Jump to content

جان ستورات میل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان ستورات میل
جان ستورات میل
جان ستورات میل

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکن د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي   د (P463) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد جرمي بینتام   د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
کار ورکوونکی
خوځښت اتيزم ،  مساوات غوښتنه ،  د ګټې اصالت ،  لېبراليزم   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان ستورات میل
جان ستورات میل

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان ستورات میل (۲۰ می ۱۸۰۶ – ۷ می ۱۸۷۳ زکال) انګلیسي فیلسوف، سیاستوال، اقتصاد پوه، د پارلمان غړی او دولتي ملکي کارکوونکی و. د کلاسیک لیبرالېزم په تاریخ کې دغه تر ټولو اغېزمن متفکر په پراخه کچه له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي نظریاتو سره مرسته وکړه. هغه چې «د نولسمې پېړۍ د اغېزمن انګلیسي فیلسوف لقب خپل کړ»؛ د نامحدود دولتي او ټولنیز کنټرول پر خلاف یې آزادي د فردي آزادیو په توګه انګېرله. [۲][۳][۴]

میل د ګټې پالنې پلوی و، هغه اخلاقي نظریه چې د هغه د مخکښ جرمي بنټام له خوا رامنځته شوې وه. هغه د علمي میتودولوژي له ارزونې سره مرسته وکړه؛ په داسې حال کې چې په دې اړه د نوموړي پوهه د یو شمېر نورو متفکرینو د لیکنو په ځانګړې توګه د ویلیام ویول، جان هرشل، اګوست کنت او د هغو څېړنو پر بنسټ چې الکساندر بین د میل لپاره ترسره کړې وې؛ وه. هغه له ویوېل سره لیکلې مناظره ترسره کړه. [۵]

میل چې د لیبرال ګوند یو له غړو او د ښځو د انقیاد (The Subjection of Women) په نامه د لومړني فیمینسستي کتاب لیکوال و؛ دویم پارلمانی استازی و چې له هنري هانت وروسته یې په ۱۸۳۲ زکال کې ښځو ته د رایو ورکولو د حق د ورکړې غوښتنه وکړه. [۶][۷]

آثار او نظریات

[سمول]

د آزادۍ تیوري

[سمول]

میل د آزادۍ په اړه (On Liberty) نومي خپله رساله کې د واک هغه محدودیتونه او ماهیت تشرېح کوي چې کېدلای شي، په مشروع توګه د ټولنې له خوا په فرد پلي شي. د میل نظریه دا ده چې یوازې هغه مهال چې یوه دیموکراتیکه ټولنه د آزادۍ له اصل څخه پیروي وکړي، د هغو سیاسي او ټولنیز بنسټونه بیا کولای شي، د ملي شخصیت په جوړولو کې رول ولوبوي؛ بیا نو وګړي کولای شي، د مترقي موجوداتو په توګه د وګړو دایمي ګټې تصور کړي (رالز، د فلسفې په سیاسي تاریخ کې وینا، ۲۸۹ پاڼه). [۸]

میل د آزادۍ اصل په دې ډول بیانوي: «د بشریت یوازنۍ موخه چې په فردی یا ټولیزه توګه د آزادۍ په ټولو چارو کې خوندي کېږي، د ځان خوندیتوب دی». «یوازنۍ هغه موخه چې اړوند یې کېدلای شي، د یوې متمدنې ټولنې د هر غړي لپاره د هغو د میل پر خلاف په سمه توګه له قدرت څخه ګټنه وشي، نورو ته له زیان اړولو څخه مخه نیول دي. دا د هغوی په خپله ګټه دي، آن که دا ګټه فزیکي او یا هم اخلاقي وي، خو دا کافي تضمین نه شي کېدلای». [۹][۱۰]

ټولنیزه آزادي او د اکثریت استبداد

[سمول]

میل باوري و چې:«د آزادۍ او اقتدار ترمنځ مبارزه د تاریخ د څانګو یو له پام وړ ځانګړنو نه ده». د هغه لپاره په لرغونې زمانه کې «سیالي ... د دولت او رعیت یا هم د رعیت د یو شمېر طبقاتو ترمنځ» آزادي وه. [۱۱]

