سید محمد حقاني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۴۳۷ هجري قمري کال د دریمې میاشتې په ۲۲ نیټه چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جنورۍ له دوهمې سره برابره وه د اسلامي امارت یو وتلی او منلی شخص مولوي سید محمد حقاني د اجل داعي ته لبیک ووایه، دلته مو د میاشتنیو سوانحو د ترتیب په لړ کې د نوموړي په ژوند رڼا اچولې چې ستاسو پام ورته راګرځوو.

زوکړه[سمول]

مولوي سید محمد حقاني د حاجي ملا لعل محمد اخند زوی په قوم پښتون /اڅکزی په ۱۹۷۲ میلادي کال د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ مربوط ښار ته نږدې سیمه محله جات کې د اڅکزو په کلاچه کې په یوه متدین او علمي خاندان کې دنیا ته سترګې وغړولې.[۱]

زده کړې[سمول]

نوموړی چې د خپل عالم پلار مشر زوی و له کوچنیوالي یي په دیني زده کړو پیل وکړ،په کور کې له ابتدایي تعلیماتو وروسته یي په ډیر کشر عمر د سیمې له یوه تکړه عالم مولوي لال محمد اخند څخه چې د مور لخوا دده نیکه هم کیده زده کړه پیل کړه،او لومړني کتابو نه یي ولوستل.

د کمونیستانو له انقلاب وروسته نوموړي په علم پسې له سفر وړاندې په کندهار ښار کې په بیلابیلو مساجدو کې له علماء کرامو څخه دیني زده کړې وکړې لکه د کندهار ښار د لرګو د ګنج په سیمه کې احمدیه مدرسه،د شرکت میوې په سیمه کې حمیدالله جان اخندازده، ثاني مولوي عبید الله جان صاحب او مولوي عبدالعلي صاحب څخه یي څه موده دیني زده کړې حاصلې کړې او بیا دعلم په تلاش له هیواده ووت او دپاکستان په ستر ښار کراچي کې یي د ددیني علومو تحصیل پیل کړ.

د حقاني صاحب د خپلې ژبې اقرار دی چې د تعلم او طالبۍ په مهال مې له کتاب او سبق پرته په بل هیڅ شي ځان نه دی مصروف کړی، د نوموړي نږدې قریبان او د طالبۍ ملګري هم همدا خبره کوي چې نوموړی د تعلم په مهال یو جدي او خواریکښ طالب و چې حتی د مازدیګر او ماښام تر منځ یي هم ډیر ځله مطالعه کوله.

حقاني صاحب په کراچۍ کې له څه مهال درس ویلو وروسته د بلوچستان کویټې ښار ته لاړ اود شالدرې په مشهوره مدرسه مظهرالعلوم کې یي داخله واخیسته په دې مدرسه کې له دوه کاله تعلم وروسته یي د کویټې په یوه بله مشهوره مدرسه الجامعة الاسلامیة الاشرفیة کې زده کړې پیل کړې چې د فراغت تر مهاله یي ۷ کاله پرلپسې په دې مدرسه کې زده کړو ته دوام ورکړ.

د مرحوم حقاني صاحب ماما ملا محمد حسین آخند وایي چې حقانی صاحب له سبق سره نادره مینه درلوده، کور یي په کندهار کې وه چې کویټې ته نږدې دی، خو ده په علم پسې له کال زیاته مسافري کوله . ۱۳ میاشتې بعد به کور ته ستنېده، او چې کله به کورته لاړ نو هلته یي هم ټوله مشغولا له تعلم او تعلیم سره وه.

د ۱۹۹۴ میلادي کال په اکتوبر کې هغه مهال چې د حقاني صاحب په اصلي ټاټوبي کندهار کې د طالبانو د تحریک په نوم یوه نوي خوځښت سر راپورته کړی و،حقاني صاحب د کویټې په اشرفیه مدرسه کې د صحاح سته وو د وروستیو احادیثو سمع کوله او د تعلم له پړاوه فراغت ته یي ځان جوړاوو.

