مارتا کراوين نسبام (د ۱۹۴۷ ز کال د مۍ په شپږمه نېټه زېږېدلې) يوه امريکايۍ فيلسوفه او د شیکاګو په پوهنتون کې د قانون او اخلاقياتو د «ايرنسټ فريونډ» تخصصي خدمت اوسنۍ پروفيسره ده، چېرې چې هغه په شريکه سره د قانون په ښوونځي او د فلسفې په څانګه کې ټاکل شوې ده. هغې په لرغوني يونان او رومي فلسفه، سياسي فلسفه، وجوديت، ښځمنپالنې اخلاقياتو او د څارويو د حقوقو په اړوند ځانګړې لېوالتيا لري. نوموړې همدا راز په کلاسيک، الاهياتو او سياسي علومو کې د ملګرې په توګه ټاکل شوې، د سويلي اسيا د مطالعاتو د کمېټې غړې او بشري حقوقو د پروګرام د پلاوي غړې ده. هغې مخکې په هارورډ او براون کې هم تدريس کړی.[۱۴][۱۵]
د ښېګڼې کمزوري (۱۹۸۶ ز کال )، د بشريت مهذب کول: په ازاد تعليم کې له سمون څخه کلاسيکه دفاع (۱۹۹۷ ز کال )، جنس او ټولنيز عدالت ۱۹۹۸ ز کال ، له بشريت څخه پټېدل: کرکه، شرم او قانون (۲۰۰۴ ز کال )، د عدالت پولې: معلوليت، هويت، د انواعو غړيتوب (۲۰۰۶ ز کال ) او له کرکې تر بشريت: جنسي ميلان او اساسي قانون (۲۰۱۰ ز کال) په ګډون، نسبام د يو شمېر کتابونو ليکواله ده. هغې په ۲۰۱۶ کې په هنر او فلسفه کې د «کيوټو» جايزه تر لاسه کړې وه، په ۲۰۱۸ ز کال يې د «برګرن» جايزه او په ۲۰۲۱ز کال کې يې د «هالبرګ» جايزه تر لاسه کړې ده.[۱۶][۱۷][۱۸]
د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]
نسبام د ۱۹۴۷ز کال د مۍ د مياشتې په شپږمه نېټه په نيويارک ښار کې زېږېدلې وه، د پلار نوم يې «جورج کراوين» و چې يو فيلسوف او وکيل و، د مور نوم يې «بيټي وارين» و چې یوه داخلي طراحه او کور جوړونکې وه. له شل کلنۍ څخه تر کم پورې نسبام په «برين ماور» کې د «بالډوين» ښوونځي کې زده کړې وکړې. هغه خپله پالنه «د ختيځ ساحل WASP د ممتازې... ډېرې بې عيبه، په پيسو او حيثيت کې ډېر نغښتی» په توګه تشریح کړې ده. وروسته هغې خپله بې صبري «د ماندرين فلسفيانو» او د ولس خدمت لپاره وقف کېدو ته منسوبوله، نوموړې ويلي «ما ارستوکراتي تربيه رد کړه. زه هغه شی نه خوښوم چې ځان د يوې ډلې يا خاصې په توګه ځایوي، که هغه بلومزبری (د ليکوالو، فيلسوفانو او هنرمندانو يوه ډله و ه) ډله وي او که دريډا (يو فرانسوی فيلسوف او نقاد و)».[۱۹][۲۰]
په ويلسلي کالج کې د دوه کلونو زده کړې څخه وروسته، د دې لپاره چې په نيويارک کې د سينما زده کړې وکړي، هغې د نيويارک په پوهنتون کې د سينما او کلاسيکس زده کړې تر لاسه کړې، په ۱۹۶۹ز کال کې يې په هنر کې د لسانس سند تر لاسه کړ او هغه مهال سوکه سوکه د فلسفې پر لور ولاړه، کله چې په هارورډ پوهنتون کې وه، له دې پوهنتون څخه يې په ۱۹۷۲ز کال کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ او په ۱۹۷۵ز کال کې يې په فلسفه کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ، د «جي.اي.ايل اوين» تر څارنې لاندې يې زده کړې پر مخ وړلې.
