ښاري انجنيري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ښاري انجنيري يا سېول انجنيري (انگرېزي: Civil engineering) د انجنيري مسلک له بنسټیزو څانگو څخه گڼل کیږي. سیول انجنیري د مختلفو مدني او صنعتي ودانیو او بناو د مطالعي ،‌‌ ډیزاین، سروي او پلي کیدلو دنده په غاړه لري.

مختلفي صنعتي او مدني ودانۍ، سړک، پل، د ریل پټلۍ، د اوبو ذخیري، د ساحي جیو تخنیکې او جیودیزکي سروي او نور د سیول انجنیري د بحث او څیړني اساسي ټکي تشکیلوي.

او یا هم په بل عبارت :

سیول انجنیري د انجنیري علم له بنسټیزو څانگو څخه گڼل کیږي چې د فزیکي قوانینو، ریاضیکې معادلو او میخانک (Theories of Mechanics)څخه په گټه اخیستنې سره د بیلا بیلو مدنې ودانیو، بندونو ،پلونو، تونلونو،سړکونو او نورو ساختمانونو د ډیزاین ،ساختمان او ساتنې دنده په غاړه لري

سیول انجنیران له موجوده منابعو ( لکه سرمایه،مواد ،بشري قوه او نورو ) څخه په گټه اخیستنې سره زیار باسې چې ساختمانې پروژه په ټاکلې موده کې د لگښتونو کمښت، چاپیریال ساتني،او فزیکې زیانونو له منځه وړلو په پام کې نیولو سره په ښه توگه بشپړه او گټه اخیستنې ته وسپاري

سیول انجنیري د انجنیري علم تر نورو ټولو څانگو پخوانۍ،پراخه،ساده او مهمه څانگه گڼل کيږي چې د همدي علم د مور په نامه پیژندل شویده.

سرچينې