د ۱۹۹۴ میلادي کال د نومبر په دریمه نیټه چې د ۱۳۷۳ لمریز د عقرب له دیارلسمې سره سمون خوري، هغه ورځ چې حقانی صاحب له دیني علومو د فراغت دستار په سر کاوو او په دې ویاړ لوی مراسم رابلل شوي و، په کندهار کې طالبانو د پنجوایي،ډنډ او بولدک له نیولو وروسته د کندهار ښار په خوا سوقیات پیل کړي و چې دوه ورځې وروسته د نومبر په پنځمه یي دغه ښار له جګړه مارو قومندانانو څخه ونیو.

مولوي سید محمد حقانی صاحب د احادیثو اجازت نامه له وتلي او مشر عالم شیخ ابوعبدالله نورحبیب سواتي صاحب څخه ترلاسه کړه او د لوی عالم شیخ الحدیث عبدالبصیر صاحب په ګډون مشهورو علماء کرامو یي په سر د فضیلت پګړۍ وتړله.

دری ورځې دمه[سمول]

د حقاني صاحب ماما ملا محمد حسین وایي: د حقاني صاحب له فراغت وروسته چې کله مو غوښتل کندهار ښار ته ستانه شو نو چې بولدک ته راغلو لار بنده وه ځکه په کندهار ښار طالبانو جنګ شروع کړی و،څه ځنډ وروسته چې طالبانو ښار ونیو کور ته ستانه شوو، حقاني صاحب دری ورځې په کور وکړې او په څلورمه ورځ بیا له کوره لاړ، دا ځل یي د طالبانو په تحریک کې خدمت پیل کړ چې بیا د تر هغه وخته چې په همدې اسلامي خوځښت کې د خدمت په مهال یي خپل روح باري تعالی ته وسپاره نوموړی د اسلامي امارت په چوکاټ په کې خدمت بوخت پاته شو.

ملا محمد حسین اخند وایي:د حقانی صاحب د والدې شریفې همیشنی ارمان همدا و چې له خپل مشر، صالح او شریف زوی حقاني صاحب سره په ګډ ژوند مې تنده نه شوه ماته، له ډیر کوچنیوالي راڅخه په علم پسې مسافر شو او چې له علم نه فارغ شو نو دری ورځې بعد یي د طالبانو په تحریک کې خدمت او جهاد پیل کړ ډیر وخت به له کوره بهر و تر څو په همدې لاره کې حق ته وصل شو.

په اسلامي امارت کې خدمتونه او مسؤلیتونه[سمول]

لکه وړاندې چې وویل شول مولوي سید محمد حقاني صاحب د طالبانو په لاس د کندهار ښار له نیولو وروسته له مقدمو کسانو څخه و چې د طالبانو په اسلامي تحریک کې یي خدمت پیل کړ،نوموړي خپله وظیفه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور له ریاست څخه پیل کړه،د کندهار د اطلاعات و کلتور ریاست چې په تنظیمي دوران کې د جګړه مارو مرکز او فرهنګي محیط یي د چرسو بوی او د سګریټو پاتې شونو په سر اخیستی و، د سید محمد حقاني صاحب په شمول د تحریک د فرهنګي ځوانانو په مټ یو ځل بیا د علم او فرهنګ په مرکز بدل شو.

طالبانو چې د عقرب میاشتې په نیمایي کې کندهار ښار ته داخل شوي و لږ وخت وروسته یعني د همدې کال په جدي میاشت کې یي نه یوازې د کندهار مشهوره ورځپاڼه طلوع افغان له چاپه را وایسته بلکې راډیو یې هم فعاله او ورپسې یي د خلافت او کندهار مجلو د چاپ لړۍ هم پیل کړه.د طلوع افغان ورځپاڼې د هماغه کال په لومړنیو ګڼو کې د مرحوم حقاني صاحب څو لیکنې هم خوندي دي .

