ابن ميمون

د ويکيپېډيا لخوا
(له ابن میمون نه مخ گرځېدلی)
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

ابن ميمون چې په رنځ كې يې حكمت وموند (۱۲۰۴_ ۱۱۳۵)

د ابن ميمون(Maimonides) پېړۍ د تاريخ يو له شور او ځوږ څخه ډك دوران و. دې پېړۍ په خپله لمن كې درې تنه لوى جنګيالي وروزل او نړۍ ته يې وړاندې كړل. صلاح الدين ايوبي او ريچارډ شېردل، دا دواړه د جګړې سرتېري خو درېيم، ابن ميمون د سولې سرتېرى و.

د ابن ميمون د ژوند داستان، د صليبي جګړو د پرتم او لويۍ له كبله له ژبو پرېوت او پرځاى يې د دوو قبايلو، صلاح الدين او ريچارډ د ځوانمردۍ د نكلونو بازار تود شو. ويل كېږي، كله چې ريچارډ ناروغ شو، صلاح الدين يوشمېر الوچې، چې په واوره كې ساتل شوې وې، هغه ته ورولېږلې. او ريچارډ د دې لپاره چې صلاح الدين ته وروښيي چې له هغه څخه كم نه دى، خپله خور (جون) يې د صلاح الدين د ورور العديل په نامه كړه. خو دا ډول ځوانمردي چې د يو بل په حق كې يې روا ګڼله، سرتېرو ته په ګرانه پرېوته.

صلاح الدين ايوبي د يوه كمزوري سو تفاهم له كبله دوه نيم زره مسيحي يرغمل په ټولوژنه كې له منځه يووړل او ريچارډ هم له هغه سره په مقابله كې د دونيم زرو يرغمل شويو مسلمانانو د ټولوژنې امر صادر كړ. دا سو تفاهم ډېر ژر ليرې شو او دې دوو سخاوتمندانو مشرانو له يو بل څخه بخښنه وغوښته، خو له بده مرغه يرغمل شويو چې تر خاورو لاندې پراته وو، د دې وخت ونه موند چې د خپلو بادارانو له ځوانمردۍ خبر او د هغوى دې كار ته لاسونه وپړكوي.

ابن ميمون د بربريت او ځوانمردۍ په دې دوران كې د خپلې مانيزې (معنوي) نړۍ پر لار ګام كښېښود، د ميمون د ارام ژوند ثمره د صليبي جګړو تر شور او ځوږ، اغېزناكه وه.

ابن ميمون د دوولسمې پېړۍ پوه كس و، كټ مټ لكه سنټ فرانسيس(St. Francis۱۱۸۱-۱۲۲۶م كال) چې د ديارلسمې پېړۍ اروا پېژنو.

دوو فيلسوفانو چې كله له يو بل سره د بشر د تاريخ په باب بحث كاوه، لومړني چې يو بدبينه فيلسوف و، وويل: ”كولاى شو چې د بشر بشپړ تاريخ په دې تورو كې بشپړ كړو، له انسان سره د انسان غيرانساني چلند“.

خو دويم چې يو هيله من فيلسوف و، بې له ځنډه يې ځواب وركړ: ”نه، زما ملګريه، څو توري چې د بشر تاريخ بشپړوي، دا دي، د حكمت او پوهې په لار كې د درد او رنځ زغمل“.

د ابن ميمون له ژوند څخه څرګندېږي، چې دواړو فيلسوفانو رښتيا ويل: د ماشومتوب په دوران كې يې د دې تريخ حقيقت څكه وكړه، چې بشر د همډوله له شكنجې او ځورولو څخه خوند اخلي او دا تريخ حقيقت د يوه هوښيار او ارام فكري سيسټم زېږنده دى.

ابن ميمون د يارلس كلن و (1148م كال) چې كورنۍ يې له خپل اصلي بومي ټاټوبي يانې د اسپانيا د قرطبي له ښار څخه وشړل شوه. وايي: هغه څوك چې په اس سپور وي، د پلي خلكو له لاندې كولو څخه خوند اخلي. په فلسطين كې د بني اسرائيلو پاچايانو، خپل پيغمبران ووژل، په اروپا كې مسيحي كشيشانو يهودان تعقيب او محاكمه كړل او دا دى د اسپانيا مسلمانو واكمنانو مسيحان او يهودان له قرطبې څخه تبعيد ته اړ كړل.

