نجيبه سارا بياباني
| نجيبه سارا بياباني | |||
|---|---|---|---|
اغلې نجيبه سارا بياباني | |||
| د شخص مالومات | |||
| پيدايښت | ۲ اپريل ۱۹۶۳ کندهار | ||
| تابعیت | |||
| دين | اسلام | ||
| مېړه | محمد اسماعيل بياباني | ||
| اولاد | احمد نجيب بياباني، احمد مجيب بياباني[۱]
| ||
| عملي ژوند | |||
| کار/مسلک | شاعره[۲]، ليکواله، ممثله او ديکليماتوره | ||
| پېژندنې لامل | د کونډې زوی ډرامه[۳] | ||
| سمول | |||
نجيبه سارا بياباني يوه افغان شاعره[۴][۵]، ليکواله، خبرياله، ممثله او ديکليماتوره ده چې د ۱۹۶۳ز کال د اپريل په ۲مه نېټه د کندهار ښار دوهمه حوزه کې زېږېدلې ده، خو پلرنی ټاټوبی او د خاپوړو ځای يې کابل، د پغمان ولسوالۍ، د سينو بابا کلی دی.[۶] نوموړې د استاد محمد اسماعيل بياباني مېرمن، د کنډک مشر حضرت مير خان لور او د عبدالکريم خان لمسۍ، په خټه ابراهيمخېل پښتانه دي. [۷][۸]
زده کړې
[سمول]دغې پښتنې شاعرې [۹] خپلې لومړنۍ زده کړې پخپل کلي کې او تر دې وروسته يې خپلې دويمې زده کړې د جلال آباد په الايي لېسې او د کابل د رابعه بلخي په لېسې کې سر ته رسولي. کله چې د وطن غميزې پېل شوې نو دغو ناخوالو يې د ژوند شريک ترې واخيست او دا د خپلو بچو سره يوازې پاتې شوه نو بيا يې په رسمي چارو کې د دندو سره سره خپلې لوړې زده کړې هم پيل کړې او تر يوه کاله، د ژورناليزم پوهنځي کې، په خپلو زده کړو هم بوخته وه، خو بيا په افغانستان کې د گډوډۍ او کورنيو جگړو له امله يې لوړې زده کړې ترې نيمگړې پاتې شوې. يو کلنه زده کړه د ټولنپوهنې او فلسفې په برخه کې د ناروې په هېواد کې د لیله هامر ښار په نانسن فرېد سکول (د نانسن سولې ښوونځي) څخه ترسره کړې . [۱۰]
دندې
[سمول]نجيبه سارا بياباني په افغانستان او پښتونخوا کې گڼ شمېر دندې ترسره کړي. د کاري ژوند پيل يې د زده کړې له کالونو څخه پيل شوی او د ۱۳۵۲ لمريز کال څخه تر ۱۳۷۰ لمريز کال پورې د افغانستان په ملي راډيو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي. [۱۱] د افغانستان په ملي راډيو کې يې لومړنۍ دنده د ماشومانو د خپرونې د وياندۍ څخه پېل شوې، همدا راز د ډرام او ډيالوگ په برخه کې يې تمثيل زده کړ. تر څه مودې کار وروسته بيا د هنر او ادبياتو په څانگه کې د حرف خوش صدای خوش و آهنگ خوش، جمعه او زموږ ډالۍ د خپرونو کوربنه او د شومه دم انگازې د خپرونې جوړونکې او ډيکليمه کوونکې ، د پښتنو او بلوڅو د خپرونې جوړونکې او ويانده او د روزنې څانگې پورې اړونده د کلي کور او کرهڼې د خپرونې ويانده هم پاتې شوې.
دا چې مېرمن سارا په خپل شخصي ژوند کې هم يوه کونډه ده نو په ۱۳۶۷ لمريز کال کې د لومړي ځل لپاره د کونډې زوی په سريال کې د افغان ټلويزون په پرده راښکاره شوه.[۱۲][۱۳] نوموړې په دغه سريال کې د شادگل د مور رول لوبولی.[۱۴] څه موده يې د قبايلو په وزارت کې د جرگې مجلې د خبريالې په توگه هم دنده ترسره کړې. کله چې د افغانستان کورنۍ جگړې تودې شوې او هغه د خپلې کورنې سره پېښور کې کډواله شوه نو هلته يې هم د ژوند و ژواک لپاره هلې ځلې پيل کړي او بېلابېلې دندې يې ترسره کړي. د کډوالۍ په کالونو کې يې د وحدت په ورځپاڼه کې د خبريالې په توگه لنډ مهاله کار کړی، تر دې وروسته يې د هېواد په ورځپاڼه کې د ښځو لپاره د گل پاڼې ځانگړې پاڼې بنسټ کېښوده او درې کاله يې ورته ليکنې چمتو کولې، همدا راز يو نيم کال يې د پامير ورځپاڼې سره هم د خبريالې په توگه دنده ترسره کړې. د پېښور د راډيو سره يې هم قلمي همکاري کړې، او د پېښور په ټلويزون کې يې د پردې تر شا په پښتو او دري ژبو د خبرتياوو د لوستلو دنده هم سر ته رسولې. په پېښور کې يې د بي بي سي د پښتو او دري ژبې د روزنيزې پروژې د پيل هلې ځلې کړي او د نوي کور او نوي ژوند د پښتو او دري راډيويي ډرامو په بنسټ ايښودلو کې يې د افغاني ممثلينو په راټولولو کې مرسته کړې او بيا يې په همدغې راډيويي ډرامې کې د رابعه گل رول په دواړو ژبو لوبولی او په دې روزنيزې پروژې کې يې ۵ کاله دنده ترسره کړې. د يادونې وړ ده چې آغلې سارا بياباني او د کورنۍ غړي يې د هېڅ سیاسي بهیر ، گوند او ډلې مخینه نه لري او نه هم د ښځو په نوم لوېدیځواله شعارونو او افراطي بنسټونو کې اړیکې او ونډې لري ځکه یې ژوند په ټولنیزه توگه باخبره افغانې خبريالې ، لیکوالې او شاعرې په توگه غوره کړی .[۱۵]
چاپ شوي اثار
[سمول]نجيبه سارا د ماشومتوب نه شاعري کوي او تر اوسه پورې يې د شعرونو څلور ټولگې چاپ شوي. لومړۍ شعري ټولگه یې د کابل د کورنيو جگړو ښکار شوه خو تر اوسه پورې يې چې کوم کتابونه چاپ شوي هغه په لاندې ډول دي.