مرحوم حقاني صاحب وروسته د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال او څه موده بعد ددې ریاست رئیس وټاکل شو. چې د خپل مسؤلیت په وخت کې یې د پام وړ فرهنګي خدمات انجام کړل.

د طالبانو په لاس د کابل له فتحې وروسته نوموړی د بهرنیو چارو د وزارت اداري مرستیال تعین شو، خو لږ موده بعد د اسلامي امارت د چارو د ادارې د لوی ریاست د رئیس په حیث وټاکل شو.

څرنګه چې له طالبانو وړاندې په پلازمینه کابل او ولایاتو کې حکومتي اداري سیستم بشپړ فلج و د طالبانو له سترو کارنامو یوه هم د اداراتو له سره فعالول و، چې په دې برخه کې د جناب حقاني صاحب خدمتونه د یادونې وړ دي .

مرحوم حقاني صاحب په دې اړه په خپل یوه یاداشت کې لیکلي : کله چې د مشرقي ولایاتو د فتحو لړۍ پیل شوه، دملا نورالدین ترابي په مشرۍ ځانګړی کمیسیون وټاکل شو ترڅو د مفتوحه سیمو ادارات فعال کړي دوی هر ولایت ته په ورتګ سره د هغه ولایت اداري تشکیل ټاکه او اداري نظام یی فعالاوو، دبیلګې په توګه ننګرهار ته په ورتګ سره شهید مولوي احسان الله احسان د والي په حیث وټاکل شو، دغسې نور رئیسان هم وټاکل شول، څو ورځې وروسته چې کله مجاهدینو کابل ونیو، نوپه کابل کې دچارو د کنترول لپاره لومړی د عالیقدر امیرالمؤمنین لخوا شپږ کسیزه عالی رتبه شوری وټاکل شوه ، ورپسې یې په کابل کې دحکومتي اداراتو د عاجلانه فعالیت لپاره د کندهار ولایت ټول رئیسان په کابل کې دخپلو اړوندو وزارتونو د سرپرستو وزیرانو په حیث وټاکل، په دې توګه د کابل له فتحې سره هم مهال حکومتي ادارات بې له کوم ځنډ او خنډ څخه فعال شول او خپل اصلاحي او انکشافي چارو ته یي دوام ورکړ .

نوموړی د چارو د ادارې د لوی ریاست د کار په اړه لیکي: د حکومتي دود سره سم د اسلامي امارت په واکمنۍ کې هم د چارو دادارې ریاست د حکومتي چارود کنترول او بررسۍ د مرکز په حیث فعالیت کاوو،د ټولو وزارتونو، ریاستونو او ولایاتو عرایض،پیشنهادات او راپورونه له همدې لارې ریاست الوزراء او دامیرالمؤمنین دفتر ته رسیدل، دغه راز د مشرتابه فرامین، هدایات او احکام هم د چارو دادارې د ریاست لخوا ټولو وزارتونو او اړوندونو مراجعو ته رسول کیدل.

څرنګه چې د چارو دادارې رئیس د کابیني غړیتوب درلود او دوزیرانو د شوری د منشي مسؤلیت یي هم درلود، همدا کار د حکومتي چارو په هماهنګۍ او شفافیت کې نور هم مرستندوی واقع شوی و، داسلامي امارت د وزیرانو شورا هره چهارشنبه غونډه درلوده، تر غونډې وړاندې د ځانګړي پلاوي لخوا د غونډې اجنډا ترتیب کیدله، چې مجلس به ورباندې ترسره کیده،د غونډې فیصلې چې کله په پښتو او کله په دري لیکل کیدلې،د چارو دادارې د ریاست لخوا ټولو اړوندو مراجعو ته د اجراء لپاره استول کیدلې.

