لونګۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لونګۍ، پګړۍ، لنګوټه او ځینې يې شمله هم بولي؛ په افغانستان کې لومړی د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سنت او بیا د افغانانو ډېر پخوانی ملي دود هم ګڼل کېږي. لونګۍ د افغانستان په شمول د منځنۍ اسیا په ډیرو هیوادنو لکه پاکستان،هندوستان، ایران، تاجکستان او همداسې د نړۍ په نورو هیوادنو کې په سرول کېږي؛خو توپیر یې په دې کې دی چې د نورې نړۍ یوه ډله خلک یې د زینت لپاره په سر کوي او مونږ افغانان یې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم سنت، زینت او منل شوی ملي دود په پار په سرول کېږي.

د لونګۍ دود په افغانستان کې زرګونه کالونه مخینه لري؛ دا چې لونګۍ په افغانانو کې د عزت او وقار څیز دی نو اکثره وخت چې پښتانه خپل مشر ټاکې نو بیا هغه کس ته لونګۍ ور په سر کوي.

افغانستان[سمول]

مګر په دې اخیره کې زمونږ په ټولنه کې داسې دود رواج شوی چې نږدې په هر غونډه کې ځینو ځانګړو میلمنو ته په خولۍ تړل شوې لونګۍ د ډالۍ په ډول ورکول کېږي؛ دا کار په دې خاطر کېږی چې د میلمنو معنوی ستاینه او قدرداني وشي.

اوس پوښتنه راولاړیږي چې ولې د لونګۍ عزت کم رنګه شوی دی؟

  • اول دلیل: په دې اخیرو وختونو کې دا کار دومره عام شو چې ان بهرنیانو، ښځو او د افغانیت ، اسلامیت ضدو اشخاصو ته هم په غونډو کې د عزت په پار لونګۍ د ډالۍ په ډول ورکړل شوې دي؛ چې دې کارونو د لونګۍ ملي دود ډېر کم رنګه کړی دی ځکه چې  د پښتنو  کلتور کې چې یو څوک په چا د مشرۍ باور لري نو لونګۍ ور په سر کوي نه دا چې ورڅخه نفرت لري او لونګۍ ور په سر کړي.

یوه ملګري مې راته کیسه کوله.

ویل یې:مونږ بهرنیانو سره کار کاوه، یوه ورځ مو غونده ترتیب کړې وه؛په دې غونډه کې مو یوه بهرني کس ته لونګۍ ورپه سر کړه،په سبا مې چې کتل هغه لونګۍ کثافت داني کې پرته وه.

  • دوهم دلیل: چې د لونګۍ وقار یې کم رنګه کړی دی د ځینو مغرزو کړیو په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پردې تر شاه لګیاه دي چې د لونګۍ عزت او وقار د خلکو په وړاندې سپک وښيي چې ښه مثال چې د فاریاب ملا لنډی دی.
  • دریېم دلیل: هر چاته د لونګۍ ډالۍ ده، په اکثریتو غونډو کې چې ما لیدلې دي داسې یو چا ته لونګۍ د ډالۍ په ډول ورکول کېږي چې د هغه کس خبره ته هیڅوک د درنښت په قایل نه دي.
  • څلورم دلیل: د هر ډول غونډو په اخیره کې لونګیو ویشل؛ دا چې په افغانستان پارلماني ټاکنې کمپاینونه شروع دي ، نوماندان صاحبان د دې په ځای چې خلکو ته سیاسي کړنلارې وړاندې کړي تر څو خلک یې ملاتړ وکړي  دوی عام وګړو ته ډالۍ ورکوي؛ اکثریته یې بې کیفیته لونګۍ دي.
  • پنځم دلیل: بې کیفیته لونګۍ؛ اکثره خلکو ته چې ډالۍ کې لړنګۍ ورکول کیږی کیفیت یې  ډېره ټیټ وي، د دغې لونګۍ قیمت له دری سوه افغانیو څخه زیات دی، د ډالۍ اخیستونکی چې کور ته لاړ شي نو د کور کوم کونج کې وغوځولو یا بل کس ته د ډالۍ کولو څخه بله لار نه وي ورپاتې.

pathan Saib

اوس مونږ ته څه کول په کار دي؛ چې لونګۍ ملي ارزښت برقرار وساتل شي؟[سمول]

    • لومړی خو باید هغو کسانو ته لونګۍ د ډالۍ په ډول ورنکړل شي چې په ارزښت یې نه پوهیږي.
    • دوهم باید په معیاري ډول د قومي مشر ، عالمانو او د عامو خلکو د لونګۍ تر منځ توپیر وشي؛ چې ټول ته د منلو وړ وي.
    • دريېم حکومت باید هغو کسانو ته چې حکومت کې دندې لري او لونګۍ به سر کوي د لونګۍ یو ځانګړي ډول ډیزاین اوثبت کړي؛چې دغه کسان یې په هر رسمي غونډه کې په سر کړي.
    • څلورم د لونګۍ لپاره ځانګړې ورځ ټاکل دي چې په هغه ورځ فرهنګیان سره راغونډ شي او غونډې جوړې کړي تر څو عامو خلک د لونګۍ په ارزښت خلک خبر کړي. که څه هم په دې اخیره کې يوه ډله ځوانانو په کابل کې اتم د اکتوبر د لونګۍ نړیوالې لپاره ځانګړې کړي ده؛ له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۸ پورې ولمانځله خو څرنګه چې پکاره ده هغسي نه ده لمانځل شوی. دغه ورځ باید په ملي او نړیواله سطحه ولمانځل شي.
    • پنځم چې تر پورتنیو ټولو څخه مهمه ده د لونګۍ ور په سرکولو لپاره باید یو منل شوی معیار وټاکل شي. معنی دا چې یو څوک د چا ته لونګۍ ور په سر کوي کومې ځانګرتیاوي باید ولري.

که په پورتنیو څلور لارښونو باندې عمل وشي، دې سره به د لونګۍ ملي وقار برقرار وساتل شي.

سﺭچېنې[سمول]

Facebook: Habib Ur Rahman Ghzaizoy

https://khabarial.com/archives/16175[مړه لينکونه]