میل ټولنیزه آزادي د «سیاسي واکمنانو د استبداد» پر وړاندې د خوندیتوب په معنا تعریف کوي. هغه د استبداد څو بېلابېل مفاهیم تعریف کړل چې د ټولنیز استبداد او اکثریت استبداد په توګه یادېږي. د میل لپاره ټولنیزه آزادي د حاکم ځواک محدود کول و؛ څو و نه شي کولای، له خپل ځواک څخه د خپلو غوښتونو لپاره ګټنه وکړي او له امله یې داسې پرېکړې وکړي چې کولای شي، ټولنې ته زیان واړوي. وګړي باید د دولتي پرېکړو اړوند د نظر ورکولو حق ولري. هغه څرګنده کړې چې ټولنیزه آزادي «د قدرت هغه حدود او ماهیت دی ،چې کېدلای شي، په مشروع توګه د ټولنې له خوا په فرد پلې شي». د دغې چارې هڅه له دوو لارو وشوه: لومړی، د یو شمېر خوندیتوبونو (لکه د سیاسي آزادیو او حقونو) په رسمیت پېژندل او دویم ، د «اساسي قانون د لارښوونو له مخې» د نظام رامنځته کېدل. [۱۲]

آزادي

[سمول]

د آزادۍ په اړه د میل نظر چې د جوزف پریسټلي او جوزیا وارن تر اغېز لاندې و، دا دی چې: وګړي باید آزاد وي او هر کار یې چې زړه غواړي ترسره کړي، خو تر دې بریده چې نورو ته زیان وه نه رسوي. افراد په کافي کچه د دې منطق لري، څو د خپلې هوساینې پرېکړه وکړي. دولت باید هغه وخت لاسوهنه وکړي چې د ټولنې د خوندیتوب موضوع وي. [۱۳]

د بیان آزادي

[سمول]

دآازادۍ په اړه نومې رساله کې د بیان له آزادۍ څخه پیاوړې دفاع شتون لري. میل استدلال کوي چې: ازاد بحثونه د فکري او ټولنیزې ودې لپاره اړین دي. هغه باور لري چې موږ هېڅکله ډاډمن کېدلای نه شو چې هغه نظریات چې خاموش شوي؛ حقیقې عناصر دې و نه لري. هغه استدلال کوي چې: وګړو ته د دې اجازه ورکول چې خپل ناسم نظریات خپاره کړي، د دوو لاملونو له امله ګټمن دي: لومړی دا چې، ښکېل کسان که چېرې په آزاده توګه خپل عقاید بیان کړي، کېدای شي، خپل ناسم عقاید پرېږدي. دویم دا چې، د بحث په بهیر کې د اړوندو کسانو دې ته متقاعد کول چې خپل عقاید ارزیابي او یا هم بیاځلي تائید کړي، د دې لامل کېږي، څو د هغوی باورونه په تعصب ډکو باورونو بدل نه شي.[۱۴][۱۵][۱۶]

د مطبوعاتو آزادي
[سمول]

دآازادۍ په اړه نومې رساله کې میل څرګندوي چې: اړینه ده هغه د مطبوعاتو د آزادۍ موضوع څرګنده کړي. هغه څرګندوي چې: دغه استدلال لا له وړاندې بریالی دی. د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې نږدې هېڅ یو سیاستوال یا مفسر نه غوښتل، د تودور او ستورات له خوا دې د غوښتل شوي مطبوعاتي سانسور غوندې سانسور شتون ولري. له دې سره میل خبرداری ورکړ چې کیدای شي، د سانسور نوي ډولونه په راتلونکي کې رامنځته شي. [۱۷][۱۸][۱۹]

کلونیالېزم

[سمول]

له ۱۸۲۳ زکال څخه تر ۱۸۵۸ زکال پورې د ختیځ هند د کمپنۍ کارکوونکي میل له هېواده بهر د مستعمراتو د اداره کولو په اړه د خیر غوښتونکي استبداد څخه په ملاتړ استدلال کاوه. میل استدلال وکړ:[۲۰][۲۱][۲۲]

دا ډېره لویه تېروتنه ده چې د یوه متمدن ملت او نورو ترمنځ یا د یو متمدن ملت او بربریانو ترمنځ نړیوال رسوم یا آداب او یا دې هم د اخلاقو نړیوال قواعد پلي شي.... خو دا چې له بربرو او وحشي وګړو سره چلن دې ځانګړی وي، دا نو بیا د ملتونو له قوانینو څخه سرغړونه ده او د دې څرګندويي کوي چې هغوی چې په دې اړه خبرې کوي، هېڅکله یې دغه موضوع په پام کې نه ده نیولې.