په ۱۹۷۰ز لسيزه او د ۱۹۸۰ په لومړيو کې هغې په هارورډ کې د فلسفې او کلاسيک درسونه ورکړل، په ۱۹۸۲ز کال کې د کلاسليک څانګې له خوا د هغې د کار دوام رد کړای شو. نسبام بيا براون پوهنتون ته ولاړه، هلته یې تر ۱۹۹۴ز کال پورې استادي وکړه، تر دې چې د شيکاګو پوهنتون د حقوقو له پوهنځي سره يو ځای شوه. د نوموړې د ۱۹۸۶ز کال کتاب «د ښېګڼې کمزوري» کوم چې د لرغوني يونان د اخلاقياتو او يونان د ناورين په موضوع ليکل شوی و، دې کتاب نوموړې په انسانيت کې يوه پېژندل شوې څېره وګرځوله. په براون کې، فيلسوفه «لینډا مارټين الکوف» او اداکار او د ډرامو ليکوال «ډيم بليک نيلسن» د نيسبام په زده کوونکو کې شامل وو. په ۱۹۸۷ز کال کې، نوموړې ته هغه مهال عامه پاملرنه واوښته، کله چې هغې د خپل ملګري فيلسوف «الان بلوم» په کتاب «د امريکايي دماغو بنديدل» باندې نيوکه وکړه. د هغې وروستي اثر (د عدالت پولې) له نسبام څخه د نړیوال عدالت مفکره جوړه کړه. د وړتياوو په هکله د نسبام ډېری کار د ښځو په نابرابرې ازادۍ او موکو تمرکز لري او هغې د ښځمنپالنې یوه جلا بڼه منځ ته راوړې ده، له ازاد روايت څخه الهام اخلي، خو په دې ټينګار کوي چې د ازادخيالۍ په غوره حالت کې يې، د جنسيتي اړيکو او په کورنۍ کې د اړيکو په اړه د بنسټپاله بيا فکر کول ځای پر ځای شوي دي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د نسبام د فلسفي کار يو بل ستر ډګر احساسات دي. هغې د احساساتو د «نيوستويي» روايت څخه دفاع کړې، کوم چې هغه اټکلونه دي چې د تر سره کوونکي له واکه بهر شيانو او خلکو ته يې نسبت کېږي او د همدې شخص د ودې لپاره له ستر اهميت څخه برخمن وي. په دې اساس هغې د غم، خواخوږۍ او مينې تحلیل وړاندې کړی او په يو بل وروستي کتاب کې يې کرکه او شرم تحليل کړي دي.[۲۵][۲۶]
نسبام په خپلو علمي ليکنو او تر څنګ يې د نيمه مشهورو مجلو او کتابونو په بيا کتنو کې، همدا راز په يوه بېلګه کې يې په محکمه کې د يوې ماهرې شاهدې په توګه د شاهدي ورکولو پر مهال له نورو مفکرينو سره په ډېرو فعالو بحثونو کې برخه اخستې ده. هغې د «ايواندز» په وړاندې د «رومر» په محاکمه کې د «کولراډو» په محکمه کې شاهدي ورکړې وه، د هغې ادعا پر ضد يې استدلال کاوه چې د فلسفې تاریخ دولت ته د يو داسې قانون په پلوۍ «اړينه لېوالتيا» ورکوي، په کوم کې چې ښځينه او نارينه همجنسپرستانو ته د سيمه ييز غېر توپيري چلند د قوانينو د تصويب تر لاسه کولو له حق څخه انکار وشي. د اپلاتون په اثارو کې د « tolmêma» اصطلاح له ممکنه معنا سره چلند، د دې شاهدۍ د ېوې برخې په توګه د دې شخړې موضوع وه او معترضينو ګمراه کوونکې او ان درواغژنه بللې وه. [۲۷][۲۸]
