عبدالباري جهاني

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ښاغلۍ
عبدالباري جهاني

Abdul Bari Jahani

جهاني
عبدالباري جهاني
عبدالباري جهاني
عبدالباري جهاني

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۴۸
کندهار، افغانستان
استوګنځای کندهار -کابل
هيواد غړيتوب  افغانستان
پلرنی ټاټوبی کندهار افغانستان
عملي ژوند
تعلیم

(په ١٩٧٢ کال کې)

دنده ليکوال، شاعر، اديب او اماتور ژورناليسټ
کاروونکي ژبه(ي) پښتو  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د فعالیت وخت ۲۰۰۴م (په نوي افغان حکومت کي)
ويبپاڼه
ويبپاڼه د عبدالباري جهاني د پیسبوک پاڼه

عبدالباري جهانى (په انگرېزي: Abdul Bari Jahani) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، شاعر، ژباړن، ژورناليسټ او سياستوال دی. هغه د ۲۰۰۴ زېږدي کال د اساسي قانون په رامنځته کولو کې د ځينو مادو په سمبالښت کې د هييت مرستيال پاتې شوی دی.

عبدالباري جهاني

مخينه

عبدالباري جهاني د حاجي عبدالاحمد خان زوی پر ۱۳۲۷ لمريز لېږدي کال په کندهار ښار کې زيږيدلى دی. دی په خټه هوتک دی. نوموړی د افغانستان د پخواني هېوادمشر حامد کرزي د کوچنيوالي انډيوال هم دی او د افغانستان د ملي سرود شعر هم ښاغلي جهاني لیکلی دی.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يي د ميرويس نيکه په ليسه کې کړې او بيا پر ١٩٧٢ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځى پاى ته رسولى.

دندې

جهاني له لوړو زده كړو څخه وروسته په پښتو ټولنه کې په کاربوخت شو. د کابل مجلې مسؤل مدير هم پاتې شوی دى ، او دوه کاله د پوهنې په وزارت کې هم کار وكړ.

دوه ځله يي بېروت ته هم سفرکړى دى . کله چې په هيواد کې حالات په بدليدو شول نو دى په ١٩٨١ کال کې پاکستان ته کډې کولوته اړشو.

هلته يي دوه کاله تير کړل او بيا يي د امريکې غږ راډيو ته ازموينه په بري پاى ته ورسوله. د امريکې متحدوايالتونو ته د کارکولو لپاره کډه شو. تراوسه هملته اوسى او کار کوى. ددې تر څنگ ېې د ۲۰۰۴م زږدي کال د اساسي قانون په جوړښت کې د مرستيال په توگه هم دنده لرله او د افغانستان د نوي ملي تگلارې (ملي سرود) د شعر جوړول هم د ښاغلي جهاني په لاس ترسره شوي .

ليكلي اثار

د ښاغلي جهاني لس کتابونه چاپ شوي دي اوځينې کتابونه يي له دري او انگليسي ژبو څخه پښتو ته ژباړلي دي، چې له دې ډلې څخه يې د کوماندان په نوم ناول د يادولو وړ دى.

  1. د مشکو کاروان
  2. پايکوب - د شعرونو ټولگه
  3. د پښتو په سُر او تال کې د غربي سندرو شرنگ
  4. قوماندان - پښتو ناول
  5. هرات پښتانه او ستره لوبه - څېړنيز تاريخي اثر
  6. شپېلۍ - د شعرونو ټولگه
  7. د خيام رباعيات - د عمر خيام د څلوريزو پښتو ژباړه

باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. http://elections.pajhwok.com/dr/2015/03/23-1