو شو کريم د خپل بګېل کرک سر په دوو ګوتو له تنې جلا کړ او خالي کڅوړه يې پر مځکه وويشتله . بنګ ته يې بد بد وکتل او پر مځکه يې تو کړل بنګ ورسره کله کله شو او کرار يې ورته وويل: - ماښام به د غړندوکي بابا زيارت کي سره ګورو ! پاته مو ستړه په دې پاي کي کريم ورته وويل : - سمه ده زياته بزاتره ! ماښام چي بنګ د غړندوکي با با زيارت ته ورغي د کريم تر شا څو انديوالان ولاړ وه، خو تور قادر هغوي لېدلي وه نو سيلاوه په لاس د بنګ مرستې ته راورسيد، د کريم انديوالان تر شا شول . بنګ ږغ وکړ: - وار کوه زياته مو ستړه ... کريم ورته وويل: وار ستا دي زياته بزاتره! بنګ په غوسه ورته وويل: - پوهيږي زياته مو ستړه په دي پاي کي! - زه چغال نه يم چي اول وار وکم خرنا ځوانه وار کوه! کريم په خپله شپړه د بنګ نس ورڅيري کۍ د بنګ کولمي لاندي توي شوي بنګ خپله سيلاوه د کريم په سينه کي ورښخه کړه، او هغه د اخ په ويلو پر مځکه ولويد. بنګ خپلي کولمې بيرته په نس ننه ايستلې ، ملا يې ټينګه وتړله او کور ته د قادر په مرسته ولاړ بنګ له چورته راوو بنګ پړ مخي پريوت او د ملک نوکرانو ته يې چي چرس يې پخول وويل : -راشي زما پر شا چرس پاخه کۍ ! د بنګ پر شا بلکه جوړه شوه او د چرسو پخول پيل شول ،هر وار به سير- دوسيره تلي تاوېده تر هغه چي چرس وچيدل د بنګ پر شا اور بل وو . هلکانو، ځوانانو او نورو چي دوي يې لېدل او څارل په رډو رډو ستر ګو يو بل ته کتله، يو وار بيا : - د مور شيدي بنګه! - نامي د ناميانو يې! - د هغه مور ...... چي تا نه مني! زوږ او شور پورته شو او هغه وخت اوج ته ورسيد، چي چرس پاخه شول او بنګ وداريدي خپله لمن يې ايله کړه او خپل پر ځاي کيناست داسې ارام کيناست تا به ويل چي هيڅ نه دي شوي .ملک او نوکرانو يې ډېر کوشني شوي وه .په دې وخت کي چلم سر شو خو دا بل ډول چلم و، يو کش يې ښه ځوانان له پښو غورځوله او همدا علت و چي د ملک نوکرانو يوه يوه ځان ايسته او څوک چي پاتي وه هغوي مازي خوله پر ايښوله، او کوم يوه به چي دود کش کۍ بيا به په ټوخه ټوخه شوه دا ټوخي به د موسيقي بڼه ونيوله، يو ساعت کي يوه سر خانه پوچه نه شوه نو استاد عبدالرزاق خياط ته دي وضعي چندان خوند ورنه کړ، چلم ته ور ولاړ شو د چلم سر خانه يې تازه کړه او په چپه سږمه يې له چلم د زړه نه د اخلاصه قورونه ويستل، دې قورونو مېلمنو ته څه ان چلم ته يې لا خوند ورکړ او سر خانه يې په همدا يو وار پوچه کړه. بيا د هري لوري: - د واه واه استاذه ! - د مور شيدي....! ږغونه پورته شول . ملک چي نفرو يې خانه ور خامه کړي وه يو ناست ځوان ته اشاره وکړه، ځوان له نسوارو د ډبلي نه يو وچ شوي لړم راويست او پر چلم يې د چرسو پر ځاي کيښود .بنګ چي تر اوسه يې دوې سرخانې په يوازې سر پوچې کړ ي وې، دي کار چندان خوند ورنه کړ، بد پرې ولګيد، نو وار يې در مخه کړ چلم ته ورغي او په دو کشه يې سر خانه پوچه کړه ،ځکه هغه په ځان کي دا تاب لېده او نه يې غوښتل نور ناميان شرمنده يا لېوني کړي. هوا او فضا مېله ځي ته بل شکل ورکړي وو هرېخواته دوه- درې پراته وه. ټوخه ،ټوخه.... په دي وخت کي د رابلل شوي سندر غاړي ږغ پورته شو: غښتلي خللک په هر چا باندي‎ډير ګران دي دا ټوله بېشکه په خپل حال کي شنه زمريان دي د خاکريز شاه آغا ننګومه د ده در و درګا ننګومه په مزار کي يې نغارې دي په دربار کي شني منارې دي سلطان عطا بابا د پيرانو خلېفه دي مزار د شا غنډان بابا عجبه ښايسته دي پر څوکه پروت دي تختي شا مبارک لوړ سيد اوليا ننګومه د خاکريز شا آغا ننکومه بګت بابا ملازلي دي بل شنغزي او ازرجي دي قريش هم هغه شين کوڅي دي خوجک بابا او ملا دوران ننګومه لوړ سيد اوليا ننګومه د خاکريز شا آغا ننګومه بابا ولي صاحب خوشال دي دده نه چي تير شي پيرپايمال دي بل نازولي د رب سيد اسلم دپنجوايې دي فريح الدين اخوندزاده قطب زمان ننګومه موي مبارک او خرقه د خير الانام ننګومه لوړ اوليا ننګومه د خاکريز شا آغا ننګومه ......

