رنګينه حميدي
| رنګينه حميدي | |
|---|---|
| د شخص معلومات | |
| پيدايښت | ۱۹۷۸[۱] کندهار |
| تابعیت | |
| پلار | غلام حيدر حميدي |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | سياستوال ، ليکوال |
| کاروونکې ژبه(ي) | انګليسي ژبه ، پښتو |
| سمول |
|
رنګينه حميدي انګليسي ژبه: Rangina Hamidi يوه افغانه سياستواله او سوداګره ده. هغې په کال ۱۹۷۷ کې د کندهاﺭ ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. تر زېږون وروسته يې کورنۍ په شاوخوا ۱۹۸۰ کې د ارغنداب سره مخه ښه وکړه ؛ د هغې کورنۍ لومړی پاکستان او وروسته بیا متحده ایالتونو ته کډواله سوه. هغه د بهرنيانو تر يرغل او ددې د پلار غلام حيدر حميدي تر ښاروال کېدو وروسته بېرته کندهار ته را ستنه سوه لومړی يې په کندهاﺭ کې د يوې سوداګرې په توګه دنده پیل کړه، او د «کندهارۍ خزانې» په نامه د ښځينه کالو د ګلدوزۍ مرکز يې پرانيست. وﺭوسته وﺭته د جون پر ۱۵مه په کال ۲۰۲۰م کې د اشرف غنې په کابينه کې د پوهنې وزارت د نوماندې او سرپرستې په حیث دنده ور وسپارل سول سول. رنګینه حمیدې د پوهنې وزارت د نوماندې په توګه ولسي جرګې ته د تایید رایې اخیستو په موخه معرفي سوې وه، خو یادې جرګې هغې ته رایه ورنکړه، البته بیا هم د پوهنې وزارت د سرپرستې په توګه خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