د ابن ميمون لپاره دا شړل د هغه د توپاني برخليك پيل و. نوموړى اړ و چې په خپل ټول عمر كې د استوګنځي په موندلو پسې پايڅې راپورته او د خپلې اروا د ارامتيا لپاره د يوه خوندي ځاى لټه وكړي. او دا غوښتنه يې د ټولو نړيوالو لپاره لرله.

(2)

د ابن ميمون ژوند د محروميت، نېستۍ، ناروغۍ، له انسان څخه د كركې، د طبيعت د سختيو او د خطرونو په وړاندې مبارزه وه. كله چې د ابن ميمون كورنۍ له قرطبې څخه ايستلو ته اړ شوه، نهه كاله له يوه ښار څخه بل ښار ته سرګردان و. په بله وينا، هغې كورنۍ ته هېچا او هېڅ ځاى، ځاى نه وركاوه. د ابن ميمون پلار يو ستورپوه او په رياضياتو پوه يهودي و. د نوموړي يو ښوونكى او يو كتابتون و، ځكه چې د دغو كډوالو په كڅوړه كې د كتابونو د ايښوولو لپاره تش ځاى نه و پاتې.

ابن ميمون د خپل مسافرت په كلونو كې چې په پلي توګه په اوښ يا هم بېړيو كې لار لنډوله- په دښته او سارا كې سفر چې ”موعود ښار“ په سترګو نه ليدل كېده- ده د تورات د كتاب، ځينو يهودي قوانينو، د يونان د فلسفې او د طب او رياضياتو مطالعه كوله.

ابن ميمون څنګه وتوانېد چې په دا دومره خطرونو، رنځونو او پرېشانۍ كې د تاريخ يو لوى او ځيرك انسان شي؟ دا په خپله د انساني مغزو يو حيرانوونكى راز دى.

دې روڼ انده كډوال په درويشت كلنۍ كې د ستورپوهنې او فلسفې په اړه دوه كتابونه وليكل. د سمندر پرمخ د مسافرت پر مهال به يې د شپې له خوا ستورو ته كتل. په پاى كې له ستورو سره مينې دېته وهڅاوه چې د ستورو او كايناتو په اړه څېړنه وكړي او د بشر له بېلابېلو انسانانو سره په مخامخېدو، د انساني مغزو دنده په ښه توګه ورته څرګنده شوه.

(3)

ابن ميمون په ۱۱۶۵م كال د مراكش پلازمېنه د فاس ښار د خپلې استوګنې لپاره غوره كړ. خو هلته د هغه پاتې كېدنه لنډمهاله وه. د مسلمانانو د څېړنې مامورين په دې هڅه كې شول، چې نوموړى توقيف او محاكمه كړي. د ابن ميمون يوه مسلمان ملګري د هغه مرستې ته ورودانګل او ابن ميمون يې خبر كړ. ابن ميمون هم د شپې له تيارې څخه ګټه پورته كړه او يبلې پښې له هغه ښاره وتښتېد.

په دې سفر كې بېړۍ ماته شوه، يوه مياشت يې كړاوونه، رنځونه او خطرونه وليدل او په پاى كې يوځل بيا فلسطين ته ستون شو. خو د هغه پلرنى سپېڅلى ټاټوبى ، د صليبي جګړو له امله وران او په خاورو او ايرو بدل شوى و. هلته داسې څه نه و پاتې چې د ابن ميمون اروا ته خوښي ورپه برخه كړي. ځكه په دې هڅه كې شو، چې د خپلې اروا د ارامتيا لپاره تر دې غوره ځاى ومومي. په همدې موخه په يوه بېړۍ كې كښېناست او مصر ته يې مخه كړه.

ابن ميمون له ډېرې لالهاندۍ وروسته، په پاى كې د قاهرې په ښار كې مېشت شو. خو تر اوسه يې لا ستونزې پايته نه وې رسېدلې.

