پاج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
یو پاج تړلی امنیتی سرتیری د جنګی تمرین په حال کی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د وخت ملي پولیسو یو سر تیری چی پاج یی پر سر دی

پاج په اصل کی یو ټکر ته وایی چی د کندهار خلګ یی زیات وخت د لونګۍ پرځای تر سر تړی او پاج یوازی د کندهاریانو د رسم او رواج سره تړلی دی. او په په پخوانی اسلامی مدرسو کی د لونګی سره سره تاج هم کارول کیدی، او پاج د کندهار پایلوڅانو څخه و کندهاریانو ته ور پاته سوی تاریخ دی.

د لونګۍ پر ځای کارونه[سمول]

  • د لونګۍ بيه د ٢٠ څخه تر ١٠٠ امريکايي ډالرو پورې ده، او ټوله کندهاریان چي د لونګۍ د پر سرولو سره مينه لري يې د رانيولو او ٢۴ ساعته ساتلو توان نه لري. بل خوا پاج ډېري اسانتیاوې لري، پر سر کول يې ډېر کار نه غواړي، او هر ځای د ځان سره هم وړلائ سي.
  • په ستونزمنو حالاتو کې پاج ډېر ګټه لري، د مثال په توګه په دښتو لکه ښوراوک ولسوالۍ کې د تګ راتګ، جنګ او نورو ستونزو په وخت کې د پاج پر مخ پېچلو سره انسان د خاورو، دوړو او نورو باکټرياوو څخه ځان ژغورلی سي.

دا هم وګورئ[سمول]

سرچینې[سمول]