خبريالي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خبریالي د پیښو او مسایلو په برخه کې مخاطبینو ته د رپوټونو او څیړنو د وړاندې کولو کړنې ته وايي. که څه هم په خپله په ژورنالیزم کې دننه ډیر توپیرونه دی خو آر خبره ترې د ښاروندو خبرول دی. د سازمانونو او بنسټونو لکه: حکومت او سوداگرۍ له پوښښ څخه پرته، خبریالي د یوې ټولنې کلتوري اړخونه لکه هنر او وختیری هم تر خپل پوښښ لاندې نیسي. همدارنگه سمونې، انځور خبریالي او لاسوندیز (مستند) هم د خبریالی د کار د ډگر برخه جوړوي.

ريښتينې خبريالي او ريښتينى خبريال

خبريالي يا ژورناليزم داسې يوه سپېڅلې دنده ده چې که څوک يې په ريښتينې مانا په اخلاص او سپېڅلتوب تر سره کړي، نو په هيڅ يوه ټولنه کې به د خلکو داسې ستونځې پاته نه شي چې د حل لاره او د پاى ټکى ونه مومي، په تېره بيا په اوسمهالي ژورناليزم کې خو به د هيڅ يوې کليوالې او ښاري سيمې داسې څوک نه وي چې په يو نه يو ډول دي د رسنيو (مېډيا) يوې وسيلې ته لاس رسى ونه لري، هغه څوک چې تعليم لري د ورځې په اوږدو کې د ورځنيو او د شپې له خوا د چاپېدونکيو ورځپاڼو له لارې کولاى شي د نړۍ او خپلې سيمې له حالاتو ځان خبر وساتي، خو هغه څوک چې ليک لوست نه شي کولاى او يا هم له ښارونو څخه لرې په کليوالو او غرنيو سيمو کې ژوند کوي، د راډيو له لارې شېبه په شېبه د نړۍ او سيمې له حالاتو خبرېږي او د رسنيو تر دغو دوو وسيلو را وروسته بيا ټلويژن دى چې که څه هم دا د رسنيو يا مېډيا نوې وسيله نه ده او د ايجاد يې ډېر کلونه شوي دي خو د ټلويژن په برخه کې نويو پرمختگونو د خلکو په زړونو کې د مېډيا تر بلې هرې وسيلې زيات محبوبيت او ځاى پيدا کړ. د دې لامل ښايي دا هم وي چې د ټلويژن پر پرده هر څۀ په مخامخ توگه ليدل کېږي او په اوس وخت کې تر پخوا زيات د بيان ازادي ده او څوک نه شي کولاى له خپل ولس او نړۍ څخه يوه خبره پټه وساتي او د دې تر څنگ اقتصادي گټې ته په پام سره هم په پاکستان او هم په افغانستان کې ډېرى خلکو شخصي ټلويژني چينلونه پرانيستل چې د هغو په وسيله څلرويشت ساعته تفريحي خپرونې کوي او تاوده- تاوده خبرونه ترې خپروي او په څنگ کې ورڅخه د اعلانونو او اشتهارونو په وسيله خپلې گټې هم تر لاسه کوي او تر ټلويژون را وروسته بيا انټرنيټ د رسنيو يا مېډيا په دونيا کې يوه داسې پرمختللې او چټکه وسيله ده چې د نړۍ په هره برخه کې مېشت خلک کولاى شي په ډېره بيړنۍ توگه د نړۍ د هغه بلې څنډې د خلکو له ژوند او حالاتو خبر شي، په تېره بيا په انټرنيټ کې ځينو عمومي ويبپاڼو يا سايټونو لکه فېس بوک، ارکيوټ او ځينو نورو خو خلک دومره سره نيژدې کړل چې هر څوک کولاى شي خپل نظريات او خپلې خبرې د سترگو په رپ کې د نړۍ تر هغه بل کونجه و رسوي.