ورور يې داود له هغه سره د مرستې لپاره د جواهراتو سوداګري پيل كړه، خو په يوه سمندري سفر كې يې بېړۍ ډوبه شوه او د تل لپاره يې دا نړۍ پرېښوده. ابن ميمون ته د ورور مړينه، د درد او غم هغه دروند بار و، چې كلونه كلونه يې شا ترې لاندې كړوپه وه.

په خپله ليكي: ”دا تر ټولو دروند ګوزار و، چې پر سر مې راپرېوت... د داود وړه لور او كونډه مېرمن راپاتې شول... پوره يو كال د سختې تبې او نهيلۍ له كبله په بستر كې پرېوتم... داود زما په غېږ كې رالوى شوى و. هغه زما ورور او زده كوونكى و... داود ډېر وخت سفرونه كول، چې ګټه وكړي...د دې لپاره چې زه په كور كې پاتې شم او خپلې زده كړې ته دوام وركړم.... زما يوازېنۍ خوښي د داود په ليدو كې نغښتې وه. خو هغه تلپاتي كورته لاړ او زه يې په يوه پردي هېواد كې خواشينى او يوازې پرېښودم. زه بايد د دې مصيبت له امله مړ شوى واى، خو تورات ما ته ډاډګيرنه راكړه او فلسفې، مرستې ته راودانګل او درد او رنځ يې راڅخه ليرې كړ”.

ابن ميمون د خپل ورور تر مړينې وروسته، طبابت ته مخه كړه، چې له دې لارې خپله روزي ترلاسه كړي.

ابن ميمون د اړتيا له مخې طبابت كاوه، خو په دې علم كې يې دومره پرمختګ وكړ، چې شهرت يې د لومړي وزير (صدر اعظم) صلاح الدين تر غوږونو هم ورسېد. ځكه يې فيلسوف ته بلنه وركړه، چې د دربار طبيب شي.

ان په دې دوره كې هم د ابن ميمون په ټنډه كې سوله او نېكمرغي نه وه ليكل شوې. د صليبي جګړو په يوه واړه شور او ځوږ كې د فلسطاط ښار چې د ابن ميمون كور په كې و اور واخيست، دې اور نژدې دوې مياشتې دوام وموند او كله چې د اور لمبې كښېناستې، هلته وبا ګډه شوه.

ابن ميمون پر دې مهال خپل ډېر وخت د ناروغانو په درملنه تېراوه. هغه به يهودي دربدرو خلكو ته ډاډبخښونكي ليكونه ليكل او خپل ليكلى كتاب ”نور“ يې چې د نوموړي فلسفي ليكنه ده، له سره كوت.

(4)

د ابن ميمون فلسفه د هغو وګړو لپاره يو څراغ و، چې د ناپوهۍ په توره تياره كې روان وو. دې څراغ د سولې او ارامۍ رڼاوې خپرولې، په حقيقت كې د لالهاندو لپاره يو لارښود و. ابن ميمون خپل وروستي لوى كتاب ته د ”لالهاندو لارښود“ نوم وركړى و.

له دې لارښوونې څخه د هغه موخه په دې مادي او مانيزې (معنوي) نړۍ كې د بني اسرائيلو د پيغمبرانو اخلاقي اصول او د يوناني فيلسوفانو د فكرونو سره اوډل وو.

ابن ميمون د بني اسرائيلو د پيغمبرانو نظر چې عدالت او انصاف يې تر هرڅه غوره ګاڼه، منلى و او د يونان د فلاسفه وو په څېر يې هماهنګي او منځلارتوب ته په غاړه ايښودلو سره اعلان وكړ، چې:

عدالت په حقيقت كې هماغه هماهنګي او تعادل دى. عادل هغه څوك دى چې ژوند يې همغاړى وي. په دې مانا چې په خپلو حقوقو كې د نورو حقوق ولټوي. ژوند د يوه موزيك په څېر دى او هرڅوك بايد خپل موزيك په ډېره ارامه او سمه توګه، نه لوړ او نه هم ټيټ وغږوي. هغه څوك چې خپل موزيك په سمه توګه غږوي، هم عادل دى او هم معتدل او موږ د هغه توان خاوندان يو، چې يوناني فيلسوفان يې پرځان حاكميت او پر نفس غلبه تعبيروي.

