بشير کندهارى
ښکارېدونکې بڼه
بشير کندهاری | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | دوهمه ناحيه، کندهار، افغانستان |
پلرنی ټاټوبی | کندهار |
عملي ژوند | |
زده کړې |
|
کار/مسلک | سندرغاړی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت |
سمول |
بشير کندهارى یو کندهاری سندرغاړی دی چې د کندهار په دوهمې ناحيې کي يې دنيا ته سترګې وغړولې، خپلې لومړنۍ زده کړې يې په ١٩٧٩ کال کې د کندهار د احمد شا بابا له ليسې فارغه او وروسته يې نور تعلیم د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځۍ څخه ترلاسه کړ.
کوچنيوالي او کاري ژوند
[سمول]ښاغلي بشير کندهاري له کوچنيوالي څخه چې لا د اتم ټولګي زده کوونکى وو او په موسيقۍ يې پيل وکړ، د سندرو ويلو ترڅنگ يې د خپلو ټولو سندرو کمپوزونه هم خپله جوړکړي دي.
دندې
[سمول]- رسمي دنده يې په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې تر سره کړې ده.
- ښاغلى کندهارى دا مهال د کندهار په راديو تلويزون کې د پروډيوسر په توګه دنده تر سره کوي.
ښاغلى بشير کندهارى د افغانستان په راډيو تلويزون کې شاوخوا ١٠٠ سندرې لري. د ښاغلي کندهاري هنري سفرونه منځنۍ آسيا، چکسلواکيا، پولنډ، بلغاريا، شرقي المان، عراق، ترکيه او نورو هيوادونو ته وه.