د سويلي حوزې اپراتيفي مشر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د سويلي حوزې اپراتيفي مشر
د افغانستان بيرغ
اوسنی واکمن
جنرال عبدالرازق (لومړی او آخر)
اوسېدنځایکندهار ښار
د دندې دوره۶ کاله
تاسیس کونکیجنرال عبدالرازق اڅکزی
جوړښت٢٠١٢
د کندهار سرحدي ځواکونه د سويلي حوزې اپراتيفي مشر جنرال عبدالرازق اڅکزی د هغه تر خپل موټره پورې په امن کې ور رسوي

د سوېلي حوزې اپراتيفي مشر يا د جنوبي ولایاتو اپراتیفي مشر او يا هم د جنوبي ولایاتو اپراتیفي رئیس هر هغه چا ته ويل کېږي چې د سوېلي افغانستان د ټولو هغو چارو د بدلولو واک ولري، چي ددغو سيمو د امنیت لپاره وي. همدارنګه وکولای سي چې په سوېلي افغانستان کې لاندې ټولي کړنې ترسره کړي.

هغه څه چی توان يې لري[سمول]

  • د ځواکونو لپاره سيمي ټاکل، او ځای پر ځای کول.
  • هغو ته لوړې دندې ورکول او ترې ګوښه کول.
  • د هغو د سلامتی لپاره د حکومت سره خبرې کول.
  • د سيمي لخوا ناټو او بهرنۍ ځواکونو ته جواب ويل.
  • د سويلي افغانستان ټولې لويې لارې او پولې په امن کې ساتل.
  • د تروریزم د لمنځه وړلو او نورو لپاره په ټوله سويل کې امنيتي پلان جوړول.
  • د قومي مشرانو سره د امنيت په برخه مشورې او خبرې اترې

د سويلي حوزې اپراتيفي مشر کړنې[سمول]

جنرال عبدالرازق اڅکزی (د ٢٠١١ څخه تر ١٨ اکتوبر ٢٠١٨ پورې ) د سويلي حوزې اپراتيفي مشر وو، د هغه ځينې کړنې په سويلي ولايتونو کې په لاندې توګه وې:

کندهار[سمول]

د کندهار لپاره دلته وګورئ

زابل[سمول]

جنرال عبدالرازق اڅکزي تر کندهار وروسته په زابل ولایت کې ډير عملياتونه ترسره کړي وو. هغه د زابل ولایت د خلګو سره ډيره زياته خپلوي درلوده، او د اختر په شپو او ورځو کې کي به در کندهار وروسته زابل ته تلی، او د هغه ځای د مشرانو سره يې د اختر خوشحالۍ شريکولې.

هغه د زابل په لاندې ولسوالیو کې د فعالیت لرلو ترڅنګ عملیات هم ترسره کړي وو:

شملزی ولسوالۍ[سمول]

د ٢٠١٣ کال د جولای پر ١٨مه

زموږ سرحدي پوليس اوس پیاوړي دي، داسې وسلې لري، چې له ډېورنډ کرښې د پورې غاړې د بريدونو مخه تر يوې اندازې ونيسي
— جنرال عبدالرازق اڅکزی

سرحدي پوليسو د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي چې پکې څلور تنه وسله وال وژل سوي او وسلې يې سرتېرو ته ور پاتې سوې دي. په جنوب کې د سرحدي پوليسو درستيزوال جنرال رازق وايي، پوليسو وروسته له هغه عمليات وکړل، چې په سيمه کې د وسله والو فعاليتونه زيات سول. [۱]

هلمند[سمول]

نوزاد ولسوالۍ[سمول]

د ٢٠١۵ کال د اګست پر ١٢مه
جنرال عبدالرازق:

د هلمند جګړه له پاکستانه رهبري کېږي

جنرال عبدالرازق اڅکزی چې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د عملياتو قومانده يې پر غاړه لرله، وايي چې په دې جګړه کې د هلمند ولس ښکېل نه دى، بلکې دا جګړه نېغ په نېغه له پاکستانه رهبري کېږي.

وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د هلمند نوزاد ولسوالي د يوې ورځې لپاره نيولې وه، خو د کندهار د امنيه قوماندان جنرال رازق په مشرۍ دولتي ځواکونو و کولى سول چې دغه ولسوالي بېرته له هغوى ونيسي.

نوموړي زياته کړه چې د نوزاد ولسوالۍ تر څنګ د دغه ولايت د نورو ولسواليو او په مرکز کې خلکو او امنيتي مسوولينو خپلې ستونزې په ډاګه کړې او يو شمېر وړانديزونه او غوښتنې يې کړې دي چې دى به يې له مرکز څخه شريکوي.

د کندهار امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت عمده ستونزې د امنيتي ځواکونو د وسلو او تشکيلاتو کمښت او د مالي امکاناتو او اسانتياوو نشتوالى دى.

دى وايي چې د دغه ولايت ستونزې ډېرې دي او ډېر کار ته اړتيا لري، خو نوموړي مرکزي دولت تورن کړ چې د هلمند لپاره يې هېڅ کار نه دى او دا ولايت يې له پامه غورځولى دى.

هغه له دولته وغوښتل چې د هلمند په ټولو ولسواليو او سيمو کې سيمه ييز پوليس فعال او امکانات ورته برابر کړي.[۲]  

اروزګان[سمول]

ګيزاب ولسوالۍ[سمول]

د ٢٠١۵ کال د جون پر ٨مه
جنرال عبدالرازق:

ګيزاب له امنيتي ګواښ سره نه دی مخ سوی

وروسته له هغي چې د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ تر امنيتي ګواښ لاندي سوه او د اروزګان چارواکو ددي ولسوالۍ د سقوط انديښنه ښکاره کړه ور سره سم د کندهار امنيه قومندان او سويلي حوزي اپراتيفي مشر لوى پاسوال عبدالرازق د ګيزاب ولسوالۍ ته ورسېده.

لوى پاسوال عبدالرازق وايي چې د ګيزاب ولسوالۍ پر يو شمېر امنيتي پوستو وسله والو طالبانو حملي کړي او بيا سخته نښته رامنځته سوه.

نوموړى وايې چې د وسله والو د مخنيوي او د ګيزاب ولسوالۍ د ستونزو څخه د خلاصون په موخه يې د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ عمليات پيل کړل او وتوانيدل چې مخنيوى يې وکړي.

هغه وايې چې دا مهال د ګيزاب ولسوالۍ ته هيڅ ډول امنيتي تهديد نسته او دوى به ډېر ژر ډېرى سيمي د وسله والو طالبانو له منګولو څخه خلاصي کړي.

امنيه قومندان جنرال رازق د اروزګان د امنيت آمر رحيم الله هغه څرګندوني رد کړي چې ګني دا ولسوالي په ډېر بد حالت کي ده او بايد له دې حالته و ايستل سي.

لوى پاسوال عبدالرازق د رحيم الله دا څرګندوني بې مسوليته بللي او زياتوي چې د ګيزاب ولسوالۍ په وړاندي دا مهال هيڅ ستونزه نه ده مخامخ. [۳]

سرچینې[سمول]

  1. مشال راډیو (١٨ جولای ٢٠١٣). "جنرال عبدالرازق وايي، "زموږ سرحدي پوليس اوس پیاوړي دي". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. پژواک خبري اژانس (١٢ اګست ٢٠١۵). "جنرال عبدالرازق: د هلمند جګړه له پاکستانه رهبري کېږي". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  3. خبريال ټکی کام (۶ جون ٢٠١۵). "ګيزاب له امنيتي ګواښ سره نه ده مخ سوي". عبدالمنان ارغند. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]