وينو چې ابن ميمون هم د يونان فيلسوفانو ته ورته نظر درلود. نوموړي هم له عدالت څخه ډك ژوند، هماهنګي او پر نفس واكمني غوښتله. په بله مانا نوموړى د يوه داسې عدالت په لټه كې و، چې د بني اسرائيلو پيغمبرانو غوښت.

د ابن ميمون په فلسفه كې د پخواني يونان حكمت په عبري شېوه موندلاى شو. د نوموړي فلسفه د ارسطو فلسفې ته نژدېوالى لري او له بله پلوه د بني اسرائيلو د پيغمبرانو اشارو او د سنټ پل له حكمت سره خپلوي لري.

په حقيقت كې دې اقرطبيه يي يهودي ترسوسي (سنټ پل) هغو اخلاقي اصولو ته معتقد و، چې د مسيحيت د ايمان، اميد، مهربانۍ او بخښنې په نوم يادېږي.

ابن ميمون وايي: ”تر هرڅه دمخه بايد ايمان ولرو او خالق وپېژنو، خو نه هغه خالق چې جسماني شتوالى لري او لكه ژوپيتر تر انسان د غوره وجود په توګه ستايل شوى وي، بلكې هغه خالق چې مطلق قدرت دى، د عدل جوهر دى او د هماهنګۍ رامنځته كوونكى. خدايي عقل زموږ د پيدا كېدو لامل شو او د هغه خير موږ ته پناه راكړه. خداى تلپاتى او هستي ازلي او ابدي قانون دى. هغه، هغه سندره ده، چې موزيكونه ورڅخه زېږي. هغه حقيقت دى چې خوبونه له هغه څخه عملي بڼه نيسي او هغه پيل دى، چې نړۍ ورڅخه پيدا شوې ده. هغه اروا ده چې پر پيغمبرانو يې پاكي لورولې ده او دا هغه اروا ده چې پر پيغمبرانو يې پاكي او سپېڅلتيا ورلورولې ده.

د هغه رښتينى جوهر چې پيغمبران يې نور وته ورښودل غواړي، دا دى چې: ”ټول بنيادمان ځان لري او ژوند تلپاتى دى او هېڅوك نه مري“.

دا څرګندونې موږ د ابن ميمون د فلسفې يوې بلې برخې ته بيايي، يانې له ايمان څخه بايد اميد ولرو او پر دې چې تر مرګ وروسته ژوند شته او هغه ژوند ته بايد هيله من واوسو.

ابن ميمون پر خداى او تلپاتيوالي باندې زموږ ايمان اصلاح كوي او وايي: ” له تلپاتي توب څخه دا مانا نه ده، چې موږ خپلې هيلې او جسماني غوښتنې ډېرې كړو، بلكې خپل وجود بايد په خپل وجدان او نړيوال منشور كې ووينو او د خداى په مطلقه هستۍ كې يې محو كړو. هر ژوندي سارى د خداى فكر او قدرت څرګندوي، چې د زمان پر پاڼه مهر شوى دى. كه د دې كتاب يوه پاڼه چې د فردي ژوند څرګندويي كوي خرابه شي، د خداى هغه ريښه چې د فرد په وجود كې يې تجلي كړې ده، له سترګو څخه محو كېږي، خو حقيقت يې هېڅكله له منځه نه ځي، بلكې تلپاتې دى“.

د دې مطلب د لا سپيناوي لپاره يوه بېلګه راوړو: كله چې د مقدس كتاب يوه برخه چې له ملكوتي سندرو ډكه ده له منځه لاړه شي، په حقيقت كې سندره نه ده محو شوې، بلكې هغه برسېرن اثر چې پر كاغذ نقش شوى و، له منځه تللى دى.

دا سندرې د دې كتاب په ټولو برخو كې توشپلي (تيت) دي. ښايي ټولې پاڼې له منځه لاړې شي، خو هېڅوك د دې توان نه لري چې د تورو په قالب كې نغښتې اندېښنې له منځه يوسي. ”بدن مري، خو اروا تلپاتې ده“. دا مطلب به له يوې بلې تشبېه سره لا روښانه شي. موږ هر يو هغه رنګينه ټوټه يو چې د ژوند په رنګينه پرده كې انځور شوي يو. كه پرده له منځه لاړه شي، رنګ ژر او يوځلي نه محو كېږي، بلكې له ځلېدونكي او تلپاتي سپينوالي سره يوځاى شوى دى.