په دي وخت کي يو تن راغي د بنګ په غوږ کي وبونګېده. بنګ پټو له يوه کونجه ونيوي ولاړ شو او ويې ويل: يارانو د خداي په امان زياته.... مو ستړه په دي پاي کي! او کوږ کوږ رهي شو. بنګ ته د کومنداني لخوا د هديرو د ناجو ګانو د ساتنې دنده ورکړ شوي وه خو مازيګري بنډارونه هلته کېده نو ځکه غني خان نايب الحکومه دي غوښتي وو. غني خان نايب الحکومه د مشرانو او نورو لوړ رتبه مامورينو سره ناست وو . بنګ کوږ کوږ چي په يو لاس کي يې له عادت له مخي د کميس لمن ګونځې ګونځې نيولي وه بل لاس يې لکه اولدار ښوروي پله کش د مجلس کوټې ته ورننوت ،اوهلته يې له يوه تن نه يې چي دروازي ته نژدي ناست وو وپوښتل: - دا نايب صايب بياکوم يو دي ؟ هغه نايب الحکومه ته ګوته ونيوله. بنګ د نايب الحکومه مخي ته ودريد او ويې ويل: زه تا راغوښتي يم زياته مو ستړ په دي پاي کي! نايب الحکومه چي يوازي په دي پوه شو چي تا راغوښتي يم، نو نايب الحکومه د امنيې کومندان ته وکتل: د امنيې کومندان ولاړ شو او ويې ويل: صايب دا بنګ حبيب الله دي بنګ حبيب الله . غني خان بنګ سر تر پايه تر نظر تير کړ او ويې ويل: ما په اسمان غوښتي او ته خدا پر مځکه په لاس راکړي، ټول ستا نه شکايت کوي . بنګ ورته وويل: -خبر ياست ټول مشران اعليحضرت ته ستا نه په شکايت تللي دي د نايب الحکومه رنګ لږ ژير شو او ويې ويل: - دا درواغ دي ! بنګ ورته وويل: دا ستا هغې هم درواغ دي ! غني خان امر وکړ: -لښتې راوړي ! بنګ هم بېله دې چي څه ووايې خپل پټو يې اوار کړ سدرۍ يې ويستله او پوړ مخي پريوت. نايب الحکومه ورته وويل: - اقلاً پوښتنه خو وکړه چي ولي دي واهم! بنګ وويل: - زه د وهلو وروسته بيا پوښتنه کوم ....په دي پاي کي! نايب الحکومه ته د ده حاضر جوابي خورا خوند ورکړ ودريد او بنګ يې پر شا وټکوي او د مجلس خلکو ته يې وويل: - کنداريان واقعاً باتوران دي ! بنګ د کور خوا ته رهي وو په جاده کي د ماله جات او ښکارپور بازار د ځوانانو تر منځ د ډرونه خط لوبه روانه وه په دې شرط چي هر چا که يووړه بايللي ډله به يې پر چيچو غاړو تر چار سو پوري وړي لوبه ډيره توده او ضدي شوي وه دواړو خواو پټوان تاو کړي وه چا لا په پټو وانو کي ډبرې اچولي وې او يو نيم لا زنځيران په لاس کي نيولي وه هر يو به چي رامخکي شو په يوه وار به يې په سترګو توره شپه شوه او د اخ، واي په ويلو به بيرته دايري ته ننوتل. هيڅ يو مخي ته نشواي ورتلاي ټول هک پک او حيران پاته وه چي څه وکړي په دي وخت کي د يوه سترګې پر بنګ ولګېدي ورغي او هغه يې ميدان ته راوستي د هلکانو زاريو اړيست چي ميدان ته ننوځي . بنګ پښه پر خط کېښودله او په بله پښه يې د حريفانو پښې تعقيبولي د زنځيرونو او پټوانو وارونه يو د بل پسې کېدله، خو بنګ ښور هم نه خوړي تا به ويل دا وارونه پر ده نه د پروړو پر ګونۍ مښلي پر حريفانو له ډيري وارختايې خولې راماتي وې. يو ځوان چي زنځيرونه يې په لاس او پر ځان ډاډه وو لږ ورنږدي شو سوچ يې کاوه چي په يوار به يې تر شا کړي لږ مخي ته ورغي بنګ چي هغه تر سترګو لاندي څاري په يوه ټوپ سره يې پښه ورورسوله او ميدان يې وګاټه. شور ماشور جوړ شو هلکانو له ډيري خوشالي خپل پټوان پورته پورته غورځوله وړونکي ډله د حريفانو په چيچو غاړوکښيناستله او د شا بازار خواته رهي شول يو تن چي د د حريف پر چيچو غاړه سپور وو د خپل حريف سترګي پوټي کړي او بل د لاس ګوتي ورته ونيولي او و به يې پوښتل: -ارغونچکي بر غونچکي يو تار دوه يې غونچکي سلا په سلا اور بګو چند؟ هغه به له ځانه ځواب ورکړ : - سه يو وار په ټولو په يوه ږغ نار ې کړه: غلط بګوچهار! د کورس به شان به دا آرغونچکي بګو چند.... د نارو او شور سره تکرار ېدل و خرقي شريفي مخي ته د تيرېدو سره بنګ مخ و خرقي شريفي خواته کړ او يو عسکري سلام يې وکۍ چار سو ته لا نه ورسيدلي چي يو نيمچه ځوان د توپنچي دوه تکه وکړه . دا لومړي وار وو چي په عادي خلکو کي توپنچه پيدا شوه هلک توپنچه په ګنډه ووهله د چارسو په پوشلي بازار ننوت.


۱-شپړه: غټه او پلنه ګردي د موچيانو برنده ده چي د لرګو لاستي لري. ۲-خردوم: د سرپوغټي(ګلوله) چي د څرمني لاستي لري. ۳-د يخي کولنګ: کوشني کولنګ دي د يخي ماتولو لپاره. ۴-د بزي ښکر:د بزي وچ ښکر دي چي تيز او نري شوي وي او منځ يې د سرپو ډک شوي وي .۵-سير: د کابل يو خورديا ( ۱۱۰ ګرامه) کيږي.د کندهار پایلوڅان اسدالله زړه سواند – د کندهار پوهنتون هر ځای او سيمه ځان ته ځانګړی او خاص عنعنات،فرهنګ او مدنيتونه لري، خو کندهار بيا د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دئ چي خورا ځلانده او څرګند تاريخ لری. دلته کندهار کي داسي کسانو ژوند کړي او کوي يې چي په علمي،فرهنګي،سياسي او ټولنيز اړخ کي يې سارۍ په نوره نړۍ کي نه ليدل کيږي. شجاعت ،ميړانه،پاک نفسي ددې خلګو اصلي پېشه ده،د پرديو يرغلګرو په وړاندي همېشه دا خلګ لومړني دي، ځکه کندهار ته د حرکتونو او خوځښتونو مرکز هم ويل کيږي. ډېري کسان په دې اند دي چي د افغانستان تاريخ هم له همدې تاريخي سيمي شروع کيږي،د زياتو کسانو پر خوله خو ان دا خبره وي چي ((کندهار معني افغانستان)) ځکه د هيواد سرنوشت همېشه له کندهاره ټاکل سوي دئ. دلته کندهار کي دظلم او ستم سره ډول ډول مبارزې سوي ،چې د هغو د ډلي نه يوه يې د ناميانو(پايلوچان)اوځوانمردانو نهضت دئ، چي دخلکو د ګڼو پرګنو د آرمانو په پار يې اوږدې مبارزې کړي دي ، د بې وسو لاسنيوي يې کړي دي او د زورمندانو او ستمګرانو په ضد درېدلي ،هغو داسي يونظام درلود چې ستمګرانو په ټول هغه قدرت چې درلود بيا هم د دوي نه ډارېدل . له دغو کسانو څخه يو هم کندهاري پايلوچان دي، چي په نړۍ کي ددې ډول خلګو ساري نه ليدل کيږي او کارنامو ته يې دنړۍ خلګ ګوته په غاښ پاته سوي دي. ځکه هغوي دا ډول کړني ترسره کولې چي هر کس يې نه سي ترسره کولای،هغوي داسي وه لکه بدن چي يې هيڅ درد او خوږ نه لري، د هر ډول ظالم په وړاندي درېدل او حق يې حقدار ته سپاره. پايلوچان دکندهار دخاين ګورنر ګورګين د ناتار په خلاف راپورته سوي ناميان وو چې ډېري کارنامې يې وکړې. داناميان چي دښمانانو د پايلوچيانو په نامه يادول دوي د هيواد هغه تاريخي اتلان وو چي د بيوزلو او بې برخو خلکو پلوي يې کوله. د کندهاري پايلوچانوپه اړه خلګ ډول – ډول نظرې لري،چي په دې سيمنار کي به ددوي خوصيات ،ځانګړني او کارنامې تر يو ځايه تشريح سي. پايلوچان څوک وه په کندهار کي د نورو علمي،فرهنګي،سياسي او اکاډيميکو کسانو تر څنګ يوه ډله داسي خلګ هم اوسېدل چي په شجاعت او عزمت کي يې سارۍ نه درلود

دا هغه خلګ دي ،چي په کلکوالي او غيرت کي يې په ټوله نړۍ کي سيال او بېلګه نه ليدل کيږي.

