قادر خان
قادر خان په ١٩٣٧م کال په کابل کې زیږیدلی. پلار یې عبدالرحمن اصلا د کندهار او مور یې اقبال بیګم د پښین وه. قادر خان درې وروڼه لرل، شمس الرحمن، فضل الرحمن او حبیب الرحمن. هغه په خټه کاکړ، پښتون دی. قادر خان په سینما کې د کار کولو له کبله ډیرې جایزې او ایوارډونه هم تر لاسه کړي. زیاتره جايزې یې یا په فلمونو د بهترینې کومیډۍ او یا د ښه ډیالوګ لیکلو له کبله تر لاسه کړي. قادر خان او هندي سینما[سمول]په خټه افغان قادرخان څو لسیزې نه یوازې د هندي فلمونو لیکوال پاتې شوی، بلکې د هندي سینما د یو مخکښ اکټر په توګه یې هم په دې سینما کې ځان ته جلا مقام او ارزښت خپل کړی. قادر خان په هندي سینما خپل سفر له داغ فلم څخه په ۱۹۷۳ م کال کې پيل کړ. په دې فلم راجیش کنه له نوموړې سره لوبیدلی و. تر دې پيل راوروسته قادر خان په شا او خوا درې سوو هندي فلمونو کې کار کړی دی. البته هغه تر دې مخکې د لسګونو هندي فلمونو لپاره مکالمې لیکلې وې. قادر خان او امتیاب بچن ډېر ښه دوستان دي او په ډیرو فلمونو کې شریک کار کړی، له دې ډلې، دو اور دو پنج، مقدر کا سکندر، میسټر نټورلال، سوهاګ، کولي او شاهنشاه د دواړو مشهور شریک فلمونه دي. قادرخان د کولي نمبر ۱ او نورو فلمونو مکالمې هم لیکلې دي. زدکړې[سمول]قادر خان د بمبيي له پوهنتون سره د تړلي اسمعیل یوسف کالج څخه فارغ شوی دی. نوموړې څه وخت د محمد حاجي سابو صادق په کالج د استاد په توګه هم تدریس کړی دی. قادر خان پر دې سربیره دیني زده کړې هم کړې، د قران پاک حافظ دی، د د یو شمیر کلتوري او دیني ټلویزوني خپرونو چلوونکی هم پاتې شوی دی. ناروغۍ[سمول]قادر خان دا مهال د کاناډا په یو روغتون کې بې هوشه او په مصنوعي تنفس پايي. نوموړې له اوږدې مې مودې راهېسې ناروغ او په کاناډا کې دی. سرچینې[سمول] |
- ↑ (په 8 October 2014 باندې). Veteran Bollywood actor performs Haj discreetly. Arab News.
- ↑ "Veteran actor Kader Khan passes away at 81, confirms family". January 1, 2019. د لاسرسينېټه January 1, 2019. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Veteran actor-writer Kader Khan passes away at 81". January 1, 2019. د لاسرسينېټه January 1, 2019. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 30 September 2014 باندې). Kader Khan in Makkah for Haj. Arab News
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- د خاصيت کارولو پاڼې P1559
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P40
- د خاصيت کارولو پاڼې P812
- د خاصيت کارولو پاڼې P512
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P166
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- مخونه چي شايد ټوله سرچینې يې سمې نه وي