نو په داسې چټک ژورناليزم يا پرمختللې خبريالي کې هم که يو خبريال د ژورناليزم پر دې نوې لاره په پخوانيو ورو او سستو گامونو تگ کوي نو فکر نه کوم چې هغوى دي په ټولنه کې د يوۀ ريښتيني او رسا خبريال په توگه وپېژندل شي، ځکه پخوا که د يوې سيمې خبريال د خپلې سيمې د ستونځو په اړه او يا د يوې پېښې په اړه د ورځپاڼې دفتر ته خبر استاوه نو ډېره بيړه به يې ځکه نه کوله چې هغه مهال به يواځې څو ورځپاڼې چاپېدلې او خلکو به يوه يا دوې ورځې وروسته ترې خبرېدل او دا چې شخصي ټلويژنونه نه وو، حکومتي او سرکاري ټلويژنونو به يواځې حکومتي خبرونو او يو- نيم غټو پېښو ته په خپلو خبرونو او خپرونو کې ځاى ورکاوه، خو په اوسني چټک او بيړني ژورناليزم کې يو خبريال ټکنى يا سست نه شي پاتېداى، ځکه که هغه د کومې پېښې يا ستونځې په اړه په چټکۍ سره اقدام ونه کړي او کار پرې ونه کړي نو ډېر ژر به ويني چې پر هغه موضوع به بل چا کار کړى وي او بيا به نو د دۀ زيار او خواري اوبو وړې وي.

همدا رنگه اوسني ژورناليزم د سانسور او چوپتيا هغه پولې هم ماتې کړې دي چې خبريال به نه شو کولاى په خپلواکه توگه پر هره موضوع کار وکړي او خلک ترې خبر کړي، نو په داسې حال کې هم که يو خبريال يواځې دې ته ناست وي چې کله به پېښه کېږي چې زه يې په اړه خپلې ادارې ته خبر ورکړم او يا يواځې د لوړپوړيو حکومتي چارواکيو او يا د سياسي گوندونو د مشرانو خبري کنفرانسونو ته گونډې ووهي چې نن به نو له خيره د پلانکي- پلانکي صاحب د خبري کنفرانس په اړه خبر جوړوم نور نو بل کار نه لرم، فکر کوم دا د ژورناليزم مخ ور تورول دي او دا د خبريالۍ له سپېڅلې دنده سره ناانصافي او ټگي کول دي.

يو ريښتينى ژورناليسټ يا خبريال بايد هيڅ وخت په دې فکر کې ونه اوسي چې څوک خبري کنفرانس کوي که يې نه کوي دا د دۀ په کار پورې هيڅ اړه نه لري او يا خداى مه کړه چېرې کومه چاودنه کېږي که نه کېږي چې دى يې په اړه خپلې ادارې ته تازه خبر (Breaking news) ورکړي او دۀ ته پرې د ښۀ او ځيرک خبريال تاج ور پر سر شي، فکر کوم دا د ورځني ژورناليزم يا د روانو چارو يوه برخه ضرور ده خو د دې دا مانا نه ده چې يو ژورناليسټ دي يواځې د امکاني خبر پيدا کېدو ته انتظار وباسي او خپله ورځ دي بېځايه او بېکاره تېره کړي. که څوک د ژورناليزم ريښتينو اصولو ته پام وکړي او ځان په بشپړه توگه ترې خبر کړي نو فکر نه کوم چې يو بااستعداده او انرژي لرونکى خبريال به د خپلې ټولنې پر پټو پاته شويو حقايقو او ستونځو سترگې پټې کړي.

زموږ په سيمه کې دا شکايت موجود دى چې د امنيتي ستونځو له امله خبريالان نه شي کولاى په شخصي توگه ځينې سياسي او مذهبي حقايق را وسپړي او يا د ځينو خپرندويه وسيلې د خپلو ټاکل شويو پاليسيو له امله د دې زغم او توان نه لري چې د خپل خبريال هغه زيار- چې هغه د زړۀ په وينو کار پر کړى وي- تر خلکو پورې و رسوي او د ژورناليزم اصولو ته ژمن او ريښتيني و اوسي، خو هغه خبريالان چې په سيمو کې يې چندان سياسي شخړې او د گوندونو تر منځ سياسي ناندرۍ او رقابتونه نه وي او سيمه يې يواځې د ځينو دودونو، رواجونو او ټولنيزو ناخوالو له امله وروسته پاته وي او يا د ځينو زورواکو او شتمنو کسانو له امله يې د خلکو ژوند په تيارۀ کې وي، هغه خبريال نو ولې بايد پټه خولۀ پاته شي او ولې دې خبرې ته لاس تر زنې کښېني چې د دې شخړې هوارېدل خو يواځې زما د وس کار نه دى، دا بدمرغۍ به نو په خدايي امر سره له منځه ځي دا هيڅ امکان نه لري، ځکه د هرې سيمې او هرې ټولنې د پرمختگ او پرشاتگ سبب خپله د هغې ټولنې خلک وي، خو د قلم څښتن ليکوال او ژورناليسټ بايد د خپلې ټولنې ناوړه دودونو او د انسانانو دردونو ته د يوۀ عادي کس غوندې ونه گوري، هغه بايد ډېر حساس و اوسي او د هر هغه څه په اړه چې د دۀ انساني وجدان او مذهبي اصولونه يې نه قبلوي بايد فکر وکړي او د له منځه وړلو لارې يې ولټوي. دلته به زموږ د ټولنې د ځينو ناخوالو په اړه خبرې وکړو چې تر شا يې ډېر سياسي او تاريخي علتونه پټ دي خو موږ به يې د يوۀ خبريال لپاره پر هغو ناخوالو باندې د کار په اړه وږغېږو.