د کندهار پايلوچان يو ځانګړي يونيفورم لري، پراخ او اوږد شين رنګه کميس او پرتوګ اغوندي د جامو د ګنډولو لپاره يې څه ناڅه پېنځلس متره ټوکر يا ټوټه په کار ده، شين وزمه توره لونګۍ او پاج تړي، پټو يې تل پر ولو پروت وي، چاړه ، د هوسۍ ښکر، خردوم(يو متر رسۍ چي يوې خوا ته يې يوه ټوټه وسپنه تړل سوې وي ) له ځانه سره ګرځوي. د کندهار د پايلوچانو د نوم پيدا يښت او ځانګړتياو په اړه يوه امريکايې ژورناليست جروان دايک په افغانستان کي څه تيريږي کتاب کي دپايلوچانوپه اړه داسي ليکلي دي. ((ډير کلونه وړاندي چي کله ايرانيانو پر دغه هيواد يرغل وکړ او دلته يې ډير زيات جنايتونه پيل کړل، خلکو لومړي نه سوای کولاي چي د هغوي په وړاندي را ولاړ سي ،خو وروسته يو شمېر ځوانان را پيدا سول او په خپلو کي يې تړون سره وکړ، چي د دغو پرديو يرغلګرو په وړاندي مبارزې به کوی او خپل مال او هيواد نه دفاع به کوي ، ددې لپاره چي خپلوغليمانو ته خپل واک ښه څرګند کړي، به لوڅو پښو به يې تګ راتګ کاوه ،دغه کار يې د غليم په وړاندې د مقاومت او سر سختۍ نښه وه ، پردې سربيره يې په لوڅو پښو منډې وهلای سولې او کولاي يې سول چي په ځانګړې توګه دشپې له خوا بېله ږغ او ږوغه پر غليم بريد وکړي. هغه وخت په دې سيمه کې پاړ سي ژبه هم دود وه نو ځکه خو پاړسيانو دوي پاي لوچ(پا لوچ) وبلله. دغه پايلوچان د دې هيواد تاريخي اتلان او د بې وزلو او بې برخو خلکو پلويان وه.)) هغه وخت چي احمد شاه بابا واکمني ته ورسيد ،احمد شاه بابا دپايلوچانوډير زيات درناوي وکړ ، د هغوي د درناوي لپاره يې د جشن او ښادۍ په توګه يوه ځانګړې ورځ وټاکله او هغوي يې ښه او رښتيني خلک وبلل .هغه دغه خلک د شاه مقصود په نامه په يوه سېمه کي استوګڼ کړل چي اوس د کندهار په شمال کي د ډيرو ښو سېمو څخه ده. د کندهار دپايلوچانو ډلي ته د راتګ شرطونه که څوک و غواړي دپايلوچانوپه ډله کي شامل سي په لومړي سر کي بايد د هغه پېژندګلوي وسي تر هغه وروسته ازمېښت پرې کېږي چي وړتيا يې لري او که نه؟ دغه غوراوي (انتخاب)زياتره د ځواني په وخت کي تر سره کېږي. او ګوري چي د اور په وړاندي څومره ټينګار کولاي سي؟ هغه بايد خپلې پښې او لاسونه اور ته ونيسي او د اور ټوله تودوخه وزغمي. وروسته بايد شپږ مياشتي يا يو کال زغم وکړي چي کړه وړه او خبرې يې وارزول سي، بيا يې ژوندۍ جګړې( مبارزې) عملي ډګر ته را ښکاره کوي. که ټپي سو بايد چا ته فرياداو شکايت ونه کړي. د ټولو په پاي کي وروستي ازموينې ته ور بلل کېږي. وروستې ازموينه دا ده چي په يوه ځانګړې شپه کي د يو شمېر کسانو په وړاندي بايد ځان لوڅ کړي ياني بې پرتوګه ماسېوا خپل ټول کالي وباسي، د ملا پر تخته يې د اور سکروتې اچول کېږي او په دغه مهال کي بايد چرس وڅکوي.پايلوچانوته د چرس څکول ارزښت لري هغوي چرسو ته ( بوټۍ) وايي د هغو په عقيده چرس انسان خداي (ج) ته نږدې کوي او له ګناه څخه يې ژغوري.

پايلوچان دينپاله خلک دي، دغه ګرد ازمايښتونه د جسماني ټينګار د پيدا کېدو لپاره او چرس څکول د رواني ازميښت نښه ګڼي.