نوموړې دې ادعاوو ته په يوه اوږده لیکنه کې ځواب ووايه چې سرليک يې و:«اپلاتوني مینه او کولراډو قانون». نسبام د اپلاتون له «سمپوزيم» او له سقراط سره د هغه له تعامل څخه ګڼ مراجع د خپل بحث لپاره د شواهدو په توګه وکارول. د هغې يو سخت منتقد «رابرټ پي. جورج» په ځواب سره دې بحث ته دوام پیدا کړ. نسبام د چپ اړخې مفکرې په توګه په «ناوم چومسکي» نيوکې کړې وې، چا چې دا باور درلود چې «يو څوک بايد په خپلو ملګرو اعتراض ونه کړي او يووالی له اخلاقي سمون څخه زيات اهميت لري». هغه وړانديز کوي چې يو څوک کولای شي «دا ليکه د برژوايي اخلاقو په وړاندې تر زړې مارکسي کرکې پورې ورسوي، خو دا بيا هم کرکه ده، که اصل سرچينه یې هر څه وي». د هغې په علمي ملګرو کې چې کتابونه یې هغې په انتقادي نظر کتلي وو، الين بلوم، هاروي ماسفيلډ او جوډيت بټلر شامل دي. د هغې نور علمي بحثونه د «جان راولس، ريچارډ پوسنر او سوزان مولر اوکين» په شان څېرو سره شوي دي. د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ په مياشت کې نسبام اعلان وکړ چې هغه به د «برګرن» انعام د ګټلو يوه برخه د دې لپاره وکاروي، تر څو د شکاګو پوهنتون د قانون په پوهنځي کې ځينې لانجمنو موضوعاتو په اړه د ګردي ميزونو يو لړ بحثونه تمويل کړي. دا بحثونه د «مارتا سي. نسبام» زده کوونکي ګردي ميزونو په نوم پېژندل کېږي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
شخصي ژوند[سمول]
هغې په ۱۹۶۹ز کال کې له «الین نسبام» سره واده کړی و، په ۱۹۸۷ز کال کې د دوی د واده اړيکه په طلاق سره پای ته ورسېده، په دې پړاو کې هغې يهوديت ومانه او لور يې «راشل» وزېږېده. د يهوديت په اړه د نسبام لېوالتيا دوام پیدا کړ او ژوره شوه: د ۲۰۰۸ز کال د اګست په شپاړسمه نېټه، هغه د شيکاګو د «هايډ پارک» د «ايسايي اسرائيل :ی.ای.ايم. عبادتځای» په خدمت کې «بات متزوا» (په يهوديت کې د نجلۍ لپاره هغه پړاو چې مذهبي مسئوليت يې پيل شي) وګرځېده، د «پارشا وا-ايتچنان» او «هافتارا ناهامو» (د مذهبي کتاب تورات برخې دي) شعارونه يې ورکړل، د حقيقي، غير حقي تسليت او نړيوال عدالت د پلي کولو په اړوند يې «D'var» تورات وړاندې کړ. په ۲۰۱۹ز کال کې د نسبام لور «راشل» د يوې بريالۍ غړي لګولو له جراحي عملياتو څخه وروسته له درملو سره د مقابلې له امله مړه شوه. نوموړې د مړينې پر مهال د «د څارويو ملګري» اداره کې د وحشي ژويو په برخه کې د دولتي چارو څارنواله وه، کومه چې غېر انتفاعي سازمان و چې د څارويو د ښېګڼې لپاره يې کار کاوه. هغې او مور يې د وحشي ژويو په اړوند درې مضامين په شریکه وليکل، کوم چې مخکې راڅرګند شوي وو او څلورم به يې په ۲۰۲۱ز کال کې راڅرګند شي.[۴۱][۴۲][۴۳]
|
---|
| کتنې | |
---|
| پنځونې او خوښونې | |
---|
| ليکنې | |
---|
| څاروونکي |
|
---|
| اړوند ليکنې | |
---|
| |
|
|