همدارنګه د انسان وجود نن له خړو اوبو سره تشبېه كوو، چې اروا د لمر د وړانګو غوندې هغه ته روښنايي وربخښي. كله چې دا اوبه وچې يانې مړې شي، د نور انعكاس هم پايته رسېږي، خو لمر د پخوا په څېر ځلا لري او وړانګې شيندي.

ژوند وروسته له مړينې يو ډول خوب ته ورته والى لري. داسې يو حالت چې په يوازېتوب ښكاره كېږي او وګړي له منځه تلو څخه تلپاتې هستۍ ته بيايي.

دا ډول خوب كله ناكله د تصادف له مخې زموږ په ورځني ژوند كې هم پېښېږي. د بېلګې په توګه د زړه وړونكې شعر لوستل، د الهام وركوونكې نغمې اورېدل، لمر ختل او د غروب زړه وړونكې منظره، د خلكو په خوښيو كې ونډه اخيستل، پېرزوينه او لورېينه او داسې نور دا هغه وختونه دي، چې انسان كله ناكله ورسره مخ كېدى شي.

دا څرګندونې د ابن ميمون د فلسفې درېيم اصل څرګندوي. يانې اميد او ايمان د ا نسان شفقت او اكرام، يا په بله وينا شفقت او اكرام زموږ اميد ته پياوړتيا وربخښي.

هغه مهال چې په رښتينې توګه له خپلو ګاونډيانو سره د همدردۍ او زړه سوي احساس وكړو او په دې هڅه كې شو، چې د هغوى ستونزې اوارې كړو، له نړيوالې اروا سره هماهنګي او پيوستون لرو.

ابن ميمون يو ګوښه ګيره فيلسوف نه دى، بلكې د عمل مېړنى دى. نوموړى ايمان لري چې كه له خپلو ګاونډيانو سره د مهربانۍ احساس ونه لرو، هغه مهال به پر خداى ايمان او راتلونكي ته تمه موږ ته بې ارزښته وي. ښه ژوند فعال دى او دا له خلكو سره نژدېوالى او لويوالي ته هڅه ده.

دا ډول ژوند لرل، تر غيرفعال منفي شوق او هيلې لوړ مقام لري. ”نېك انسان به جنت ته پورته كېږي او په دې لار كې به د شفقت پر هغه زينه خېژي، چې اته طلايي پلې لري“.

د هغه په اند، لومړنى ډېر ټيټ بخښښ هغه دى، چې يوازې لاس يې وركوي، خو زړه په كې كومه ونډه نه لري.

دويمه درجه اكرام (بخښښ) په ورين تندي دى، خو ”د غوښتونكي له اړتيا او د بېوزلي په پام كې نيولو پرته“.

درېيمه درجه اكرام هغه دى، چې په ورين تندي وركول كېږي، خو هغه وخت چې څوك يې غوښتنه وكړي.

په څلورمه درجه كې، دا درې واړه شرطونه په پام كې نيول كېږي، خو كله چې وركوونكى او اخيستونكى د دا ډول اكرام پر مهال له يو بل سره مخامخېږي، د اخيستونكي پر ټنډه د شرم خولې ماتې شي.

پنځم پړاو، غوښتونكى اړتيا لري، خو بخښونكى هغه نه پېژني، داسې لكه زموږ نېكونو چې بېوزله كسان نه پېژندل، هغوى به يوڅه شته په خپلو څادرونو پورې د دې لپاره تړل، چې كوم ناپېژندوى بېوزله بې له دې چې ويې پېژني، له ځان سره يې واخلي.

شپږم مقام چې د يوې لويې درجې لرونكى دى، هغه بخښښ دى، چې غوښتونكى څرګند وي، خو بخښونكى ناڅرګند، هغه لار چې پخوانيو غوره كړې وه، هغوى بې له دې چې وپېژندل شي، د بېوزلو د اړتيا وړ توكي به يې د هغوى كورونو ته ورلېږل.