مخامخ او تن په تن جګړه دپايلوچانولپاره اړين بلل کېږي. که څوک کوم پايلوچ ته سپکاوي وکړي نو پايلوچ هغه زور ازماينې ته وربلي، ان که کوم څوکه هسي په يوه اشاره هم وغواړي د يوه پايلوچ سپکاوي وکړي د پايلوچ لپاره تن په تن جګړه لازمېږي. د پايلوچانو په اړه د ليکوالو نظرونه د کندهار د پايلوچانو د کړنو په اړه ليکولان هم نظره دي ، له هغو ليکولانو سره چي ددې سيمنار د چمتو کېدو پر مهال خبري سوي هغوي کندهاري پايلوچان تاريخي ناميان او د مظلومانو يوازني ملاتړ کوونکي او د ظالم په وړاندي درېدونکي اتلان بللي دي . ليکوال او څېړونکي محمد معصوم هوتک وايي د کندهار پايلوچانو خورا ښې ځانګړني درلودلې، که کوم خوار او غريب کس به د خپل يوې ستونزي ورته وويل نو لڅي پښې به ورسره تللي او تر هغو به کورته نه راتلي تر څو چي يې د هغه کس ستونزه ورته حل کړې نه وای ښاغلي هوتک صاحب وايي پايلوچان د ډېر پاک زړه خاوندان وه ،له بدلمني يې بد وړل او په خپلو سيمو کي يې ناروا کارونو ته اجازه نه ورکول دی وايي پايلوچان ډېر کلک خلګ وه او هيڅکله يې د جګړې د درد احساس او فرياد نه کاوه. هغه وايي ددوي له کيسو، عاداتو، کړو وړو، صفاتو، او ژبې نه دا جوته کېږي چي دا خلک غله اولوټماران نه بلکي نيک ، مرسته کونکي او مرستندوي ځوانمردان خلک وو . تکړه شاعر او ليکوال محمديار يار وايي پايلوچان لکه ډبره کلک وه ،د خپل سر په بيه يې د خپل او نورو د مال او ناموس څخه دفاع کول،په خپله ټاکلې سيمه کي يې نابلده او خراب خلګ نه پريښودل. دی وايې د پايلوچانو د لاسه هيڅ کس پر بل ظلم او زورزياتي نه سوای کولاي،او نه هم چا د چا حق خوړلاي سوای. نوموړي وايې هري سيمي ځان ته پايلوچ درلودي،او په خپله سيمه کي به يې غل ،شرابي،زناکاره، بچه بازه ،لوټمار او دې ته ورته بدکاره کسان نه پريښودل. تکړه طنز ليکونکي محمود نظري وايي پرپايلوچانوخپل عزت او پټ ټينګ ګران دئ او نه غواړي چي دپايلوچانوپه ډله کي کوم داسي داغ او سپکاوي پيدا کړي چي دده پايلوچي تر سوال لاندي راسي. که د يوې داسي ننګونې ( چلنج) سره مخامخ سي سمدلاسه مخامخ لوری مخامخ جګړې ته رابولي . بيا نو دغه دواړه د يو نا څرګند لورې ته روانيږي دغه مهال د دغې موضوع په اړه چي د دوي په منځ کي پېښه سوي ده هيڅ چا ته څه نه وايي کله چي هغه ځانګړې ځاي ته ورسيدل، دواړه ځانونه لوڅوي او له پرتوګونو پرته خپلې نوري جامې باسي، بيا نو د سپکاوي والا له لوري بريد پيل کېږي هغه څوک چي بريالي سو هغه بل را پر شا کوي يو خوندي ځاي ته يې رسوي او ټپونه يې ورپټۍ او ټکوروي ،له دې پېښي څخه بايد هيڅوک خبر نه سي او هيڅ لوري حق نه لري ،چي شکايت وکړي دا دپايلوچانود رسمونو او ادابو يوه برخه ده. هغوي له احساسه ډک خلک دي او ورسره ورسره خداي پاله هم دي . پايلوچان هيڅکله ښځو ته نه ګوري که کومه ښځه هغه ته نږدې سي هغه ځيني سترګې پټوي او خپله لاره بدلوي او يا لکه مجسمې په څير بې حرکته دريږي. که يوه ښځه له کوم چاڅخه پايلوچ ته شکايت وکړي،او يا هم کوم کس د بل نامحرمو ښځو ته په بد نظر کتلي وای ،د همهغه سيمي پايلوچ ور ته سزا ورکول او هيڅکله يې چاته اجازه نه ورکول ،چي کوم کس دي پردئ ښځي ته وګوري. کندهار اوس هم پايلوچان لري که نه؟ تکړه ليکوال او طنز ليکونکي محمود نظري په خپل کتاب بنګ حبيب الله کي ليکلي چي د پايلو چانو لړۍ د بنګ حبيب الله څخه وروسته ختمه سوې ده،محلي خلک اوس هم د دې خلکو په کيسو وياړي شاعرانو شعرونه پر جوړ کړي دي او هر هغه ټينګ ځوان ته چې د ښو صفتونو خاوند وي د پايلوچ لقب ورکوي ګر چي هغه پالوچ هم نه وي . تکړه ليکوال او سپين ږيري حاجي فضل محمد پنهان وايي اوس مهال ځيني ځوانان سته چي د پايلوچي دعوه کوي،خو ددوي کړه وړه د تيرو هغو سره دومره فرق کوي لکه مځکه او اسمان د ښاغلي پنهان په خبره پخوانيو پايلوچانو د هر خراب کار په وړاندي مبارزه کول خو اوسني هغه خپله ناوړه کارونه کوي او په خپلو همدې ناروا کارونو وياړي او ځان ته د پايلوچ لقب هم ورکوي اوس د پايلوچ نوم خپل کره توب له لاسه ورکړي دئ، ځکه په وروستيو کي ډېرو غلو، لوټمارو، قاتلانو،او لوچګانو د خپل بدو او کرغېړنو کړو و ړو د پټولو په خاطر ځانونه پايلوچان بللي دي او د وخت حکمروانانو هم د امنيت په خاطر د دې نوم پسې بد تبليغات کړي. په اوس مهال کي پايلوچ هغه چاته ويل کيږي،چي په بيلابيلو نشه يی توکو روږد وي،خلګ په عذابوي،غلا،لوټماري،لوچک او قاتل وي. ځکه هغه صفات چي پخوانيوپايلوچانودرلودل د اوسنيو هغو ده سرچپه دي. ټوخی(ټوخ) او د پايلوچانوقهر ټوخی ، د سترګو جنګېدل او کوږ کوږ تلل بيا د پايلوچانو لپاره د زنګ دخطر په معني وه،که کوم کس به پايلوچ ته ډېر کتل او يا به يې د هغه په ليدلو ټوخل او کوږ – کوږ به تلی، نو دا به د ځان لپاره تيار غم کتل وه. څېړندوئ انجينر شيرشاه رشاد وايي ټوخی او کوږ- کوږ تلل د کندهار د پايلوچانو په منځ کي د خطر زنګ وو، کله چي به کوم پايلوچ په بل هغه پسي ټوخلي وای نو مقابل لوري به عکس العمل ښودي،ځکه د پايلوچانو تر منځ ټوخی مقابلې ته د رابللو په معني و. نوموړي وايي که څه هم پايلوچانو ښه خوي او خاصيت درلود خو د ټوخي پر سر د خلګو وهل او ټکول هغه څه دي،چي ډېر وخت يې يو او بل ته پرې زيانونه اړول. ښاغلي رشاد وايي پايلوچانو ځان بېلي بېلي خانې(ځانګړتياوي) درلودلې ،چي د هغو د ساتلو لپاره به يې کله – کله له يو او بل سره جنګونه کول. دی وايې هغه کس پايلوچ نه بلل کېدي چي په هغه پسي يو چا ټوخلي وای او ده عکس العمل نه وای ښودلي،ځکه ټوخي د جنګ د اعلان په معني وو او که کوم کس جنګ نه وای کړي او ځان يې ټينګ او قوي ښودلاي نه وای نو بيا خلګو ورته پايلوچ نه وايه او نه يې هم د خپلو خلګو ساتنه کولاي سوای. ډېري خلګ د ټوخي پر سر شخړي ، جګړې ،وهل ،ټکول او زخمي کېدل د پايلوچانو کمزورې نقطه بولي. د مشهور پايلوچانو نومونه په محلي سندرو کي: شعر د ثاني عبدالصمددئ دکندهارمشهور پايلوچان

 په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

صفت د کنداري دي اوس ټوله درښيمه په صفت ارزي ملا امد اخندزاده دئ بل غښتلي په نامه د جګ اخندزاده دئ د عمر وقيد ملا رحمت اخندزاده دئ تر اوسه پوري لنډو ورک په فراري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي حبيب اله ماما په نامه دئ

حاجي لطيف اکالري نام او نښانه ټينګ احوالدار اکا بيخي دئ په خپل ځانه غلام فاروق خانه خوشاله ځوانه معرفي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

په صفت ارزي په پاشمول کي مدد خان دئ

دا د ماد يې هم داسي غښتلي په خپل ځان دئ بل د مرجي عبدالصمد کاکو نيک نام دئ باقي خان ماته رامالوم د سنزري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي د شوين حبيب الله دئ عبدالعزيز د پيريمال نامي خورا دئ د تابين ګل ماما ټينګ سوي په رښتيا دئ ښه يې پيژنمه سرورخان د سنزري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

په صفت ارزي د تابين رازق مدامه

غښتلي ورورلري په نامه د عبدالرحمانه و د پاشمول محمد عزيز فقير ښه ځوانه تللي ډير نوم د جمعه خان او پستکي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

په صفت ارزي حميد خان مشر سړي وو

لالو هم مړ دئ بېله شکه توريالي وو غوثو کاکړ د دغه ښار عجب زمري وو نورماد هم خوشاله ځوانه معرفي د ئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

په صفت ارزي جبار خان د سرپزي دئ

عيدي ماما د دې ښار کوره خاني دئ بل توره بازچي د ښکاپر د دروازې دئ فيض الله دئ د منارې اوس لا بندي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

په صفت ارزي شا پسند د نيش دي خانه

سيف الدين ورور رستم زمري دي پهلوانه بل وطنداره يې د هغه د ځاي قيوم دئ سردار نورزي څو مره غښتلي ازلي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي په صفت ارزي په نامه طالب جلاله د ګوشخاني شامد نامي په هره لاره څو سوه خيرو او ملاغفار چي سوه په داره يو امين جان بل داودشاه د ناخوني دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي ملا کمال اخند نوميږي د بالا قرض حسن خو کلک را مالوميږي د قلعه چي حسام الدين قصاب ياديږي صالح هم دي د قلعه چي اوس فراري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دي په صفت ارزي راز محمد در يادومه د د دوان نبود سنزري لالي منمه بل ابراهيم خان او راز مامد معلم ښيمه بل ماماګي او تر بالا عبدالباري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي نظر جان فقير ښه ځوانه نوم د کبلي او د کوبات دي په دا شانه امين الله او پير محمد دي غيږ بازانه خوشاله ځوانه ملا، لال ماد ډير مابتي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

په صفت ارزي ملا منان د نيش د خاکه

بل د ملا اخند د کلي ماد ايساکه مداعظم د دي موسي دي ډير چالاکه بيا د سپيروان ګلماد خان خوښ د هرسړي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