حقاني صاحب دچارو د ادارې د ریاست له دندې وروسته په اسلام ابادکې د افغانستان د سفیر په حیث تعین شو خو څه کم یو کال وروسته بیرته د چارو د ادارې د رئیس په حیث وټاکل شو، نوموړی چې په اداري امورو کې یي د پاموړ استعداد درلود په افغانستان د امریکایانو د یرغل تر مهاله په همدې مهمه دنده پاته شو، چې ورسره یي د اسلامي امارت د وزیرانو د شوری د منشي په حیث هم دنده اجراء کوله.

په افغانستان له یرغل نه وروسته چې کله پلازمینه او د هیواد لوی ښارونه د یرغلګرو لخوا اشغال شول او مجاهدینو اطرافي سیمو ته خپل تشکیلات نقل او په مسلح جهاد یي لاس پورې کړ، مرحوم حقاني صاحب هم دنورو مجاهدینو په څنګ کې دجهادي بهیر په بېلا بېلو شعبوکې له هیڅ راز خدمت نه مخ نه اړاوه چي بلاخره په ۲۰۰۷ م کال یې د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون د مرستیال په حیث دنده پیل کړه.

په دې مرحله کې نوموړي په پوره اخلاص،جدیت او تدبر سره د کفري یرغل په وړاندې فرهنګي او نشراتي جهاد ته خپل ژوند وقف کړ او د فرهنګي کمیسیون د مشر تر څنګ یي د یوه مخلص، فداکار او پُرکاره ملګري په حیث د غرب د تبلیغاتي توپان د دفع کولو او په وړاندې یي د اغیزناکې جهادي نشراتي مبارزې د سنګرونوپه ودانولو پیل وکړ.

په افغانستان امریکایي یرغل لکه څنګه چې په پوځي لحاظ یو پراخ ایتلاف تر شا درلود، تبلیغاتي بُعد یي هم همدومره پراخ او په مقابل کې یي د مجاهدینو نشراتي فعالیت هم د حجم او مؤثریت له اړخه دومره دقیق او اغیزناک و چې حتی دښمن یې په ځواکمنۍ اعتراف وکړ او د مجاهدینو رسنیز فعالیت یي سریع او مؤثر وباله. چې د نورو ګڼو قلمي مجاهدینو ترڅنګ ددې ویاړمن مطبوعاتي سنګر یو تکړه او نه ستړی کیدونکی غازي مرحوم حقاني صاحب و چې له الله تعالی څخه ورته د ټولو خدمتونو د قبولیت خواست کوو.

مرحوم حقاني صاحب د ملګرو په خاطرو کې[سمول]

د حقاني صاحب د ډیر وخت ملګری مولوي امیر خان متقي صاحب وایي: حقاني صاحب یوښه ځیرک دیني عالم وو ، جهاد او اسلامي امارت سره یې دزړه له تله مینه اوخلوص لاره ، داداري کار په زړه پوري وړتیا یې لرله ، له ملګرو سره یې وفا اومینه ریښتیني وه ، په عملي کارونو کې یې ښه ابتکار درلود اودعام ولس په درد به دردمن اوپه خوښیو به یې خوشحاله وو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد: حقاني صاحب دحق ویلو، حق دید، حق اوریدلو، حق منلو او حق اوسیدلو یو دنګ منار وو، کله به يې چې یقین وو چې دا لاره حقه ده، د هيڅ شي په بدل کې يې هم هغه مسیر نه پريښود، د منازعاتو او مشاجرو په اړه د فيصلې پرمهال به يې حق ته کتل، دغوصې او خفګان له امله له حق څخه نشو تیریدای، د عمر تر پایه په حق پاتې شو او له حق سره ملګری دحق په لاره له حق سره وصل شو.

