هدایت الله بدري
| هدایت الله بدري | |||||||
|---|---|---|---|---|---|---|---|
| بدري | |||||||
هدایت الله بدري
| |||||||
| د واکمنۍ دوران ۶ جولای ۲۰۲۴ | |||||||
| امیرالمؤمنین | مولوي ھیبت الله اخوندزاده | ||||||
| لومړی وزیر | ملا محمد حسن اخوند | ||||||
| |||||||
| د افغانستان بانک رئیس | |||||||
| د واکمنۍ دوران مارچ ۲۰۲۳ – ۶ جولای ۲۰۲۴ | |||||||
| امیرالمؤمنین | مولوي ھیبت الله اخوندزاده | ||||||
| لومړی وزیر | ملا محمد حسن اخوند | ||||||
| |||||||
| د واکمنۍ دوران ۲۴ اګست ۲۰۲۱ – ۳۰ مې ۲۰۲۳ | |||||||
| امیرالمؤمنین | مولوي ھیبت الله اخوندزاده | ||||||
| لومړی وزیر | ملا محمد حسن اخوند | ||||||
| |||||||
| د ا.ا.ا د رهبري هیئت د مالي چارو رئیس | |||||||
| د واکمنۍ دوران ۱۹۹۵ – ۲۰۰۱ | |||||||
| د شخص معلومات | |||||||
| اصلي نوم | الحاج ملا ګل آغا آخند | ||||||
| زېږېدنه | ۱۹۷۲ (شاوخوا) لښکرګاه، هلمند، افغانستان |
||||||
| تابعیت | |||||||
| پلرنی ټاټوبی | کندهار | ||||||
| اولاد | پنځلس | ||||||
| پلار | ملا عبدالله اخند | ||||||
| وروڼه او خوندې | ۴ وروڼه | ||||||
| خپلوان | ملا محمد الدین اخند (نيکه) | ||||||
| عملي ژوند | |||||||
| کار/مسلک |
|
||||||
| کاروونکې ژبه(ي) | پښتو | ||||||
| پوځي خدمت | |||||||
| وفاداري | طالبان | ||||||
| جګړه/جګړې | |||||||
| سمول |
|||||||
ملا هدایت الله بدري چي دالحاج ملاګل آغا آخند په نامه هم يادېږي په کال ۱۹۷۲ کي په لښکرګاه ښار کې زېږېدلی دی. هغه د ۲۰۲۱م کال د اګست د ۲۴مې نېټې راهیسې د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزيرپه توګه دنده ترسره کوي. الحاج ملاګل آغا آخند د ملا عبدالله اخند زوی او د ملا محمد الدین اخند لمسی، چي اصلي د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بند تېمور جوی مومند کلي اوسېدونکی دئ.
تېر ژوند
[سمول]الحاج ملا هدایت الله بدري د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې زېږېدلۍ دی،البته کورنۍ یې کندهاریان دي، هغه خپلي لومړنۍ دیني زدکړې د ملا محمد عمر مجاهد په مدرسه کښي ترسره کړي دي او ملا محمد عمر مجاهد یې استاذ تېر سوی دی. د افغانستان اوسنی ستر قاضي (قاضيالقضات) مولوي عبدالحکیم حقاني او د کانونو او پېټرولیم وزير شیخ شهاب الدین دلاور په څېر خلګ د ده استاذان پاته سوي دي. د ښاغلي بدري ۴ وروڼه وه چي درې يې ژوندي دي، د هغه يوه ورور د امريکايي اشغال په شپو کي خپل ژوند له لاسه ورکړ. هدایت الله بدري دا مهال د پنځلس اولادونو پلار دی.