په صفت ارزي د بولدک ولي ښه  ځوانه

حاجي محمد او غلام دواړه دي ناميانه تر کاڼي کلک دي د ديخوجي دي رمضانه د کرز تور جان وو توره باز نوم يې جاري دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

څه سونانۍ او زهير جان د زنګاواته

نوم د دانور او شابوزي تر اوسه پاته د چوک نامي داود فقير ولاړي عقباته شير ماد خان ورو دي د سردار عجب سخي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ

کلک وو بورماد اکا تر پيش کابل سلامه

سردار مامد اود پاشمول و صمد خانه سيد مابوب شاه اغا مغرور عجب ځوانه د سرپوزي عبدالاحد خورا جنګي دئ په صفت ارزي دا هر يو ځوان ته نامي دئ په صفت ارزي دغه ټوله کنداريان دئ هر يو بيشکه په خپل ځاي کي شنه زمريان دئ غښتلي خلک په هر چا باندي ډير ګران دئ ثاني عبدالصمد تشير په شاعري دئ صفت د کنداري دي اوس توله درښيمه يا دا شعر احمد اخندزاده يوه ډبره وه د غره نامي چپک لالو دئ چي اقرار نه کوي پايلوڅ بنګ حبيب الله ټکنده غرمه وه دوه کليوال هلکان د شپيشتو پر بار خرو سپاره د مامتې څخه کور ته رهي وه د مصري يو فري يې يو او دوېم فرد يې بل داسې کوي: احمد اخوندزاده چي يوه ډبره وه د غره نامي چپک لالودي چي اقرار نه کوي فيض الله د منارې چي اوس لا بندي دي يو امين جان بل داود جان د ناخوني دي تور بنا د ښکا پوردروازي عجبه نامي دي د ګوش خاني شاماد نامي په هره لاره سردار نورزي بيا څومره غښتلۍ ازلي دي به صفت ارزي دا نينۍ مشهور سړي دي دا نور ماد بيا بيشکه توريالي دي بل کلاچه کي حسام الدين قصاب په نام دي د کاڼي کلک د ده خواجې رمضان دي د سرپوزي عبدالاحدعجب جنګي دي عبدالله د پيرپايمال خورا نامي دي غوثوکاکړ د دغه ښار عجب زمري دي .... دې نارو زه ډير ليري بوتلم خورا ليري او بې اختياره زما له خولې هم ووته: احمد اخوندزاده چي يوه ډبره وه د غره نامي چپک لالودي چي اقرار نه کوي