- د ماښامونو ډيوه [۱۶] - د شعرونو ټولگه، چاپکال (1994)
- د پنجرې مرغۍ - د شعرونو ټولگه، چاپکال (2003)
- تاته کيسه په نثر که نوم د نظم درکړم؟ - د آزاد نظمونو او ليکنو غورچاڼ، چاپکال (2003)
- زما د عشق جونگړه ورانه شوله - د هېوادپاله شعرونو ټولگه، چاپکال (2003)
- د ماښامونو ډيوه
- د پنجرې مرغۍ
- زما د عشق جونگړه ورانه شوله
- تا ته کيسه په نثر که نوم د نظم درکړم؟
ناچاپه آثار
[سمول]د نوموړې گڼ شمېر ناچاپه آثار لا تر اوسه نه دي چاپ شوي. سارا بياباني د شعرونو تر څنگ لنډې کيسې او داستانونه هم ليکلي چې تر اوسه پورې يې لا نه دي خپاره کړي. د ټولنيز ژوند په اړه په بېلابېلو موضوعگانو باندې يې هم د يو کتاب تکل کړی چې لا تر اوسه پورې نه دی بشپړ شوی. نوموړې د پښتو ژبې تر څنگ په دري ژبه هم څو ټوټې شعرونه ليکلي او د گوتو په شمار يې يو څو نارويژي شعرونه هم خپاره شوي.
شخصي ژوند
[سمول]نجيبه سارا بياباني د څلورو ماشومانو مور ده او له ۱۹۹۹ زېږيز کال څخه راپدېخوا د ناروې په هېواد کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.
باندنۍ تړنې
[سمول]سرچينې
[سمول]- ↑ لر او بر, اداره (۲۰۰۸ز اگست ۳مه). "له ويرژلې شاعرې خور سارا بياباني سره په ويرکې". لراوبر ټکی نېټ. خوندي شوی له the original on 2026-03-14. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ لر او بر, اداره (۲۰۰۸ز اگست ۳مه). "له ويرژلې شاعرې خور سارا بياباني سره په ويرکې". لراوبر ټکی نېټ. خوندي شوی له the original on 2026-03-14. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ هېواد دوست, يوسف (۲۰۱۳ز ډېسمبر ۱۴مه). "يو ياد يو وياړ نجیبه سارا بیاباني د پښتو فلم او تیاتر غوره استازې" (PDF). افغان جرمن انلاين. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۷مه.

{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ بياباني, نجيبه سارا. "ملنگ جان ته". سپرغۍ. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۵ز می ۱۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ زيار, فرزانه (۲۰۲۵ز اگست ۲۸مه). "نجيبه سارا بياباني". دعوت مېډيا. شېبه گهيځ. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ زيار, فرزانه (۲۰۲۵ز اگست ۲۸مه). "نجيبه سارا بياباني". دعوت مېډيا. شېبه گهيځ. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "دنجيبې سارا بياباني لنډ ژوند ليک". پښتونخوا ټکی کام.
- ↑ احسان, عبدالله (۲۰۱۱ز سېپتمبر ۱۵مه). "په مالمو کې د هيواد د علمي، ادبي او فرهنگي شخصيت او تاريخپوه غوث خيبري په وياړ درنه علمي غونډه جوړه شوه". ټول افغان. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "دنجيبې سارا بياباني لنډ ژوند ليک". پښتونخوا ټکی کام.
- ↑ احسان, عبدالله (۲۰۱۱ز سېپتمبر ۱۵مه). "په مالمو کې د هيواد د علمي، ادبي او فرهنگي شخصيت او تاريخپوه غوث خيبري په وياړ درنه علمي غونډه جوړه شوه". ټول افغان. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ هېواد دوست, يوسف (۲۰۱۳ز ډېسمبر ۱۴مه). "يو ياد يو وياړ نجیبه سارا بیاباني د پښتو فلم او تیاتر غوره استازې" (PDF). افغان جرمن انلاين. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ زيار, فرزانه (۲۰۲۵ز اگست ۲۸مه). "نجيبه سارا بياباني". دعوت مېډيا. شېبه گهيځ. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ زيار, فرزانه (۲۰۲۵ز اگست ۲۸مه). "نجيبه سارا بياباني". دعوت مېډيا. شېبه گهيځ. ترلاسهکېدو نېټه ۲۰۲۶ز می ۱۷مه.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "دنجيبې سارا بياباني لنډ ژوند ليک". پښتونخوا ټکی کام.
- ↑ "آرشیف کاپي". ترلاسهکېدو نېټه 2009-08-17.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)