تر دې وروسته د اوومې مرحلې وار دى، په دې مرحله كې اخيستونكى او غوښتونكى يو بل نه سره پېژني. دا چلندونه په پخوانيو معبدونو كې ترسره كېدل، په هغو سپېڅلو محلونو كې د ”سكوت د كوټو“ په نوم ځايونه وو، هلته به يې په پټه توګه هغه څه چې مهربانو زړونو يې د بخښلو غوښتنه كوله، بېوزلو ته به يې ايښوول.

اتمه او وروستۍ درجه، چې تر ټولو غوره ده، هغه ډول اكرام دي، چې په خلكو كې د بېوزلۍ او نېستۍ تر رامنځته كېدو مخكې ترسره كېږي. دا وروستۍ درجه او ”اكرام د طلايي زينې“ د پاى پله ده. ابن ميمون د هغه علم يو بنسټ ايښودونكى دى، چې نن ورځ د ټولنپوهنې په نوم پېژندل كېږي.

(5)

نوموړي د خپل ژوند وروستي شل كلونه د اروايي او جسمي ناروغانو درملنې ته ځانګړي كړل او ښايي دا دوره د هغه د ژوند تر ټولو غوره او ستړې دوره وي.

ابن ميمون يو فيلسوف، پوه او خداى پېژندونكى و. ده به نړيوالو ته داسې ليكونه ليكل چې له مينې او ارامتيا څخه به ډك وو او د يوې اوونۍ كار به يې په يوه ورځ كې ترسره كاوه.

د هغه د ورځني فعاليت ژوندى تصوير، كه څه هم چې سالم انسان نه و، له يوه ليك څخه چې د خپلو تاليفاتو يوه ژباړونكي ته يې لېږلى دى، په ذهن كې پاتې كېږي:

”هغه مينه چې زما د ليدو لپاره يې لرې، په ډېر شوق سره يې غوښتونكى يم او په عين حال كې غواړم چې تاسو ته نصيحت وكړم، پر خپل ځان باندې د سفر رنځ بېځايه مه ګالئ. داسې نه چې له دې ليدو څخه ډېره لږه پايله ترلاسه شي“ او بې له ځنډه د خپلې دې وينا لاملونه په ډاګه كوي او وايي: ”د منلو لپاره زما وخت ډېر لږ دى“ زه په فسطات كې اوسم او سلطان په قاهره كې ژوند كوي. دا دواړه ښارونه خپل تر منځ لږ او زيات درې كيلومتره واټن لري. د سلطان په وړاندې زما دندې په بشپړه توګه څرګندې دي. اړ يم چې هر سهار يې ليدو ته ورشم. كه هغه يا د هغه يو ماشوم او يا هم د سلطان د دربار كوم غړى ناروغ وي، اړ يم چې د ډېر وخت لپاره په دربار كې پاتې شم. ډېر مهال د دربار كوم غړى ناروغ وي او زه بايد چې د هغه درملنه وكړم، پر دې سربېره د دود په شان بايد تر ماسپښينه په قاهره كې پاتې شم.

كله چې فسطات ته راګرځم، نو د لوږې له امله نژدې وي، چې مړ شم، ځكه (پوهېږئ چې زه هېڅكله هم د سلطان خواړه نه خورم).

كور ته په راتلو سره، د انتظار كوټه له يهودي او مسيحي، شتمن او بېوزله قاضي او مجرم، دوست او دښمن څخه ډكه وي. هغوى زما د راتلو انتظار كوي، چې د خپلو ناروغيو په اړه مشوره راسره وكړي. له اس څخه كښته كېږم. خپل لاسونه مينځم او ناروغانو ته ورځم. له هغوى څخه هيله كوم چې يوه شېبه د ساه ايستلو وخت راكړي، وروسته د ناروغانو په ليدنه پيل كوم او هغوى ته نسخې ليكم.

ناروغان د لمر تر لوېدو پورې راځي او ځي او كله- كله خو تر نيمو شپو پورې په تګ راتګ كې وي. كه څه هم چې د ستړيا له امله اوږد غزېدلى يم، خو بيا هم له هغوى سره خبرې كوم او كله چې وروستى ناروغ كوټه پرېږدي، دومره ستړى يم، چې نه شم كولاى خبرې وكړم.