د سهار وږمې د شاه آغا د نغارو انګازې آن د ارغنداب تر شنو باغو رسولي چي په اورېدو به يې نازک پوستو انارو وخندل او ځينو به لا له شوق او سوزه خپل ګريوان څيري کړ او دوه څاڅکي وينه به يې توي کړه. د باغونو تر منځ په تنګو کږو وږو لارو کي به پر بودګانو سپرو او پلو ، سپين ږيرو، ځوانانو، تور سرو او کوشنيانو به پښې لا چابکي کړې د ايخ ايخ ، هي هي ... ږغونه، دوړې ، دربي او اوازونه به لوړ شول تا به ويل لکه چي نغاړې وايې: ...ژر کوه . ژرکوه ، هله ژر شه چا به سپين سرې بوډۍ په خره تړلي وه . چا تلتک او نيمڅي پر شا او د چا کوشني غوټه تر ملا ، د چا ناروغ پر شا او چا د دروږ له ښکرو نيولي او د زيارت خوا ته يې کشوي. د چا پسې به په دوړو ککړ، لوڅي پښې کوشنيان روان وه په کوشنيانو به د زيارت د شنو ګونبزو په ليدو له خوشالۍ چيغي ګډي شوې او په ځغاستا ځغاستا کي به تيت او پرک شوله خو د خپلو مشرانو په نارو به چي يې ويل: هلکو لاسونه سره ورکړي! نو سره به يو ځاي شوله او لاسونه به يې سره ونيوله. ... هلته پير ملنګ کچکول پر سر نيولي په يوه پښه څرخېدي اوږدوغوړو څڼو يې سترګې ورپټي کړي وې او سپينه اوږده ږيره يې له چرخېدو سره باد تار تار کوله د ملنګ له خولې نه چي ږغ يې ناست وي د اللهُ اللهُ سندره په سختي سره راوتله ان د شاه مقصودي اميل د ډبرو کړيچي به سمه د موسيقي نغمه ورسره ږغوله . څلور و خواوته يې چارزانو ناستو ځوانانو کړي ( حلقه) جوړه کړي وه او د اللهُ اللهُ په ويلو يې سرونه کښته پورته غورځوله ، يو نيم به لا له ډيري جذبې اوږد اوږد وغږيد او له خولې به يې ځګونه راغلل. ګنه ګونه وه هرې خوا ته د دعاګانو درودونه ، د واويلاو نارې ، د دردونو زګيروي، د کوشنيانو ژړا وي او ځغاستي ، ددروږو ړمباړي، د بودګانو شيشني او هنګا د نهيليو اسويلو د اللهُ اللهُ نارو.... ‎ټوله فضا ډکه کړي وه . شور ماشوروو. څوک ناست وه چا رنګه ټوکران پر شناختو تړل ، چا په په پټه خوله او سترګو د دعا لاسونه آسمان ته لپه کړي وه څوک پراته وه او خوب يې پوره کاو ه، څوک نغارو ته ولاړ وه او ځينو نور و بيا له زارت وروسته مېلې ته روان وه . لږ ها خواته د زيارت تر شا د غره په پراخه لمن کي د درختو تر سايې لاندي د اوبو د شر شري ته نږدي سرې جوزجاني غالۍ اواري وې چې څلورو خواوته يې د صوفي چيټ کوربچې او بالښتان پراته وه په منځ کي يې د ناوي په شان په مريو سينګار شوي غټ چلم چي خداي دي مې غاړه نه بندوي سر خانه يې پاو- نيم پاو په وار تمباکو نيول او شنه او زرغونه زومبکان يې پر ځړيده او څنګ ته يې په هيندارو سينګار شوي د تمبکو جعبه پرته وه ، د غاليو تر څنګ يو څو تنه ځوانان ناست او ولاړ وه او داسې ايسيده چي چا ته سترګې په لار دي . مېله وه هري خواته ځوانان را ټول شوي وه ، بنډارونه وه او خپلې خوږې او ترخې سره کولي کټوي باندي وې او د انارو او انګورو کوارچې هره خوا ته پرتي وې ، ځينو بيا پسو نه الويل او کبابول او د چايو توري چايجوشي او سماوارونه د اور له زوره ايشيدي، ملک اتاوالله چي چارخول يې له ليري ښکارېده له خپلو نوکرانو سره لاره څارله . د کوم يوه په ليدو لږ وارختا شو او خپلو نوکرانو ته يې وويل: هغه دي راغله! نوکرانوژرخپلې لنګوټې سمي کړې او لاس په نامه هرکلي ته ودرېدل،يو ځوان چي اوږده ترخيصي کميس څخه يې د پښې بوجولکې ښې ليدل کېدې ، د اوږدې صدرۍ له پړسيدلي جيب څخه يې د نسوارو کډو چي تل يې د شا بازار د بابک نسوارو خرڅونکي له شا بټل څخه ډکاوه، له ليري ښکارېده، شپړه يې يوي خوااو سيلاوه يې بلي خواته له کميسه لاندي تر ملا ځړيده، په يوه لاس يې د کميس لمن د عادت له مخي مروړلې نيولې وه او بل لاس يې لکه ښه روزل شوي اولدار په زوره کښته پورته غورځاوه، د توري لنګوټي شمله يې تر بوجولکو رسيدله او خپله هم د شملې خوا ته کوږ کوږ تي تا به ويل ګواکي د شملې وزن يې سر دېخواته کوږ کړي دي او يا غواړي و ګوري چي شمله يې څنګه پر مځکه کښيږي. په داسې حال کي چي چارآشه موچڼې يې په پښو، خامکي پټو ورپسي څکېده راورسيد، له سلام او روغبړ وروسته لکه د تل په شان په د وو ګوتو کيناست. په داسي حال کي چي خپله اوږده لمن يې پر ځنګونو راکښله د سترګو له کونجو يې ناست ميلمانه يو وار بيا تر سترګو تير کړل. ددي نري، ښايسته او غنم رنګ ځوان په ليدو سره چي غټو سرو سترګو او ګڼو بريتو يې څيرې ته خاص هيبت او جذب ورکړي وو د نوکراو نو تر منځ پوښتنې او کونګوسې پيدا شوي . ملک ورو هغو ته وويل: دا بنګ حبيب الله دي . کپه نظر ماد چي غټي لنګوټې يې لکه سايبان پر مخ سايه کړي وه پر آس سپور له دوو پاپيانو سره راورسيد، چي د کرک کڅوړه يې په لاس او خردوم يې تر ملا تړلي وو ، له آسه راکښته شو ، آس يې د ملک نوکرانو ونيوي له سلامه او روغبړ وروسته پر دوو ګوتو کيناست او لمن يې لکه نورو پر زنګونو راکش کړه. په هم دې ډول شين کريم هم پله کش راغي د بوټو د ايستلو د ځاي سره ودريد، خاورې يې په پښو وشندلې، اسمان ته يې وکتل او په خپله خاصه لهجه يې وويل: شين يم شين آسمانه! دي هم له سلام او روغبړ وروسته کيناست.ګود ګوډ ،ګوډ عبدالاحد چي ډ ‌يرو ټپو له کبله خلاص خلاص تي هم راورسيد او تر سلام او روغبړ وروسته کيناست.تا به ويل دا ټوله دا يوه ټولګۍهم صنفيان دي . پوخۍ صالح ماد چي د لنګوټې شمله يې ورپسې څکېده او يو ښکلي ځوان حاضر باش ورپسې وو. تبرزين يې تر ملا تړلي وو کوږ کوږ راورسيد همداسې خښته خداي رام ، احمد اخندزاده.... يو د بل پسي راورسيدل . دوه تنه نوکرانو د چلم په ډکولو اخته وه د ملک شاو خوا د ځوانانو چي هغوي هم د غښتلتوب دعوا کوله ناست وه خو نورو د هغه هلکان ګڼل ځکه ازمايل شوي نه وه د ملک د خولې وه او تل د ملک پسې وه د نورو پسې روان ځان ته غښتلي نشواي ويلاي نو ځکه د هغو پر خبرو او کړو وړو د نورو خندا راتلله. په دي وخت کي دوه پخواني ناميان غوثو او نيني فقير چي سپني ږيرې او لوڅي پښې وه راورسيدل. غوثو د يخي کولنګ د نيني پيش قبضه تر لمن لاندي تړلې وه د مجلس يارانو چي تر اوسه چا ته نه وه دريدلي د دغه دوو غښتلو ناميانو د هر کلي لپاره ودريدل. دوي سپين ږيرو، سيدانو او علماو ته زيات احترام درلوده دا د زمريانو په شان غښتلي ناميان چي په زرو لښتو او سلو چړو به يې د خولي آخ نه وته او نه يې تر ځان بل باتور ليده نن يو ځاي را ټول شوي وه هر يو يې د وسپني يوه کلا د ډبرو يو غر د ځنګله يو زمري اود ميړانې يو پهلوان او د غيرت بې تاجه باچاهان وه.نن د ميړو او نه ميړو، د ټينګو او سستو د ناميانو او بګيلانو د زمريانو او چغالانو تر منځ د سيالۍ او امتحان ميدان وو . نو ځکه ټول چوپ وه او ستر ګې له کونجو يې ميدان او ياران څارل د مېلې ډيرو ځوانانو دا باتوران پېژندل نو هره شېبه يې په سا نيولي ټوګه د يوې پيښې انتظار کاوه دادو چي ځان يې نامي باله او د ملک نوکر وو ملک غوښتل دي په نورو ناميانو وپيژني نو ډک شوي چلم ته د سکروټې دراوړلو لپاره له ځايه پورته شو، ناستو کسانو دي څاري چي دي بيا څه کوي؟ د ادو هم لکه دا نور کوږ کوږ له اوږدې شملې سره د اور خواته ورغي او هلته يې د اتشګير پر ځاي په ګوتو سره سکروټه واخېستله د ناميانوو مجلس و مستي ځيني کېده او وينه يې په جوش راغلي وه په داسې حال کي چي سکروټه يې په لاس کي لکه بوجلې چي ښکېلي ښوروله ، او په غروره يې خندل کوږ کوږ د چلم خواته خرامان خرامان روان شو د ملک خوله نه ټوليده او نور نوکرانو يې له خوشالۍ په کالو کي نه ځاېده او نه پوهېده څه وکړي؟؟! څه چل وشو چي سکروټه يې له لاسه ولويده لاس يې وسو؟ که تر تاثير لاندي راغي؟ يا نظر شو؟ يا يې هم پام نه وو؟ خو دا کار په داسې يو محفل کي د زغم وړ نه وو تر اوسه ټول چوپ وه يو هم نه پوهيده چي له کومه ځايه يې پيل کړي. غيبت دوي نه کوي دا يې د کم اصلو خلکو کار باله او د ځان صفت يې د نامردانو کار ګڼه دوي مرګ قبلوي خو دغه القاب يې نه ، د بنډار يارانو لکه چي برق چي نيولي وي ، يوه جټکه وخوړه! لکه له خوبه چي کښينستلي وي وارختا شول لاس او پښه شول، چورت يې واهه چي دا څنګه بې عزتي يې وشوه؟؟؟ دادو لا پوه شوي نه وو چي ملک يې له خاورو خاکه کړي وو. نو په چټکي د لوېدلي سکروټې خواته کوږ شو خو افسوس د ناميانو ميدان يو وار وو لکه نننۍ لوبې بل چانس يې نه لره کټو په يو وار ماتيده او ماته شوه، کپه نظر ماد چي نږدي ورته ناست وو هغه يې په چپلاخه ووهه وار يې له مخه کړ لوېدلې سکروټه يې په خپلو شونډو پورته کړه او په خپله پښه يې کيښودله. د ملک غړي وتښتيدل پر تندي يې د د خولو سيلاب رامات شو او لکه هغه پهلوان چي د حريف په يوه لينګته يې شا مځکې ته رسيدلي وي مات شوي وو ځکه د زمريانو په محفل کي چغالانو ته ځاي ورکول د زمريانو سپکاوي وو د غښتلتوب نوم ته دوکه وه او ناميانو ته ښکنځل وه . چي دا بيا د تحمل وړ نه وه. بنګ په بريتو کي وخندل دا درېيم وار وو چي بنګ په بريتو کي خندل :لومړي ځل درې مياشتي مخکي چي محمد اکبر کومندان تبديل شو او نوي د امنيې کومندان راغي بنګ همداسي خندلي وه د امنيې زاړه کومندان د تسليمي په وخت کي نوي کومندان ته داسې ويلي وه: ما منطقه د غلو او لوچګانو نه پاکه کړي ده نور هر څه چي کوې خو په څو ناميانو غيرتمندو به غرض نه لري بيا يې نوي کومندان د دې ناميانو د ليدو لپاره د هرات بازار خواته بوتي هلته د يو سماوار مخي ته يو کرک ځړېدي د امنيې کومندان کرک ته ګوته ونيوله او ويې پوښتل: - دا کرک د چا دي ؟ هيچا ځواب ورنه کړ .کومندان بيا ږغ کړ: دا کرک د چا دي؟ د سماوار له پايه يوه تن په بې پروايې سره ناري کړه: دا زما ده زياته! کومندان په لوړ ږغ وويل: - خبر نه يې چي کرکان بند دي ؟! - صايب زه يې پاس لرم زياته ! - څنکه يې پاس لري؟ د سماوار له پايه يوه سيلاوه راوغوځوله شوه ورسره ږغ سو: - دغه دي پاس يې زياته ! زاړه کومندان نوي کومندان ته وويل : يو يې دا دي: مهتاب الدين آغا نوميږي ! بيا د سالو خان چمن خوا ته ولاړل هلته يو ځوان د چرسو په څکولواخته وو . کومندان هغه ته ورنژدي شو او ورو يې ورته وويل: -خبر نه يې چي حکومت چرس بند کړي دي ؟ - خبر يم زياته مو ستره په دي پاي کي ،دا يې تکيه کلام وو - نو ولي چرس څکوي ؟ - کله صايب دا فقيري بوټي دي موستړه په دي پاي کي . کومندان اولدار ته ږغ کړل: هلکه هغه کومنداني ته بوځه! په کومنداني کي يې هغه په يوه زاړه ميز پريستي او شپز سوه لښتي يې پر ملا او پښو وواهه خو د ځوان له خولې اخ هم ونه وت. اولدار ستړي شو، د نوي کومندان وار شو،نوي کومندان هم په ډيرو وهلو ستړي شو او حيران پاته شو چي دا څنګه انسان دي ؟! په هم دي چرتونو کي پر څوکۍ کيناست او د چايو پياله يې خولې ته پورته کړه. ځوان سر راپورته کړ او نوي کومندان ته يې وويل : - کومندان صايب نور څوک نه شته چي ملا راوګروي؟ نوي کومندان ورو زاړه کومندان ته وويل: يو يې دا دي بنګ ، پايلوچ بنګ حبيب الله! نوي کومندان مخ د بنګ خواته کړ او ويې ويل: ځه زمريه! زما په کومنداني کي هر څه چي کوې کوه يې ازاد يې! بنګ له زاړه ميز څخه پورته شو لمن يې کښته کړه سيلاوه يې تر ملا وتړله پټو يې د تل په شان له يوه کنجه راکش او ايله څوکه يې تر اوږې ورسوله او په داسې حال کي چي پټو يې ورپسي څکېده او شمله يې مځکې ته رسيدله کوږ کوږروان شو . د تلو په وخت کي يې زاړه ميز ته يو وار بيا وکتل سر يې وښوراوه او په بريتو کي يې وخندل لکه اوس

