بنګ حبیب الله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بنګ حبيب الله د کندهار د پايلوچانو څخه وو[۱]

د هغه د ژوند يو غوره خاطره[سمول]

د کندهار لپاره نوی قومندان ټاکل سوی وو، کله چي کندهار ته راغلی؛ پخواني قومندان ورته وويل;
زه ځم، ته خو راغلې دلې. مګر دلته يو څو پايلوچان سته په دغو کسانو به کار نه لرې، ځکه ما نه دي رعيت کړي.

نوی قومندان يې هرات دروازې ته راوست، د يو سماوار مخ ته کرک ځړېدئ، قومندان ور ږغ کړل چي دا د چا دی!؟ په سماوار کي ناست پايلوچ ورته وويل چي زما دئ. زاړه قومندان، نوي ته وويل چي يو دغه دئ، په ده به کار نه لرې. ددې څخه وروسته صالو خان چمن ته ولاړل، هلته ئې بنګ حبيب الله وليدئ چي چلم ته ولاړ دئ، قومندان ورته وويل چي ته چرس ولي څکوې؟ بنګ ورته وويل زيات په دې پای کي، دا خو د شوقه څکوم! بنګ يې راوستی قومندانۍ ته؛ ددې پر ځای چي دوئ ورته ووايي چي کش در کوو، ده خپله صدرۍ او کالي وکښل او پر مېز پړمخي پرېوتی. دواړو قومندانانو ورته کش کړل، ښه ټينګ ئې وخرپوئ، اخير دواړه پر ستړي سول. بنګ سر را پورته کئ او ور ږغ ئې کړل چي نور څوک نسته چي ملا مي را وګروي!؟

سرچینه[سمول]

  1. فيسبوک Esmat Khan (٢٠ مارچ ٢٠١٧). "د بنګ حبیب الله د ژوند خاطره". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)