عبدالحنان منيب
عبدالحنان منيب | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
عبدالحنان منيب | |||||||
عبدالحنان منيب
| |||||||
د کندهار ولایت سرپرست والي | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲ فبروري ۲۰۱۷ – ۲۱ مې ۲۰۱۷ | |||||||
ولسمشر | اشرف غني | ||||||
| |||||||
د شخص مالومات | |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | دولتي چارواکۍ | ||||||
سمول |
عبدالحنان منيب د حاجي عبدالقادر زوی او د محمدحسن لمسی دی؛ چي په (۱۳۵۹ هـ.ق) کال کي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي په يوه لويه کورنۍ کي زېږېدلی دی. نوموړۍ د کندهار ولایت سرپرست والي تېر سوی دی. د هغه کورنۍ دامهال د کندهار ښار په دوهمه ناحيه کي استوګن دی.
د ښاغلي مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب په وينا:
” | «ځوانان د ټولني تر ټولو ځواکمنه قوه ده چي په يووالي سره يې ژور تغيرات رامنځته کېږي!» | “ |
تعلیم او دندې
[سمول]ښاغلي منيب د ليسانس تر کچي عصري زده کړي حاصلي کړي او د خپلي مورنۍ ژبي پښتو ترڅنګ په دري او انګلېسي ژبو هم خبري کولای سي . مرستيال والي عبدالحنان منيب د ( ۱۳۸۰ هـ.ل ) کال راهيسي د ولايت مقام په بېلابېلو برخو کي دنده اجراء کړې ( آرشيف مديريت، تدارکاتو مديريت، خدماتو آمر، مالي او اداري رئيس ) نوموړی دا مهال د اداري او مالي برخي د مرستيال والي په توګه دنده مخته وړي . [۱]
مرستيال والي
[سمول]- په ١٨ اکتوبر، ٢٠١٨ کي کله چې ستر پاسوال عبدالرازق اڅکزی په شهادت ورسيدۍ، نو والي زلمی ویسا هم زخمي سو. د همهغه نيټې څخه تر ٢٧ فبروري، ٢٠١٩ پورې د کندهار د والي ټولي چاري دده پر غاړه وې.
انعامونه او تقديرنامې
[سمول]نېټه : ۱۷ / ۰۹ / ۱۳۹۷: د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکي ادارې په وړاندیز د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منیب ته د ښه خدمت کولو په پايله کي تقدير نامه ورکول سوه . عبدالحنان منيب د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي ادارې له رئيس عبدالمتين بيګ سره وليدل او د کندهار ولايت اړوند يې پر روانو چارو، او ولایتی اداری پر ضرورتونو ګډ بحث وکړ. ښاغلي متين بېګ دمنیب د زيار او هڅو قدر دانی وکړ او د دغه ادارې په وړاندیز یي هغه ته د ښه خدمت په پايله کي د افغانستان د اسلامي جمهوريت تقدير نامه ور کړه.