د اسلامي امارت ویاند قاري محمد یوسف احمدي: مرحوم حقاني صاحب به باربار راته ویل چي دکار له ملګرو سره چي مو څومره کوښښ کیږي نور هم په صمیمیت کي پاتې شئ ځکه لیري والۍ هغه څه دي چي ستاسو پر کارونو مستقیماً بد تأثیر پرې باسي او دی به دملګرو تر منځ په دوستانه فضا ډیر زیات خوشحالیده ډیر له شهرت او خودنمایي نه لرې خدای ته نیژدې یو مخلص انسان وو.

لیکوال او شنونکی مولوي عبدالرحیم ثاقب: مرحوم حقاني صاحب سره له دې چې ټول وخت يې د یوه ښه اداري کار پوه او تجربه لرونکي دیپلومات په توګه په مسؤلیت کې تیر شوی و خو بیايي هم هیڅ کله خپل ځان پرخپلو ملګرو باندې لوړ نه ګاڼه ؛ بلکې کوښښ یې کاوه چې د خپلو کاري ملګرو له تجربو او کاري پوهي څخه استفاده وکړي.

دهیواد نامتولیکوال ملا عتیق الله عزیزي: هرځل چې زه ورسره مخ شوی یم داخلاقو اودیانت د دغه هسک منار له خولي اوژبي څخه به داسې توصیی او مجرب نکات لورول کیدل چې باور وکړي زما لپاره به هغه ډیر قیمتي ثابتیدل اودخدمت دسرعت باعث به ګرځیدل ، هیڅکله ما نه وو ترې اوریدلي چې داکار اوکارنامه ما کړي بلکې هرڅه به یې دملګرو دخدمت اوهڅو محصول ګڼل .

د مرحوم حقاني صاحب وروڼه دده د کورني ژوند په اړه وایي: مرحوم حقاني صاحب په شخصي ژوند کې هم عجیب عادات درلودل،له چا سره یي په خپګان او حسد کې هیڅکله سیالي نه کوله، ډیر ځله داسې شوي چې یو څوک به ترې خپه و او حسد به یي ورسره کاوو مګر دی به خپله کور ته ورغی، که به هغه ځان ترې پټ کړ نو د کور غړو ته به یي وویل چې ورشئ پلانی راولئ له هغه سره مې کار دی په دې طریقه یي هرڅوک دې ته مجبورول چې ښه دوستي ورسره وپالي.

خپلو وروڼو ته یي همیشه دا توصیه وه چې صله رحمي او خپلوي به له هیچا سره نه قطع کوئ، که څوک هرڅه درسره کوي خو تاسو به یوازې د یوه دیني اصل په حیث صله رحمي او خپلوي ورسره پالئ.د شهیدانود کورنیو او یتیمانو یي ډیر خیال[۱] ساته، تر خپله وسه یي کومک ورسره کاوو.

وفات[سمول]

حقاني صاحب چې د خپلو جهادي وظایفو په مهال په سفر بوخت و د روان ۱۴۳۷ هـ ق کال د ربیع الاول په ۲۲ مه نیټه د شنبې په ورځ یي د ورپیښې ناروغۍ له امله خپل روح حقیقي بادار او ملک الله رواح ته وسپاره. د مرحوم مولوي سید محمد حقاني صاحب تر شا پنځه صالح وروڼه او اته زامن پاته شول، چې لله الحمد په ټولو کې دده اثار ښکاره او زامن یي په دیني زده کړو بوخت دي.

د حقاني صاحب د وفات خبر په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې په کمساري بڼه بدرګه او ډیرو خلکو ورباندې د حسرت او تسلیت لیکنې وکړې، د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا هم د نوموړي په وفات رسمي تعزیتي بیان نشر شو چې په یوه برخه کې یي راغلي: د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه، د اسلامي امارت رهبري شوری او فرهنګي کمیسیون د اسلامي امارت د ټولو منسوبینو په نمایندګۍ د نوموړي د وفات له امله د مرحوم کورنۍ ته د تعزیت او تسلیت مراتب وړاندي کوي.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://alemara1.org/?p=48544