عبدالمنان ارغند
| شهيد عبدالمنان ارغند | |
|---|---|
ارغند عبدالمنان
| |
| د شخص معلومات | |
| زېږون نوم | عبدالمنان |
| اصلي نوم | عبدالمنان ارغند |
| پيدايښت | ۱۹۸۳ کندهار، ارغنداب ولسوالۍ، پاشمول کلۍ (اوسنۍ: ژړۍ ولسوالۍ) |
| د مړينې نېټه | ۲۵ اپریل ٢٠١٨ |
| استوګنځای | کندهار ښار |
| هيواد غړيتوب | |
| لقب | ارغند صاحب |
| مذهب | اسلام |
| پلار | مولوي سردارمحمد فيضاني |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | ظاهر شاهي عالي ليسه |
| تخصص تعلیم | د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسيسه |
| تعلیمی اسناد | د خبريالي اسناد |
| کار/مسلک | خبريال |
| د کړنې څانګه | خبرونه راټولول |
| تلویزون | کابل نیوز |
| سمول |
|
عبدالمنان ارغند د مولوي سردارمحمد فيضاني زوی په ۱۳۶۲ هجري لمريز کال د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول په کلي کي د مولاداد اخندزاده په علم پروره کورنۍ کي زېږېدلی وو.
د هغه پر شهادت زغم
[سمول]د کندهار ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو مرکز:
په ډیره خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړی چي د هيواد، سولي او بشر دښمنانو نن سهار د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند په یو غلچکي برید کي په شهادت ورسوی
دغه پېښه نن سهار نهه بجې د کندهار ښار د نهمي امنیتي حوزې اړوند د یارانه مارکیټ سره هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي خبریال عبدالمنان ارغند له کور څخه د وظیفي پر لور روان وو.
کندهار ولايت مقام دغه پېښه په سختو ټکو غندي، شهيد ته يې جنت الفردوس، د هغه کورنۍ او دوستانو ته د تسليت مراتب وړاندي کوي. ولایت مقام ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړي، ترڅو د شهید قاتلین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یي وسپاري.