....د کباب بوي د ناستو خلکو سږمې وتخنولې، خو کپه نظر ماد او غوثو په خبرو اخته وه له پښې يې د کباب بوي پورته کيده او جز جز څاڅکي څاڅکي يوه يوه اوښکه ترې څڅيده څوک دي چي سکروټه د نظرماد له پښې ليري کړي؟ او څوک دا جورت لري چي ورته ووايې؟ تر سکروټي لاندي يوه تڼاکه پيدا شوه د تڼاکې سترګه کرار کرار لويده تا به ويل غواړي دا ټول شوي ناميان يو ځاي وګوري خو د ليدو تاب يې رانه وړ او وچوله او سکروټه يې ليري وغورځوله. له شاو خوا څخه د ميلې د خلکو او نيمچه ځوانانو چي په درختو کي ناست او ليري ولاړ وه د دوي سيل يې کاوه بې اختياره نارې پورته شوي: د مور شيدي دي شه! دا نارې ټولو واوريدي او خوند يې ورکړ خو په ملک يې خولې را ماتي کړې. د احمد اخند زاده تنده په دې کار هم ماته نه شوه ولاړ شو له جيب څخه يې د نسوارو کډو راويستي، يوه خوله نسوار يې خولې ته واچوله د سماوار خواته ولاړ، کميس يې وايست ، او جوش سماوار يې چي همداسې خوټيده پورته کړ او په خپله راسته وږه يې خالي کړ د بدن وېښتان او پوستکي يې له اوبو سره توي شول او دود يې له بدنه پورته شو .بيرته يې کميس واغوست ، د نسوار يې تواو بېله دي چي څه ووايې پر خپل ځاي کيناست. - دا د نامي زوي بيا ګوره! د مور شيدي! واه واه نامي! نارې او چيغې بيا اسمان ته پورته شوي، عجبه فضا وه، ټوله چوپ وه، د چا چا ستر ګې له تعجبه راوتلي وې، څوک څوک هېښ پېښ پاتي وه ،چا لا ګوته په خوله کي نيولي وه، د چا چا زړونه په يخ شول ،د چاچا بيا زړونه وچول. لکه چي د بنګ تنده په دې هم ماته او زړه يې يخ نه شو. د ملک د تندي د خولو او د دادو چغال چي چم يې د زمريانو کاوه خو خر بې غيرته وو او ځان يې پايلوچ باله او د پايلوچانو نوم ته يو داغ وو، په ليدو يې زړه نور هم جوش وکړ او ولاړ شو. ټول حيران ول چي دي بيا څه کوي ؟ بنګ ولاړ سو خپل اوږد کميس يې ويستلو ، د تاوتاو شوي د يو تان پر توګ يې چي د پرتوګاښ پر ځاي يې واګي وراچولي وې او سر بيره يې په نازک زنځير هم تړلي وو مالوم شو په ټول بدن کي يې جوړ ځاي نه ليدل کيده خو د نس د پرهار کوکونو يې چي لا تازه وه فکر شو: د کاکو غلام فاروق په باغ کي د يارانو بنډار وو چي هر کال به دا بنډار د بنګ لخوا جوړيده او د پايلوچانو تر منځ به د غښتلتوب آزاده سيالۍ کيده ،دوه دوه اخته وه د سيالۍ کوم کوم ريفري او حکم نه درلود . دوي په په خپله فيصله کوله کوم يو چي به نوريې د لوبې د دوام توان نه درلود. د سلا م دي تا ته باداره! په ويلو به تسليم شو. هلته دوه په پټوانو کي سرونه پټ کړي وه او يو بل به يې د بوزي په ښکر او نيره سره وهله. تر هغو به دا لوبه کېده چي يو به بيتابه شو او سر به يې لوڅ کړ نو بيا به د هغه بل تابع ګنل کېدي، دلته بيا دوه دوه نورو کميسونه ايستلي وه او جوش کړي هګۍ يې په بغلو کي نيولي وې د هر يوه څخه به چي هګۍ ولويده نو و هغه بل ته تسليم شو. د دوو نورو بيا ډبرې غور‎ځورلې او سرونه يې ورته نيولي وه هر يو چي به سر بچ کړ نو لوبه به يې بايله او هغه بل ته به د سلام دئ تا ته باداره په ويلو به تسليم سو. دوو نورو به بيا د تبۍ لاندي اوربل کړي وو او لوڅي پښې به پري ولاړ وه . بنګ، تور قادر او شوړ غلام رسول پر چلم بنډار کوي. د تور قادر سترګې پر يو هلک چي پر خره سپور وو او ځان يې پورته پورته کاوه، غوښتل يې چي له ونې څخه زردالو وشکوي له خولې ووتل: واه واه نانيه ځان وشلوه ! په بنګ دا خبره بده ولګېده، نو يې مخ قادر ته ورواړاوه او ويې ويل: دا دي بده خبره وکړه موږ هم کشران لرو زياته موستره په دي پاي کي ! خبرو تاو واخېست. بنګ ورته وويل : -زما هغه ورځ نه هيريږي چي زما د کريم سره جنګ و او ته د سيلاوې سره زما مرستې ته راورسېدې زياته موستړه... قادر ورته وويل : - زما هم انډوال يې کنه نو درسره کتلي به مې واي. ددې لپاره چي غوسه يې سړه شي. دواړو سرونه په پټوانو کي پټ کړل او يو بل يې دومره په نيره او جوالدوز سره ووهله چي پټوان يې په وينو تک سره شول .