میل په هند کې د یاد شرکت له حاکمیت څخه کلک ملاتړ وکړ، خو د دغه شرکت د یو شمېر هغو سیاستونو په اړه چې ورسره مخالف و، یو شمېر ملاحظات یې څرګند کړل.[۲۳]

غلامي او نژادي مساوات

[سمول]

په ۱۸۵۰ زکال کې، میل فریزر مجلې ته د توماس کارلایل د نامعلوم لیک په غبرګون کې چې د غلامۍ په اړه یې په کې بحث کړی و، یو نامعلوم لیک ولېږه (هغه چې د «سیاه پوستانو د مسئلې» تر عنوان لاندې پېژندل کېږي). میل په متحده ایالاتو کې د غلامۍ له ختمېدو ملاتړ وکړ او له غلامۍ سره یې خپل مخالفت په ۱۸۶۹ زکال کې د The Subjection of Women تر عنوان لاندې مقاله کې څرګند کړ. [۲۴][۲۵]

د ښځو حقونه

[سمول]

له تاریخ څخه د میل لید دا و چې: د هغه تر مهاله «ټولې ښځې» او «ډېری نارینه» یوازې «غلامان» و. هغه له مخالفو استدلالونو سره مخالفت وکړ او استدلال یې وکړ چې: د جنسونو ترمنځ اړیکې یوازې «د جنسیتونو ترمنځ د قانوني فرمانبردارۍ له مخې دي – [هغه] چې خپله غلط دي او اوس د انسان د ودې پر وړاندې یو له اصلي خنډونو جوړوي؛ چې دا باید په بشپړ مساوات سره بدل شي».

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118582461  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Thouverez, Emile. 1908. Stuart Mill (4th ed.) Paris: Bloud & Cie. p. 23.
  3. Macleod, Christopher (14 November 2017). Zalta, Edward N. (ed.). The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University – via Stanford Encyclopedia of Philosophy.
  4. "John Stuart Mill's On Liberty". victorianweb. نه اخيستل شوی 23 July 2009. On Liberty is a rational justification of the freedom of the individual in opposition to the claims of the state to impose unlimited control and is thus a defense of the rights of the individual against the state.
  5. "John Stuart Mill's On Liberty". victorianweb. نه اخيستل شوی 23 July 2009. On Liberty is a rational justification of the freedom of the individual in opposition to the claims of the state to impose unlimited control and is thus a defense of the rights of the individual against the state.
  6. "Orator Hunt and the first suffrage petition 1832". UK Parliament.
  7. "John Stuart Mill and the 1866 petition". UK Parliament.
  8. Halevy, Elie (1966). The Growth of Philosophic Radicalism. Beacon Press. pp. 282–284. ISBN 978-0191010200.
  9. "Cornell University Library Making of America Collection". collections.library.cornell.edu.
  10. Murray N. Rothbard (1 February 2006). An Austrian Perspective on the History of Economic Thought. Ludwig von Mises Institute. p. 105. ISBN 978-0945466482. نه اخيستل شوی 21 January 2011.
  11. "I. Introductory. Mill, John Stuart. 1869. On Liberty". www.bartleby.com. نه اخيستل شوی 16 July 2018.
  12. Mill, John Stuart. [1859] 2006. On Liberty. Penguin Classics. ISBN 978-0141441474. pp. 10–11.
  13. Mill, John Stuart. [1859] 1869. On Liberty (4th ed.). London: Longmans, Green, Reader, and Dyer. pp. 21–22.
  14. Mill, John Stuart. [1859] 1909. "On Liberty". pp. 195–290 in Harvard Classics 25, edited by C. W. Eliot. New York: PF Collier & Son. p. 248.
  15. Mill, John Stuart. [1859] 2001. On Liberty Archived 2019-11-14 at the Wayback Machine.. Kitchener, ON: Batoche Books. Retrieved 17 June 2020.
  16. Mill, John Stuart. [1859] 1985. On Liberty, edited by G. Himmelfarb, UK: Penguin. pp. 83–84.
  17. John Stuart Mill’s On Liberty: A Translation into Modern English, Kindle edition, 2013. . 38. ISBN 978-0906321638
  18. "British Press Freedom under Threat", New York Times, 14 November 2013.
  19. Abbott, Lewis F. Defending Liberty: the Case for a New Bill of Rights. ISR/Google Books, 2019. p. 22. ISBN 978-0906321737
  20. "J. S. Mill's Career at the East India Company". www.victorianweb.org.
  21. Theo Goldberg, David (2000). ""Liberalism's limits: Carlyle and Mill on "the negro question". Nineteenth-Century Contexts. 22 (2): 203–216. doi:10.1080/08905490008583508. S2CID 194002917.
  22. John Stuart Mill, Dissertations and Discussions: Political, Philosophical, and Historical (New York 1874) Vol. 3, pp. 252–253.
  23. Williams, David (7 February 2020). "John Stuart Mill and the practice of colonial rule in India". Journal of International Political Theory (په انګليسي). 17 (3): 412–428. doi:10.1177/1755088220903349. ISSN 1755-0882. S2CID 214445850.
  24. Mill, John Stuart. 1850. "The Negro Question". Fraser's Magazine for Town and Country 41:25–31.
  25. Mill, John Stuart. 1869. The Subjection of Women. ch. 1.