- که يو لس کلن ماشوم- چې کڅوړه يا گونۍ يې را اخيستې وي- لوڅې پښې پر گندگيو گرځي او کاغذونه ټولوي، کالي يې خيرن او څيرې پيرې وي، مخ يې د شپو- شپو ناولى وي، نو آيا د يوۀ خبريال وجدان او ضمير به څنگه دا ومني چې هغه دي تر دې ماشوم تېر شي او دغه ماشوم دي ونۀ پوښتي چې ولې په دې واړه ځان په لوڅو پښو پر دې گندگيو گرځي؟ او کاغذونه ټولوي؟ آيا ولې ښوونځي ته نۀ ځي؟ ولې له نورو ماشومانو سره لوبې نه کوي؟ او داسې ډېرې نورې پوښتنې چې د ماشوم له ماشومې دونياگۍ سره تړلې دي.

- که يوه اويا کلنه يا اتيا کلنه سپين سرې ووينو چې د سړک له غاړې ناسته ده او له خلکو څخه خير غواړي او په داسې حال کې چې د سترگو بينايي يې هم له لاسه ورکړې وي او د زيات ضعيفوالي له امله پر لاره هم تلاى نۀ شي او د ناروغۍ له امله يې زگېروى هم خېژي، آيا يو خبريال به د زرگونو نورو بې حسه او بې پروا خلکو غوندې په کومو سترگو تر دغې سپين سرې تېرېږي او د يوې شېبې لپاره به ورته نوک نه نيسي او دا پوښتنه به ترې نه کوي چې اې زما د وطن مورې! ته ولې دلته د سړک له غاړې ناسته يې او خير غواړې؟، آيا تۀ زامن نۀ لرې؟، آيا خاوند دي مړ دى؟، آيا په خپلو خپلوانو کې دي دومره څوک نه شته چې تا وساتي؟ او همداسې ډېرې پوښتنې شته چې که يو خبريال يې په ريښتينې مانا د خپلې ټولنې تر خلکو و رسوي نو فکر کوم چې نۀ يواځې به يې خپله يوه انساني او وجداني وظيفه تر سره کړې وي، بلکې خلکو ته به يې له داسې ځپليو او د حالاتو په مېچن کې له اڼل شويو خلکو سره د مرستې او خواخوږۍ احساس ورکړى وي.

- که يو مزدور چې له سهاره تر ماښامه خواري کاږي، خولې تويوي، لاس او پښې يې تڼاکې وي او بيا هم دومره گټي چې يواځې د سهار ماښام ډوډۍ يې په وشي او نور نو نه په ماشومانو د ښوونځي د ويلو او نه هغوى ته د ښو کاليو د اخيستلو توان ولري او پر ځاى يې د هغۀ بادار- چې د دۀ په وينو او خولو يې ځان شتمن کړى وي- د ژوند له هيڅ ډول اسانتياوو بې برخې نه وي، آيا په داسې حال کې د يوۀ ريښتيني خبريال په زړۀ کې دا خبره نه ور گرځي چې اخير زما په ټولنه کې به تر څو پورې داسې ظلم او تېرى کېږي چې انسان ته د انسان په سترگه نه کتل کېږي، که يو خبريال داسې حالت ونۀ بوږناوه او د داسې انساني توپير پر وړاندې يې مبارزه ونۀ کړه او خلک يې د دې ناوړه نظام له منځه وړلو ته ونۀ هڅول نو فکر کوم هغه ژورناليسټ يا خبريال نه، هغه تش د خبريال په نامه د خلکو غولوونکى او تېرايستونکى دى.