نبوغ ځينو داسې معرفي كړى دى: ”د درد او رنځ د زغملو لپاره نامحدود ظرافت او استعداد“. دا ستاينه په لږ بدلون سره د ابن ميمون په حق كې روا ګڼلاى شو. هغه پر خپل رنځ او درد سربېره د كار كولو لپاره بې پايه وړتيا درلوده.

په هغه ليك كې چې ابن ميمون خپل ژباړن ته ليكلى، د خپلو فلسفي او طبي څېړنو په اړه يې يادونه كړې، بېشمېره كتابونه يې ليكلي دي، خو د خپلو فلسفي ليكونو،دين، طب او علمي نصيحتونو يادونه يې نه ده كړې، چې دا په خپله د پام وړ خبره ده.

له دې ټولو دردونو او رنځونو سره د هغه ليك په دوو ټكو پايته رسېږي، چې په هغوى كې د ابن ميمون خاكساري، په څرګنده توګه ليدلاى شو.

”كه بيا هم زما په ليدلو ټينګار كوئ، كولاى شئ د ژباړې له تمامېدو سره سم ما ته راشئ. ژمنه درسره كوم چې په ليدو به مو ډېر خوښ شم، خو بايد يادونه وكړم چې له ما څخه به هېڅ هم زده نه كړئ“.

(6)

ابن ميمون خپل ژوند په هغه توګه چې پيل كړى يې و، بې له ځوږ، باټو او دروغو پايته ورساوه. موږ د هغه ژوند د يوه پخواني شعر په يوه بيت كې لنډولاى شو. هغه خپل ټول عمر سوله غوښتونكو كړنو ته ځانګړى كړ، له خپل ګاونډي سره يې په مهربانۍ چلند وكړ او د خداى په عبادت بوخت و.

د هغه مينه نه يوازې يهودو ته ورسېده، بلكې مينه يې تر عيسويانو او مسلمانانو هم وغزېدله.

د هغه وخت مسيحيانو او يهودانو ابن ميمون ته “د انسانيت د طبيب او ښوونكي“ نوم وركړى و.

هغه طب ته په اخلاقي لارښوونو يووالى وروباښه او ويل يې: ”د نفس په سلامتيا كې درې لاملونه ارزښت لري، نرم چلند، وړ ورزش او د دنيايي چارو په وړاندې صبر او زغم“ د هغه فلسفه هم د نوموړي د طبابت په څېر د انسانانو تر منځ د شخړو او انساني رنځونو د له منځه وړلو پر ستنو لاړه وه.

د صليبي جګړو د وخت له درېيو سردارانو څخه ريچارډ او صلاح الدين تېرو وختونو ته نظر درلود او د جنګ جګړو اور يې بل كړ، خو ابن ميمون راتلونكي ته كتل او په نېك فكر كولو او خير غوښتنې يې د بد سوچ كولو او بد غوښتلو راپرځولو ته مېړانه وكړه.

د انسان لپاره د هغه د خيرغوښتنې شدت په يوه ډراماتيكه افسانه كې په ښه توګه څرګندېږي. كله چې ابن ميمون په اوياكلنۍ كې مړ شو، نو جنازه يې له مصر څخه فلسطين ته ولېږدول شوه، ځكه دا په خپله د نوموړي هيله وه، چې په سپېڅلې خاوره كې دې خاور ته وسپارل شي. كله چې د هغه جنازه له يوه بيابان څخه تېرېده، نو غلو يرغل پرې وروړ، كله چې وپوهېدل چې د ابن ميمون د جنازې په وړاندې يې بې احترامي كړې، له شرمه يې سرونه وځړېدل او د جنازې د ساتلو لپاره تر هديرې پورې ورسره لاړل. ځكه ابن ميمون هغه څوك و، چې ټولو ليد، ډېر كلونه بې له دې چې مزد واخلي د هغوى د ناروغانو درملنه يې كړې وه او ويلي يې وو:

”ځكه مې د طبابت دنده خپله كړه، چې ناروغانو ته روغتيا وركړم، نه دا چې د مال او شتمنۍ خاوند شم“.