د کريم او بنګ د کرک پر سر شخړه شوي وه بنګ د کرک شوقي و، کرک يې جنګ ته تيار کړي و ټوله ورځ يې هغه په لاس کي کښته پورته هاخوا دېخوا کوي چي جنګ ته تيار سي، د جنګ نه يوه ورځ مخکي يې هغه ته تر سهاره بېدار خوابي ورکړه او سهار د لمانځه وخت يې دوه ساعته خوب ته ايله کړ او بيا يې وږي تږي او له خوبه ګيچ او سر بداله د جنګ ميدان ته يووړ او د کريم له کرک سره يې جوړه کړ. ميدان د کرک بازانو خورا ګردي شوي وو له هري خوا نارې پورته کېدي: - ايله يې که ! - لاسه مه وروړه ! - دېخوا ته يې که! -مابين ته يې که! - بنګ يې وهي! -کريم يې وهي! - کريم يې وهي! .شاباش په سترګه يې واهه! . له سر يې ټينګ ونيسه د نامي زو! د شرط تړونکو بيا نارې وې: -څلور په يوه ! -درې په درې! ....... د بنګ کرک چي د بې خوبيه ګيچ و، يوه موښکه يې د کريم دکرک په سترګه ولګېده او چي دويمه مښوکه يې غورځوله د کريم کرک په تښتيدو شو کريم د خپل بګېل کرک سر په دوو ګوتو له تنې جلا کړ او خالي کڅوړه يې پر مځکه وويشتله . بنګ ته يې بد بد وکتل او پر مځکه يې تو کړل بنګ ورسره کله کله شو او کرار يې ورته وويل: - ماښام به د غړندوکي بابا زيارت کي سره ګورو ! پاته مو ستړه په دې پاي کي کريم ورته وويل : - سمه ده زياته بزاتره ! ماښام چي بنګ د غړندوکي با با زيارت ته ورغي د کريم تر شا څو انديوالان ولاړ وه، خو تور قادر هغوي لېدلي وه نو سيلاوه په لاس د بنګ مرستې ته راورسيد، د کريم انديوالان تر شا شول . بنګ ږغ وکړ: - وار کوه زياته مو ستړه ... کريم ورته وويل: وار ستا دي زياته بزاتره! بنګ په غوسه ورته وويل: - پوهيږي زياته مو ستړه په دي پاي کي! - زه چغال نه يم چي اول وار وکم خرنا ځوانه وار کوه! کريم په خپله شپړه د بنګ نس ورڅيري کۍ د بنګ کولمي لاندي توي شوي بنګ خپله سيلاوه د کريم په سينه کي ورښخه کړه، او هغه د اخ په ويلو پر مځکه ولويد. بنګ خپلي کولمې بيرته په نس ننه ايستلې ، ملا يې ټينګه وتړله او کور ته د قادر په مرسته ولاړ بنګ له چورته راوو بنګ پړ مخي پريوت او د ملک نوکرانو ته يې چي چرس يې پخول وويل : -راشي زما پر شا چرس پاخه کۍ ! د بنګ پر شا بلکه جوړه شوه او د چرسو پخول پيل شول ،هر وار به سير- دوسيره تلي تاوېده تر هغه چي چرس وچيدل د بنګ پر شا اور بل وو . هلکانو، ځوانانو او نورو چي دوي يې لېدل او څارل په رډو رډو ستر ګو يو بل ته کتله، يو وار بيا : - د مور شيدي بنګه! - نامي د ناميانو يې! - د هغه مور ...... چي تا نه مني! زوږ او شور پورته شو او هغه وخت اوج ته ورسيد، چي چرس پاخه شول او بنګ وداريدي خپله لمن يې ايله کړه او خپل پر ځاي کيناست داسې ارام کيناست تا به ويل چي هيڅ نه دي شوي .ملک او نوکرانو يې ډېر کوشني شوي وه .په دې وخت کي چلم سر شو خو دا بل ډول چلم و، يو کش يې ښه ځوانان له پښو غورځوله او همدا علت و چي د ملک نوکرانو يوه يوه ځان ايسته او څوک چي پاتي وه هغوي مازي خوله پر ايښوله، او کوم يوه به چي دود کش کۍ بيا به په ټوخه ټوخه شوه دا ټوخي به د موسيقي بڼه ونيوله، يو ساعت کي يوه سر خانه پوچه نه شوه نو استاد عبدالرزاق خياط ته دي وضعي چندان خوند ورنه کړ، چلم ته ور ولاړ شو د چلم سر خانه يې تازه کړه او په چپه سږمه يې له چلم د زړه نه د اخلاصه قورونه ويستل، دې قورونو مېلمنو ته څه ان چلم ته يې لا خوند ورکړ او سر خانه يې په همدا يو وار پوچه کړه. بيا د هري لوري: - د واه واه استاذه ! - د مور شيدي....! ږغونه پورته شول . ملک چي نفرو يې خانه ور خامه کړي وه يو ناست ځوان ته اشاره وکړه، ځوان له نسوارو د ډبلي نه يو وچ شوي لړم راويست او پر چلم يې د چرسو پر ځاي کيښود .بنګ چي تر اوسه يې دوې سرخانې په يوازې سر پوچې کړ ي وې، دي کار چندان خوند ورنه کړ، بد پرې ولګيد، نو وار يې در مخه کړ چلم ته ورغي او په دو کشه يې سر خانه پوچه کړه ،ځکه هغه په ځان کي دا تاب لېده او نه يې غوښتل نور ناميان شرمنده يا لېوني کړي.

هوا او فضا مېله ځي ته بل شکل ورکړي وو هرېخواته دوه- درې پراته وه. ټوخه ،ټوخه.... په دي وخت کي د رابلل شوي سندر غاړي ږغ پورته شو:

"غښتلي خللک په هر چا باندي‎ډير ګران دي

دا ټوله بېشکه په خپل حال کي شنه زمريان دي د خاکريز شاه آغا ننګومه د ده در و درګا ننګومه په مزار کي يې نغارې دي په دربار کي شني منارې دي سلطان عطا بابا د پيرانو خلېفه دي مزار د شا غنډان بابا عجبه ښايسته دي پر څوکه پروت دي تختي شا مبارک لوړ سيد اوليا ننګومه د خاکريز شا آغا ننکومه بګت بابا ملازلي دي بل شنغزي او ازرجي دي قريش هم هغه شين کوڅي دي خوجک بابا او ملا دوران ننګومه لوړ سيد اوليا ننګومه د خاکريز شا آغا ننګومه بابا ولي صاحب خوشال دي دده نه چي تير شي پيرپايمال دي بل نازولي د رب سيد اسلم دپنجوايې دي فريح الدين اخوندزاده قطب زمان ننګومه موي مبارک او خرقه د خير الانام ننګومه لوړ اوليا ننګومه د خاکريز شا آغا ننګومه