همدارنگه بې شمېرې ستونځې او ناخوالې شته چې که د ژورناليزم په اوسني پرمختللي دور او د بې شمېره چاپي، اورېدنيو او ليدنيو رسنيو په شتون کې هم يو خبريال دا احساس ونۀ کړي چې ټولنه دي يې له هر ډول انساني توپيرونو پاکه شي او خلک دي يې د توپک پر ځاى قلم په لاس کې واخلي، نو فکر کوم هغه د ژورناليزم ريښتينوالى او خپل ضمير او وجدان تر پښو لاندې کړي دي.

که موږ وگورو د نړۍ په پرمختلليو هېوادونو او ټولنو کې رسنيو هغه علمي او ساينسي بدلونونه راوستي دي چې ښايي موږ يې تصور هم ونۀ کړو، ځکه هغوى خپل ټول علمي، اقتصادي، سياسي، ساينسي او ټولنيز پرمختگونه له رسنيو سره تړلي دي او د رسنيو په وسيله خپل ولس ترې خبروي، په دې توگه يې ولس په چټکۍ سره هغه پرمختگونه په خپل ژوند کې عملي کوي او بيا نو دې ته اړتيا نه پېښېږي چې يو څوک دي يې د ژوند له اسانتياوو بې برخې پاته شي او له همدې امله يې ژبې هم د نړۍ د سترو ژبو په کتار کې شمېرل شوې دي. نن که انگرېزي د نړۍ په سترو ژبو کې شمېرل کېږي او زموږ غوندې د وروسته پاته ټولنو د خلکو پرمختگ هم اوس د انگرېزي ژبې له زدکړې سره تړلى دى او ورته اړ يو، د دې يواځينى لامل دا دى چې هغوى خپلې ژبې ته بېساري خدمتونه کړي دي او خپله ژبه يې د رسنيو له لارې په ټوله نړۍ کې د باران غوندې خپره کړې ده. اوس چې له نېکه مرغه زموږ په سيمو کې رسنيو تر پخوا زيات پرمختگ کړى دى، نو له دې څخه په استفادې سره موږ هم د دې توان لرلاى شو چې د خپلو هر ډول ستونځو او ناخوالو په له منځه وړلو کې رسنۍ د ځان ملگرې کړو او هيڅوک داسې پاته نه شي چې د رسنيو له سترگو او زوره پټ خپلو ناوړه اعمالو ته دوام ورکړي. دا به څنگه امکان ولري؟ د دې پوښتنې ځواب په ټولنه کې د حساسو او باسواده خلکو په شتون پورې تړلى دى او د دې تر څنگ د رسنيو په داسې استازيو پورې تړلى دى چې هغه ته ژورناليسټ يا خبريال ويل کېږي، که خبريال ځيرک، حساس، زړور، چابک او په هغه ژبه کې چې دى کار پکې کوي، حاکم ونۀ اوسي نو نۀ شي کولاى د خپلې ټولنې له دردونو او ستونځو خلک خبر کړي يا د خپلې سيمې له تاريخ، وياړونو او پرمختگونو چاته و ږغېږي او يا په خلکو کې د انساني توپير پالنې د له منځه وړلو شعور او فکر را ژوندى کړي.

په يوه مانا ريښتينې خبريالي د پيغمبرۍ درجه لري، هغه داسې چې که يو خبريال په بې پرې او بې طرفه توگه خپلو انساني حقوقو ته په پام سره د داسې غيرانساني اعمالو، کړو وړو او ناوړه دودونو په اړه- چې له امله يې د هغې ټولنې انسانان ځورول کېږي، ژوند يې له تباهۍ سره مخامخېږي، پر هر ډول انساني حقوقو يې تېرى کېږي- خپل ولس او نړۍ ته مالومات ورکړي نو دا ډول خبريالي هيڅکله تر پيغمبرۍ کم کار نه شي بلل کېداى، خو ډېر خلک بيا پرته له دې چې د ټولنې د خدمت او پرمختگ فکر دي ولري، ژورناليزم د ځان په گټه کاروي او د څو پيسو د لاسته راوړلو په خاطر د ژورناليزم سپېڅلى نوم بدناموي او په اصطلاح د ژيړ ژورناليزم (Yellow journalism) په پاللو سره د نورو انسانانو د پاللو پر ځاى د ځانپالنې د تلپاتي ژيړي په ناروغۍ اخته وي. يو وخت د بي بي سي يوۀ تکړه ژورناليسټ اسماعيل سعادت په يوه مرکه کې د ژورناليسټ په اړه ډېر په زړه پورې نظر ورکړى و، هغه ويلي و:

"که څوک غواړي چې خدمت وکړي نو ژورناليسټ دي شي او که غواړي چې پيسې وگټي نو د ژورناليزم پر ځاى دي تجارت يا بل کار ته مخه کړي"، د دې دا مقصد هم نه دى چې يو څوک دي کاڼي په نس پورې وتړي او هيڅ دي نۀ خوري او هيڅ گټه وټه دي نه کوي، بلکې د دې مقصد دا دى يو څوک بايد د ژورناليزم په وسيله د ډېرو پيسو د گټلو په نيت دې سپېڅلې دندې ته را نۀ شي، بلکې د ټولنې د خدمت او د ناخوالو د له منځه وړلو فکر دي ولري، بيا نو پيسې څۀ چې هغه د چا خبره په خدمت خداى هم پيدا کېږي.

موږ دلته د ژورناليزم پر تيورۍ او اصولو خبرې نه کوو چې د ژورناليزم په بېلابېلو ښاخونو او څانگو کې د کار لپاره بايد کوم ټکي په پام کې ونيول شي، خو که څوک غواړي چې د خبريالۍ سپېڅلې او له کړاوونو ډکې دندې ته لاس واچوي نو هغه بايد د زدکړو تر څنگ داسې يو فکر، احساس او شعور ولري چې د عادي خلکو په پرتله هر څۀ ته په ځانگړي او ژور نظر وگوري، ويې څېړي او په اړه يې نور خلک د يوۀ مثبت او سالم فکر له مخې خبر کړي. هو دا سمه ده چې د ژورناليزم اصول او تيوري به يو څوک په پوهنتون کې زده کړي او يا به يې په اړه کتابونه مطالعه کړي خو د ژورناليزم يا خبريالۍ تر شا چې کوم ماغزۀ، کوم حساسيت او کومه ځيرکتيا په کار ده، هغه څوک د ژورناليزم د تيورۍ يا اصولو په زده کولو سره نه شي تر لاسه کولاى، ځکه خبريالي د ژوند د نورو هنرونو او کسبونو غوندې داسې يو کسب نۀ دى چې يو څوک دي يې په شاگردۍ سره زده کړي، د بېلگې په توگه د درزيتوب، ترکاڼۍ، مستريتوب يا نورو کسبونو زدکړه ښايي ډېره پوهه ونۀ غواړي او زده شي، خو د خبريالۍ لپاره فکر کوم يواځې پوهه شرط نه ده، بلکې حساس زړۀ او فکر او انساني درد ورسره مهم شرط دى چې دا د هر چا په برخه نۀ دي او يا کېداى شي زموږ په ټولنو کې د موجودو محروميتونو له امله موږ ټول داسې شوي يو چې حساسيت او شعور مو له لاسه ورکړى دى او هر څۀ ته په برسېرن نظر گورو.

بيا هم هماغه خبره ده چې دغه محروميتونه او د زورواکو او استعاري ډلو له خوا په ټولنه کې موجود غلامانه فکرونه، د بې علمۍ او جهل ټپونه، په تيارۀ کې د اوسېدو مصنوعي نصيبونه او بېوزلۍ هم يواځې او يواځې د رسنيو له لارې له منځه تلاى شي او دا هغه وخت امکان لرلاى شي چې د ټولنې له حساسو، ځيرکو او زړورو خلکو څخه مو ريښتيني خبريالان را ووځي او د تش په نامه خبريالانو له لاسونو څخه د خبريالۍ قلمونه واخلي او د خبريالۍ د سپېڅلې دندې له لارې په ټولنه کې انسان ته ور پېښې هر ډول ستونځې له منځه يوسي او نړۍ ته وښيي چې ريښتينې خبريالي او ريښتينى خبريال څه ډول وي.




مخینه